اهداف څنګه وټاکو؟

O
Obaidullah Ahmadzai
Author
Dec 13, 2021
4 years ago
2,470 views
اهداف څنګه وټاکو؟

مشهور کمیډین چارلي چاپلېن به ویل:
«که بې هدفه لهٔ خوبه راپاڅېدې، ښه دا ده چې بیا ویده شې!»
دا چې اهداف تر لاسه کول دومره مهم دي، نو ولې یې پهٔ تر لاسه کولو کې پاتې راځو؟
د دې لپاره به ساده ځواب دا وي، چې مونږ د اهدافو د تر لاسه کولو لپاره منظم پلان نهٔ لرو.
دلته ځینې هغه لارې- چارې زده کوو، چې د اهدافو د ټاکلو او تر لاسه کولو لپاره اړینې دي:

۱- د هغو پایلو پهٔ اړه فکر وکړئ چې تاسې ورته پهٔ تمه یئ.
د هدف لهٔ ټاکلو مخکې اول د هغه څهٔ پهٔ اړه فکر وکړئ چې تاسو یې د تر لاسه کولو هڅه کوئ. لهٔ ځان نه وپوښتئ:
آیا دا هغه څهٔ دي چې زهٔ یې غواړم؟
آیا دا اهداف پهٔ دې ارزي چې وخت او انرژي پرې ضایع شي؟
دا دوه پوښتنې ځوابول درسره دا مرسته کوي، چې مهم، اړین او هغه اهداف معلوم کړئ چې تاسې ته حق اولیت لري.

۲- معیاري اهداف
اهداف باید مشخص، د اندازې وړ، تر لاسه کېدونکي، واقعیت لرونکي او د وخت پابند وي.
مثلاً ډېری کسان د وزن کمولو لپاره اهداف ټاکي، مګر دوی دا نهٔ مشخصوي چې دوی څومره وزن کموي، او دا اهداف پهٔ څومره وخت کې تر لاسه کول غواړي. یو ځانګړی (معیاري) هدف باید داسې وي:
«زهٔ غواړم د نومبر تر لسمې ۱۵ کیلو وزن کم کړم.»
دا هدف تاسې ته د وزن کمولو دقیق مقدار او د هغه د تر سره کولو وخت پهٔ ګوته کوي.

۳- خپل اهداف نوټ کړئ.
کله چې خپل اهداف ولیکئ، دا بیا سړي ته ریښتیني او د حس کېدو وړ ښکاريږي، که یواځې یې پهٔ خپل ذهن کې وساتئ، نو یو ناڅرګند نظر پاتې کېږي.
شخصي اهداف مو پهٔ کمپیوټر، سمارټ فون یا د آئینې په ښیښه پهٔ یو کوچني کاغذ ولیکئ.
د ټیم اهداف مو د کارځای پهٔ مېز، یا مېز ته څېرمه دیوال باندې پهٔ نوټ کړئ.

۴- د عمل پلان جوړ کړئ.
ډېری خلک اهداف ټاکي، مګر هېڅکله یې د تر لاسه کولو لپاره عملاً کار نهٔ پیلوي، تر څو دا مشخصه کړي چې دا اهداف به څنګه تر لاسه کوي؟
د عمل پلان مهم ګام دی، عملاً لاس پهٔ کار شئ، قدم پهٔ قدم مخکې لاړ شئ. کار وکړئ، هدف تر لاسه کړئ.

Related Articles

Mar 31, 2021
1,968 views

د ستر فرانسوي فیلسوف ژان ژاک روسو ژوند ته یوه کتنه

   ستر فرانسوي فیلسوف او لیکوال، ژان ژاک روسو (Jean-Jacques Roussou) د ۱۷۱۲ زېږدیز کال د جون په ۲۸ مه نېټه د سویس په ژنیو ښار کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې .    د ژان ژاک روسو له زېږون څخه کمه موده وروسته، مور یې له دې نړۍ سره مخه ښه وکړه او خپل خپلوانو...

Apr 10, 2023
1,609 views

د مهدي داستاني کلیات کتاب لنډه معرفي او پېژندنه

د مهدي داستاني کلیات د کتاب تنقیدي جاج  دغه کتاب د سید مير مهدي شاه چي د پېښور پښتونخوا د شلمي پېړۍ یو لوی لیوال او ژورنالست وو د لنډو کيسو یوه مجموعه ده چي پکښي د نوموړي لیکوال لنډي کېسي راټولي سوې دي او د تدوین زیار یې د پښتو ژبي بل لیکوال دوکتور ز...

Jun 09, 2023
1,077 views

سړکونو د جوړونې په هکله ځینې سپارښتنې

#د_سړکونو_د جوړونې په هکله ځینې سپارښتنې او لنډ معلومات! لیکوال: استاذ نورالله خان احمدزی له دې څوک انکار نشي کولی چې د یو هیواد ټولنیز، اقتصادي، فرهنګي، سیاسي، تجارتي پرمختګ کې د سړکونو جوړښت او شتون ځغرده رول لري.تر ټولو ډیر لیږد رالیږد هم د سړکو...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,673 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,128 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,986 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...