To start downloading books

Please sign in or create an account.

کوچنی کارو بار (سوداګري): څنګه ځان لپاره يو کوچنی بزنس شروع کړو؟

کوچنی کارو بار (سوداګري): څنګه ځان لپاره يو کوچنی بزنس شروع کړو؟


هغه سوداګري يا کاروبار چې په کوچنۍ او ټاکلې کچه فعالیت کوي؛ کمه اندازه پانګونه په کې کېږي؛ د انساني ځواک شمېر يې لږ او مادي ځواک يې ټاکلی او يوازې يو څو ماشيونونه او نور تجهيزات ولري، کوچنۍ سوداګري ورته وايي او انګلېسي کې دا ډول بوختياوې د Small Scale Industries يا small business په نوم ياديږي. 

دا ډول کوچني شرکتونه هم د توليداتو او هم د خدماتو برخه کې فعاليت کوي. ځيني يې توليد کوي، د بېلګې په ډول د کاغذ توليد، د غاښونو بورس او کريم توليد، د خواږو (شيرينۍ) توليد او بسته بندي؛ ځيني يې بيا يوازې خدمات وړاندې کوي- د سوداګريزو خبرتياوو د نصب لپاره بېل بورډونه لګول، د مخابراتو برخه کې د ISP انټرنېټ خدمات ورکول او داسې نور. 

د کوچنی کارو بار يا سوداګرۍ شرکتونه په هغه هېوادونو کې ښه پايله ورکوي، چې د پراختيا په حال کې وي او يا هم د پرمختګ او پراختيا لاندې وي. هغه هېوادونه چې اوس مهال پراختيا کې دي؛ لکه هندوستان او پاکستان په ګڼ شمېر د کوچينو سوداګريزو شرکتونو بېلګې لري. افغانستان چې وروسته پاتې او د پرمختګ لاندې هېواد دی، د کوچنی کارو بار يا سوداګرۍ شرکتونه په کې ښه وده کولی شي. په دې ډول شرکتونو کې د وروستي حد ترټولو ډېره پانګونه لس مېليونه افغانۍ کېږي، خو شونې ده، چې د يو مېليون يا لس لکه افغانيو په پانګونې سره هم، د کوچني کارو بار يا سوداګرۍ لومړنۍ پيل وکړی شئ. 

د کوچني کارو بار يا سوداګرۍ ځينې بېلونکې ځانګړنې 
- دا ډول کارو بار کوچنی وي او يو مالک لري؛ د منځنيو او سترو شرکتونو په ډول نه وي چې بېلا بېل ونډه وال او نور کسان په کې سره شریک وي. دا چې يو مالک لري نو ورته sole proprietorship يا یوازیني ملکیت کارو بار هم وايي. 

- د منجمنټ او ادارې برخه يې: په کوچنيو سوداګريو کې د کنټرول او ادارې ټول مسووليت د مالک او يا هم  د هغې د کورنۍ د کوم غړي په غاړه وي. دې ډول سوداګريو کې بيوکراسي او پيچلي ادارې سېسټمونه شتون نه لري. 

- يوې ځانګړې سيمې پورې ټاکلې وي: کوچنۍ سوداګرۍ د يو ولايت لپاره هم توليدات او خدمات نه کوي؛ بلکې په لويو ښارونو کې په يوې ځانګړې سيمې پورې محدود وي او فعاليت کوي. 

- پر ټېکنالوژۍ او ماشين يې اتکا کمه وي؛ ډېرۍ چارې په کې د انساني ځواک پر مټ وړاندې ځي. دې ډول سوداګرۍ کې د ټېکنالوژۍ او ماشينرۍ د لوړ بيو له امله انساني ځواک څخه ډېر کار اخېستل کېږي. 

- دا ډول کارو بار د خپلې ګټې لپاره ژر ژر بدلون رامنځته کولی شي؛ د سترو شرکتونو په څېر يې پالېسۍ او اصول ډېر پچيده او سخت نه وي.

