To start downloading books

Please sign in or create an account.

که دا عادتونه خپل کړئ له غربت څخه خلاصېږئ!

که دا عادتونه خپل کړئ له غربت څخه خلاصېږئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی

دا به سمه خبره وي، چې شتمني له قسمت سره تړلې ده؛ خو دا خبره هم هېڅکله غلطه نه ده، چې ستاسو عادات په دې برخه کې رغنده رول لري. که تاسو هر څومره ډېرې پیسې ولرئ؛ مګر پر مصرف، پانګونې او نورو لاروچارو پوه نه شئ ډېر ژر به مو غربت د کور تر دروازو ورسېږئ. یا که ډېر غریب هم یئ؛ مګر دا لارښوونې عملي کړي، نو ډېر امکان شته، چې له غربت څخه ووځئ. راځئ چې پر دې لارښوونو پوه شو.

 

لومړی| سپما کول!

ځينې خلک تر ټولو غوره عادت لري. هغه دا چې دوی تل یوه اندازه پیسې سپما (ذخیره) کوي. دا ډله خلک د ناڅاپي ستونزو/پېښو (ناروغي، مړینه، خوښي او نورو) پر مهال هېچا ته لاس نه نیسي؛ بلکې خپلې ذخیره شوې پیسې شماري او خپله ستونزه حلوي.

دا په دې معنا نه ده، چې تاسو دې خپل ټول معاش/مزدوري ذخیره کړئ، ډېره کمه اندازه هم کولای شي یو وخت پر ډېرو پیسو بدلې شي؛ خو په دې شرط چې له ډېرو عاجلو اړتیاوو پرته ورته لاس نږدې نه کړئ. که تاسو د ورځې دوه سوه افغانۍ معاش ولرئ او شل افغانۍ یې سپما کړئ په کال کې ۷۲۰۰ افغانۍ کېږي. په دې شکل تاسو یوه میاشت اضافه معاش ترلاسه کوئ. که لس کاله یې ذخیره کړئ تقریبا ۷۲ زره افغانۍ کېږي، چې یو کوچنی کاروبار پرې هم پیلولای شئ. دا کمې پیسې ستاسو ورځنی ژوند نه ټکنی کوی؛ خو په اوږدمهال کې مو ډېر په درد خوري. نو زموږ لومړۍ توصیه همدا ده، چې حتما سپما کوئ، حتما!!!

 

دویم| د ګټې او مصارفو توازن وساتئ!

که تاسو د خپلو مصارفو په برخه کې خپل عايد په پام کې نیسئ؛ نو پرته له شکه یوه ورځ به له غربت څخه خلاصېږئ. ددې معنا دا ده، چې که تاسو "زر" افغانۍ ګټئ، نو هېڅکله له دې پورته پیسې نه مصرفوئ. بلکې هڅه به کوئ، چې لږې مصرف کړئ او یوه اندازه یې ذخیره کړئ. ځکه که ډېر یې مصرفوئ، نو مجبور یئ له نورو یې پور واخلئ او همدا لږـ لږ یا کوچني پورونه وروسته پر لویو او نه ختمېدونکو قرضونو بدلېږي. په دې برخه کې مهمه خبره دا ده، چې ژوند ساده کړئ او هغه ډول یې وښيئ کوم ډول چې یې لرئ. که خدای د سبو وس درکړې وي،  سابه وخورئ او که د غوښې نو غوښه. همدارنګه بې ځايه اصرف او د پیسو مدیریت لارې چارې زده کړئ. پر دې لار چارو د ښه پوهېدلو لپاره پر دې (د پیسو د ښه مدیریت لارې چارې) کلیک وکړئ.

