ځان پېژندنه

S
Shamshad Zaheer
Author
Aug 06, 2020
5 years ago
4,872 views
ځان پېژندنه

کله چې د خپل بدن جوړښتونو، اروایي کیفیتونو، احساساتو، غریزو، د مغز او شعور فعالیتونو، د خپل فکر او نظر حالتونو، د چاپېریال او طبعیت سره د بېلا بېلو اړیکو، او د خپل وجود  داخلي، خارجي، مادي او معنوي غوښتنو، اړتیاؤ، احتیاجاتو او نورو ځواکونو او خاصیتونو ته ځیر شې، نو درته په ډاګه به شي چې زه ډېر څه لرم، او ډېر څه پر ما پورې اړه لري او د دې ټولو مسؤل یوازې او یوازې زه یم..............
نو په دې اساس په ځان پېژندنه کې باید له ژورتیا، دقت، فکر څخه کار واخلې، خپلې خبرې د کنټرول کړه، او خپلو ټولو اعمالو ته د لوی فکرۍ په سترګه وګوره.
د ځان حقیقي بعدونه د وارزوه، اوس ددې وخت ندی، چې ته څومره پهلوان یې او څومره خلک ډبولی شې، بلکې ددې وخت دی، چې ستا فکر څومره کار کولی شي او تر نورو څو چنده فکر کولی شئ او لوی پلان طرحه کولی شئ؟


ځان وپېژنه! یعنې د خپل ځان نه لاندې پوشتنې وکړه د خپل ځان په پېژندلو کې.


۱_ زه څوک یم؟
۲_  زه په څه سبب دې نړۍ ته راغلی/ راغلې یم؟
۳_ ددې ژوند څخه زما ګټه څه ده؟
۴_ زما د وجود حقیقت او مسؤلیت څه دی؟
۵_ پس له دې ژوند نه به زه چېرته ځم؟


که څوک واقعاً سم او منطقي ځواب دې پوشتنو ته ورکړي، او هغه په ځان عملي کړي، نو نه به په دې دنیا او نه به په هغې دنیا خوار شي.


ځان وپېژنه! یعنې، خدای 'ج' ماته ژوند رابښلی او ژوند هم دروند پور دی، چې باید ادا یې کړی شم، د څه شي لارښونه چې یې راته کړې هغه باید پرځای کړم، او د څه نه یې چې منع کړی/کړې یم د هغې نه پرهېز وکړم.


ځان وپېژنه! یعنې، ځان جوړونه هغه څه ده چې د انسان واقعي څېره رابرسېره کوي. د خپل عقل، فکر، نوښت، انګېزې، خلاقیت، بدن، صبر، رښتینولۍ او صداقت، وجدان، استقامت څخه د خپل ځان په پېژندلو کې سمه ګټه پورته کړه او د الله 'ج' نه شکر ادا کړه.

 


ځان وپېژنه! یعنې د کوم کار او کوم شي سره ډېره علاقه لرم؟ کوم مسلک او کوم کسب مې ډېر خوښېږي؟ په خوراک کې راباندې کوم خواړه بد تاثیر لري، روغتیا او پاکي مې څه ډول ده او څنګه یې ورځ تر بلې د ښه توب خواته بېولی شم....


ځان وپېژنه! یعنې خوځښت، کار او هلې ځلې مې د ژوند بنسټ دي.


ځان وپېژنه! یعنې زه یو ټولنیز موجود یم، باید په ټولنه کې ویاړلی واوسم، د ټولنې ګټې په خپلو شخصي ګټو قرباني نه کړم.


ځان وپېژنه!  یعنې باید دبدیو څخه ډډه وکړم، او د منفي ذهنیتونو د تاثیر لاندې رانشم، بلکې نور د خپلو نېکو اعمالو په تاثیر کې راولم.


ځان وپېژنه! یعنې، زه باید تل د خپل عقل د فرمان لاندې ژوند وکړم.


ځان وپېژنه! یعنې، زه باید پوهه لاسته راوړم او په هر شي کې معقول فکر وکړم.


ځان وپېژنه! یعنې، خپلې اړتیاوې، غوښتنې او حاجتونه تر نورو په ښه ډول پوره کړم.


ځان وپېژنه! یعنې، د زمانې له غوښتنو سره سم خپلې غوښتنې عیار او آشنا کړم. البته د اسلام په ړنا کې.


ځان وپېژنه! یعنې، زما د نن ورځې سلوک راته د سبا ورځې جنت او دوزخ جوړوي.


ځان وپېژنه! یعنې، زه مې ځان ته په نېکیو تغیر ورکوم.


 ځان وپېژنه! یعنې زه باید د ستونزو او خنډونو سره وجنګېږم او پرې بری ومومم.


ځان وپېژنه! یعنې، زه باید د چاپلوسۍ او احترام ترمنځ توپیر وکړم.


ځان وپېژنه! یعنې، زه بابد دومره ساده نه شم چې نور راته دوکه راکړي.


ځان وپېژنه! یعنې! له هغه څه نه چې زما په طبعت، ځان او وجدان کې ژور خپګان او کمزوري راولي باید ډډه وکړم.


ځان وپېژنه! یعنې، زما ټوله نېکمرغي او بدمرغي، زما په خپل وجود کې ده.


ځان وپېژنه! یعنې، د نورو په عزت کې باید خپل عزت پیدا کړم.


ځان وپېژنه! یعنې، زما باورونه،  ذهنیتونه او اندېښنې زما ژوند ته لوری ورکوي، نو ځکه زه باید ټول سوچه وساتم.

 

مأخذ: لطفاً مه ساده کېږه
لیکونکی: محب الله رسولي

Related Articles

Dec 14, 2020
2,448 views

د یوناني ژبې په اړه لا ډېر پوه شئ!

یوناني ژبه په یونان، قبرص، اناتولیا، بالکان، د تور سمندر د سمندرغاړو په ځینو سیمو کې، ختیځې مدیترانې او د ایټالیا په سوېل کې ویل کیږي. په عصري یوناني کې یې نوم (Ελληνικά)، په روماني شوو تورو (Elliniká) او پخوانۍ یونانۍ کې (Ἑλληνική) لیکل کیږي. د ایند...

Feb 25, 2021
3,137 views

د وینې غوړ

ایا د شپې لخوا مو د پښې سوځیږی؟د پښو تلې او بدن مختلف ځایونه مو ګزګز کوي؟ایا سر ګنګسۍلرئ؟په غوږونه کې د زُنګ زُنګ اوازونه اورئ؟په وینه کې د کولسټرول،ټرایګلیسراید‌‌‌ او د نورو شحمیاتو په غیر نورمال‌‌‌‌‌‌ډول لوړوالي ته د وینې د غوړ ناروغي ویل کیږي. دد...

Nov 08, 2020
2,901 views

هغه ډکي، چې چينايان پرې خواړه خوري

د نړۍ خلک د خوړو خوړولو بېلابېل فرهنګونه لري، ډېری مسلمانان په لاس خواړه خوري، اروپايان له کاشوغې او کاشوغ پنجې استفاده کوي خو؛ چينايان بيا له ځانګړو ډکو چې (کوايزه) نومېږي ګټه پورته کوي. البته کوايزه د دوو ډکو يوې جوړې ته ويل کېږي. د دغو ډکو تاريخ ت...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,276 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,032 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,716 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...