To start downloading books

Please sign in or create an account.

سولری بریښنا جوړول د کور لپاره

سولری بریښنا جوړول د کور لپاره

لمريزه (سولر) بريښنا او د استفادې طريقه يي:

فرض کړئ کور کې لاندي برقي وسايل لرئ

پکي 2 داني 150 واټ     2*150=300 واټ
يخچال 1 دانه 200 واټ.              200 واټ
ګروپونه 3 داني 20 واټ.    3*20=60 واټ

د‌ کور جمله مصرف 560 واټه کيږي، ښه دغه مصرف 600 واټه نيسو د دومره برق مصرف لپاره مونږ دري شيانو ته ضرورت لرو.

1- يو پي اس.   (مولد)
2- بيټري
3- سولر تختي

 اول د‌ خپل مصرف لپاره 600 واټه UPS نشو انتخابولاي ځکه دغه سیستم د‌ برق ضايعات او د‌ مصرف کمي او زياتي لري نو 1000 واټه UPS ورته انتخابوو.

دوهم د‌ بيټرۍ انتخاب دی، کله چي له 12 ولټه بيټريو کار اخلو لاندي محاسبه ورته کوو.
600 واټه په 12 ولټه تقسيموو د امپير مصرف پيدا کوي.   600/12=50
ښه نو اوس مو جمله مصرف 50 امپيره يا 600 واټه مصرف په ساعت کې دي.
ښه که چيرته مونږ د شپي لخوا هم 8 ساعته دغه وسايل روښانه وساتو نو زمونږ مصرف څومره وي؟
8*600=4800 واټه 
اوس خپل مجموعی مصرف د‌ بيټري پر ولټ تقسيموو تر څو يي مونږ ته امپير را معلوم کړي
4800/12=400
زمونږ جمله مصرف 400 امپيره دي تر څو 8 ساعته 600 واټه بريښنا ولرو. 
د پورته امپير د پوره والي لپاره مونږ 2 بيټريو ته چي هره يوه يي 200 امپيره وي ضرورت لرو.
له همدې محاسبي پر استفاده مونږ کولاي شو د خپلو بيټريو عمر د‌ مصرف په حساب ډير او کم کړو. مثلآ که له 600واټه ډير برق تري واخلو نو بيا 8 ساعته برق نه راکوي.

ښه اوس د بيټريو چارجول څنګه محاسبه کړو.
د هري بيټرۍ چارج د‌ هغې 10% فیصده  امپير چارج غواړي.
400/10=40 امپير
اوس چي پوه شوه 40 امپيره 12 ولټه د 400 امپيره بيټريو د چارج لپاره لازم دي؛ نو د سولر تختي بايد ورته محاسبه کړو.

ښه دلته د مصرفي امپير (50) او د بيټريو د‌ چارج امپير(40) سره جمعه کوو چي 90 امپيره کيږي.
مونږ بايد دغه 90 امپيره ضرب د‌12 کړو ځکه زمونږ بيټري 12 ولټه دي.        90*12=1080 واټ
اوس بايد مونږ له سولر تختو نه 1080 واټه برق واخلو تر څو د ورځي او شپي (د بيټريو په چارج سره) دوامداره برق راکړي.

څو سولري تختي 1080 واټه کيږي؟
دلته 12 ولټه سیستم ته په کتو بايد 150 واټه سولري تختي انتخاب کړو. څو تختي؟
1080/150=7.2
يعني مونږ اته 150 واټه سولري تختو ته ضرورت لرو تر 600 واټه دوامداره برق ولرو.

1- يو پي اس 1000 واټه
2- بيټرۍ 2 داني 200 ولټه
3- اته⁸ تختي 150 واټه سولر 
خو د یادو اجناسو د پيرلو په وخت کې يي بايد د بيټرۍ او سولر د خروجي بريښنا څخه ځان مطمئن کړۍ همدا راز د سولر تختو د سريل نمبر له مخي د اړونده کمپنۍ څخه معلومات ترلاسه شي.

