د لاسونو رپېدل ددې وژونکو ناروغیو خبر راکوي!

R
Riaz Muqamzai
Author
Feb 04, 2022
4 years ago
2,330 views
د لاسونو رپېدل ددې وژونکو ناروغیو خبر راکوي!

ژباړه ـ رياض مقامزی  

مختلفې ناروغۍ د انسان ژوند او روغتيا ګواښي. ددې ناروغيو د څرګندېدو او پېژندو لپاره ځينې علایم موجود وي. که دقیق ځیر شو، د لاسونو په شمول زموږ د بدن په بېلابېلو برخو کې د ناروغيو علایم ښکاري. که تاسو د لاسونو د رپېدو ستونزه لرئ، نو ددې ناروغیو د شتون امکان شته.  

لومړی| مغزي سکته (فلج)

دا حالت هغه وخت رامنځته کېږي، چې په وینه کې ټينګوالی پیدا شي او مغزو ته د وینې د رسېدو مخه ډب کړي. په داسې حالت کې ستاسو لاسونه رپېږي او د یو جدي ګواښ خبر درکوي.  

دویم| مولټیپل اسکلروزیس (MS)

دا هم یو ډول عصبي ناروغي ده، چې ناروغ یې د نورو علايمو ترڅنګ د بدن/لاسونو رپېدل هم تجربه کوي. په دې ناروغۍ د عصبي سیسټم یوه برخه زيانمنه شوې وي او پدې توګه د کنټرول په برخه کې ستونزې رامنځته کېږي.  

درېيم| پارکینسون

پر دې ناروغۍ اخته کسان هم د بدن او لاسونو رپېدل احساسوي. په ډېريو حالاتو کې لړزه له یوې خوا پیلېږي او بلې خوا ته پای مومي. باید ووایو، چې په دې ناروغۍ کې د احساساتي کېدو او فشار په وخت کې د لاسونو رپېدل خورا چټک کېږي. نو که تاسو هم دا ستونزه لرئ، باید له ډاکټر سره ووينئ.  

له دې سره ـ سره په ځينو حالاتو کې د الکولو ډېر څښل، مسموميت، د بډوډو ستونزې، وېره او فشار هم کولای شي ستاسو د لاسونو د رپېدو سبب شي. همدارنګه ځينې طبي درمل هم یاده ستونزه رامنځته کولای شي.

څه وکړو؟

که تاسو هم د لاسونو د رپېدو ستونزه لرئ، عادي یې مه بولئ. هڅه وکړئ، چې له یوه پوه او متخصص روغتیاپال سره ووينئ ترڅو د ناروغۍ له تشخیص سره مو په درملنې هم پیل وکړي.

Related Articles

Jan 12, 2023
1,327 views

افسانچه ( غفور او رحیم)

مولوي صيب چي به ټوله هفته پردي حقونه اووهل نو د‌جمې په ورځ به په جمات کښې د ممبر د‌پاڅه خلقو ته لګيا شو .چې الله ډير غفور او رحیم دے

Jul 24, 2021
3,099 views

د لیکوالۍ ارزښت

ارشاد رغاند   موږ ټولو انسانانو دا منلې چې انسان د ټولو ژوندیو ژوو ترمنځ عالي دی، او دا ځکه چې انسان فکر کولی شي او د خپل فکر په واسطه د خپل ژوند حالات، محیط، شرایط او اسباب د ځان په ګټه تغیرولی شي.   انسانانو د کمون اولیه په دوران کې په سختو محی...

Dec 14, 2023
1,333 views

اته سوه کورونو د اوبو ذخیری براورد

#عملي مثال: د یوه کلي لپاره اوبو ذخیروي ټانکی محاسبه کړی چې جمله 800 کورنۍ ولرې، هره کورنۍ 7 کسان اوسط ولري، کلنۍ وده یې %2 وي او د هرې کورنۍ في نفر ورځې مصرف 30 لیتره اوبه وي اینده 30 کالنو لپاره ورته اوبو ذخیره محاسبه کړئ؟ژباړه. صابري#حل: اوسنی نفو...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,701 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,134 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,009 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...