کوټه سنګي ته ولې کوټه سنګي وايي؟

R
Riaz Muqamzai
Author
1 min read
17,594
کوټه سنګي ته ولې کوټه سنګي وايي؟

ځینې کسان په دې اند دي چې د کوټه سنګي نوم اصلا د هغې ډبرېنې کوټې څخه اخیستل شوی دی چې یو وخت په میرویس میدان کې جوړه شوې وه.ویل کیږي کله چې د دغه ځای د سړکونو کرښې وکښل شوې د سړکونو د تقاطع په نقطه کې یعنې په څلور لارې کې د ساتونکي لپاره د ډبرو یوه خونه جوړه شوه له همدې امله دا سیمه په کوټه سنګي یا د ډبرو د کوټې په نوم ونومول شوه.خو اصلا د دې  سیمې نوم د هغې پښتنې  شاعرې له نوم څخه اخیستل شوی دی چې اوس اوس یې نه یوازې په کابل کې یوه لیسه په نامه نومول شوې ده بلکې یوه ښاري سیمه هم د دې شاعرې په نوم نومول شوې ده.

مریم لیسه د کابل په خیرخانه سیمه کې د نجونو لیسه ده چې نږدې سیمه او شااوخواسیمې هم د دې شاعرې په نوم نومول شوې دې.له ۱۳۷۱ تر ۱۳۷۵ کلونو پورې په کابل کې د تنظیمي واکمني او جګړو په وخت کې  لیسه مریم یوازنی مشهور بازار و چې د ډيری خلکو اړتیا یې پوره کولې چې لا تر اوسه یې خپل اقتصادي او تجارتي اهمیت ساتلی دی.

دغې میرمنې چې په بي بي سنګي او بي بي سیده هم مشهوره ده ، په یوه تیاره عصر کې نه یوازې د عرفاني ادبیاتو مشال په لاس کې  واخیست بلکې ویل کیږي چې غازي امان الله خان یې د خپلې واکمني په لومړیو کې د افغانستان د استقلال د بیرته اخیستلو لپاره هم هڅولی دی.

مخکې تر دې چې د بي بي سنګي د ژوند او کار په اړه څه ووایو لومړی به دا وڅيړو چې څنګه دا سیمه  د دغې میرمنې په نوم  مشهوره شوه.

بي بي سنګي پخپلو شعرونوکې د دیني مسایلو ترڅنګ ټولنیزو ناخوالو ته هم نغوته کوله. ویل کیږي چې دا د امیر عبدالرحمن خان د ظلمونو پرخلاف د یو شعر له امله زنداني شوه.دا چې  دا یوه  روڼ اندې او پوه میرمن وه امیر ویره لرله چې د دې زنداني کول به په نورو زندانیانو اغیزه وکړي او د ده لپاره به نورې ستونزې هم راپیداکړي ځکه یې پریکړه وکړه چې  د دې لپاره د ښار په لرې سیمه کې یو ځانګړی زندان جوړکړي.

هغه وخت د استاد خلیل الله خلیلي پلار میرزا حسین د امیر عبدالرحمن خان د وهلو او ټکولو د دستګاه مشر و(په ځینو لیکنو کې د امیر عبدالرحمن خان د پټو پولیسو یا استخباراتو رییس هم بلل شوی دی) میرزامحمد حسین په دریو ورځو کې د قلعه نیازبیګ، قلعه جواد او چهاردهي د کلیو د خلکو په مرسته په سیمه کې د میرمن مریم (بي بي سنګي) لپاره د ډبرو کوټه جوړه کړه.او د کوټوال په دفتر کې دا کوټه د کوټه سنګي په نوم ثبت شوه چې د وخت په تیریدو سره شااوخوا ټوله سیمه په همدې نامه مشهوره شوه،او د لنډيز لپاره د بي بي سنګي نوم ترې لرې شو او د کوټه سنګي په نوم و بلل شوه.

د غازي امان الله خان په وخت کې دا کوټه ویجاړه شوه د کابل په کوڅو او واټونو د نومونو د ایښودلو په وخت کې د دغه ځای مرکزي چوک(میرویس میدان) ونومول شوه خو شااوخوا سیمه اوس هم په کوټه سنګي مشهوره ده.

