To start downloading books
Please log in or register your account

Login Register
مسنونې دعاګانې

مسنونې دعاګانې

مسنون اذکار ، دعا، وظیفه ، ذکرونه

له هر ډول دنیوي او اخروي ; فتنو او بدبختیو نه د نجات او هر ډول ښیګڼو او نیکبخیتو ته د رسیدو په زړه پورې مسنون ، مستند ، اذکار (ذکرونه) او دعا ګانې . : الدعا من الکتاب و السنة(مسنونې دعاګانې) د مشهور نړیوال متواضع عالم د . سعید بن علي بن وهب القحطاني رحمه الله په ګوتو لیکلی شوې مبارکه رساله ده . دغه ارزښتانګه رساله په هغو زړه راښکونکو اذکارو او دعاګانو مشتمله ده چه د الله رب العزت په خواږه کلام قرآن کریم او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په مبارکو صحیحو احادیثو کې یې یادوَنه شوې ، دا دعاوې په حقیقت کې د الله عزوجل د قدرمنو رسولانو په ژبو جاري شوي مبارک الفاظ دي چه له خپل رب سره یې پرې راز او نیاز کړی ، د الله رب العزت په درګاه کې د خوښې او قبولیت جوګه شوي او زمونږ رب د رسول الله صلی الله علیه وسلم له امت سره د مینه پار هغه مبارک ته وحي کړي او پوره امانتداری تر مونږه رارسیدلي ، په دې دعا ګانو کې له الله رب العزت نه د دنیا او آخرت ، له ټولو بدیو او بدبختیو نه د پناه او ټولو ښیګڼو او نیکبختیو ته د رسیدو یادونه شوې ، دې کوچنی رساله کې د هغو مباركو دعاگانو یادونه هم شوې چه رسول الله صلی الله علیه وسلم "اسم اعظم " ورته ویلي او په ویلو یې د بنده هر ډول دعا قبلیږي . د حج او عمرې فریضه له خپل رب سره د راز او نیاز بهترینه موقع وي ، د شپې د تهجدو لمونځونو د رکعتونو ترمنځ وقفې، په طوافونو کې د بیت الله له ښکلې منظر سره خوا کې ، د صفا او مروه په تګ و راتګ کې داسې دعا ګانو ته ستر ضرورت احساسیږي ، له نیکه مرغه دغه مبارکې دعاګانې راته یو مسلمان ورور د عمرې په مبارک سفر کې ډالئ کړي ، لدې دعا ګانو سره مې الحمد لله د عمرې سفر له خوندونو او خاطرو ډک وو هملته مې له ځان سره فیصله وکړه چه دا دعا ګانې به ان شاالله پښتو ته ژباړم او له خپلو ګرانو وطنوالو سره به یې شریکوم . دا چه ددعا په معنا پوهیدل د توجه ، حضور ، خشوع او قبلیدو لپاره اړین وي نو د همدې لپاره له دعا وو سره پښتو ژباړه هم لیکل شوې . دغه دعا ګانې په ناسته ، ولاړه ، سفر ، شپه ، ورځ ... هر ځای او وخت کې لوستل کیدی شي ، که په هغو وختونو او ځایونو کې چه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په مبارکو احادیثو کې يې یادونه شوې ولوستل شي نو د قبلیدو او اجر امکانات به یې لا نور هم پسې زیات شي . د رسول الله صلی الله علیه وسلم د حدیث مطلب دی چه که کوم مسلمان د یوه نیک کار په خپرولو کې ونډه واخلي الله عزوجل به يې د جوړونکي هومره اجر ورکړي ، له خپلو مسلمانو ورونو خویندو مې هیله ده چه ددې عظیمو دعا ګانو په خپرولو کې که هغه په سافټ شکل (انټرنیټي صفحاتو ، مبایلونو ، کمپیوټرونو ..) او که په چاپي شکل وي برخه واخلي له یوې خوا به مو ګرانو وطنوالو ته دغه ارزښتناکې دعا ګانې ورسیږي له بلې خوا به مو د خپل رب رضایت او ستر اجر ترلاسه کړی وي . الله د مونږ او تاسو ټولو ته د خپلې ریښتینې بنده ګی توفیق ، له فتنو نه د نجات عزتمند ژوند ، او د مؤمنانو مرګ نصیب کړي ، الله د مونږ د قیامت په ورځ په هغه ټولي کې راپاڅوي له کوم نه چه راضي وي . آمین

Views: 7K
Downloads: 384
Language: Pukhto/Pashto
Category: Religious Books
File Type: Pdf
File Size: 1.04 MB

This content was uploaded by our user in good faith, assuming they have permission to share this book. If you own the copyright and believe it is wrongfully on our website, please follow our simple DMCA procedure by clicking here to request removal.

Comments
Quotes

The books that the world calls immoral are books that show the world its own shame.

Our greatest fear should not be of failure… but of succeeding at things in life that don’t really matter.

You must gain control over your money or the lack of it will forever control you.

Under capitalism, man exploits man. Under communism, it's just the opposite.

All money is a matter of belief.

Strive not to be a success, but rather to be of value.

Are we not like two volumes of one book?

Anyone who says they have only one life to live must not know how to read a book.