To start downloading books
Please log in or register your account

Login Register
د ساختمانی غړو براورد عملی مثالونه

د ساختمانی غړو براورد عملی مثالونه

419
Faridon Delsoz Niazai
2023-06-11 16:23:23

#براورد (Estimation )
براورد د يو پروژې د موادو او قیمت تخمینی ټاکل ته وايي او همدارنګه هر ساختمان د براورد بیلابیلې طریقې لري،چې دلته زه د تعمیر د براورد طریقه ذکر کوم.
د تعمیر د براورد لپاره دري مختلف میتودونه دی

1️⃣👉: Center line method
2️⃣👉Long and short wall
3️⃣👉Cross section 

اوس موږ او تاسی د سنتر لاین میتود په مرسته د تعمیر براوردEstimation by Center lin method کو چي دا تر ډيره حده پورې دقیقه او  په تیزۍ سره سرته رسولي شو.

د سنتر لاین طریقه کې لومړی د سنتر لاین طول لاس ته راځي او بیا د ارتفاع او عرض سره ضربیږي،
ترڅو حجم لاس ته راشي. په دی طریقه کې د هر بخش لپاره جلا جلا د سنتر لاین طول محاسبه کیږي.په  دی میتود کې به تاسو لومړی سنتر څخه سنتر ته فاصله پیدا کړی او بیا مجموعې د سنتر لاین طول د ټول تعمیر لپاره په لاس راوړي.  
 مثال:  په شکل کې یو اطاقه تعمیر براورد کړي:
Total center line= 2 x 5.3 + 2 x 4.3 =19.2m 
1.Earth work= total center line x B x H =19.2 x 0.9 x 0.9 =15.52 cum
2. Concrete in foundation for 1st footing = 19.2 x 0.9 x 0.3 = 5.18 cu.m
3. Concrete in foundation for 2nd footing = 19.2 x 0.6 x 0.3 cu.m
4.concrete in foundation for 3th footing = 19.2 x 0.5 x 0.3 = 2.88 cu.m
5. Brickwork in superstructure = 19.2 x 3.5 x 0.3 = 20.16 cu.m
په همدی ډول کولي شو څو اطاقه تعمیر براورد کړو.

____________________\___\\____\\\___

د سړک براورد اړوند مثال:
افغان انجينري
يو سړک چې 5 ميليونه افغانۍ بوديجه ور ته ځانګړي شوي ده د سړک عرض 20 فوټه دی او ضخامت يې 6 انچه دی د څومره فوټه په اوږدوالي سره به سړک پرې جوړ شي په داسې حال کې چې د يو فوټ مکعب قيمت يې 200 افغانۍ وي؟
Total Cost=5000000Afgani
Road breath=20Ft
Road thickness=6inch=0.5Ft
Road Volume=length x breath x thickness
V=L x 20 x 0.5
V=10L
Total Cost = Unit Rate x Road Volume 
Total Cost = 200 x 10L
Total Cost = 2000L
5000000=2000L
Road length=2500Ft

 

------------------------------

 

