خفګان مو داسې ختم کړئ!

R
Riaz Muqamzai
Author
Dec 26, 2021
4 years ago
2,947 views
خفګان مو داسې ختم کړئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی  

په وروستيو څو میاشتو کې پراخ اقتصادي ناورین، نامعلوم برخلیک او ځينې نور عوامل ددې سبب شول، چې په ځوانانو کې د خفګان او ناهیلۍ يو ژور احساس را وپارېږي. تاسو مه خفه کېږئ، چون دا یو طبیعي حالت دی. که هرڅوک د افغانانو په څېر له یو حالت سره مخ شي، نو له ژور خفګان او ناهیلۍ څخه به کړېږي.

بله د خوښۍ خبره دا ده، چې ددې چارې د مهارولو تګلارې شته.  روانپوهان د خفګان مهارولو لپاره بېلابېلې لارښوونې کوي، چې تر ټولو مهم یې په دې ډول دي.  

لومړی| ځان قانع کړئ!

ارواپوهان تر هر څه وړاندې ددې وړاندیز کوي، چې باید ځان پر دې قانع کړئ، چې ستاسو خفګان تاسو ته هېڅ ډول ګټه نه رسوي؛ مګر برعکس له تاسو څخه د حالاتو د مهارولو وړتیا اخلي او انرژي مو له منځه وړي. که پر دې موضوع مو ځان قانع کړي، نو له خفګان او ناهیلۍ څخه وځئ. که درې ورځې مسلسل حالاتو ته فکر وکړئ او زړه وخورئ آیا حالات به سم شي؟ ستونزه به حل شي؟ ځواب معلوم دی. په حالاتو کې به هېڅ تغییر را نه شي. مګر برعکس ستاسو حالت به لا بدتر شي. نو د لومړنۍ توصیې په توګه دا خبره ومنئ، چې بې ځايه اندېښنې او فکرونه به نه کوئ. خپل زړه مه خورئ او مه خپله انرژي په دې توګه مصرفوئ.  

دویم| له یو چا سره وغږېږئ!

د دویمې توصیې په توګه ویلای شو، چې د خپل زړه خبرې له یو ښه ملګري او مشوره ورکوونکي سره شریکې کړئ. ددې کار ګټه دا ده، چې ستاسو زړه سپکېږي او ډېر امکان شته، چې مقابل لوری ښې مشورې درکړي؛ خو دا هېڅکله له پامه مه غورځوئ، چې له چا سره غږېږئ. مقصد دا چې مقابل لوری باید يو پوه او ښه انسان اوسي. که داسې ونکړئ، کېدای شي له لا بد حالت سره مخ شئ.  

درېيم| د ښو خاطرو/ورځو په اړه وغږېږئ/فکر وکړئ!

له بېځايه اندېښنو څخه خو دا غوره ده، چې د خپلو تېرو خوږو خاطرو او لاسته راوړنو په اړه فکر وکړئ. همدارنګه کولای شئ په خيال کې ځان په هغه ځای/موقف کې تصور کړئ، چې غواړئ هلته اوسئ/شئ. شاید دا خوښي لنډمهاله وي او د یو څو شېبو لپاره وي؛ خو اغېز یې په اوږدمهال کې هم ثابتېږي. څېړنو ښودلې ده، چې د خوږو خاطرو/لاسته راوړنو په اړه فکر کول، انسان ته په اوسمهال کې هم ډېره انرژي/خوښي ورکوي او په دې توګه پر ستونزو د برلاسي کېدو ځواک ترلاسه کوي.  

څلورم| یواځيتوب ته غوره کړئ!  

کله ناکله د یوې مودې لپاره ګوښی اوسېدل هم د خفګان په کمولو کې مرسته کوي. البته په یواځيتوب کې باید ځينو ټکو ته پام وکړئ. تل مثبت فکرونه کوئ، مناسب خوب وکړئ، پوره خواړه وخورئ او همدارنګه عبادت ته هم ځانګړی پام وکړئ. په دې توګه مو د خفګان کچه کمېدی شي. البته که څومره ډېر ریاضت کوئ هومره آرامي به ترلاسه کوئ.  

پنځم| ورزش وکړئ!

دا خبره به سمه وي، چې په دې بدو اقتصادي شرایطو کې د ورزش کلب ته تلل به سخت وي؛ خو موږ بېخي وړیا ورزش هم لرو. قدم وهل، کار کول، مزل کول، وزن پورته کول او ځينې نورې لارې چارې شته چې ستاسو بدن متحرک وساتي او په دې توګه مو فکر له خفګان او ناهیلۍ څخه واوړي.  

شپږم| نوی مهارت زده کړئ!

په اوسنۍ زمانه کې د یو نوي مهارت زده کول ډېر اسان دي. دا ځکه چې په بېلابېلو پلټفارمونو کې د آنلاین زده کړو هر ډول اسانتیاوې موجودې دي. یوه نوې ژبه، رسامي، خطاطي او یا بل داسې چې تاسو یې زده کول غواړئ په اسانۍ د لاسرسي وړ دي. فقط یو پیل وکړئ او و به ګورئ، چې څومره ژر یو نوی مهارت ترلاسه کوئ.  

اووم| مطالعه وکړئ!  

د یوې بلې لارښوونې په توګه ویلای شو، چې تاسو هڅه وکړئ په مطالعه ځان بوخت کړئ. د کتابونو ټاکل او پیرل شاید سخت وي؛ خو له نېکه مرغه په Ketabton.com کې له پنځلس زره ټوکو پورته بېلابېل کتابونه وړیا ډاونلوډ کولای او لوستلای شئ.  

اتم| تفریح ولرئ!  

د وروستۍ توصیې په توګه باید ووایو، چې د فلم لیدل، له ملګرو ناسته/بنډار، کریکټ/فوټبال کول او ځينې نور تفریحات شته، چې کولای شي ستاسو خفګان ختم کړي؛ خو په تفریح کې باید هېڅکله افراط و نه کړئ، ځکه چې د افراط په صورت کې به مو د ګټې پر ځای تاوان ډېر وي.

Related Articles

Dec 25, 2021
2,102 views

د کریسمس جشن په اړه پوه شئ!

ژباړه ـ ریاض مقامزی   د میلادي کال د پای په را نږدې کېدو سره په ټولنیزو رسنیو کې له ګڼو پوسټونو، انځورونو او لیکنو سره مخ کېږو، چې د کریسمس جشن په اړه خبرداری راکوي. شاید تاسو ته هم ددې جشن په اړه ګڼې پوښتنې پیدا شوې وي. موږ همدې ضرورت ته په کتو دا...

Apr 09, 2022
1,764 views

دوینې سرې حجرې

لیکنه ـ وړانګه اکبر   هغه حجره ده چې هیموګلوبین لري او بدن ته اکسیجن لیږدوي. د وینې د سرې حجرې (RBCیا red blood cell ) په نوم هم یادیږي. سور رنګ د هیموګلوبین له املهور په برخه شوی. اریتروسایټس په بڼه کې دوا اړخیزه مقعر دی، کوم چې د حجرو د سطحې ساحه...

Jan 03, 2022
2,940 views

خپل هدف څنګه ترلاسه کړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی   که تاسو دا لیکنه لولئ؛ نو بختور یئ. ځکه چې تاسو به د خپلو موخو د ترلاسه کولو پر راز پوه شئ. دا چې څنګه کولای شو، خپل هدف ترلاسه کړو، ځواب یې بېخي ساده دی. تاسو به هغه وخت خپلو موخو ته ورسېږئ، چې د قسمت په تمه ویده نه شئ، بلکې ب...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,513 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,097 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,881 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...