To start downloading books

Please sign in or create an account.

Faridon Delsoz Niazai 2 years ago 902
د قدر شپه کله ده؟

د قدر شپه کله ده؟

ددې شپې د فضیلت په اړه به نه ږغېږم، ځکه د فضیلت په اړه ئې د قرآن همدا یو آیت کفایت کوي: "د قدر شپه له زرو میاشتو څخه ډېره غوره ده"
زه به پر دې بحث وکړم، چي کله ده او کوم اعمال باید وکړو.

د قدر شپه #کله ده؟
دا شپه الله جل شانه د روژي په اخيرو لسو شپو کښي و ټاکل ځکه بنده ګان د روژي و اخير ته ستړي وي او ډېرو عباداتو کمزوري کړي وي، نو بنده ګان به ځکه په دا لسو شپو کښي عبادت ډېر وکړي تر څو د قدر د شپې له انوارو څخه برخمن سي.
او په دا لسو شپو کښي بیا د طاق شپه ده، ځکه د رسول الله حدیث دئ، چي د قدر شپه د روژې په اخرو لسو شپو کي په طاق شپه ده.
داچي په طاقو شپو کښي د کومي شپې احتمال ډېر دى، په دې هکله حضرت عبدالله بن عباس رضی الله عنه فرمايي: چي د اوويشتم شپه د قدر شپه ده. که وکتل سي په سورة القدر کښي د ليلة القدر الفاظ درې واري راغلي دي او الفاظ د ليلة القدر که حساب کړل سي نهه (٩) حروف دي، اوس که د الفاظو تعداد د حروفو په تعداد کي ضرب کړو نو به اوويشت (٢٧) سي. يعني (٣×٩=٢٧) نو د اوويشتم شپه د قدر ده او الله جل شانه خپله راوښودل.
د روژې اوويشتم شپه د قدر د شپې زيات احتمال لري او علماء کرام بل دليل دا وړاندي کوي چي د عثمان بن ابى العاص يو مريي وو، چي د شپې پيره داري به ئې کول، ده و خپل بادار عثمان بن ابى العاص ته وويل چي نه پوهيږم په کال کي يو وار د دا درياب تروي او ترخي اوبه د شربتو په شان خوږې سي. عثمان بن ابى العاص ورته وويل: که سږ کال پر پېښ سوې ما هم په خبر که.
يو شپه مريي د اوبو خوند وکتى چي د شربتو په شان خوږې دي نو ئې پر بادار هم ږغ وکړى. عثمان بن ابى العاص کيسه کوي چي اوبه تر خپله حده خوږې وې او ما چي حساب و کړ دا شپه د اوويشتم شپه وه.

#نوټ: مولانا زکریا رحمة الله فرمایي: چي اخري لس شپې ټوله و عبادت ته ورکړئ، ځکه یو خو په طاقو شپو کي د قدر شپه نه ده معلومه او بل که میاشت نهه ویشت شپې سي، نو طاق شپې جپت او جپت شپې طاق راځي. داچي دا د فضیلت شپه ده، نو د ثواب څخه د برخمن کېدلو لپاره که لس سره شپې عبادت وسي، نو غوره ده. 

کوم #اعمال وکړو؟
په دې شپه کي د اعمالو لپاره ټاکلی وخت نسته، ټوله شپه د قدر وي؛ که هر وخت کي ئې عبادت کولای سی، نو وې کړی.
که د ټوله شپې عبادت توان وي، خو وې کړی او که د ورځي مصروفیت لری، نو هم عبادت وکړی او خوب وکړی.
غوره اعمال د قرآن تلاوت، تراویح، صلواة التسبیح او تهجد لمونځونه، درود ویل، ذکر کول او دعاګاني غوښتل دي.
الله جل شانه دي ددې شپې تر څنګ د ژوندانه د هري شپې او هري لحظې د عبادت توفيق راکړي. اللهم امين

Related Articles

په کومو ځايونو کې بیرغ مهم دی؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی بیرغ په نړېواله کچه د یو هېواد د نښې او سیمبول په توګه کارول کېږي. همدارنګه ټول هېوادونه په کور دننه ځانګړې سیاسي ډلې لري، چې هغوی ځانته نور بیرغونه هم لرلای شي؛ خو په ټوله کې هر هېواد یوازې یو ملي بیرغ لري، چې پخپلو دفترونو، کنفرانسونو، غونډو او نورو مهمو ځايونو کې ترې استفاده کوي. تاسو به په دې لیکنه کې د بیرغ د کارونې ځايونه...

