له زخم څخه د وینې بهېدلو د مخنيوي لارې چارې!

R
Riaz Muqamzai
Author
Apr 12, 2022
3 years ago
2,909 views
له زخم څخه د وینې بهېدلو د مخنيوي لارې چارې!

ژباړه ـ ریاض مقامزی  

زموږ او ستاسې ژوند له بې شمېره پېښو ډک دی؛ ګڼ شمېر عوامل ددې سبب کېدای شي، چې د بدن کومه برخه مو زخمي او وینه بهېدنه پیل شي. که د وینې جریان ژر و نه درول شي، ډېر امکان شته چې زخمي کس خپل ژوند له لاسه ورکړی. همدې مسئلې ته په کتو ټول باید پر دې لارو چارو پوه شو، چې د وینې جریان پرې درولای شو. که له داسې حالاتو سره مخ کېږئ دا لارښوونې عملي کوئ.  

• زخم بند کړئ!

کله چې کومه ساحه زخمې کېږي؛ نو هڅه وکړئ را پورته شوې غوښه/پوټکی بېرته خپل ځای ته ورولئ او فشار پرې راوړئ. بیا یې په یوې ټوټې سره وتړئ، پدې ډول له زخم څخه د وینې بهېدنه درېږي.  

• د زخم ځای پورته ونيسئ!  

که د زخم ځای ته د وینې ورتګ ورو کړای شي، د وینې جریان درېږي. له همدې کبله توصيه کېږي چې د زخم ځای پورته ونيسئ. دا ځکه چې په بره طرف د وینې جريان چټک نه وي؛ نو د وینې بهېدنې د درېدو او یا ورو کېدو سبب کېږي.  

• له یخ څخه ګټه واخلئ!

که د زخم پر ځای یخ کېښودل شي، ډېر امکان شته چې د وینې جریان ودرېږي. ددې علت دا دی، چې یخ ستاسو د وینې رګونه منقبض کوي او له همدې امله د وینې بهېدنه درېږي.  

• چای!

که د زخم په ځای کې چای کېږدئ ډېر امکان شته، چې د وینې جریان ودرېږي. البته هغه چای چې په یکبار مصرف وړو پوڼيو کې وي. دا ځکه چې په چای کې "تانن" وي، کوم چې د وینې د درېدو سبب کېږي.  

• اوړه  

که زخم په پوستکي کې وي دا چاره تر ټولو ژر اغېز کوونکې ده. لږ اوړه د زخم له پاسه واچوئ او د ۲۰ دقیقو لپاره یې پرېږدئ. ډېر ژر به د وینې جریان ودرېږي.  

وروستۍ خبرې

پورتني تګلارې هغه وخت عملي کړئ، چې پوهېږئ ډاکټر ته رسېدل ډېر وخت نیسي. که روغتون نږدې وي، فقط زخم په یوې پاکې ټوتې وتړئ او ژر تر ژره روغتون ته مراجعه وکړئ. 

Related Articles

Jul 04, 2022
3,628 views

د حمل دمخنيوي طريقي او لاري چاري

ځيني وختونه انسان مجبوره کيږي چی حمل مخنيوي کړي او ديو څه وخت لپاره د پيدايښت مخه ونيسي چی مختلف سببونه لري مثلا ډيری ناروغي سته چی دهغه ناروغي په شتون کي حامله پاته کيدل دښځي ژوند ته خطر وي ځيني اقتصادي مشکلات وي چی د اولاد ښه روزنه او پالنه يي ورته...

Jan 17, 2022
2,234 views

بریالي انسانان دا ځانګړنې لري

لیکنه ـ ریاض مقامزی   که د بریا او ناکامۍ هر اړخیزه مطالعه وشي دې پایلې ته رسېږو، چې ځينې عادتونه ددې سبب کېږي چې بعضي خلک تر نورو مخکې شي، ځانته ښه ژوند برابر کړي او خپلو موخو ته ورسېږي. شاید تاسو فکر وکړئ، چې دا خو ډېر کوچني/عادي کارونه دي؛ خو په...

Dec 28, 2021
2,344 views

! هغه لاملونه چې نارینه باید له یو ښه ساعت څخه ګټه واخلي

لیکنه: شکېبا نادري هغه لاملونه چې نارینه باید د یوه ښه ساعت څخه ګټه واخلي!   په پخوا وختونو کې به خلکو له ساعتونو څخه ډېره ګټه اخیستله، خو د موبایلونو د ډېرېدلو سره له ساعتونو څخه ګټه اخیستل ورځ تر بلې مخ پر کمېدو دي، خو هغه کسان چې غواړي منظم او...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,774 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,147 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,059 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...