To start downloading books

Please sign in or create an account.

ولې مطالعه وکړو؟

ولې مطالعه وکړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی  

نن (د اپرېل درې ویشتمه نېټه) د کتاب نړېواله ورځ ده. په ټولنيزو رسنیو کې ګڼو خلکو د مطالعې او کتاب لوستنې په اړه خپل نظرونه لیکلي وو. د ډېريو تأکيد دا و، چې خلک باید مطالعې ته مخې کړي؛ خو پوښتنه پيدا کېږي انسان باید ولې مطالعه وکړي!؟

ځینې ډېر مهم دلایل شته، چې مطالعه ته یې خورا زیات اهمیت په برخه کوي. د بېلګې په توګه:  

• مطالعه د فکر تغذيه ده.  

لکه څنګه چې د انسان بدن د خپل دوام او روغتيا لپاره خوړو ته اړتیا لري؛ په همدې شکل زموږ او ستاسو دماغ مطالعې ته اړتیا لري، ترڅو تغذيه شي او له کاره و نه لويېږي.  

• د مثبت بدلون لاره ده

انسان تل هڅه کوي، چې پخپل ژوند کې مثبت بدلون وویني او سبا یې تر نن ښه وي؛ نو که تاسو هم دا هیله لرئ، مطالعه خپل عادت وګرځوئ. مطالعه کولای شي ستاسو په ژوند کې مثبت تغییر راوړي.  

• خبرې مو تاثير پیدا کوي.

د هغو خلکو خبرې چې مطالعه کوي، نسبت هغوی ته چې نه یې کوي څو چنده ښه وي. دقیقه او منظمه مطالعه تاسو ته د قوي منطق، استدلال او فصیحې وینا هنر در بخښي. که مطالعه ولرئ، کولای شئ نور خلک قانع کړئ او د یوه اغېزناک ويناوال په توګه به څرګند شئ.  

• حوصله مو ډېرېږي!

کتاب لوستنه د نورو ګټو ترڅنګ تاسو ته د زغم هنر درکوي. ددې اصلي علت دا دی، چې مطالعه تاسو ته د هرې موضوع په اړه معلومات انتقالوي. له همدې کبله تاسو هرې کړنې ته د احساساتو پر ځای، د خپلو معلوماتو او پوهې پر اساس ځواب مومئ. نو د نالوستو او یا کم مطالعه لرونکو برعکس تاسو غیر عاقلانه غبرګون نه ښيئ؛ بلکې منطقي حللاره مومئ.  

• له نورو سره توپیر لرئ!

مارک ټواین وایي، "څوک چې مطالعه نه کوي، له بې سواده کس څخه هېڅ غوره والی نه لري.“  پخوا به د لیک لوست زده کړه د سواد لپاره معیار ګڼل کېده؛ خو اوس د نورو ځانګړنو ترڅنګ باید یو لوستی کس ډېره مطالعه هم ولري. که تاسو لیک لوست کولای شئ؛ خو مطالعه نه کوئ. نو ځان ته باسواده مه وایئ.  

وروستۍ خبرې

که یو څوک مطالعه نه کوي، له کومو ستونزو به مخ کېږي؟

ـ ژر د نورو تر تاثیر لاندې راځي.  

ـ تکراري خبرې کوي.

ـ د لغتونو پانګه یې کمزورې وي.

ـ په موضوع کې منتطقي استدلال نه شي کولی.

ـ پر هغه څه چې وايي خپله هم سم نه پوهېږي.

ـ ماغزه یې له ګټې اخیستنې پرته پاتې کېږي.

ـ سنجیده نه شي غږېدلی.  

ـ خپلې ګټې نه شي پېژندلای.

ـ ژر غوسه کېږي.

ـ د نورو پر حقونو تېری کوي.

Related Articles

جرایم جنسی اشخاص خنثا در کود جزا

نویسنده: محمدمصطفی محمدیار کودجزای کشور مصوب ۱۳۹۶ که مانند هر اثر بشری دیگر، از فکرِ کوتاه‏ انسان منشاء گرفته است، برعلاوه‌ی محاسن عدیده، دارای معایب فراوان نیز است. اگر محاسن آن، دلیل بر جانشینی این قانون به جای قوانین ناقص قبلی بوده، طبعا که معایب آن با مرور زمان و امعان توجه‏ی حقوق‌دانان باعث تعدیلات آتیه می‏‌شود. از جمله‏‌‌ی این معایب می‌توان...

د کولمو د سرطان نښې

د هرې ناروغۍ ځينې نښې نښانې وي، چې له موږ سره مرسته کوي تر څو زر تر زره د خپلې ناروغۍ علاج وکړو. د نوي عصر یو له خطرناکو ناروغيو څخه سرطان دی. دا ناروغي په دې پورې تړلې ده، چې د بدن په کومه برخه حمله کوي. مختلف ډولونه لري، چې ډېر پېژندل شوی ډول یې د غټو کولمو سرطان دی. ځينې سرطانونه د علایمو په درک کولو او وقایې سره دفع کولای شو. له نېکه مرغه د کول...

څلوېښت لنډ حدیثونه

څلوېښت لنډ حدیثونه! ګرانو وروڼو او خویندو !پدې لیکنه کې مو څلوېښت لنډ حدیثونه له پښتو ژباړې سره راټول کړي دي، هیله ده چې ټول یې ولولئ او نورو ملګرو سره یې شریک کړئ، له ډېرو زیاتو اجرونو څخه به برخمن شۍ. اول باید د حدیثونو په اهمیت پوه شو، پدې اړه، حضرت محمد صلی الله علیه وسلم فرمایلي:-مَنْ حَفِظَ عَلی اُمّتِيْ اَرْبَعِیْنَ حَدِیْثاً فِیْ اَمْرِ د...

Recommended Articles

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا رټل کېږي او د جرات ماده یې په هماغه کوچني والي کې مړه کېږي.   ځينې خلک بیا خپل جرات په هماغه کوچني...

بي دوه پنځوس" څه ډول الوتکې دي؟"

ژباړه ـ ریاض مقامزی په هېواد کې د جګړو له پراخوالي سره سم امریکايي ځواکونو اعلان وکړ، چې د بي.۵۲ الوتکو پر مټ به پر تالبانو هوايي بریدونه وکړي؛ همداسې وشول او په بېلابېلو سیمو کې یې د وسله والو تالبانو ډلې په نښه کړې. خو اوس پوښتنه دا ده، چې بي ـ ۵۲ څه ډول الوتکې دي او کومې ځانګړتیاوې لري؟  ددې لیکنې تر پايه به مو دواړه پوښتنې حل شي.    ځانګړتي...

که مو ویښتان تویږي دا درې خواړه وخورئ

مهمه نه ده چې ويښتان مو اوږده، لنډ، صاف یا ګالګووتي او یا په هر شکل چې وي خو د ویښتانو تویدل یو داسې افت دی چې په ټولو راتللی شي. یوازېنۍ د خلاصون لاره ترې همدا ده چې اندیښنه کمه او کار ډیر وکړو. د ویښتانو تویدلو تر ټولو ستر او عام لاملونه اندیښنه، په بدن کې د ویښتانو پورې اړوند ویټامینونو کمښت، هورمونيکي ستونزې، بې کیفیته شامپو او نورو تولیداتو ک...