 

درېيم| پانګه اچونه

د هوښیارو خلکو بله ځانګړنه دا ده، چې دوی تل پیسې نه ساتي؛ بلکې په کار یې اچوي ترڅو نورې وګټي. دا خبره خو به مو ډېره اورېدلې وي، چې "پیسې پیسه ګټي"؛ نو تاسو هم همداسې وکړئ.  مهمه نه ده، چې تاسو دې مستقیما لوی کارونه شروع کړئ. ډېر کوچني کاروبارونه هم شته چې په ډېرو لږو پیسو یې شروع کولای شئ؛ خو په دې شرط چې خلاصې سترګې ولرئ او د خپل کلي، ولسوالۍ، بازار او خلکو اړتیا وپېژنئ او پر هغه کار پیل وکړئ، چې کمی یې احساسېږي یا موجود وي؛ خو تاسو یې له نورو متفاوت (ښه) پیل کړئ. 

که پخپله پیسې نه لرئ مه وارخطا کېږئ؛ ډېر نور داسې خلک شته، چې پیسې لري خو نه پوهېږي څنګه او کوم کار پیل کړي. له همدې ډول خلکو ګټه واخلئ او د هغوی په پیسو کاروبار پیل کړئ. له وړاندې یو توافق وکړئ او د ګټې فیصدې مو معلومه کړئ، وروسته پخپلو پیسو هم نور کارونه پیلولای شئ. 

 

څلورم| روغتيا ته مو پام وکړئ!

خپلې روغتيا ته پام کول په ډېرو دلایلو غوره کار دی؛ خو موږ درته ددې لیکنې اړوند غږېږو. که تاسو د کار پر مهال خپلې روغتيا ته پام نه کوئ او ډېر کار کوئ ترڅو ډېرې پیسې وګټئ؛ نو دوه تاوانه کوئ. لومړی دا چې معالجه ډېر مصرف لري، نو ګټلې پیسې به مو په درملنه مصرفې شي. دویمه دا چې د ناروغۍ له کبله به کار نه شئ کولای، پر دې اساس به په زوره د غربت د بلا مخې ته ځان وغورځوئ. زموږ توصیه دا ده، چې د سخت یا ډېر کار له کبله هېڅکله خپله روغتيا مه زیانمنوئ.

 

پنځم| د توکو له اخیستلو وړاندې فکر وکړئ!

موږ چې کله بازار ته ځو، نو حتماً مو ځينې څيزونه خوښېږي. هغوی چې د څيزونو له خوښولو سره سم سودا کوي، ډېر ژر له اقتصادي ستونزو سره مخ کېږي. کله چې يو څه اخلئ لومړی یې په اړه فکر وکړئ او دغه پوښتنې ځواب کړئ.

  • څومره اړتیا ورته لرم!؟
  • پرته له دې څيزه تاسو له ستونزو سره مخ کېږم!؟

دا او دې ورته پوښتنې له تاسو سره مرسته کوي، چې غور او فکر وکړئ. تر څو د هغه څيز ارزښت او اړتيا معلومه کړئ، چې تاسو یې د اخیستلو اراده لرئ. که تاسو ورته اړتيا نه لرله او له هغه څيز پرته مو ژوند کې کومه ستونزه نه پېښېده نو ولې یې اخلئ!؟ ولې خپلې پیسې بې ځايه مصرفوئ؟ ممکن یادې پيسې مو په یوه سخت وخت کې په کارې شي.

 

شپږم| سیالي او ځان ښودنه مه کوئ!

په افغاني ټولنه کې د غربت یو بل لامل سیالي هم بلل کېږي. خلک په هغه ډول چې دي، هغسې ځان نه ښيي او له خلکو سره د سیالۍ او نورو عواملو له کبله ځان غوره ښيي. زموږ لارښوونه دا ده، چې که مېلمه ته د سبو پخولو وس لرئ په قرضو چرګ مه حلالوئ، هماغه سابه ورکړئ؛ خو په صداقت یې ورکړئ. کله چې د چرګ وسه مو پیدا کړه، بیا چرګ هم پوخ کړئ.

همدارنګه د لباس، خوړو او نورو مسایلو په برخه کې هېڅکله له خپلوانو، ګاونډيانو او نورو خلکو سره سیالي مه کوئ. سیالي په علم، تقوا او د کاروبار په پیلولو کې وکړئ تر څو یوه مثبته نتیجه ترلاسه کړئ.

