To start downloading books

Please sign in or create an account.

خرمهره؛ تاسو یې په اړه څومره پوهېږئ!؟

خرمهره؛ تاسو یې په اړه څومره پوهېږئ!؟

 لیکوال: لطیف یاد

په پخوانیو وختونو کې به خرو ته اوربشې ورکول کیدلې، چې ددغو اوربشو د خوړلو په پایله کې به تر څو کلونو وروسته د خرو د ژبې لاندې  وینه ټینګه  او غلیظه شوه او د یوه مرغېړي (غُدې) بڼه به یې ونیوله. وروسته به یې دغه مرغېړي (غُده) د خرو د ژبې د لاندینۍ برخې نه  د جراحي عملیاتو (آپریشن) په تر سره کولو وویستله او په جوشو شیدو (پیو) کې به یې واچوله، چې کلکه شي. بیا به دغه خرمهره د نیمه قیمتي ډبرو نه شمېرل کیدله او ځینو خلکو به توږله  او د ګوتې د غمي پر ځای به یې لګوله.

خلکو به دغه خرمهرې ددې لپاره له ځان سره ساتلې، چې په دوی کې دا عقیدې شتون درلود چې خرمهره  د بد نظر پر وړاندې  اغیزناک رول لوبوي او چې څوک خرمهره له ځانه سره ولري بد نظر پرې اثر نکوي او هم هغه کسان چې د یوه چا  د پر مختګ او شتمنۍ سره کینه او حسادت لري نو خرمهره یې مخه نیسي.

دغه خلک په دې اند هم ول چې څوک له ځانه سره خر مهره وساتي نو خدای یې شتمن کوی او پراخه روزي ورکوي او بخت او طالع یې راویښیږي. همداراز خرمهره ددې لپاره هم ساتله کیدله چې د میرمنې او خاوندتر منځ مینه او محبت زیات او  تلپاتې وي. البته په پخوانیو وختونو کې نقلي خرمهرې هم خرڅیدلې چې د څارویو له هډوکو جوړیدلې او ګچ به هم پکې کارول کیدل خو اصلي خرمهره له بوی او کلکوالي نه پیژندل کیدله.

د پښتو او پارسي ژبو شاعرانو هم په خپلو شعرونو کې د خرمهرې یادونه کړې ده لکه رحمان بابا چې وايي: 
 په نظر د نابیناوو ګوهریانو
 خرمهره، لعل ا و ګوهر درې واړه یو دي 
 په هر ځای چې ستا ثنا شي شيوه ګرې
 خرمهرې شي هلته دُر او ملغلرې
 (خوشال بابا )
 بل پښتوژبی شاعر بیا د خر مهرې په اړه داسې وايي:
 په کوم ځای چې ستا صفت شي ښېوه ګرې
 خر مهرې شي هلته د ر یا ملغلرې
 بل پښتو شاعر وایي: 
 خرمهره لال و ګوهر سره خرڅیږي
 په یو نرخ د زمانې شو بازار ګډوډ
 او د پښتو په یوې لنډۍ ( ټپه) کې هم دذخرمهرې یادونه شوې ده:
 یا دې په سترګو کې تاثیر دی
 یا دې د کورمې خرمهرې تړلي دینه
 په خر مهرو باندې ونه شو
 زړه مې را باسم په جانان يې دمومه
 او د فارسي ژبې غزلبول شاعر حافظ شیرازي بیا د خر ګمهري به اړه داسې وايي: 
 آه آه ازدست صرافان ګوهر شناس
 هرزمان خرمهره را با در برابر میکنند
 کابلی شاعر صوفی عشقری بیا وایی: 
 از قیمت خرمهره مپرسید درین شهر
 بسیار بلند است ز نرخ گهر امروز
 شاخ و دمی بنمای که تا قدر بیابی
 آدم نشو ی تا نشوی گاو و خر امروز

Related Articles

هاینریش هاینه وپېژنئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی   په نړۍ کې ډېر شمېر شاعران تېر شوي او لا هم دا لړۍ روانه ده؛ مګر د ګوتو په شمار شاعران او لیکوال پر نړيوال دريځ ځان څرګندوۍ. یو له دې نوموتو شاعرانو څخه د المان ستر شاعر "هاینریش هاینه" دی. تاسو به په دې لیکنه کې د نوموړي په اړه بشپړ معلومات ترلاسه کړئ.    هاینه څوک و؟ د المان هېواد ددې ستر شاعر بشپړ نوم هاینریش هاینه "Hei...

خوښي د غم په تيږه

#خوښي_د_غم_په_تيږهښکلی لیکنه حتمن یی یو ځل ولولی!!د انسان د عصبي حجرو ترمنځ د سیروټونین (serotonin)  په نامه یوه ماده افرازېږي چې یو نیوروټرانسمېټر دی. د دغې مایع ترشح انسان خوښ ساتي او موډ یې سم وي. که سیروټونین کم شي انسان په ژور خپگان یا ډیپریشن اخته کېږي. د رواني ناروغیو ډاکټران د ډیپریشن ناروغانو ته داسې درمل ورکوي، چې د هغوی په مغز کې بېرته د...

د نړۍ سوکاله (آرامه) هیوادونه

د نړۍ سوکاله (آرامه) هیوادونه: د سولې او اقتصاد انسټیټیوټ (موسسې) د نړۍ تر ټولو سوکاله (آرامه) هیوادونه څرګند کړي دي. په وروستیو ۱۵ کلونو کې نړیواله آرامتیا ۲٪ سلنه کمه شوې ده او مهاجرت ( له خپل هیواد څخه وتل د ښه ‌ژوند لپاره) په بې سارې توګه زیاتوالی یې موندلی دی. یادې موسسې د نړۍ ۱۶۳ هیوادونه د سولې او اقتصادي ارزښتونو پر بنسټ او  د جنایي جرمونو...

Recommended Articles

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته بيا بېرته خپل ټول تاثير له لاسه ورکړي، د هورمونونو تاثير د زيات وخت لپاره دوام کوي. د انسان په بدن...

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو، چې د هرچا د خوښې وړ وګرځي؟پر پوستکي مختلف داغونه د مختلفو عواملو له امله پیدا کېدی شي لکه د لمر د وړانګو له امله، د ځینو درملو د استعمال له امله او یا کېدای شي د عمر په زیاتېدا سره هم ځینې نښې نښانې را څرګندې شي. په همدې اساس د هر عامل له وجې د پوستکي د داغونو درملنه هم په جدا ډول سره کېږي، چې باید توپیر یې وشي، لکه...

له مطالعې سره څنګه ځان عادت کړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی د هر لوستي ځوان لپاره دوامداره مطالعه ډېره اړينه او مهمه ده. که تاسو دوامداره مطالعه کوئ، ذهن به مو فعال وي او هېڅکله به په وینا کې له بندښت سره مخ نه شئ. ددې ترڅنګ مطالعه ګڼې نورې ګټې هم لري. موږ نه غواړو، چې تاسو ته د مطالعې پر ارزښت وغږېږو. یوازې غواړو، تاسو ته ددې لارښوونه وکړو، چې څنګه دوامداره مطالعه خپل عادت وګرځوو. آیا...