د پاریس دېوالونه

R
Riaz Muqamzai
Author
Apr 30, 2022
3 years ago
1,439 views
د پاریس دېوالونه

د پېړیو په اوږدو کې پاریس له مرکز (Île de la Cité) څخه څو ځلې پراخه شوی او د ښار برخو کې دیوالونه جوړ شوي تر څو د ښار برخې محصورې کړي. په درېمه پېړۍ کې بربریانو د پاریس ښار لوټ کړ له لوټ کېدو وروسته په لوګي له تورو شوو ډبرو دیوال ترې چاپېره شو تر څو د (Île de la Cité) محفوظ کړي. د څو پېړیو په اوږدو کې دا دیوال څو ځلې ورغول شو. د سیند له پاسه چپ اړخ کې یې کوچنی پول (Petit Pont) جوړ کړی کوم چې دروازې لرلې او سرتیرو یې ساتنه کوله تر څو پاریس له برید څخه وژغوري. ښي اړخ کې یې د پول نوم (Pont au Change) ده او (Grand Châtelet) یې ساتنه کوله. له ۱۱۸۰ کال څخه تر ۱۲۲۵ کال پورې دوېم فلیپ (Philip II) بل دیوال جوړ کړ، د ۱۳۶۷–۷۰ کلونو ترمنځ د پنځم چارلز (Charles V) لخوا د سیند په ښي اړخ کې دروازه پراخه شوه. د پنځم چارلز په چارو باندې په کال ۱۶۷۰ کې څوارلسم لویز (Louis XIV) کار وکړ. د ۱۸ پېړۍ په پای کې بل دیوال پیل شو کوم کې چې ۵۷ کورونه هم وو او یادو کورونو کې د مالیاتو مامورینو کار کوه او پاریس ته له داخلېدونکو بزګرو یې مالیات اخیستل. یاد کورنه اوس هم په (Place Denfert-Rochereau) کې شته. تر ټولو وروستۍ دیوال د ۱۹ پېړۍ په منځ کې د (Adolphe Thiers) په نامه کس د لویز فلیپ پاچا (Louis-Philippe) لپاره جوړ کړ. یو پوځي دیوال وو کوم کې چې بهر خوا ته پوځي کلا ګانې هم جوړې شوې وې. دې دیوال له پاریس څخه بهر څو واړه کلي هم احاطه کړل چې له دې څخه نامتو کلي یې (Auteuil, Passy, Montmartre, La Villette, and Belleville) دي. په ۱۸۷۰ کې کله چې د درېم ناپلیون دوېمه امپراتوري وپرزول شوه نو اقتصاد په ښه کېدو شو، په ورته وخت کې صنعتي انقلاب پیل شو کوم چې دندې زیاتې کړې، همداسې د ۱۸۵۲ - ۱۸۷۰ د اورګاډي پټلۍ جوړې شوې او دا ټول د دې لامل شو چې د ولایتونو زیات خلک پاریس ته راشي نو له همدې امله د ښار پلان جوړونکي (Baron Haussmann) دیوالونه ړنګ کړل او د دیوالونو پر ځای یې له پاریس څخه سرکونه تاو کړل. په اوس وخت کې پاریس د تاریخي اثارو او پارکونو ښار ګڼل کیږي.

ذکریا رحیمي

Related Articles

Dec 15, 2022
1,435 views

ستا دعا الوتکي وځنډولې!

ستا دعا الوتکي وځنډولې! د هشام په نوم یو مشهور طبیب وو، په تلوارۍ سره هوايي ډګر ته ولاړ، تر څو په هغه نړیوال کنفرانس کي ګډون وکړي، چي نوموړي ته په کښي جایزه ورکول کيده، د هوا د خرابوالي د امله الوتکي په لاره کي بیړنۍ ناسته وکړه.طبیب د الوتکي مسؤلینو...

Jun 02, 2023
2,787 views

تهداب ډولونه

د تهداب ډولونهپه عموم کې تهدابونه په دوه ډوله دي1) سطحي تهدابونه  Shallow foundations2) عمقي تهدابونه Deep foundations 1) سطحي تهدابونه : - کله چي د کوم تهداب عرض له ارتفاع څخه زیات وي دې ډول تهدابونو ته سطحي تهدابونه وایي. چي په لاندي ډولونو باندي...

Mar 25, 2024
1,100 views

د فراه - بخش اباد بند

 دبخش آباد بند چى په فراه ولايت کى موقعيت لرى  دتونلونو ليول کارى اى روانه ده، او نږدى وخت کى به اى د تونلو دکانکريت ريزى کارونه شروع شى Final leveling and preparation for concrete and rock boulting دبخش آباد بند  ۱۳۶۰ میلیون متر مکعب اوبو د ذخیره کو...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,673 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,128 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,986 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...