Related Articles

که ماشومان مو ډېره شیطاني کوي، ممکن دا ناروغي ولري

 آیا ماشومان مو بې اندازې شوخ دي؟ لیکنه ـ لېمه دلیل ماشومان مجموع کې شوخي کوي؛ خو که تاسو داسې ماشومان پیژنئ، چې بې اندازې ډېر فعالیت او شیطانت کوي. مور و پلار، ښوونکي، ټولګیوال او یا نور ورڅخه په عذاب وي؛ نو بیا ممکن دوی یو ډول ناروغي ولري. دا ناروغي د ADHD په نوم یادېږي ( Attention Deficiency Hyperactivity Disorder). دا ناروغي په ماشومانو کې یو...

د شودو په اړه هغه څه چې باید پرې پوه شئ

خدای پاک چې دمخلوقاتو لپاره څومره نعمتونه پیدا کړي شودو په کې لومړی مقام او ځانکړی غوره والی تر لاسه کړی پخوانیو خلکو به شودي او هغه څه چې له شودو څخه جوړېږي لکه کوچ، ماستې، تروې او غوړي ډیر کارول چې د اوسنیو ارپايي څیړونکو په اند د هغوی غټوالی، پیاوړتیا او ځواکمني هم له همدې امله وه. یو اروپایي ډاکتر شودې په داسې ډول راپیژني: که له ما ځینې وپوښت...

د کامیابۍ خبرې

ليکنه ـ ریاض مقامزی   که په ژوند کې د پرمختګ، بریا، خوښۍ او سکون په لټه کې یئ؛ نو دا لارښوونې تل په یاد ولرئ او عمل پرې وکړئ.  د "خلک به څه وايي؟" مفکوره ختمه کړئ. له ډېرو خبرو ځان وژغورئ. مسکا خپل عادت وګرځوئ. تل یوه اندازه پیسه سپما کوئ، ترڅو په سخت وخت کې مو پکارې شي. د تقلید پر ځای تخلیق ته کار وکړئ. هره ورځ مطالعه کوئ. البته که ډېره ل...

Recommended Articles

عثمان کاکړ څنګه ووژل شو؟

پښتونخوا ملي عوامي ګوند ادعا کوي چې د دغه ګوند صوبايي مشر عثمان خان کاکړ وژل شوی دی او دوی سره دې لړ کې کافي ثبوتونه شته. یو شمېر نورو ځايي سیاسي ګوندونو هم د یاد ګوند ملاتړ کړی او د بلوچستان صوبايي حکومت وايي، د پېښې په هکله به څېړنه کوي. د یادونې ده چې د روانې جون میاشتې پر ۱۷ نېټه ویل شوي و، چې د عثمان خان کاکړ سر سخت ټپي شوی دی. له پېښې وروست...

کوټه سنګي ته ولې کوټه سنګي وايي؟

ځینې کسان په دې اند دي چې د کوټه سنګي نوم اصلا د هغې ډبرېنې کوټې څخه اخیستل شوی دی چې یو وخت په میرویس میدان کې جوړه شوې وه.ویل کیږي کله چې د دغه ځای د سړکونو کرښې وکښل شوې د سړکونو د تقاطع په نقطه کې یعنې په څلور لارې کې د ساتونکي لپاره د ډبرو یوه خونه جوړه شوه له همدې امله دا سیمه په کوټه سنګي یا د ډبرو د کوټې په نوم ونومول شوه.خو اصلا د دې  سیمې...

په ځوانۍ کې د ويښتانو سپينېدل او درملنه

د ويښتانو سپينېدل اکثراً د زړښت معنا ورکوي نو ځکه خو انسان د خواشينۍ احساس کوي؛ مګر دا لا ډېره خواشينوونکې وي، چې په ځوانۍ کې مو ويښتان سپين شي. په طبیعي توګه د سپين پوستو ويښتان نسبت تورپوستو ته ژر سپینېږي. معمولاً په سپين پوستو کې د ويښتانو سپينېدل د ژوند د څلورمې لسیزې په لومړيو کې پيلېږي، مګر په نورو نژادونو کې دا حالت د څلورمې لسیزې په وروستيو...