د خښتو د براورد اړوند عملي مثال، هیله ده چې خوښ مو شي

د خښتو یو دیوال چې 3m ارتفاع، 4m طول او 40cm ضخامت لري، د خښتو تعداد، او د مصالې لپاره یې د سیمنټو حجم او د شګې مقدار محاسبه کړئ؟
حل:مخکې له دې چې د سوال په حل پیل وکړو دا باید په یاد ولرو چې په خشتکارۍ کې د مصالې مقدار باید (28—30%) په حدودو کې وي، او په خشت کارۍ کې دخښتو ضایعات اکثراً  10% نیول کیږي:-
د دیوال حجم 
V (1) = 3m×4m×0.40m =4.8m3
د خښتو او مصالې ضایعات (10%) دارنګه پیداکوو، دا ددې پخاطر تر څو دخښتو شمیر معلوم کړو 
V (2) = 4.8 m3 × 10/100 =0.48 m3 
V (total) = V (1) + V (2)
V (total) = 4.8 m3+ 0.48 m3 = 5.28 m3
د مصالې حجم دارنګه پیداکوو
Mortar Volume = 28/100 × 5.28 m3 = 1.47 m3
Total volume of Bricks = 5.28 m3 – 1.47 m3 = 3.81 m3
اوس که د خښتو تعداد معلوموو، مونږ ته باید د یوې خښتې حجم معلوم وي، ځکه چې د خښتو همدا پورتنی حجم د یوې خښتې په حجم ویشو، نو مونږ ته د خښتو شمیر رامعلوموي، په افغانستان کې د خښتو ستنډرد ابعاد (22cm,11cm,7cm) دي ، چې حجم یې عبارت دی له (22cm×11cm×7cm = 1694 cm3) او یا هم د متر په حساب عبارت د ی له (0.22m×0.11m×0.07m = 0.001694m3) څخه نو لرو چې:-
No. Of Bricks = 3.81/0.001694 = 2249 Bricks
اوس راځو د سوال بلې برخې ته چې په مصاله کې د سیمنټو او شګې د مقدار معلومول دي، مونږ دلته په دغه خشتکارۍ کې 28% مصاله په نظر کې نیسو نو د مصالې حجم دارنګه معلوموو:-
Mortar Volume = 28/100 × 5.28m3 = 1.4784 m3
څرنګه چې (1.4784 m3)  د مصالې لوند حجم دی، او مونږ  براورد د وچ حجم  دمعلومولو لپاره کوو، نو د مصالې لپاره چې له لوند حجم نه یې وچ حجم ته بدلوو په 1.25 ضریب کې یې ضربوو،
1.4784 m3×1.25 = 1.848 m3
مونږ دلته د 400 مارک مصالې څخه کار اخلو چې نسبت یې (1:3) دی
V (cement) = 1.848m3 / (1+3) ×1× 1440 kg/m3 = 665.28 kg
په پورته رابطه کې 1440 kg/m3  د سیمنټو حجمي وزن دی، اوس که وغواړو د سیمنټو 665.28kg وزن د بوریو په تعداد معلوم کړو نو په 50kg یې ویشو، ځکه د یوې بورې سیمنټو وزن 50kg  دی،
No. of Bags = 665.28/50 = 13.3 bags
د شګې حجم 
V (sand) = 1.848m3/ (1+3) × 3 = 1.386 m3
نوټ: که وغواړو د شګې حجم هم د کیلو ګرام له جنسه معلوم کړو نو پورته رابطه کې فقط د شګې حجمي وزن اضافه کوو(ضربوو)، خو دا به زما په نظر ضرور نه وي، ځکه اکثراً شګه د حجم( متر مکعب) په اساس ساحې ته راوړل کیږي، نه د کیلو ګرام په اساس.


__________________________________

#برآورد
دزينې دمحاسبې لپاره مارشونه،پتې او چوک جدا،جدا محاسبه کوو:

1. دمارش محاسبه: ګورو چې دمارش مقطع دمستطيل شکل لري او ضخامت یې هم 15سانتی متره طول يې 3.019 متره دی چې تقریبا 302 سانتي کیږي او عرض يې له پلان څخه معلوميږي چې 1متردی

V1=3.02×0.15×1=0.453×2   مارش=0.906cum

2. دپتو محاسبه :څرنګه چې دپتی مقطع د مثلث شکل لري نو دمثلث مساحت دمارش په عرض کې ضربوو دپتو حجم لاسته راځي:

دمثلث مساحت=قاعدهxارتفاع/2=0.3×0.15/2=0.0225sqm

دپتې حجم=د مثلث مساحتx دمارش عرض=0.0225×1=0.0225cum

دټولوپتوحجمV2=ديوپتې حجمxدپتو تعداد=0.0225×18=0.405cum

3. دچوک محاسبه : چوک ديو مکعب مستطيل شکل لري او محاسبه يې په لاندې ډول ده:

دچوک حجم V3=LxBxH=2.2×1.15×0.15=0.38cum

اوس ټول حجم پیداکوو

Total V=V1+V2+V3=0.906+0.405+0.38=1.7cum*1.05=1.78cum

په نوموړې زينه کې 1.78مترمکعب کانکريټ استعماليږي د فی مترمکعب ساده کانکریت قیمت 5000 افغانی نیسو نو،

Concrete cost= 1.78×5000=8900 AFN

 د سیخ د وزن پیداکولو لپاره له فیصدۍ څخه کار اخلو، څرنګه چی زینه د سلب په شکل ډیزاین کیږی نو سیخان تقریبا یو فیصد نیسو.

