To start downloading books

Please sign in or create an account.

دا پنځه عادتونه به مو پر خلکو ډېر ژر ګران کړي!

دا پنځه عادتونه به مو پر خلکو ډېر ژر ګران کړي!

لیکنه ـ ریاض مقامزی  

پر خلکو ګرانښت او ټولنیز محبوبیت د ډېريو انسانانو هیله وي؛ خو کم خلک پر دې راز پوهېږي چې څنګه پر خلکو ګران شي. موږ پدې لیکنه کې هڅه کړې ده، چې ځینې مهمې لارښوونې درته ولرو. ترڅو پر خلکو ګران شئ.  

• مُسک اوسئ!

تاسو به هم لیدلې وي، چې ځینې خلک له دې کبله د خلکو بدې شي، چې په هر ډول حالاتو کې یې ټنډه تروه وي؛ نو تاسو له دې عادت څخه ځان وساتئ او برعکس د مُسک اوسېدلو هنر زده کړئ. مُسکا د ګرانښت تر ټولو مهمه او وړیا لاره ده. خو مه هېروئ، چې هر ځای د مسکا هم نه وي. له خلکو سره د مخ کېدو پر مهال، د خدای په امانۍ پر مهال او د مجلس پر مهال ورین تمندی درلودل ستاسو محبوبیت ډېروي.  

• خلکو ته په احترام قایل شئ!

که له خلکو د ګرانښت او درنښت تمه لرئ؛ نو لومړی باید همدا عادت تاسو خپل کړئ. مهمه نه ده، چې ډېری تشريفاتي حرکات وکړئ. مثلا کله چې روغبړ کوئ، په مینه یې وکړئ، که څوک معرفي کوئ په ښکلو الفاظو یې معرفي کړئ، همدارنګه هغه القاب ورته وکاروئ، چې پوهېږئ مقابل لوری پرې خوشحالېږي. همدا چارې کافي دي، چې ستاسو ټولنیز محبوبيت تضمین کړي.  

• با درکه اوسئ!

مثلا که یو څوک له ژونده شکایت کوي، بابیزه یې مه ګڼئ. دقیق ورته غوږ شئ او ځان پوه کړئ، چې مقابل لوری ولې ځورېږي. شاید تاسو هېڅ ډول مرسته و نه شئ کړای؛ مګر کولای شئ ډاډ ورکړئ. یا حد اقل همدا چې د نوموړي خبرو ته په غور غوږ وئ د هغه په زړه کې ستاسو ځای پیدا کوي. با درکه اوسئ، ترڅو ګرانښت ترلاسه کړئ.  

• نزاکتونو ته پام وکړئ!

په ټولنه کې د ګرانښت او محبوبیت پیدا کولو لپاره اجتماعي نزاکتونو ته پام کول تر هر څه مهم بلل کېږي. د یوه فعال او پوه انسان په توګه باید د ټولنې حساسې نقطې وپېژنئ. پر دې هم باید پوه شئ چې ستاسو شاوخوا خلک له څه ډول حرکاتو سره حساسيت لري. مثلاً په افغاني ټولنو کې د کورنو مخې ته درېدل، په لوړ غږ موسیقي غږول، بې احتیاطه موټر چلول، نامناسب ويښتان او کالي جوړول، هغه څه دي چې خلک ترې بد وړي؛ نو له دې ډول کارونو ځان وساتئ ترڅو محبوب شئ او د خلکو له پامه بدې نه شئ.  

• ارزښت ورکړئ!

کله چې تاسو کوم کس ته ارزښت ورکوئ، حتمي ده چې مقابل لوری هم ستاسو پور ادا کړي. مثلا یو څوک ناروغ دی، پوښتنه یې وکړئ. یا یو کس اړمن دی، تر خپله وسه همکاري وکړئ. د خلکو نومونه او تخلصونه زړه کړئ، دا هغه څه دي، چې مقابل لوری فکر کوي تاسو ته ارزښت لري او د همدې کار له برکته تاسو د هغه په زړه کې ځای پیدا کوئ؛ نو ارزښت ورکړئ ترڅو خپله هم ارزښتمن شئ. 

