د خاورو لاندې ښار
داکتر معمار حشمت الله اتمر
3K
Views
973
Downloads
15.71 MB
Size
About this book
ګرانو لوستونکو!
تر ټولو مهم ټکی د یوه کتاب له پاره د عنوان ټاکل یا غوره کول دي چې د کتاب ټولې د ننه برخې پرهغه عنوان پورې اړه او یا څرخي (څرخېږي).
ښار هغه ځای دی چې د نفوسو لوړه کچه، سیاسي، اداري او تاریخي مرکزيت ولري، چېرې چې د خلکو اصلي فعالیت غیر کرنیز وي او ښاري همغږي لري چې د محلي حکومت له لارې اداره کېږی.
په نړۍ کې لومړی ښار په 5500 د میلاد نه د مخه په میسوپوتامیا کې تاسیس شو، په لومړیو ښارونو کې، نفوس لږ وو، ځکه چې زاړو ښارونو یوه دیوال درلود او څلور خواوو ته یې د نظامي دفاع له پاره، ترې تاو کړې وه.
د تاریخ پوهانو د وینا له مخې، له پیل راهیسې، انسانانو هڅه وکړه چې د ژوند له پخوانیو لارو لکه ځنګلونو، سمڅو (غارونو)، خیمو کې ژوند، کرنه او د کلیو ژوند څخه و باسي، د ځان له پاره ښه ژوند چمتو کړي او د دې هدف له پاره، ښارونه تاسیس شوو.
د عینک مسو کان ته څېرمه ښار کوم چې تر خاورو لاندې دی، لاندې ښاري ځانګړتیاوې لري لکه:
استوګن ځایونه، راکړې ورکړې (تجارتي) مرکز، بودایي عبادت ځایونه، د هغه وخت صوفیانو عبادتګاه وې، کوشني مسو ویلو کولو کارخانې، لارښوونې (رهبری) مرکزیت چې پاچا تپې ( شاه تپې) په نوم یادېږی، تر اوسه په سیمې کې په ویجاړه توګه شتون او تصویرونه یې هم په دې کتاب کې د لا ډېرو مالوماتو(معلوماتو) له پاره خپاره او یا ځای پر ځای شوي دي.
ما هم د هر اړخیزو څېړونو، مطالعې د ښار اصولو په پام کې نیونې نه وروسته، د دې کتاب له پاره « د خاورو لاندې ښار» نوم غوره کړ، کوم چې په رښتیا هم تر خاورو لاندې دی، خدای وکړي چې لوستونکي ترې ګټه واخلي.
This content was uploaded by our user in good faith, assuming they have permission to share this book. If you own the copyright and believe it is wrongfully on our website, please follow our simple DMCA procedure by clicking here to request removal.
Related Books
Others to Explore
د زړه وينا
انګلیسی لغاتونه
ژوبل سپرلې
ځانځاني ښامار
د مدنی محاکماتو د اصولو قانون
آواز - 3 - 1392
د نړۍ ولسي كيسې
د احصائیې اساسات
مدني
د وبا ورځو کې مینه
عربی
دوې طرحې
ځانګو
د کمپیوټر تاریخچه
دجزایی اجراتو قانون
نړیوال سازمانونه
عمومي جراحي ۱
Financial -Accounting-IFRS System
Paper: Effect of Computers on Creativity