ولې سره زر د نارینه وو لپاره حرام دي؟

لېکنه: شکېبا نادري، ولې سره زر د نارینه وو لپاره حرام دي؟ موږ ټول په دې پوهېږو چې د ښځینه وو سینګار او د ښکلا وسایل ډېر خوښېږي، تل غواړي له هغه څه نه ګټه واخلي چې د دوی د ښایست لامل کېږي، چې یو له دغو وسایلو څخه سره زر دي.  د ښځینه وو ترڅنګه ځینې داسې نارینه هم شته چې سره زر یې خوښېږي، غواړي چې له کوژدې وروسته د سرو زرو چله پر ګوته کړي یا د سرو ز...

دپښتورګو (ګردو) ناروغۍ ( Kidney )

دپښتورګو (ګردو) ناروغۍ ( Kidney )دانسان پښتورگي دوه داني دي چه دملا دتير (ستون فقرات) په دواړه خواو کي دلوبيا په شکل سره موقيعت لري چه اوږدوالي يي 10 سانتي متره او وزن يي تقريبآ 120-200 ګرامه په شاوخواکي دي دي .په پښتورګو پوري مربوطه هره مريضي دپښتورګو دمريضي په نامه ياديږي . پښتورګي (ګردوکي) دحجم له نګاه ډير کوچني دي مګر وظيفي يي دانسان لپاره ډير...

Recommended Articles

که دا عادتونه خپل کړئ له غربت څخه خلاصېږئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا به سمه خبره وي، چې شتمني له قسمت سره تړلې ده؛ خو دا خبره هم هېڅکله غلطه نه ده، چې ستاسو عادات په دې برخه کې رغنده رول لري. که تاسو هر څومره ډېرې پیسې ولرئ؛ مګر پر مصرف، پانګونې او نورو لاروچارو پوه نه شئ ډېر ژر به مو غربت د کور تر دروازو ورسېږئ. یا که ډېر غریب هم یئ؛ مګر دا لارښوونې عملي کړي، نو ډېر امکان شته، چې له غربت څخه...

د وينا پر مهال د وېرې او فشار ختمول

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا چې موږ انسانان ټولنيز ژوند لرو، نو اړ یو چې د خپلو اړتياوو او مفکورو د وضاحت لپاره وغږېږو. خبرې کول زموږ د ژوند په هره برخه کې لیدل کېږي. په کور، کلي، دکان، ښار، مکتب، ښوونځي او ګڼو نورو ځايونو کې موږ خبرې کوو او خپل پپغام نورو ته رسوو.   ځينې خلک بیا د خبرو او وينا پر مهال تر وېرې او فشار لاندې وي. نه شي کولای خپل پيغام او...

په ځوانۍ کې د ويښتانو سپينېدل او درملنه

د ويښتانو سپينېدل اکثراً د زړښت معنا ورکوي نو ځکه خو انسان د خواشينۍ احساس کوي؛ مګر دا لا ډېره خواشينوونکې وي، چې په ځوانۍ کې مو ويښتان سپين شي. په طبیعي توګه د سپين پوستو ويښتان نسبت تورپوستو ته ژر سپینېږي. معمولاً په سپين پوستو کې د ويښتانو سپينېدل د ژوند د څلورمې لسیزې په لومړيو کې پيلېږي، مګر په نورو نژادونو کې دا حالت د څلورمې لسیزې په وروستيو...