To start downloading books

Please sign in or create an account.

په کاري چاپېريال کې د ښو اړيکو لارې چارې او ارزښت

په کاري چاپېريال کې د ښو اړيکو لارې چارې او ارزښت

انسان له ماشومتوبه په شعوري او غير شعوري توګه زده کړې کوي. کله چې ځوان شي، کار کوي، ملګري پيدا کوي او همکاران لري. کاري او کورني چاپېریالانو سره توپير لري او انسان ته ښايي، چې په دواړو محیطونو کې د اړيکو په ارزښت پوه اوسي او ښې اړيکې وپالي. په دې لنډه لیکنه کې به تاسو په کاري چاپېریال کې د ښو اړيکو په ارزښت پوه شئ.

 کله چې تاسو د خپلو همکارانو احترام کوئ، په حقیقت کې تاسو د خپل درنښت ساتنه کوئ. همدارنګه که تاسو د هغوی نظریاتو ته ارزښت ورکوئ، په حقیقت کې د خپلو آندونو ارزښت ته لاره پرانيزئ. کله چې په کار ځای کې همداسې فضا حاکمه وي تاسو کولای شئ ډېر ژر پرمختګ وکړئ.
 انسان ټولنيز موجود دی او باید له خپلو شاوخوا خلکو سره ښې او صميمي اړيکې ولري. له کورنۍ نيولې بیا تر بانديني چاپېریال پورې د اړيکو تعادل خورا مهم دی. په خپل کاري چاپېریال کې د ښو اړيکو پاللو لپاره بايد ډېر دقت وکړئ.
 موږ انسانان لکه څنګه چې له خوړو او څښاک سره مینه لرو، همداسې خوښوو چې له نورو وګړو سره دوستانه ارتباطات ولرو. 
 کله چې تاسو له خپلو همکارانو سره ښې اړيکې ولرئ نو له خپل کار څخه خوند اخلئ. همکارانو مو درسره مرسته کوي. همدا چاره ستاسو پر فعالیتونو مثبت اغېز کوي. دا کړنې ددې سبب هم کېږي، چې تاسو ډېرې لاسته راوړنې ولرئ.

 د ښو ظیفوي اړيکو ځينې لارې چارې 
 - باور: دا ځانګړنه د هرې اړيکې اساس جوړوي. کله چې په خپلو ملګرو باور کوئ په حقیت کې د یوې قوي کاري ډلې بنسټ ږدئ. کله چې د باور فضا رامنځته شي نو تاسو خپل تمرکز پر نورو د پام پر ځای د خپل کار په ښه والي کوئ.
 - متقابل احترام: کله چې تاسو د نورو احترام کوئ ستاسو احترام کېږي. دا کار مو د یووالي سبب کېږي او یووالی د هرې مبارزې لپاره اړين او مهم دی. احترام وکړئ چې احترام مو وشئ!

 - مختلفو نظریاتو ته په ښه نظر وګوئ: ځينې خلک په کاري چاپېریال کې د نورو نظریاتو ته په کمه سترګه ګوري. دا کړنه مو اړیکې ترینګلې کوی. کله چې ملګري مو نظر ورکوي هغوی ته ډاډ ورکړئ چې تاسو ښه غږېږئ. وخت ورکړئ او نظریې یې په غونډو کې ور یاد کړئ.

 - کومک وکړئ: کاري چاپېریال هم لکه د ټولنيز ژوند په یواځې ځان مخکې نه ځي. حتمن ځينې کارکوونکي د نورو مرستو ته اړتیا پيدا کوي. تاسو باید همداسې کس اوسئ، چې همکارانو مو پر تاسو ډاډه وي. دا کار تاسو لا هڅاند کوي او په کار ځای کې مو اړيکې لا ښې کېږي. همدارنګه د نورو د پام وړ ګرځئ.

Related Articles

د بدیو پر وړاندې غبرګون داسې وښيئ!