میرویس ویال

Related Articles

پایلوچان او کندهاري پایلوچان څوک دي؟

پایلوچان او کندهاري پایلوچان څوک دي؟ نذیر احمد سپېڅلی پایلوچانو د ابولیث صفاري په وخت کي ژوند کاوه او نوې څهره یې په لومړي ځل د حاجي میرویس خان نیکه په وخت کي په کندهار کي راښکاره سوه. ډېر خلګ د پایلوچانو له نامه څخه غلط تعبییر اخلي خو حال دا چي پایلوچان مذهبي، پر وطن مین، د مظلوم ملګري او د ظالم سر سختدښمنان ول. د پایلوچانو د ژوند، خبرو، جنګ ا...

هېڅکله د خوب پر مهال خپل موبایل له ځان سره مه ږدﺉ.

لېکنه: شکېبا نادري، هېڅکله د خوب پر مهال خپل موبایل له ځان سره مه ږدئ.  زموږ ژوند او بدن د اللهﷻ لخوا هغه راکړل شوې ډالۍ ده چې تل باید ترې ساتنه وکړو. زموږ د بدن هر غړی د یوې ځانکړې کړنې لپاره جوړ شوی، الله یې راته د ښې ساتنه امر کړی، له همدې امله ځان وژنه حرامه ده ځکه الله فرمایي ستاسې د بدن هر غړی زما امانت دی، ما درکړی او زه به یې درنه اخلم، نو...

د افغانستان د اوبو فرصتونه او ننګوني

د ۲۰۲۰ کال د ډسامبر په 11مه می د امریکې د جیوفزیک په نړېوال کنفرانس کي چی سږ کال د سانفرانسیسکو له ښار څخه خپور شوی وو؛ د کابل د اوبو د حوزې په اړه یوه څېړنه شریکه کړه. زه نن دا لیکنه په پښتو لیکم او هیله لرم چی د پیښور، کویټي ، اسلام آباد او کراچی پښتانه عالمان یی هم ولولی. دجیوفزیک نړیوال کنفرانس یو ډير لوی کنفرانس دی او سږ کال ۲۳۰۰۰ عالمانو د...

Recommended Articles

د حافظې د پیاوړتیا څو لارې

هغه حقیقت چې د عمر په زیاتېدو سره حافظه له منځه ځي، دلیل نه شي کېدای چې ونه شو کولی د له منځه تللو طریقه یې ډېره سسته کړو. څېړنو ښودلې ده چې موږ کولی شو د امکان تر حده حافظه وساتو، اجازه راکړئ دغه عملي لارې وسپړو.  د حافظې د قوي کېدلو څو لارې  ژور فکر وکړئ چې فعاله حافظه مو بهتره شي: فعاله حافظه تقریباً ستاسو د مغز د یادښت کتابچه ده، چېرته چې نوي...

له مطالعې سره څنګه ځان عادت کړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی د هر لوستي ځوان لپاره دوامداره مطالعه ډېره اړينه او مهمه ده. که تاسو دوامداره مطالعه کوئ، ذهن به مو فعال وي او هېڅکله به په وینا کې له بندښت سره مخ نه شئ. ددې ترڅنګ مطالعه ګڼې نورې ګټې هم لري. موږ نه غواړو، چې تاسو ته د مطالعې پر ارزښت وغږېږو. یوازې غواړو، تاسو ته ددې لارښوونه وکړو، چې څنګه دوامداره مطالعه خپل عادت وګرځوو. آیا...

خرمهره؛ تاسو یې په اړه څومره پوهېږئ!؟

 لیکوال: لطیف یاد په پخوانیو وختونو کې به خرو ته اوربشې ورکول کیدلې، چې ددغو اوربشو د خوړلو په پایله کې به تر څو کلونو وروسته د خرو د ژبې لاندې  وینه ټینګه  او غلیظه شوه او د یوه مرغېړي (غُدې) بڼه به یې ونیوله. وروسته به یې دغه مرغېړي (غُده) د خرو د ژبې د لاندینۍ برخې نه  د جراحي عملیاتو (آپریشن) په تر سره کولو وویستله او په جوشو شیدو (پیو) کې به...