Related Articles

جغل او شګې په واسطه دخړو اوبو د فلټر ساختمان ډیزاین

د جغل او شګې په واسطه دخړو اوبو د فلټر ساختمان ډیزاین لیکنه:  انجینر سید سمیع الله نصرت خړې اوبه عبارت د هغه فضله اوبو څخه دی چې،د لاس مینځلو شاور او نورو څخه په لاس راځی یا په بل عبارت هغه اوبه ،چې غوړ ونه لری د خړو اوبو په نوم یادیږی.د خړو اوبو فلټر لپاره دوه طریقې موجودی:۱- افقی فلټر۲- عمودی فلټر۱- عمودی د فلټر طریقه د فضله اوبو د فلټر اسانه طری...

کانال Canal

د کانال برخه د کانال تعریف: عبارت له هغه هایدروتخنیکي ساختمان څخه دی چې له یوې ساحې څخه بلې ساحې ته د اوبو د انتقال په خاطر په مصنوعي ډول جوړیږي.دغه ساختمان د خپل ميل پواسطه باندې اوبه انتقالوي او عرضي مقطعې په مختلفو هندسې شکلو باندې جوړیږي لکه  مربع، مستطیل، مثلث، ذوذنقه، پارابول او نيمه داېروي).د کانال بهترینه عرضي مقطع پارابولي او نیمه داېروي...

آزربایجان هیواد سکالرشیپونه

د آزربایجان هیواد ٢٠٢٣ کال لپاره سکالرشیپونه. د سکالرشیپ په اړه معلومات نړیوال زده کونکي غواړي چې په آذربایجان کې د هرې درجې کچې لوړې زده کړې تعقیب کړي کولی شي د خزر پوهنتون د وړتیا پراساس بورسونو لپاره غوښتنه وکړي. دا بورسونه د خزر پوهنتون لخوا د 2023/24 تعلیمي کال لپاره غوره نړیوالو زده کونکو ته د مطالعې جایزې دي. غوښتن لیک ورکوونکي اړتیا نلري چ...

Recommended Articles

که دا عادتونه خپل کړئ له غربت څخه خلاصېږئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا به سمه خبره وي، چې شتمني له قسمت سره تړلې ده؛ خو دا خبره هم هېڅکله غلطه نه ده، چې ستاسو عادات په دې برخه کې رغنده رول لري. که تاسو هر څومره ډېرې پیسې ولرئ؛ مګر پر مصرف، پانګونې او نورو لاروچارو پوه نه شئ ډېر ژر به مو غربت د کور تر دروازو ورسېږئ. یا که ډېر غریب هم یئ؛ مګر دا لارښوونې عملي کړي، نو ډېر امکان شته، چې له غربت څخه...

که مو ویښتان تویږي دا درې خواړه وخورئ

مهمه نه ده چې ويښتان مو اوږده، لنډ، صاف یا ګالګووتي او یا په هر شکل چې وي خو د ویښتانو تویدل یو داسې افت دی چې په ټولو راتللی شي. یوازېنۍ د خلاصون لاره ترې همدا ده چې اندیښنه کمه او کار ډیر وکړو. د ویښتانو تویدلو تر ټولو ستر او عام لاملونه اندیښنه، په بدن کې د ویښتانو پورې اړوند ویټامینونو کمښت، هورمونيکي ستونزې، بې کیفیته شامپو او نورو تولیداتو ک...

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو، چې د هرچا د خوښې وړ وګرځي؟پر پوستکي مختلف داغونه د مختلفو عواملو له امله پیدا کېدی شي لکه د لمر د وړانګو له امله، د ځینو درملو د استعمال له امله او یا کېدای شي د عمر په زیاتېدا سره هم ځینې نښې نښانې را څرګندې شي. په همدې اساس د هر عامل له وجې د پوستکي د داغونو درملنه هم په جدا ډول سره کېږي، چې باید توپیر یې وشي، لکه...