په ماشومانو/کشرانو کې د جرأت روزنه

R
Riaz Muqamzai
Author
Dec 17, 2021
4 years ago
4,212 views
په ماشومانو/کشرانو کې د جرأت روزنه

لیکنه ـ ریاض مقامزی  

په افغانستان کې اکثره ماشومان له بې جرأتۍ ځورېږي. دوی د نورو په مخ کې له خبرو، ډوډۍ خوړلو، کار کولو او خپل احساس/نظر بیانولو څخه وېره لري. شاید فکر وکړئ، چې دا چاره طبیعي ده؛ خو داسې نه ده. اصلا له ماشومانو سره د کورنیو د مشرانو ناسم چلند/اړیکې ددې سبب کېږي، چې دوی خپل جرأت له لاسه ورکړي. کېدای شي د کورنيو مشران دا چاره عادي وګڼي؛ مګر په حقیقت کې دوی د خپلو ماشومانو/کشرانو ژوند له تباهۍ سره مخ کوي، وړتیا یې ځپي او د هغوی د پرمختګ مخه په بشپړه توګه ډب کوي.  

موږ همدې ستونزې ته په کتو تاسو ته دا لیکنه چمتو کړې ده، ترڅو وکولای شئ خپل ماشومان سم (باجرأته) وروزئ. که همداسې وکړئ، نو د کورنۍ ماشومان/کشران به مو يو ښه راتلونکی ولري.  

ماشومانو ته جرأت ولې مهم دی؟

راځئ تر څه لومړی جرأت وپېژنو. په انسانو کې داسې خصوصیت، چې دوی ته د خبرو، عمل او حق غوښتلو وړتیا ورکوي جرأت بلل کېږي. له بده مرغه په افغاني/پښتني ټولنه کې دې چارې ته د بې ادبۍ/بې احترامۍ په سترګه کتل کېږي؛ خو تاسو د یو لوستي انسان په توګه باید د ماشومانو د حق غوښتلو، خبرو او عمل کولو وړتیا ته له مثبتې زاویې وګورئ. مګر پام مو وي، چې له حده تېری و نه شي.  

بل بحث دا دی، چې جرأت ولې مهم دی؟ په دې برخه کې خورا ډېرې خبرې کېدای شي؛ خو په لنډ ډول به یې ووایم، جرأت په ماشومانو کې د نظر څرګندولو، ځان پوهولو، پرمختګ او حق غوښتلو وړتياوې پیدا کوي. که له ماشوم څخه جرأت واخيستل شي، په دې معنا چې هغه به نظر نه شي څرګندولای، ناپوه به پاتې کېږي، پرمختګ به نه شي کولای او ټول عمر به یې نور خلک حق خوري.  

په ماشومانو کې د جرأت روزنه

ددې لپاره چې ستاسو د کورنۍ ماشومان/کشران زړور اوسي او خپل حق وغوښتلای شي، باید هڅه وکړئ هغوی ته د جرأت ورکولو دا تګلاره عملي کړئ. په دې برخه کې روانپوهان بېلابېلې لارښوونې کوي، چې مهم یې عبارت دي له:  

لومړی| د انتخاب واک ورکړئ!

هڅه وکړئ، خپلو ماشومانو ته د انتخاب حق ورکړئ. مثلا د کالیو په اغوستلو کې یې وپوښتئ چې کومه جوړه اغوندي، که دکان ته یې وړئ او د خوراک لپاره ورته څه اخلئ، نو پرېږدئ چې خپله انتخاب وکړي او ووایي چې څه یې په زړه دي.  

دا چاره په ماشومانو کې زړورتیا پیدا کوي او هغوی پر دې باوري کېږي، چې خبرې/انتخاب یې د ارزښت وړ دي. دا کار په مستقیم او غیر مستقیم ډول ستاسو ماشوم/کشر باجرأته کوي.  

دویم| خبرو ته یې ارزښت ورکړئ!

په اکثرو کورنیو کې چې کله ماشوم/کشر خبرې کوي یا نظر ورکوي، مشران له نورو سره په خبرو بوختېږي. دا عادت ستاسو د ماشوم/کشر جرأت ته لویه منفي ضربه ورکوي.  کله چې ماشومان غږيږي هېڅکله یې بابیزه مه ګنئ، له نورو سره یا په بل کار کې ځان مه مصروفوئ او مخ ترې مه اړوئ. ددې برعکس خبرو ته یې غوږ شئ او ارزښت ورکړئ ترڅو په آينده کې باجرأته اوسي.  