Steel bars=1.7cumx0.01=0.017cumx7850kg/cum=134kgx50 AFN=6700 AFN

د قالب مساحت په لاندی ډوی پیداکوو، البته دقالب بندی مصرف په زينه کې لږ زیات محاسبه کيږی ځکه چی کار یی نسبتا سخت دی.

A= (3.02+1.15) x2.2=9.2sqmx200 AFN/SQM= 1840 AFN

 نو دزينې ټول مصرف په لاندې ډول پيداکوو:

Concrete =8900 AFN

Steel bars =6700 AFN

Form work= 1840 AFN

Total Coast= 17440+460(extra) = 17900 AFN

یادونه: باید په یاد مو وي چې د ساختمانی موادو د براورد په وخت کې پنځه فیصده ضایعات په نظر کې نیول کیږي.

دوهمه یادونه: کله چې عملا برآورد کوو باید د راکړل شوې نقشې مطابق ابعاد او دکانکریټو مارک په محاسبه کې په نظر کې ونیسو. خصوصا د سیخانو براورد – سیخانو ته باید دقیقه محاسبه وشي دلته خو مونږ د مثال په ډول په فیصدي نیولي خو عملا باید له نقشی نه د سیخانو قطر – طول او تعداد راواخیستل شی جدول ورته جوړ شي او د هر قطر سیخ بیل بیل وزن محاسبه شي.

 

 

---------------------------------



څنګه کولی شو په ځینو ساختماني عناصرو لکه تهداب ، پایه ، بیمونه او سلب کې د سیخانو اندازه نظر فیصدي ته په ذکر شویو عناصرو کې في مترمکعب حجم کې لاس ته راوړو 
#يادوونه  دا براورد تحمیني دی او یا که تاسو کومه پروژه نیسۍ او نقشه یې تاسو سره نه وي د سټیل اټکلي حساب ورته په دې طریقه کولی شۍ او همدا رنګه که مو کور یا بل ساختمان جوړاوه د افغانستان شرایطو ته په کتو ډیزان مو نه وي کړی البته افغانستان کې کامل ډیزاین ډېر ستونزمن هم دی نو تاسو کولی شۍ له همدې فیصدۍ په ګټه اخیسته په همدې ساختماني عناصرو کې لکه تهداب ، پایه ، بیم او چتونو کې سیخان واچوۍ انشاءالله چې له نورمونو به بهر نه وي
🔹اول: په سلب او لینټل  کې په في متر مکعب کې سیخان       

☑ اصعري حد
Minimum percentage Of Steel =0.7%
quantity of steel=(0.7/100)×1=0.007m^3
weight of steel= 0.007×7850=54.95kg/m^3
☑اعظمي حد
Maximum percentage Of Steel =1%
quantity of steel=(1/100)×1=0.01m^3
weight of steel= 0.01×7850=78.5kg/m^3
🔹دوهم: په بیم کې د سیخانو وزن في متر مکعب کې

☑ اصعري حد 
Maximum percentage Of Steel =1%
quantity of steel=(1/100)×1=0.01m^3
weight of steel= 0.01×7850=78.5kg

☑اعظمي حد

Maximum percentage Of Steel =2%
quantity of steel=(2/100)×1=0.02m^3
weight of steel= 0.02×7850=157kg
🔹دریم:  په پایو کې د في مترمکعب کې د سیخانو وزن

