د روسیې نظامي ځواک

R
Riaz Muqamzai
Author
Jan 29, 2022
4 years ago
3,073 views
د روسیې نظامي ځواک

لیکنه ـ ریاض مقامزی  

په دې وروستيو کې د روسیې او امریکا ترمنځ ناندرې زیاتې شوي دي؛ روسيې خپل ګڼ شمېر سرتېري له اکراین سره پر پوله ځای پر ځای کړي دي او پوځي تمرينات ترسره کوي. په ورته وخت کې امریکا اندېښنه لري چې روسيه به پر اکراین یرغل وکړي.

کارپوهان اټکل کوي، چې شاید په اکراین کې جګړه پیل شي؛ خو پوښتنه دا ده، چې د روسیې نظامي ځواک څومره دی؟ څومره وسلې، مهمات، توغندي او نور جنګلي وسایل لري؟ او آیا کولای شي خپل دښمن مات کړي؟ په دې ليکنه کې ددې پوښتنو ځواب موندلای شئ.  

څه رامنځته کېدونکي دي؟  

په نړېواله کچه امريکا او روسیه د یو بل سرسخت رقیبان بلل کېږي. دوی په نړۍ کې د هرې پېښېدونکي چارې په اړه خپل نظر مهم بولي او تل هڅه کوي چې له یو بل څخه قوي اوسي؛ وخت ناوخت ددوی ترمنځ د نظر اختلاف خپل اوج ته رسېږي او یو بل ګواښي؛ خو دوی تل خپل زور په نورو هېوادونو کې ازمايي.

په نږدې وخت کې یې سوریه ښه بېلګه کېدای شي. دواړو هېوادونو خپل زور همالته معلوم کړ/معلوموي. اوس داسې برېښي چې دا ځل به ښکر په ښکر کېدل په "اکراین" کې ترسره شي. امریکا د روسیې د خطر کمولو لپاره د اکراین له حکومت څخه ملاتړ کوي. مګر روسیه لا هم د خپل قوت ښودلو هڅه کوي. په هر حال؛ اصلي موضوع د روسیې نظامي ځواک معلومول دي. پر همدې غږېږو.  

د روسیې نظامي ځواک

له دقیقو منابعو څخه په اخیستنې دا معلومات موږ ته راښيي چې روسیه څومره پیاوړې ده او څومره ځواک لري. د روسیې پوځ یو میلیون او څوارلس زره پوځي پرسونل لري. ترڅنګ یې دوه میلیونه ذخیره پرسونل هم په واک کې لري. همدارنګه دولس زره او څلورسوه شل "۱۲۴۲۰" ټانګونه د روسیې له پوځ سره مرسته کولای شي، چې په جګړه کې یې د بریا پر لوی ګامونه چټک کړي. په داسې حال کې چې چې اکراین یوازې شاوخوا دوه نیم زره ټانکونه لري.  د روسیې د یوې بلې پیاوړې وسلې (زرهی توپخانه) شمېر له شپږ نیم زرو اوړي؛ مګر که د اکراین پرتله وکړو، ایله زر شاوخوا داسې دستګاوې لري. د روسي پوځ موټرې هم د اکرایني پوځ څو برابره زیات دي او دا چاره هم د روسیې د مخکې تګ سبب کېدای شي. له دې ورهاخوا روسیه له درې زرو پورته پروګرام شوي مزايل ويشتونکي الې لري؛ کوم چې کولای شي په خورا لرې واټن کې خپل اهداف پرته له کومې غلطې په نښه کړي. په بحري پوځي وړتيا کې هم روسیه د اکراین په پرتله څو برابره چټکه ده. د روسیې سمندري پوځ شاوخوا "۶۰۵" جنګي بېړۍ په واک کې لري. په داسې حال کې چې اکراین فقط ۳۸ جنګي بېړۍ لري. د روسيې بشري وړتیا هم لوړه ده. هر کال په سلګونه زره نوي انسانان ددې جوګه کېږي چې په پوځ او اردو کې خدمات ترسره کړي. همدارنګه په اقتصادي لحاظ هم روسیه خورا پیاوړې ده او کولای شي ډېرو منابعو ته لاسرسی ولري.

Related Articles

Jun 02, 2023
1,232 views

اسلامی پوهان او دی هغوی لاسته راوړنی

این اختراعات در زمانی بود که در اروپا و سایر حوزه‌های تمدنی امروزی، حمام‌رفتن عیب‌وعار شمرده می‌شد. #اسلامی پوهان او دی هغوی لاسته راوړنی☝👇الحَمْدُ ِللهIslamic Scholor inventionمعرفی_دانشمندان_جهان_اسلام۳۰ اختراع دانشمندان مسلمانان :۱- نخستین دانشگ...

Dec 11, 2020
6,176 views

دپښتو ژبې لهجې

پښتو د یوي ژبې په توګه نه په یو واریز ډول له آسمانه راکیوتي او نه د یوي اختراع غوندي په نا ببره ډول رامنځ ته شوی ده. بلکې لکه څنګه یې چي ویونکې په بیلابیلو تاریخې پړاوو کي له نورو بشري ټولنو او توکمونو (نژادونو) څخه را جلا شوي او ځانته په یوه ټبری نا...

Jul 06, 2020
3,984 views

مدیریت

دټولنیزو سازمانونو پیدا یښت او پراختیا یو دنني تمدن لهځانگړنو  څخه ده هرې ټولنې دمختلفو لاملونو(زمان او مکان)  په پام کی نیولو سره خپلو اړتیا وو ته په کتو د خپلو سازمانونو په پراختیا او لوړتیا  کی هڅی کړي دي اړینه  ده  چی هر ټولنیز سازمان   خپلو مو خ...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,767 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,146 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,052 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...