To start downloading books
Please log in or register your account

Login Register
نو دوی باید څه وکړي

نو دوی باید څه وکړي

ژباړه: معتصم بالله شاهد

پۀ دې تورتم کې سخ د هغو مؤمنانو پۀ حال چې لکه شمع پر سر چتر د رڼا ونیسي پسرلی استاد معتصم شاهد لۀ وخته پر فېسبوک را سره ملګری دی، د ادبیاتو د پوهنځي استاد دی. موده وړاندې یې د (ښکلا پېژندنه) تر عنؤان لاندې یؤ کتاب پۀ پي ډي اېف بڼه خپور کړ، زما خیال چې دا به پۀ پښتو ژبه یؤ نا آشنا عنؤان وي، جمالیات. اوس یې تازه پۀ تازه د Leo Tolstoy اثر چې پۀ ۱۸۶۰ مو کلونو کې لیکل شؤی اؤ سمدستي پر انګلیسي د (What then must we do?) تر نامۀ لاندې ژباړل شؤی، پر پښتو ژباړلی دی. تر دې وړاندې ډاکټر لطیف بهاند د ټالسټی (War & Peace) غالبا پۀ پنځو ټوکونو کې لۀ روسي ژبې پښتو ته ژباړلی دی. ټالسټی یؤ پراګراماټیک اؤ د ځمکې د ساحې لیکؤال دی، د لېکنې مشهور تیمونه (ځؤاني، مرګ، غربت، مینه اؤ ...) یې د عملي ژؤند دي اؤ آسانه دی چې ولؤستل شي. که څۀ هم ګڼو روسي سیاسي چارؤاکو لۀ دۀ کرکه لرله؛ خو لېنن ترې متأثره ؤ اؤ دی یې د روشین انقلاب هنداره اؤ یؤ عظیم هنرمند بالۀ چې د روسیې یؤ شفاف تصؤیر یې پۀ لېکنو کې پروت دی. نۀ پوهېږم، برداشتونه مختلف دي. There is no fact but interpretations څنګه هغه څوک چې د چا تر رهبرۍ لاندې پنځوس لکه خلک خاؤرې وخوري؛ لۀ ټالسټی سره مینه لرلی شي؟ ټالسټی یؤ لۀ لومړنیو خلکو څخه دی چې د عدم تشدد (Non-Violent resistence) فلسفه اؤ سټراټيژي یې پۀ لېکنو کې لکه د نیمې ورځې لمر ښکاري. مهاتما ګاندي اؤ مارتین لوتر پۀ ژؤره توګه لۀ ټالسټی متأثره دي اؤ د ګاندي د عدم تشدد فلسفه اؤ سټراټیژي د ټالسټی د عدم تشدد د سلسلې دؤام اؤ پرمختیا ده. د ټالسټی لومړنۍ لېکنه (ماشومتوب Childhood) ده چې یؤ لۀ ناسټلجیکو فکشنونو څخه ده. د استاد ژباړه پۀ دوو لاملونو پۀ ښو لؤستلو ارزي: یؤ دا چې استاد د ادبیاتو مسلکي دی، باؤري یم چې ژباړه به یې زموږ تر تؤقع پورته وي؛ کمه به نۀ وي، لکه پخؤانی تألیف (ښکلا پېژندنه) یې. دؤهم دا چې کتاب د کوم Trendy لیکؤال بریان ټرېسي، روبین شرما اؤ ... نۀ دی، د نړۍ د فرسټ کلاس د لیکؤالو لۀ جملې څخه دی چې واقعا مو د مطالعې تنده در ماتؤي! استاد ته د دې اثر د تکمیل ډېره ډېره مبارکي وایم، خدای دې یې موږ ته د ښو لؤستو تؤفیق راکړي! خوشال پۀ دې یم چې اوس هم یؤ څوک شته چې د لارې د سر لۀ دوړو ور آخؤا هم یؤ څۀ ژباړي اؤ فقط د خؤارې پښتو د ښۀ خدمت پۀ نیت. کور دې ودان استاده! بلال بابکرخیل

Views: 1K
Downloads: 83
Language: Pukhto/Pashto
Category: Literature and Art
File Type: Pdf
File Size: 677.94 KB

This content was uploaded by our user in good faith, assuming they have permission to share this book. If you own the copyright and believe it is wrongfully on our website, please follow our simple DMCA procedure by clicking here to request removal.

Comments
Quotes

A budget tells us what we can't afford, but it doesn't keep us from buying it.

Without continual growth and progress, such words as improvement, achievement, and success have no meaning.

The four most expensive words in the English language are, ‘This time it’s different.’

Once you learn to read, you will be forever free.

It's how you deal with failure that determines how you achieve success.

When people are frightened about going hungry and paying their mortgages, a scarcity model begins to prevail; they fear someone else will get their piece of the pie.

If there is a book that you want to read, but it hasn’t been written yet, you must be the one to write it.

The book you don’t read won’t help.