☑ اصعري حد
Minimum percentage Of Steel =0.8%
quantity of steel=(0.8/100)×1=0.008m^3
weight of steel= 0.008×7850=62.80kg
☑ اعظمي حد
Maximum percentage Of Steel =6%
quantity of steel=(6/100)×1=0.06m^3
weight of steel= 0.06×7850=471kg
🔹څلورم:  په تهداب کې د في مترمکعب کې د سیخانو وزن

☑ اصعري حد
Minimum percentage Of Steel =0.5%
quantity of steel=(0.8/100)×1=0.008m^3
weight of steel= 0.007×7850=39.5kg
☑اعظمي حد
Maximum percentage Of Steel 0.8%
quantity of steel=(0.8/100)×1=0.08m^3
weight of steel= 0.08×7850=62.80kg

-------------------------------

 

په سلب کې د سیخانو براورد
مثال: یو سلب ، چې طول یې 6m او عرض یې 4m په پام کې نیول شوی، تاسې یې د سیخ براورد وکړئ ، په هغه صورت کې چې په سلب کې پکار وړل شوی سیخان 12mm په نظر کې نیول شوي وي، او د سیخانو د مرکز تر مرکزه فاصله 15cm په پام کې نیول شوې وي؟
حل: راکړل شوي ارقام 
Diameter of Bar = 12mm
C/C Distance = 15mm = 0.15m
نوټ: مخکې له دی چې د سوال په حل پیل وکړو، دا باید ووایو چې په One way slabs  کې اساسي سیخان(Main bar) په لنډ لوري اچول کیږي او  ویشلي سیخان (Distribution bar) په اوږد سمت اچول کیږي، خو په دوه اړخیزه سلبونو(Two way slabs)  کې اساسي سیخان(M.😎 په دواړو لوریو اچول کیږي یا M.B او D.B د یو قطر لرونکي وي، چې قطرونه یې یو شان وي
نو مونږ ته راکړل شوي سلب Two way  دی ځکه د اوږد او کوچني سمت نسبت یې له دوو کوچنی دی(6/4<2) ځکه مو ورته په دواړه لوریو یو ډول قطر لرونکی سیخ 12mm په نظر کې ونیوه 
M.B Numbers = 6m/0.15m + 1 = 41 Nos
D.B Numbers = 4 / 0.15 + 1 = 27 Nos
اوس د M.B اوږدوالی پیداکوو
Main Bar Length = 41 × 4m = 164m
او د D.B اوږدوالی پیداکوو
Distribution bar length = 27 × 6 = 162m
اوس مجموعي اوږدوالی د سیخانو دارنګه پیداکوو
Total length of Steel = M.B length + D.B length
Total length of steel = 164m + 162m = 326m
په یاد ولرئ، چې په سیخ کې ضایعات 5% په نظر کې نیول کیږي، که تاسې یې ضایعات هم په نظر کې نیسئ نو دا مقدار هم د سیخ په مجموعي اوږدوالي کې وراضافه کړئ لکه 
5% × 326m = 5/100 × 326m = 16.3m
So Total length of Steel = 326m + 16.3m = 342.3m
اوس که وغواړو د سیخانو مقدار د خادو لمخې پیداکړو نو پورته قیمت د یوې خادې په اوږدوالي (11.75) باندې ویشو، نو د خادو شمیر په لاس راځي
342.3/ 11.75 = 29
همدارنګه که وغواړو د سیخ مقدارد (kg) له جنسه پیداکړو نو  مخکې تر هغه باید د 12mm سیخ د یو متر وزن د لاندې فرمول لمخې معلوم کړو او بیا یې به ټول اوږدوالي کې ضربوو 
D2/162.162 = (12)2/162.162 = 0.88kg/m
Total weight of Steel for room = L × unite weight
Total Weight of Steel for room = 342.3m ×0.88kg/m = 301.3kg


 

-----------------------------

 

