دا خواړه مو جنسي کمزوري ختمولای شي!

R
Riaz Muqamzai
Author
Apr 15, 2022
3 years ago
4,176 views
دا خواړه مو جنسي کمزوري ختمولای شي!

ژباړه ـ ریاض مقامزی  

انسان د جسمي او رواني آرامتيا ترڅنګ جنسي سکون ته هم اړتيا لري. مګر دا چاره هله ستونزمنه شي، چې انسان ته جنسي کمزورۍ ورپېښه شي؛ خو له نېکه مرغه ځینې خواړه مو له دې ستونزې ژغورلای شي. د لیکنې تر پایه به یې په اړه په بشپړ ډول پوه شئ. 

د جنسي کمزورۍ مخنیوی

له دې ستونزې څخه موخه دا ده، چې انسان و نه شي کولای په سمه توګه جنسي اړیکه ټينګه کړي او یا هم جنسي اړیکو ته یې لېوالتیا د اندېښنې تر کچې ټيټه شي. که چېرې کوم کس جنسي کمزورتیا لري یا په راتلونکی کې له جنسي کمزورتیا څخه ځان ساتل غواړی؛ نو د ګرانبیه درملو د اخیستلو او خوړلو هیڅ ضرروت نشته. ځکه چې الله تعالی دیوې وچې میوې په بڼه کښې انسان ته دجنسی طاقت لویه خزانه ورکړې ده. دترکیې ساینس پوهانو په (۱۷) ځوانانو چې جنسي کمزورتیا یې لرله یو (۱)تحقیق کړی دی. نتیجه یې ډېره عالي وه. دترکیې ساینس پوهانو دغو اولسو (۱۷) ځوانانو ته هره ورځ کابو سل(۱۰۰۰) ګرامه وچه پسته ورکوله او یوازې په درېیو (۳) اونیو کښې د یادو ځوانانو په ژوند کې یو ستر بدلون راغلی و. د هغوی جسني کمزورتیا ختمه شوې وه او له پخوا څخه د یو ښه کوروالي وړ شوي وو. پر دې دې سربیره ددغو ځوانانو روغتیایي حالت هم ښه شوی وو او مثبت بدلون پکښې راغلی و. په دوی کې دغه راز ګټور کلیسټرول ایچ.ډي.ایل.ایل (HDLL) زیات شوی او تاوان لرونکی کلیسټرول ایل.ډي.ایل(LDL) کم شوي و. د ترکیې ساینسپوه “نائیجل مشیل” د تحقیق د نتیجو په اړه وویل:”پسته ډېره ښه میوه ده او پروټین پکې زیات دي. په پسته کې داسې غوړوالی شته، چې د انسان دبدن لپاره ګټه لری.” هغه زیاته کړه، په پسته کښې شنه برخه په اصل کښې انټي اکسیډانټ (Anti Oxidant) ده. کومه چې دانسان بدن نه یوازې له فاسدو موادو پاکوي؛ بلکې دانسان ذهني پیاوړتیا هم کموي. دغه ساینسپوه وویل: “تاسو د هغو کسانو لپاره چې ودونه یې کړي دي، پسته یو خاص نعمت بللی شئ. ځکه چې په پسته کښې سلینم او زینک شته، کوم چې د نرانو مني زیاتوي او د ټیسټاسټرون هورمونونه هم زیاتوي. که هره ورځ په مناسبه اندازه وخورئ، په درېيو اونيو کې مو ستونزه په بشپړه توګه حلېدای شي.

Related Articles

Feb 09, 2023
1,403 views

د مینې میاشت

د مینې میاشت عمران اختر البته، د هرې بلې موضوع په پرتله د مینې په اړه ډیر څه لیکل شوي، د مینې په اړه د شعرونو نه ختمیدونکي بهیر، ډرامې او فلمونه او کتابونه شتون لري چې په هره برخه کې د مینې جلا جلا مفاهیم روښانه شوی دي. په اصل کې مینه صبر ده، مینه...

May 31, 2023
1,261 views

motivation letter and Personal Statement pashto

د ماسترۍ د غوښتنلیک په برابرولو کښې  د انګلیسي تر سند وروسته د Personal Statement یا هم ښه Motivation letter لیکل یو څه ستونزمن کار دی. نور اسناد برابرول او فورمې ډکول اسانه دي. د دې لپاره چې د ځان په اړه معیاري لیکل وکړئ لومړی باید یو لارښود او په ه...

Feb 17, 2022
2,229 views

له سوځيدلي کس سره لومړنۍ مرستې

لیکنه ـ ریاض مقامزی  د انسانانو ژوند له ناڅاپي پېښو ډک دی. په اوبو کې ډوبېدل، سوځېدل، په ټکر کې زخمي کېدل او ورته نورې ګڼې پېښې شته، چې زموږ او ستاسو عادي ژوند ژوند ګواښي. د داسې پېښو پر مهال له متضرر کس سره چټکه او مناسبه همکاري د هغوی د ژوند ژغورل...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,687 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,130 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,996 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...