دا چې د بي بي سنګي خاوند حافظ منشي علي بیګ احراري د امیر د دربار منشي و یو شمیر مخور کسان یې امیر عبدالرحمن خان ته ور وستل ، امیر هغه دوه میاشتې وروسته په دې شرط وبښله چې دا به بیا شعر نه وايي.خو د امیر دوه زامنو  ولیعهد حبیب الله او د دفاع وزیر شهزاده نصرالله خان د دې ننګه کوله  کله چې په ۱۹۰۱کې  امیر حبیب الله د پلار ځای ناستی شو بي بي سنګي یې د شاهي کورنۍ  ښوونکې وټاکله. بي بي سیده یا بي بي سنګي په ۱۲۴۳ لمریز کال کې د کابل په ښار کې زیږیدلې پلار یې غازي محمد چې په غازي سنګي مشهور وو د کنړ ولایت یو دروند عالم وو او د افغان او انګلیس تر منځ د لومړۍ او دوهمې جګړې مشر وو.بي بي سنګي لومړی مروج علوم د خپلې مور سیدې انا او د خپلې کورنۍ له ښوونکو څخه زده کړل په ځواني کې یې په شعر ویلو پيل وکړ، لومړی یې شور تخلص کاوه بیا یې خپل لنډ نوم بیخود غوره کړ څه وخت وروسته یې سیفي کابلي نوم ځانته غوره کړاو په پای کې یې خپل پلرنی نوم سنګي غوره کړ او د خلکو او دربار په منځ کې په بي بي سنګي مشهوره شوه.

میرمن بي بي سنګي په ۱۳۱۶ لمریز کال کې د ۷۳ کلونو په عمر له نړۍ څخه سترګې پټې کړې او په شهداې صالحین کې خاورو ته وسپارل شوه.

بي بي سنګي د خپلو شعرونو له امله ډيرې لوړې ژورې لیدلې دي د خلکو په منځ کې د دې ګرانښت د دې د شعرونو له امله و، د استقلال په نوم چې د دې کوم شعر د نګاه په جریده کې خپور شو د دې لامل شو چې د افغانستان پاچا امان الله خان دا وستايي. غازي امان الله د دې شعر له خپریدو وروسته بي بي سنګي ته یو آس، یو طلايي تاج او د چنداول په ګذر کې یې دې ته یو کور ورکړ.

بي بي سنګي د افغانستان په خپلواکي غوښتونکي پاچا ډيره ګرانه وه ویل کیږي چې بي بي سنګي له غازي امان الله خان سره شرط یا چناق هم وهلی و، وايي چې پاچا کله د معرف معارف لومړۍ ګڼه لاسلیک کړه او بي بي سنګي ته یې د سوغات په توګه ورکړه بي بي سنګي پوه شوه چې د پاچا چناق ماتول هیر دي نو یې د مجلې په دوهمه پښتی یوه لنډۍ یا دو بیته ولیکله او بیرته يې پاچا ته ورکړه او غازي امان الله خان هم بې له دې چې ووايي چې زما په یاد دي مجله ترې اخلي او په دې ډول چناق یا شرط بایلي.

د دې بي بي سنګي پيژندنه د استاد عبدالروف بینوا په (پښتني میرمنې) کتاب کې هم راغلی دی دغه راز میرمن ماګه رحماني چې اوس مهال د افریقا په مدغاسګر جزیره کې اوسي د اوسني توکم په کتاب کې بي بي سنګي پيژندنه او ځينې شعرونه را خیستي دي.

د میرمن سنګي ځينې شعرونه په اریانا مجله کې خپاره شوي دي خو زیات شمیر يې تر اوسه نه دي تر لاسه وي.

علم ګل سحر

Related Articles

3 articles
May 26, 2022
2,786 views

د لېړو روغتيايي ګټې

 ژباړه ـ ریاض مقامزی   لېړو له هغو سبزیجاتو څخه ده، چې د اوړي په موسم کې وده کوي. ګرمې سیمې یې د تولید او ودې تر ټولو مناسب ځایونه بلل کېږي. لکه د نورو ټولو خوړو او سبزیجاتو لېړو هم خپلې روغتيايي ګټې لري، چې ددې لیکنې تر پایه به پرې پوه شئ.  د لېړو...

Jun 10, 2023
1,721 views

انلاین خریدارۍ جالب معلومات

ډیر جالب معلومات: په انلاین خریدارۍ یا ځینو مارکیټونو کې به مو لیدلي وي چې د یوه څیز قیمت ٩٩ یا ٩٩٩ روپۍ وي، پوهېږئ چې ولې؟ دې ته تاق قیمتونه "Odd pricing" وایي او دا قیمتونه نېغ په نېغه د انسان په روان باندې اغېز کوي.  د بېلګې په توګه، که د یوه څی...

Jul 02, 2022
3,897 views

Polysemous Words in English

In all languages, some words have more than one meaning; technically they are called Polysemous words. Polysemous words have several numbered definitions in a dictionary. The following examples will help you extend your vocabulary by recognizing diff...

Recommended For You

Jun 02, 2023
34,153 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
31,266 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
30,112 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...

Have something to share?

Share your knowledge with the Ketabton community.

Write an Article