To start downloading books
Please log in or register your account

Login Register
د نبي صلی الله علیه وسلم د زیاتو مېرمنو حکمتونه

د نبي صلی الله علیه وسلم د زیاتو مېرمنو حکمتونه

شکرالله رسولي

الحمدلله وحده والصلاة والسلام علی من لا نبي بعده! پدې کي شک نسته چي کفار په ځانګړي ډول يهود،نصارا، ملحدين او مستشرقين په هره زمانه کښي پر اهل حقو باندي مختلف تورونه لګوي، ددې لپاره چي خلګ ددي الهي مسير څخه را وګرځوي، تر ټولو لمړی ددې الهي مسير او الهي دين د پيغام رسونکو په ځانګړي ډول پر پيغمبرانو عليهم السلام باندي بي ځايه او غير منطقي تورونه لګوي، او هدف يې يوزاي او يوزاي پر الهي وحي باندي الزام لګول دي، چي پدې لړ کي د نبي پر غوره شخصيت باندي دا تور لګوي چي ده ولي زياتي مېرمني په نکاح کړي دي؟، په داسي حال کښي چي امت ته څلور ښځي روا دي؟، او يا دا چي نعوذبالله دی زيات خواهش خوښونکی او د نفس تابع ؤ؟؟؟ او داسي نورې د حقيقت او واقعيت څخه ليري شبهې، خو دا ددوی يو بي ځايه او غير منطقي او خطا ايستونکې شبه ده چي نن ورځ زيات کفار او ځيني مسلمانان د دوی ددغه شبه تر اغيز لاندي راغلي او د کم علمۍ او د تحقيق د نه کولو له امله په شبه کي پراته دي، نو د يو با احساسه مسلمان په توګه مي وغوښتل چي د کفارو دغه بې بنسټه ادعا په نقلي او عقلي دلائلو جواب کړم، ځکه پر هر مسلمان دا فرض ده چي د دين په دفاع کي به د هيڅ طاقت څخه دريغ او سپما نه کوي، علمي جواب به ئې په علم ورکوي او مادي جواب به ئې بالمقابل ورکوي. ددې لپاره چي د نوموړي موضوع حقيقت ښه روښانه سي نو نوموړی کتاب څلورو برخو ته ويشل شوی دی، لمړۍ برخه ېې مفاهيم او کليات دي، په دوهمه برخه کي د تېرو پيغمبرانو د مېرمنو و زياتوالي ته اشاره کيږي، دريمه برخه کي د محمد مصطفی  د زياتو مېرمنو حکمتونه بيانيږي او تر څنګ يې يو شمېر زياتو اړوندو مهمو مسائلو ته هم اشاره کيږي، څلورمه برخه کي د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره د امهات المؤمنين مبارکې نکاحوي او تر څنګ ئې مصلحتونه بيان سوي دي. نو زما حقير او کم علمه بنده دا ناچيزه ليکنه تاسو په يوه لويه ليکنه حساب کړې، او که کومه نيمګړتيا او تيروتنه شتون ولري نو هيله کوم چي يادونه ئې راته وکړئ. په درنښت شکرالله رسولي

Views: 5K
Downloads: 62
Language: Pukhto/Pashto
Category: Religious Books
File Type: Pdf
File Size: 9.17 MB

This content was uploaded by our user in good faith, assuming they have permission to share this book. If you own the copyright and believe it is wrongfully on our website, please follow our simple DMCA procedure by clicking here to request removal.

Comments
Quotes

You miss 100% of the shots you don’t take.

The best thing money can buy is financial freedom.

It’s not just the books under fire now that worry me. It is the books that will never be written. The books that will never be read.

Books can be dangerous. The best ones should be labeled “This could change your life.”

The stock market is filled with individuals who know the price of everything, but the value of nothing.

If one cannot enjoy reading a book over and over again, there is no use in reading it at all.

A good book has no ending.

A real entrepreneur is somebody who has no safety net underneath them.