ساختمانی انجینری پوښتنی او ځوابونه

Sardar Samsor

3K Views
969 Downloads
4.26 MB Size

About this book

د کتاب لنډه پیژندنه د ساختماني انجینري پوښتنو او ځوابونو دا کتاب ما د څو کالونو د زیار ایستلو نتیجه ده چی نن الحمد الله چاپ او د خپلو هیوادوالو په خدمت کی دی. پدی کتاب کی هر هغه اړین مالومات چی یو انجینر یی په ساحه کی د انجینری عمومی مالوماتو د زیاتولو لپاره او یا د انټرویو (Interview) لپاره ورته اړتیا لری راټول شویدی. دا کتاب په لنډ ډول تاسو سره پلاندی موضوعاتو کی ډیره مرسته کولی شی 1- د دندی پیدا کولو لپاره د ساختمانی برخی انجینران کولی شی تری ګټه پورته کړي. پدی کتاب کی هغه پوښتنی او ځوابونه راټول شوی دی چی په انټرویو (Interview) کی د ساختماني انجینرانو څخه پوښتل کیږی. ددی کتاب په لوستلو سره تاسو د انټرویو لپاره شه اماده ګی نیولی شی. 2- هغه انجینران چی په ساحه کی کار کوی هغوی سره د ځینی اړینو مالوماتو په زیاتوالی کی مرسته کولی شی او هم د مشکلاتو د حل لپاره کولی شی د کتاب له معلوماتو څخه په ګټی اخیستنی سره د حل لار ولټوی. د مثال په ډول د کانکریټ ریزی، اسفالټ، جغل، مدیریت او یا نورو برخو کی. پدی کتاب کی د ساختماني انجینری هغه اړینی برخی لکه سمنټ او سمنټ پوری تړلی موضوعات، مدیریت، په ساختمان کی جاینټونه او کریکونه، سرک (Road) او په سرک پوری تړلی موضوعات، لابرتوار برخه (Lab and Tests)، کوالټی کنترول Quality Control))، بریښنا (Electricity)، او ځینی اړین انجینری کوډونه (ACI Codes) شتون لري. ما ډیره هڅه کړی دی چی پدی کتاب کی هرهغه اړین مالومات د پوښتنو او ځوابونو په شکل راټول کړم چی ساختماني انجینران ورته اړتیا لری او دا اړین مالومات یی باید تر ډیره بریده په ذهن کی هر وخت موجود وی. پوښتنه داده چی ولی داسی مالومات د پوښتنو او ځوابونو په شکل لیکل شوی دی ؟ دا ځکه چی د علم په ‌ډکر کی دا جوته شوی دی چی کله کوم مالومات څوک درڅخه وپوښتي او تاسو یی ځواب ورته پیدا کړی نو بیا په ذهم کی تر ډیره وخته په ښه توګه پاتی کیږی. ما د کتاب له چاپ څخه وړاندی ډیره هڅه کړی دی چی تیروتنی اصلاح کړم خو دا باید ووایم چی ناشونی به وی چی وویل شی د کتاب په متن کی کومه تیروتنه نشته، او له لوستونکو څخه مو هیله دا ده چی مونږ خپلو تیروتنو او اشتباهاتو ته متوجه کړي. دا به د لوستونکو لویه مرسته وي. په درنښت انجینر سردار خان سمسور امریکا (کالیفورنیا) Email: sardar.samsor@gmail.com
Sardar

Shared By

Sardar
7 months ago

This content was uploaded by our user in good faith, assuming they have permission to share this book. If you own the copyright and believe it is wrongfully on our website, please follow our simple DMCA procedure by clicking here to request removal.