لیکنه: هیلِن شاختر
ژباړه: عبدالرشید “صمد نجاب”
بریالیتوب سره په ډیر ګمان شخص (فرد) د باور وړ او د نورو د ستاینې لاندې راځي. تېر لدې خوند څخه چې مونږ یې د نورو له ستاینې اخلو، هر بریالیتوب پخپله په مونږ کې خوښي او تسلا (رضایت) را مینځ ته کوي. که څه هم لدې بریالیتوب څخه هیڅوک که خبر هم نه وي.
بریالیتوب ته اړتیا په دا کچه (اندازه) اړینه ده چې کولای شو ووایو: ډیری زمونږ هیلې او کړنې (عملونه) تر ولکې لاندې راولي.
دا چې ګورو څوک د ریاضي سره شوق لري او څوک د هنر سره، یو ادبیاتو ته مخه کوي او بل سیاست ته، څوک سوداګري (تجارت) غوره کوي او څوک بزګري (زراعت) غوره کوي، او آن دا چې ګورو ځینې کسان د واک او اختیار سره سره ډیر ګران (سخت) او له خطره ډک کارونه خپل مسلک ګرځوي، د دې لپاره ده چې هر څوک خپله وړتیا (استعداد) او د بریالیتوب چانس (امکان) په یاد مسلک کې ویني او د بریالیتوب په لور ځي. ځکه هره کړنه (عمل) چې د بریالیتوب سره یې ترسره کړو په مونږ کې د خوښۍ او تسلا (رضایت) لامل کیږي، همدا شان هر کار چې زمونږ د وړتیا څخه لیرې وي او په ډیر ګمان زمونږ د ناکامۍ لامل کیږي له هغه څخه تېښته کوو.
خو باید پوه شو چې د مسلک او کار په غوره کولو (انتخاب) کې مونږ خپله دې ټکي ته پام نه کوو یانې په هغه څه کې چې مونږ وړتیا (استعداد) لرو هغه کار نه غوره کوو، بلکې باطني شعور یا طبیعت او فطرت دی چې مونږ د خپل استعداد او وړتیا په لور رهبري کوي او بیايي. لکه کوچنی ماشوم؛ بې لدې څخه چې پام وکړي د دې لپاره چیغې وهي ځکه چې غږ باسي او هغه یې خوښیږي، لږ چې غټ شي کوچنۍ کوچنۍ خبرې کوي او کله چې ځوانۍ ته ورسیږي، خبرې کوونکی او یا ویاند به شي.
یا د بیلګې په توګه هر مجلس (ناسته) کې چې څوک په یو مسلک کې پوهیږي د هغه په اړه خبرې کوي او د بریالیتوب امکان یې په خبرو کې ډیر دی.
خلاصه دا چې بریالیتوب ته اړتیا مونږ په ناخبره توګه هغه کار ته مو اړ باسي چې پکې وړتیا او استعداد لرو؛ بالعکس هر هغه کار چې د کامیابۍ (بریالیتوب) هیله پکې نه وي له هغه څخه ځان باسو ځکه ناکامي په هر هغه کار کې که چیرې کوچنۍ او بې ارزښته هم وي د خفګان او غمګینۍ لامل کیدلای شي. پداسې حال کې چې هر بریالیتوب که چیرې کوچنی او ډیر د ارزښت وړ نه وي بیا هم شخص (فرد) هیله مند او باورمند کوي.
دا چې عالمان او هنرمندان؛ اوږد مهاله او کلونه د طبیعت د رازونو د پوهېدلو لپاره یا د یوې صنعتي اختراع لپاره، کړاوونه تېروي او د سختیو په زغملو کې خپلې وروځي هم نه ښوروي، د دې لپاره ده چې هره ورځ د کامیابۍ (بریالیتوب) پر لور یو قدم (پَل) مخکې ځي او آسماني خوندونه اخلي.
که چیرې د کار او زحمت اندازه د یو داستان (ناول) لیکلو لپاره، یا د یو څه د جوړولو لپاره، یا نقشه جوړول او اېستل د یو پله یا د اورګاډي (رېل) د لارې لپاره په نظر کې ونیسو ډارېږو او وېره کوو، خو پوهان، هنرمندان او عالمان؛ دا ټولې سختۍ او زحمتونه د بریالیتوب (کامیابۍ) سره مینه، صبر، حوصلې، مقاومت او دوام په مرسته ځان ته آسانه کوي او خوښ وي. دا ټول زیار او کوښښ چې د عمر تر پای پورې په غاړه اخلو او سختۍ تېروو، دا ټول د بریالیتوب، خوند او کامیابۍ لپاره دي.
بریالیتوب (کامیابي) سربېره پر دې چې پخپله د غوښتنې وړ او خوندور دی، شخص (فرد) د پام وړ او د ستاینې وړ ګرځوي، او د شخصیت د ودې (پرمختګ) سره مرسته کوي او مونږ په ژوند کې پوره کوي، پوخوالي ته مو رسوي او ارزښت مو ډیروي.
د ټولو لوستونکو او ټولو خلکو د بریالیتوب په هیله!!!