د لورکا لنډ ژوندليک

R
Riaz Muqamzai
Author
Nov 11, 2021
4 years ago
1,942 views
د لورکا لنډ ژوندليک

لیکنه ـ ریاض مقامزی

که د هسپانوي ادبیاتو په اړه غږېږو؛ نو پرته له شکه به تر سروانتس وروسته دویم کس حتما "لورکا" زموږ ذهن ته راځي. نوموړی په یوه شتمنه کورنۍ کې لوی شوی او ښې زدکړې یې کړي دي. د نورو زده کړو ترڅنګ یې له شاعرۍ سره هم علاقه لرله او لوستله به یې، چې وروسته خپله هم د یو ښه شاعر په توګه څرګند شو. موږ په دې لیکنه کې د همدې په اړه غږېږو، چې د لیکنې تر پایه به یې په اړه ډېر پوه شئ. 

 

ژوندلیک

د هسپانیې ددې ښه شاعر او ګرافيک انځورګر بشپړ نوم فدریکو ګارسیا لورکا (Federico Garcia Lorca) دی. نوموړی د هسپانیا په "ګرانادا" ولایت کې په "۱۸۹۸زېږديز" کال ک وزېږېد. کورنۍ یې شتمنه وه؛ نو ځکه خو د ښوونځي له فراغت څخه وروسته ـ چې "۱۶" کلن و ـ د ګرانادا په پوهنتون کې د حقوقو، فلسفې او ادبیاتو په زده کړو بوخت شو. هلته یې د زده کړو تر څنګ د مشهورو شاعرانو شعرونه لوستل او خپله یې هم شاعري پيل کړه.

دی په ځوانۍ کې وژل شوی دی، همدې پېښې دده نوم او شاعرۍ ته محبوبيت ورکړ. لورکا به د رخصتيو پر مهال د هسپاینا بېلابېلو سیمو ته سفرونه کول. ددې سفرونو يادښتونه یې د "خاطرې او انځورونه" نومې کتاب کې خپاره کړل، چې دده لیکنې او رسمونه په کې راغلي وو.

دی "۲۳" کلن و، چې د شعرونو لومړۍ ټولګه یې چاپ شوه. ده به ویل: "شاعر یوه دنده او یو رسالت لري او هغه اروايي ځواک او زړه ډالۍ کول دي."

په هسپانیه کې د کورنۍ جګړې لۀهپیل وړاندې له مادرید څخه ګرانادا ته ځي. هلته دده لپاره ګواښ و، دا چې د هسپانيه په جنوب کې ښي لاسي ځواکونه پیاوړي وو. د جنرال فرانکو د فکر پلویانو دی پۀ "۱۹۳۶م" کال د آګسټ پر "۱۸" نېټه ونیوه، او پر بله ورځ يې د جمهوریتپال په تور، په غرونو کې وواژه او جسد یې هېچا ته په لاس ور نه کړ.

داسې ویل کېږي، چې نوموړي پخپل کتاب "شاعر په نیویارک کې" نومېږي، تر دې پېښې "۶" کاله مخکې د دا ډول مرګ وړاندوینه کړې وه. د یادونې وړ ده، چې تر ټولو مشهور اثر یې "د جټانو رومانسېرو" نومېږي. دې کتاب لورکا ته ښه نوم او شهرت ورکړ.

 

شعرونه

د ونو سيوري 

په باد کې چیغې وهي

پرېږدئ په دغه کرونده کې په ژړا شمه زه

په دې نړۍ کې، هر څه په ملا رامات دي

له خاموشۍ پرته، بل هېڅ شی نه پاتېږي

د اسمان تیارې لمنې

د سپېدو لارې وژني

پرېږدئ په دغه کرونده کې

په ژړا شمه زۀ.

 

یو بل شعر يې داسې دی، چې:

که زه مړ شوم

د بالکن دروازه خلاصه پرېږدئ

ها کمکی هلته نارنج خوري

د بالکن نه ماته ښکاري

ها کارګر چې فصل رېبي

د بالکن نه ماته ښکاري

نو زما ده وروستۍ هیله

که زه مړ شوم

د بالکن دروازه خلاصه پرېږدئ!

Related Articles

Nov 19, 2021
5,109 views

پريټي څوک ده؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی د بالیووډ له مشهور ممثلینو څخه یوه هم پريټي ده. نوموړې په "۱۹۹۸ز" کال کې د فلمونو او تمثیل نړۍ ته مخ کړه او ډېر ژر یې ګڼ شمېر مینه وال پیدا کړل. پريټي له فلمونو ورهاخوا د کریکټ په ډګر کې هم فعالیتونه کوي، چې د هند په غوره لیګ کې...

Dec 11, 2024
1,339 views

د پلار او اولاد تر منځ ستونزه

د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د پلرونو او زامنو اړیکې یو ځانګړی اهمیت لري، خو له دې سربېره دا اړیکې ځینې وختونه پیچلې او ستونزمنې وي. دا یو حقیقت دی چې موږ د احساساتو د بیان او شریکولو په یو داسې عصر کې ژوند کوو چې هر څه په چټکۍ سره بدلون کوي. زموږ نسل د خپل ژ...

Mar 27, 2021
2,040 views

مداخله ی آَشکار

مداخله ی آَشکار مصطفی عمرزی شواهد زیادی ارائه شدند که جزو روشنگری های ما ثابت می ساختند تلقی بر اساس متکلم، چه قدر سیاسی شده است. به یاد داریم که هنگام حاکمیت پنج درصدی مسعود- ربانی در سقوی دوم، یک تیم تاجکستانی، عازم کابل می شوند و با موافقت حکومت...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,673 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,128 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,985 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...