To start downloading books

Please sign in or create an account.

Faridon Delsoz Niazai 9 months ago 686
د چای ترموز چونکیدا -فزیک

د چای ترموز چونکیدا -فزیک

د خوب پر مهال به حتما د تش ترموز مسلسلې چونګېدا نا ارامه کړي وی. ستونزه هغه وخت جدي شي چې ترموز تر هغې نه غلی کېږي چې سر یې خلاص نشي. 
د دې فزیکي پېښې په اړه بېلابېل نظرونه شته. ځینې فکر کوي چې کله چای له ترموز تش شي نو هلته خلا جوړه شي او د همدغه غږ پر مهال لږ لږ هوا د ترموز منځ ته ورځي څو هلته رامنځ ته شوې خلا ډکه شي. خو دا صحیح نه ده.
د لیسانس زده کړو پر مهال مو ترمودینامیک یا د تودوخې فزیک او د هغې څخه رامنځ ته شوي حرکتونه، د اشیاو انقباض او انبساط لوستل. یوه شپه د همزولو سره ناست وم چې ترموز له تشېدو وروسته غږونه پیل کړل. له همزولو مې وپوښتل ترموز ولې غږ کوي. هغو پورتنی ځواب راکړ. ما ورته وویل چې دا ځکه صحیح نه دی چې که خلا هلته وای نو د یو ځل بټن وهلو (چې د ترموز منځ ته د هوا تلو لار پرانیزي) دا تشه ډکېده او بیا اړټیا نه وه ترموز دویم او دریم ځل غږ وباسي. دوی پر خپل ځواب شکمن شول او راڅخه یې وپوښتل چې کره لامل یې څه دی؟
ما ورته لومړی د تودوخې له امله د اشیاو انقباض او انبساط تشریح کړل. چې دا خواص په هوا لا ښه عمل کوي. وروسته مې ورته وویل چې د چای اچولو پر مهال هوا ترموز ته ننوځي چې له کبله یې د چای اچولو بهیر پوکانې لري او ګیلاس کې هم ځینې وخت پاتې کېږي. ترموز ته ننوتې سړه هوا هلته رامنځ ته شوې خلا ډکوي. خو د ترموز د منځ تودوخه تازه ننوتې هوا تودوي چې له کبله یې انبساط رامنځ ته کېږي. د هوا انبساط د ترموز په سرپوښ فشار راوړي او په دې توګه هوا له ترموز بهر راوځي. دا چې د راوتو لار یې ډېره کوچنۍ او چای له کبله لمده وي، نو د هوا وتل غږ تولیدوي.
جالبه دا ده چې له څو ثانیو هوا وتلو وروسته په ترموز کې فشار تعادل ته رسيږي. په دې وخت کې ترموز نوره هوا نه وباسي او غږ هم ورسره ورک شي. وروسته چې بیا د ترموز د منځ هوا د تودوخې له کبله منبسطه شي، بیا فشار لوړ شي او د هوا وتلو لپاره زمینه برابره شي. د هوا وتلو لړۍ هغه مهال پای ته رسي چې یا د ترموز سر خلاص شي څو منبسطه شوې هوا په ازاد ډول له ترموز بهر شي او یا د ترموز منځ سوړ شي.
دې پېښه ته د شپې ډېر پام اوړي ځکه ارامي وي او لږ غږ هم زر اورېدل کېږي. که څه هم د ورځي دا فیزیکي پېښه تکرارېږي، په دې لږ توپير چې د شپې پرتله د ورځې بهرنۍ هوا تودوه وي او انبساط يې هم د تودوالي په تناسب لږ وي.
د هوا انقباص او انبساط د ټرمودینامیک علم په لومړیو کې پيژندل شوی او په نړۍ کې د صنعتي انقلاب پر مهال ورڅخه ګڼو ماشینو کې کار واخیستل شو. تر اوسه هم په ځینو مواردو کې دا پروسه کارونه لري. 
#ساینس زده کړئ!
https://twitter.com/assemmayar1

Related Articles

ولې مطالعه وکړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی   نن (د اپرېل درې ویشتمه نېټه) د کتاب نړېواله ورځ ده. په ټولنيزو رسنیو کې ګڼو خلکو د مطالعې او کتاب لوستنې په اړه خپل نظرونه لیکلي وو. د ډېريو تأکيد دا و، چې خلک باید مطالعې ته مخې کړي؛ خو پوښتنه پيدا کېږي انسان باید ولې مطالعه وکړي!؟ ځینې ډېر مهم دلایل شته، چې مطالعه ته یې خورا زیات اهمیت په برخه کوي. د بېلګې په توګه:   • مط...

د يو ښه ژوند لپاره ۱۳ ارزښتناکه لارښوونې!

کله ناکله موږ د مختلفو دلايلو له امله ژوند په خپل ځان تريخووو او يا هم په مناسب ډول ژوند نه کوو؛ خو ځينې لارښوونې شته چې کولای شو په عملي کولو سره يې ښه ژوند تجربه کړو. ۱- دا زده کړئ چې خپلې تېروتنې بايد ومنئتل په ياد ولرئ چې له خپلو تېرونو درس واخلئ او وده وکړئ. په خپل ځان شک مه کوئ؛ يوه ورځ به راورسي چې خپلو تېروتنو ته به ګورئ او ورپورې به خاندئ...

سویزرلینډ وپېژنئ!

ژباړه ـ ریاض مقامزی ددې هېواد رسمي نوم د سویس کنفیدارسیون (Confoederatio Helvetica) دی، چې په "۱۲۶۲ زېږديز" کال کې تاسیس شوی. پر دې سربېره ددې هېواد نوم په آلماني کې Schweiz، ايټالویي کې Svizzera او فرانسوي ژبه کې د Suisse په شکل لیکل کېږي. دغه هېواد په "۱۸۱۵م" کې آزادي ترلاسه کړې ده. پايتخت یې د "برن" ښار دی او پولي هېواد یې فرانک نومېږي. ددې هې...

Recommended Articles

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته بيا بېرته خپل ټول تاثير له لاسه ورکړي، د هورمونونو تاثير د زيات وخت لپاره دوام کوي. د انسان په بدن...

د وينا پر مهال د ويرې ختمولو 27 ګټورې لارې

هغوى چې په سټيج باندې عونډو، سيمنارونو، ټولګي او حتى د ملګرو سره په مخامخ خبرو پر مهال ويره احساسوي دوى عمومآ د Glossophobia په اروايي ناروغۍ اخته دي، چې د خبرو دغه ويره د مرګ له ويرې هم سخته ده چې ستاسو مسلکي او شخصي ژوند زيان رسولى شي. ددغې ويرې پر مهال ستاسو بدن ريږدي، لاسونه مو خولې کيږي، زړه ضربان مو زياتيږي، چې په تجارت او د ژوند په نورو اړخ...

اعصاب په کومو شيانو کمزوري کېږي

د انسان په وجود کي اعصاب تر ټولو مهمه برخه ده، د انسان ټولي چاري او فعالیتونه د همدغي ناحیې څخه کنټرولېږي.لاندي ځیني مهم ټکي دي چي په پام کي نیول یې د ذهن په سالم ساتلو کي مرسته کو. - د سهار چای نه چیښل:هغه خلک چې د سهار چای نه چیښي په بدن کي یې د شکري اندازه راکښته کېږي، په نتیجه کي یې دماغ ته په کافي اندازه مواد نه ور رسېږي او دماغ کمزوری کېږي....