To start downloading books
Please log in or register your account

Login Register
د کفارو سره د مرستی کونکو حکم

د کفارو سره د مرستی کونکو حکم

محمدبشیر مدنی

د اسلام سپیڅلی دین په ژوندانه کی هیڅ داسی کار چی احکام او مسائل و نلری نشته د ژوند ټولو اړخونوته برنامی او سم پروګرمونه لری چې د هغى له جلمی څخه د یو مسلمان تعامل او راکړه ورکړه دبل مسلمان سره او همدارنګه د مسلمان تعامل د کفارو سره او د مرستی حدود یي ورته مشخص کړی دی او په مطلق ډول مرسته غوښتل یی د کفارو څخه منع کری ده دا چی د ژوند په نورو برخو کی لکه په معاملاتو کی تعامل همدارنگه تجارتی اریکی او په سیاسی برخه کی په کومو صورتونو کی کولی شی د کافر څخه مرسته وغواړی دا هغه مسائل دی چی داسلام په مبین دین کی ورته ښكلي او ښایسته پروگرامونه شتون لری. کومه رساله چی زما مخ ته ایښی ده خلاصه اولندیز یی په لاندی ډول سره وړاندی کیږی هغه داچی د توحید د کليمې ارزښت او اهمیت بیان اوددې كلمې ماتوونکي هم شته چي عمل بې له منځه وړي ، او وجود یي له نشتوالي سره برابر وي . د توحید زده کړه ضروري ده، چې په الله پاک باندي يې ايمان او باور پوخ شي ، او دتوحيد دماتوونكو پیژندل هم ضروري دي چي دهغه څيزونوڅخه يي د توحید عقیده سالمه پاته شي چي دا عقيده له منځه وړي. مشهوري پیښی دي چي خلک یی چڼ او یو له بله جلا کړل ، کافر او مسلمان سره بیل شول منافقان يي په ډاگه ښکاره کړل ، د کافرانو چل او قريب یي ظاهر کر د مسلمانانو په مقابل کې د کافرانو سره مرسته او کومک کول د توحيد دعقيدي ماتوونکې ده چې توحید د بيخ او تهداب څخه نروي او له هغي فتني نه د ځان ژغورلو په خاطر چې د کافرانو مشرانو لكه امريكا او د هغي ائتلافيانو د مسلمانانو په مقابل کي په کار اچولي ده . د هغه عابد سري كيسه چې کله یې د خپل تره د زامنو او قوم خبره و مثله تر خو حضرت موسی عليه السلام ته شيرا وكړي نودا سری ددین څخه ووت چې د خپل قوم او وطن به خاطر یې حضرت موسى عليه السلام او مؤمنانو ته ښيرا وکړه اگر چې دا مرسته د شيرا به واسطه هم وه . اودي امریکايي عسکر و خپلو امریکايي لښکرو سره د مسلمانانو په ضد مرسته وکړه د دوارو صورتونو د پیوستون تکی یو دی او دمشابہت قیاس څرگند او ښکاره دی . كله چي حضرت عباس رضى الله عنه د قريشو په ډله کې او دهغوی تر ببرغ لاندې د هغوی په قطار کې او دهغوی په عسكري مركز كي د مؤمنانو په مقابل کې وه نو پيغمبر صلى الله عليه وسلم دده سره دده د مال او بنديتوب په اړه د کافرانو به خير معامله او چلند وکړ. څوک چی داډول وی ددوی سره به په ظاهره همغه د کافرانو معامله کيږي . او په کافرانو پورې مال ، ويني او بنديتوب به مسئلو کی پیوسته او يو ځای کیږي . د بدر په غزا کې دهغو کسانو قيصه چي مسلمانان و و بیاد مشرکانو سره یو ځای د هغوی په قطار کې او دهغوی تر ببرغ لاندي په جنګي مرکزونو کې يې د مسلمانانو په مقابل کي جگړه کوله ددوی ځای دوزخ دی . سره ددي چې حضرت عباس رضی الله عنه او څه نور مسلمانان د دوی د خوښې پرته راغلي وو او مشرکانو به زور سره را وستلی وو ، سره ددي هم د دوی سره د ظاهر حالت به اساس معامله وکړی شود. یابه دده د خوشی پرته به زور سره مجبور کړی شوی وي نو دده حکم د هغه چا غوندي دی چي د بدر په غزا کې په زور سره بیول شوی وه.

Views: 407
Downloads: 98
Language: Pukhto/Pashto
Category: Other
File Type: Pdf
File Size: 1.84 MB

This content was uploaded by our user in good faith, assuming they have permission to share this book. If you own the copyright and believe it is wrongfully on our website, please follow our simple DMCA procedure by clicking here to request removal.

Comments
Quotes

Courage is being scared to death, but saddling up anyway.

There comes a time when you have to choose between turning the page and closing the book.

If you have trouble imagining a 20% loss in the stock market, you shouldn’t be in stocks.

It's how you deal with failure that determines how you achieve success.

Finance is not merely about making money. It's about achieving our deep goals and protecting the fruits of our labor. It's about stewardship and, therefore, about achieving the good society.

Books can be dangerous. The best ones should be labeled “This could change your life.”

Books are like mirrors: if a fool looks in, you cannot expect a genius to look out.

I cannot sleep unless I am surrounded by books.