درېيم| مشوره ترې واخلئ!

په کورني ژوند کې حتما ځينې داسې مسایل/موضوعات پېښېږي چې د کورنۍ مشران پرې مشوره کوي. که په همداسې مجلس کې کوم ماشوم/کشر هم موجود وي، د نظر پوښتنه ترې وکړئ. که ددې لپاره یې نه پوښتئ چې مناسب نظر به و نه لري؛ خو ددې لپاره یې حتما وپوښتئ چې جرأت یې ډېر شي.    

څلورم| مه یې رټئ!

مه غږېږه! ته په چیشي پوهېږې! قد ته دې وګوره او خبرو ته دې ګوره او ... هغه الفاظ دي چې په اکثرو کورنیو کې ماشومانو/کشرانو ته کارول کېږي. په حقیقت کې دا لږ الفاظ دي؛ خو منفي تأثیرات یې خورا زیات دي.  د رټنې دا الفاظ په ماشومانو/کشرانو کې د کمترۍ احساس پیدا کوي او دوی فکر کوي، چې رښتيا هم په څه نه پوهېږي. په دې توګه دوی د خبرو/عمل ځواک له لاسه ورکوي. نو که غواړئ ماشومان/کشرانو مو باجرأته اوسي رټل یې پرېږدئ.  

پنځم| ویې ستایئ!

که ستاسو ماشومان ډېرې کوچنۍ لاسته راوړنې هم ولري، عادي یې مه بولئ. ویې ستایئ. مهمه نده چې تاسو دې په مادي لحاظ مکافات ورکړئ. د ستاینې څو الفاظ، یو ګډ انځور اخیستل او نور عادي کارونه هم هغوی ته د خوښۍ احساس او جرأت ورکولای شي. خپل ماشومان وستایئ ترڅو زړورتیا/جرأت یې لاښه او تضمین شي.  

شپږم| ښه یې معرفي کړئ!

دا کم عقل مې زوی/ورور/لور دی/ده، په هېڅ څه نه پوهېږي، ساده دی/ده او په نورو تحقیروونکو الفاظو د خپلو کشرانو/ماشومانو معرفي کول په اکثرو سیمو کې یو دود ګرځېدلای؛ خو دوی پر دې نه پوهېږي، چې په دې خبرو سره د پخپل لاس خپلو ماشومانو ته د ناکامۍ کندې کيندي. که همداسې وکړئ ماشومان به مو کمزوری او بې جرأته لوی شي. که غواړئ ماشومان/کشران مو باجرأته اوسي نو د تکړه دی، هوښیار دی، چالاک دی او په ورته ښو الفاظو یې نورو ته معرفي کړئ. که همداسې وکړئ یو سالم/باجرأته ماشوم به مو روزلی وي.

Related Articles

Aug 12, 2023
1,536 views

د انتخابونو درناوي

د انتخابونو درناوي عمران اختر  د انتخابونو درناوی د نورو د پریکړو، خوښ او ناخوښ  ته د منلو، ستاینې او درناوي عمل ته اشاره کوي، حتی که د انتخابونو توپیر هم وجود ولري. پدې برخه کې د افرادو خپلواکي او آزادۍ پیژندل او هغوي ته ارزښت ورکول شامل دي ترڅو خ...

Oct 04, 2021
2,031 views

د عدالت نړېواله محکمه

لیکنه ـ ریاض مقامزی د ځينو مهمو مسایلو څېړنه او حل د هېوادونو په سطحه د حکومتونو له وسې پورته وي. همدارنګه کله ناکله ځينې مسایل موجوده حکومتونه څېړلای شي؛ خو له دې وېرې چې په بېطرفه او عادلانه توګه به و نه څېړل شي، یا دا چې هره خوا به خپله بریا غواړ...

Aug 13, 2021
2,853 views

د بابړې پېښه (د پښتنو قتل عام)

لیکنه ـ ریاض مقامزی  د تاریخ په اوږدو کې پښتانه په بېلابېلو پلمو او نومونو رټل شوي، وژل شوي او له صحنې لرې ساتل شوي دي. له مقدوني سکندر، چنګېز خان او بابر نه نيولې تر پاکستاني پوځ پورې ټولو خپله برخه ظلم او تېری کړی دی. یو له دغو لویو غميزو "د بابړې...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,307 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,295 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,485 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...