د #رنګمالۍ برارود
د رنګمالۍ براورد عموماً د متر مربع (M2) او یا هم فټ مربع(Ft2) په اساس ترسره کیږي، مونږ د رنګ دوه ډوله سټندرد ګیلنونه (Gallons) لرو، چې عبارت دي له 
د Uk Gallon: ددې ډول ګیلنونو حجم 4.54 لیتره وي
د :US Gallon چې ددې ډول ګیلنونو حجم 3.785 لیتره وي
یو UK Gallon د 200ft2 مربع نوی سطحې د رنګولو لپاره کفایت کوي
مګر که ساحه یو ځل پخوا رنګ شوي وي، او وغواړو چې دوباره یې ترمیم(بیا ځلې) رنګمالي کړو، نو بیا یو ګیلن رنګ د 350ft2 سطحې د رنګولو لپاره کفایت کوي
مثال : یو دیوال چې پخوانی رنګ یې له کاره لویدلی غواړو چې دوباره یې رنګمالي کړو تاسې ورته د ضرورت وړ مقدار رنګ محاسبه کړئ،په هغه صورت کې چې د دیوال طول 60 فوټه او لوړوالی ېې 11 فوټه وي؟
حل: لومړی ددیوال مساحت پیداکوو
Area of wall = L × h
Area of wall = 60 Ft × 11 Ft
Area of wall = 660 Ft2
د بلې خوا لرو چې 
1 UK Gallon Cover = 350 Ft2
نو لرو چې 
660 Ft2 / 350 Ft2 = 1.88 Gallons
لیدل کیږي چې 1.88 ګیلنه رنګ ته ضرورت دی، چې کولی شو دوه ګیلنه یې هم په پام کې ونیسو

 

 

 

--------------------------------

 

د ساختماني عناصرو په سیخ بندۍ کې د Binding Wire د استعمال موخې او براورد
1.  د ساختماني او اصلي سیخانو ساتل پخپلو معلومو موقعیتونو 
2. په ساختماني عناصرو کې د ډیزاین په موخه د سیخانو ځای پرځای کول په معلومو فاصلو چې په ډیزاین کې راکړل شوي وي
3. د کانکريټو د اچولو پر وخت د سیخانو د خوځیدنې د مخنیوۍ په موخه 
4. په RCC سترکچر کې د سیخانو د جهت د ثابت ساتلو په موخه 
خو دا باید په یاد ولرو چې دا سیمان د کانکریټي عضوو په داخلي قواوو باندی کوم تاثیر نلري، او هیڅ ډول قواوې نه زغمي، البته په ډیزاین کې هم دغه سیمان د هیڅ نوعه قواوو په مقابل کې نه محاسبه کیږي
ددغه سیمانو اندازه د ودانۍ په نوعیت پورې اړه لري، په لوړپوړیزه او(Heavy Structure Building) کې د دغه سیمانو د مصرف مقدار لوړ وي، همدارنګه د اصلي سیخانو په قطر پورې هم اړه لري،مثلاً که د اصلي سیخانو قطر لوړیږي نو د یو ټن لپاره د ددغه سیمانو(Binding wire) قمیت(Quantity) راکمیږی دا ځکه چې هلته د سیخ د قطر په لوړیدو د سیخ خادې راکمیږي چې د تړلو لپاره یې د سیم مقدار هم کم مصرفیږي.
همدارنګه داسې کومه انجینري فرموله نه لیدل کیږي چې له مخې یې په سیخ بندۍ کې د Binding Wire دقیق مقدار محاسبه شي، دلته ټولې محاسبې په تجربوي ډول(Thumb Rules) په اساس ترسره کیږي، مختلف کوډونه مختلف مقدارونه تجویز کوي
د Sri.P.T Joglekar’s پخپل کتاب کې د هر ټن سیخ د تړلو لپاره د 9—13 kg پورې سیمان(binding Wire) تجویز کوي، همدارنګه ځینې نور ماخذونه دغه مقدار بیا د 7—13kg پورې ښایي، په هر صورت که تاسې یې په براورد کې د 9 او 13 اوسط 11 په پام کې ونیسۍ هم بده نده، خو البته په دولتي پروژو کې، بیا په شخصي تعیراتو کې دوهم افشن چې له 7 کیلوګرامو شروع کیږي باید په نظر کې ونیول شي.
مثال: د 80000kg سیخانو د سیخ بندۍ لپاره د Binding Wire سیمانو مقدار محاسبه کړئ؟
که د هر ټن سیخ د بسته بندۍ لپاره 11kg په نظر کې ونیول شي، نو د ټول سیخ لپاره یې محاسبه دارنګه اجراء کوو
داباید په یاد ولرو چې چې یو ټن مو 1000kg سره برابر دی
11kg/1000kg × 80000kg = 880 kg of Binding Wire

