
افغانستان او چین: دوه اړخیزې اړیکې ۲۰۱۵-۱۹۵۵
احمد بلال خلیل
په دغه کتاب کې د افغانستان او چین د دوهاړخيزو اړيکو د تاريخي شاليد ترڅنګ، په تېره يوهنيمه لسيزه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ سياسي او اقتصادي اړيکو ته کتنه شوې ده. دغه کتاب، چې ليکوال يې د ستراتېژيکو او سيمهييزو څېړنو مرکز څېړونکی احمدبلال خليل دی، په مجموع کې پنځه فصلونه او د (لنډيز، پایلې او سپارښتنو) یو ځانګړی فصل هم لري. په لومړي فصل کې د کوشانیانو او ورېښمو لارې څخه نیولې په چین کې تر کمونیستي انقلاب د افغانستان او چین لرغونې اړیکې بیان شوې دي. په دویم فصل کې د افغانستان او چین د خلکو جمهوریت پر اړیکو څېړنه او تحلیل وړاندې شوی، چې له ۱۹۵۰ کال څخه د طالبانو د امارت تر ړنګېدو دوام کوي. په دغه فصل کې د پنځو لسېزو دا اوږده مرحله په پنځو پړاوونو وېشل شوې ده. په درېیم فصل کې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر له یوولسمې د اشرف غني تر ولسمشرۍ پورې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوهاړخيزې اړیکې تحلیل شوې دي. په دغه فصل کې به تاسو دا هم ولولئ، چې چین له افغانستان سره په کومو برخو کې مرستې کړې او دلته یې پاملرنه ورځ تر بلې ولې زیاتېږي؟ په څلورم فصل کې په افغانستان کې د چین ګټې، اندېښنې او بهرنی سیاست بیان شوی. د چین دغه ګټې په اقتصادي، امنیتي، سیاسي او نړیوالو ډګرونو کې په نښه شوې دي. اندېښنې یې تر ډېره امنیتي اړخ لري او د خپلو ګټو د خوندیتوب او اندېښنو لرې کولو په موخه یې د افغانستان په تړاو بهرنی سياست هم څېړل شوی دی. پنځم فصل بیا په چین کې د افغانستان ګټو او بهرني سیاست ته ځانګړی شوی دی.
Views: | 2K |
Downloads: | 420 |
Language: | پښتو |
Category: | Political and Social Books |
File Type: | |
File Size: | 1.84 MB |
This content was uploaded by our user in good faith, assuming they have permission to share this book. If you own the copyright and believe it is wrongfully on our website, please follow our simple DMCA procedure by clicking here to request removal.
Any book that helps a child to form a habit of reading, to make reading one of his deep and continuing needs, is good for him.
Do not go where the path may lead, go instead where there is no path and leave a trail.
One of the funny things about the stock market is that every time one person buys, another sells, and both think they are astute.
Believe you can and you’re halfway there.
Entrepreneurs - both women and men - need equal and fair access to finance - to create new businesses, to reach to new markets, and to adapt to climate change.
There are perhaps no days of our childhood we lived so fully as those we spent with a favorite book.
Challenges are what make life interesting and overcoming them is what makes life meaningful.
Without continual growth and progress, such words as improvement, achievement, and success have no meaning.