Related Articles

د مرکې ډولونه

د مرکې لپاره باید لاندې اړین ټکي په نظر کې ونيسو، چې مرکه مو سمه او کامله واوسي. ۱: مرکه د څه لپاره؟ یعنې د مرکې موخه څه شی ده، نو ددې لپاره له ځان څخه هغه شپـږ اساسي پوښتنې کوو، کومې چې مونږ مخکې درسونو کې لوستې دي لکه؛ څه شی؟ ولې؟ څنګه؟ کله؟ چېرته؟ او څوک؟  دا پوښنتې ددې لپاره کوو چې د مرکې موخه د ځان لپاره معلومه کړو. ۲: ولې مرکه کوو؟ څه اړتی...

پريټي څوک ده؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی د بالیووډ له مشهور ممثلینو څخه یوه هم پريټي ده. نوموړې په "۱۹۹۸ز" کال کې د فلمونو او تمثیل نړۍ ته مخ کړه او ډېر ژر یې ګڼ شمېر مینه وال پیدا کړل. پريټي له فلمونو ورهاخوا د کریکټ په ډګر کې هم فعالیتونه کوي، چې د هند په غوره لیګ کې د "کینګز ایلیون پنجاب" لوبډلې مالکه ده. په هر حال؛ په دې لیکنه کې به مو د پريټي په اړه ګڼې نورې پوښ...

نوبل؛ د نړۍ تر ټولو ارزښتناکه جايزه

نوبل د نړۍ تر ټولو ارزښتناکه جايزه ده، چې له (۱۹۰۱ م) کال را په دې خوا هر کال د سويډن هېواد له خوا پياوړيو او نوښتګرو علمي، ادبي او سياسي څېرو ته د دغه هېواد د پاچا په لاس ورکول کېږي. د دې جايزې بنسټ سويډني نامتو کيمياپوه آلفرډ نوبل ايښی دی. د هغه د وصيت سره سم دغه جايزه هر کال هغو کسانو ته چې خلکو ته يې ډېر خدمت کړی وي، ورکول کېږي. نوموړي وصيت په...

Recommended Articles

که مو ویښتان تویږي دا درې خواړه وخورئ

مهمه نه ده چې ويښتان مو اوږده، لنډ، صاف یا ګالګووتي او یا په هر شکل چې وي خو د ویښتانو تویدل یو داسې افت دی چې په ټولو راتللی شي. یوازېنۍ د خلاصون لاره ترې همدا ده چې اندیښنه کمه او کار ډیر وکړو. د ویښتانو تویدلو تر ټولو ستر او عام لاملونه اندیښنه، په بدن کې د ویښتانو پورې اړوند ویټامینونو کمښت، هورمونيکي ستونزې، بې کیفیته شامپو او نورو تولیداتو ک...

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو، چې د هرچا د خوښې وړ وګرځي؟پر پوستکي مختلف داغونه د مختلفو عواملو له امله پیدا کېدی شي لکه د لمر د وړانګو له امله، د ځینو درملو د استعمال له امله او یا کېدای شي د عمر په زیاتېدا سره هم ځینې نښې نښانې را څرګندې شي. په همدې اساس د هر عامل له وجې د پوستکي د داغونو درملنه هم په جدا ډول سره کېږي، چې باید توپیر یې وشي، لکه...

کوم ډول خلک بايد کېله ونه خوري

که څه هم کېله ځيني ګڼې ګټي لري خو دغه ميوه ځينې عورايض او تاووانونه هم لري.چې په لاندي ډور ورته اشاره کوو. دغه خوږ ميوه د خپل ځانګړي خوند، او نرموالي له امله په ټوله نړۍ کې مشهوره ده. ګېله کوم ډول زيانونه لري. ۱: د وزن زياتوالی دـ ځينو نورو خوړو په څير کېله هم پريمانه کالوري لري چې د وزن د زياتوالي لامل کيږي په هره متوسطه کېله کې ۱۰۵ ګرامه کالو...