 

 

------------/----

 

برآورد سنگ کاري (Estimation of Stone Masonry Work)

مثال:  سنگ کاري یک دیوار به نسبت مارک مصالح (سمنت و ریگ 1:4) به طول 50 متر ، عرض 0.6 متر و ارتفاع 2 متر ضرورت است. با در نظر داشت معلومات فوق دیوار مذکور را برآورد و قیمت مجموعی آنرا بدست آورید؟

معلومات:

قیمت تهیه یک متر مکعب سنگ، 800 افغاني
قیمت تهیه یک مترمکعب ریگ، 500 افغانی
قیمت یک خریطه سمنت 50 کیلوگرام ، 380 افغانی
اجوره کارگر غیر ماهر، 350 افغانی
اجوره کارگر ماهر (استاد)، 750 افغانی

حل: 
الف: محاسبه مواد 

حجم دیوار سنگ کاری: 
(50×0.6×2= 60m^3)

در هر مترمکعب سنگ کاري نورم کارگر غیر ماهر 1.325MD است. 
پس: 
(60×1.325 =79.5 MD) 

 نورم کارگر ماهر برای فی متر مکعب سنگ کاری 0.68MD است.
پس:
(60×0.68 = 40.8MD ) 

👈یاداشت: هنگام استفاده از این نورم ها به خاطر داشته باشید که از حجم دیوار سنگ کاری حجم مصالح سمنتی کم نمی گردد!! ( بعضی ها در این بخش اشتباه میکنند.)

در سنگ کاری حجم مصالح سمنتی %35 حجم دیوار مدنظر گرفته میشود. 
60 × 0.35 = 21m^3
 با استفاده از نسبت مصالح 1:4 داریم:
Ratio of concrete (1+ 4 = 5)
👈1. مقدار سمنت:
Volume of cement = ratio of cement/total ratio ×1.21 ×dry volume 

Volume of cement = 1/5 ×1.21× 21 = 5.08m^3
چونکه وزن حجمی سمنت 1440kg/m^3 بوده بنا جهت دریافت تعداد خریطه های سمنت طوری ذیل عمل میکنیم:
5.08 m^3 × 1440 kg/m^3 = 7318.08kg
                          147 = 7318.08/50 = تعداد خریطه ها
 👈2. مقدار ریگ:
Vol. Of sand = ratio of sand / total ratio ×1.21× wet volume 
Vol. Of sand = 4/5× 1.21 ×21 = 20.32m^3

ب: محاسبه پول

پول کارگر غیر ماهر: (79.5×350 = 27825 Afs)
پول استاد کار یا کارگر ماهر: (40.8×750 = 30600 Afs)
پول سنگ : (42.9×800 = 34320 Afs)
پول سمنت : (147×380 = 55860 Afs)
پول ریگ: (20.32×500 = 10160 Afs)

قیمت مجموعی پروژه: (158765 Afs) 
👈یاداشت: 
1. تجارب نشان داده است که برای تهیه یک متر مکعب مصالح، 1.21 متر مکعب مواد خشک ضرورت است.
2. در سنگ کاری مقدار ضایعات سنگ %10 مد نظر گرفته میشود.
60m^3 - 21m^3 = 39m^3
39m^3 + 10% × 39m^3 = 42.9m^3

 

 

 

 

د مختلفو اجزاوو عملی مثالونه

Faridon Delsoz Niazai
Faridon Delsoz Niazai 11 months ago
Recommended Articles