له بدۍ سره د مقابلې لارې لیکنه: لېمه دلیل  موږ او تاسو په ټولنیز ژوند کې له ډېرو داسې کسانو سره مخ کېږو، چې موږ په بېلابېلو طریقو سهواً یا قصداً ځوروي. پوښتنه دا ده، چې مونږ باید د دوی پر وړاندې له کوم عکس العمل څخه کار واخلو؟؟ بدیو ته ځواب معمولا په یو له دې لاندې شکلونو څخه وي.  لومړی| له بدو سره په بدترو مقابله کول څوک چې له دې ډول ځواب نه کا...

ښاغلے ارواښاد ملک حاجی وصلي خان اُتمان خېل

د اتمان خېل قبیلې سر لښکر، د جرګو او مرکو مشر ښاغلے ارواښاد ملک حاجي وصلي خان په کال 1902 کښې په ضلع مهمند تحصیل امبار اُتمانخېل د لویه شاه په کلي کښې د ملک ظفر خان په کور کښې ځېګیدلے وۀ، د پلار نوم یې ظفرخان وۀ، د نیکه نوم یې محمودخان، د هغه دَ پلار نوم سلطان خان وۀ او د هغه د پلار نوم صحبت خان وۀ، په قبیله اتمان خېل کښې بوډي خېل (بُټ خېل)وۀ اوپه...

د قربانۍ اړوند مسايل

اړینه ده، چې د قربانۍ څاروی: اوښ د ۵، غویی/ غوامېښه د ۲کالو، مږ/ مېږه د ۱ کال، وزه/ ووزګوړی هم د ۱ کال باید وي. وری یا ورۍ که له یو کلن (پشرلي) موږه / مېږې سره په تنه کې برابرو، بیا که د شپږو ۶ میاشتو وي هم پرې قرباني رواده.   یادونه: په څارویو کې عمر ته اعتبار ده، د غاښونو را وتلو ته د پام وړ اعتبار نشته، البته، چې نن - سبا د دوکې او چل کچه لوړه...

Recommended Articles

که دا عادتونه خپل کړئ له غربت څخه خلاصېږئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا به سمه خبره وي، چې شتمني له قسمت سره تړلې ده؛ خو دا خبره هم هېڅکله غلطه نه ده، چې ستاسو عادات په دې برخه کې رغنده رول لري. که تاسو هر څومره ډېرې پیسې ولرئ؛ مګر پر مصرف، پانګونې او نورو لاروچارو پوه نه شئ ډېر ژر به مو غربت د کور تر دروازو ورسېږئ. یا که ډېر غریب هم یئ؛ مګر دا لارښوونې عملي کړي، نو ډېر امکان شته، چې له غربت څخه...

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو، چې د هرچا د خوښې وړ وګرځي؟پر پوستکي مختلف داغونه د مختلفو عواملو له امله پیدا کېدی شي لکه د لمر د وړانګو له امله، د ځینو درملو د استعمال له امله او یا کېدای شي د عمر په زیاتېدا سره هم ځینې نښې نښانې را څرګندې شي. په همدې اساس د هر عامل له وجې د پوستکي د داغونو درملنه هم په جدا ډول سره کېږي، چې باید توپیر یې وشي، لکه...

د وينا پر مهال د وېرې او فشار ختمول

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا چې موږ انسانان ټولنيز ژوند لرو، نو اړ یو چې د خپلو اړتياوو او مفکورو د وضاحت لپاره وغږېږو. خبرې کول زموږ د ژوند په هره برخه کې لیدل کېږي. په کور، کلي، دکان، ښار، مکتب، ښوونځي او ګڼو نورو ځايونو کې موږ خبرې کوو او خپل پپغام نورو ته رسوو.   ځينې خلک بیا د خبرو او وينا پر مهال تر وېرې او فشار لاندې وي. نه شي کولای خپل پيغام او...