په هیواد کې د زراعتي مځکو او ځنګلي منابعو څخه د ګټې اخیستنې د وضعیت تحلیل د پکتیکا ولایت د یوه مثال په بڼه
238
Shamshad
2024-08-16 01:56:10
مقدمه
په هیواد کې د شته زراعتي طبعي زیرمو او منابعو، په خاصه د مځکې لاندي اوبو، شاړو (لا مزرع) دښتو او طبعي ونو او بوټو څخه په لویه پیمانه ګټه اخیستل کیږي. دغه منابع برسیره پردې چې د ولسونو د امرار معشیت وسیلې دي، په ملي سطحه د عایداتو د منابعو په توګه د عامه رفاه له اړخه هم د اهمیت وړ دی. له دغه ځایه څخه له هغو څخه د اغیزمنې ګټې اخیستنې د لارو چارو او د راتلونکي نسل په نسبت د مسؤلانه چلند په اړه ژور تحلیل او لازمو طرحو ته توجه کول یوه جدي اړتیا او مسئله بلل کیږي. اوس چې الحمدلله په هیواد کې یو باصلاحیته او مسلط نظام حاکم ده او په ولس د زړه سوي او دعامه رفاه لپاره اراده موجوده ده، نو د موجوده ستونځو او امکاناتو علمي تحلیل او وړاندیزونه د عملي طرحو او پلانولو لپاره لازم او ګټور بلل کیږی.
په لاندي پاڼو کې د نموني په ډول د پکتیکا د ولایت د شته زراعتی منابعو (شاړو دښتو، اجاره شویو سلطاني مځکو او تر مځکه لاندي اوبو) او طبعي ځنګلونو (میوه دارو او بي میوي ځنګلونو او طبعي غنو او بوټو ) د وضعیت تحلیل وړاندي کیږي. د پکتیکا ولایت د طبعي زراعتي زیرمو د وضعیت دغه تحلیل د هیواد په ډیرو سیمو کې د ورته زراعتي زیرمو په اړه هم کافي معلومات وړاندي کولای او په ستونځو او امکاناتو یې رڼا اچولای شي.
هیله کیږی چې په هیواد کې د زراعتی طبعي زیرمو د وضعیت دغه تحلیل به له دغو منابعو څخه د مناسبې او اغیزمنې ګټې اخیستنې او مسؤلانه چلند له لاری د ولسي عایداتو د زیاتوالي او عامه رفاه، او په پایله کې د هیواد د زراعتي تولیداتو د ګټورتوب او بهبود سبب شي. برسیره پر دي، هیله ده چې د مسایلو د وضعیت دغه ډول تحلیل به د کاري فرصتونو د ایجاد او د زراعتي تولیداتو د اغیزمنتوب له لاري د ولسونو د بیکاري د کچې په راکمولو کې مرسته وکړای شي.
اجرکم عندالله و من الله التوفیق
منصوری
د پکتیکا ولایت د شته طبعي منابعو ((مځکو، اوبو او طبعي ځنګلونو) د وضعیت او کاروني تحلیل
د هیواد د نورو سیمو په شان د پکتیکا په ولایت کي د شته زراعتي طبعی زیرمو او منابعو، په خاصه د مځکې لاندي اوبو، شاړو (لا مزرع) دښتو او طبعي ونو او بوټو څخه په لویه پیمانه ګټه اخیستل کیږي. په لاندي پاڼو کې د ولایت د شته منابعو د وضعیت، ستونځو او شته امکاناتو یو تحلیل وړاندي شوی دی. همداراز د وضعیت د دغه تحلیل په رڼا کې له دغو منابعو څخه د اغیزمنې ګټې احیستنې او متبادلو لارو او د د غو منابعو د سم مدیریت او تنظیم په اړه لازمي مشوري هم وړاندي کيږي.
هیله ده چې لاندي توضیحات او مشوري به له مربوطه اړخونو او د زارعت له ریاست سره مرسته وکړي چې د یو شمیر لازمو لوایحو د وضع کولو او فني ګټې اخیستني د لارښودونو له لاري دغه منابع په سمه توګه مدیریت او وکارول شي.
منصوری
حمل، ۱۴۰۳ هش
د مطالبو خلاصه
د هیواد د نورو کلیوالي سیمو په شان د پکتیکا په ولایت کې د بازارونو، صنعت، کاروبار او دفتري کارونو شمیر محدود دی، نو کرکیله او زراعتي محصولات د ولایت د اوسیدونکو لپاره د امرار معشیت اساسي منابع دي. د پکتیکا په ولایت کې له لسیزو را پدې خوا تر مځکه لاندي اوبه د کروندو د خړوبولو لپاره په پریمانه اندازه کارول کیږي. د سیمي په طبعي ځنګلونو کې د طبعي بوټو او زنغوزو حاصلات بیا د ولس د مشغولتیا او طبعي شتمنیو بله برخه جوړوي.
د نفوسو زیاتوالی، د مځکی لاندي اوبو او طبعي ځنګلونو څخه بیرحمانه او غیر اقتصادی ګټه اخیستنه، د منابعو غیرفني کارول، د اوبو او خاوری غیر اغیزمن کارول، د محصولاتو لپاره د بازار نشتوالی او د محصولاتو غیر مسلکی مدیریت، یو شمیر مهم مسایل دي، چې که لازمه توجه ورته وشي، نو دغه منابع د ولسونو د سوکالي لپاره په ښه او اغیزمن ډول کاریدلای شي.
د نفوسو زیاتوالي، د کاري فرصتونو محدودیت، او , ورځ تر بلي زیاتیدونکی فقر او غربت دا ایجابوي چې له شته منابعو څخه باید اغیزمنه خو پایداره ګټه واخیستله شي. له دغو منابعو څخه د پایداره او اغیزمنې ګټې اخیستني لپاره د وضعیت او ستونځو بشپړ تحلیل ته اړتیا لیدله کیږي. دغه تحلیل تر بحث وروسته بیا کیدای شي له شته زراعتي منابعو (مثلا تر مځکي لاندي اوبو) څخه د ګټي اخیستني په اړه د لوایحو او طرزالعملونو په ترتیبولو منتج شي تر څو ولس او نظام په ګډه سره دغه منابع د ولس د ښیرازي او عامه رفاه لپاره ښې وکارولای شي.
پدې پاڼو کې د وضعیت او ستونځو د تحلیل په نتیجه کې لاندي مشوري وړاندي کیږي:
له اوبو او مځکو څخه د اغیزمنې ګټې اخیستني په اړه لوایح او طرزالعملونه ترتیبول
له ولس سره په مشوره او د وضعیت او ستونځو د تحلیل په رڼا کې له اوبو څخه د کروندو او باغونو د خړوبولو لپاره باید طرزالعملونه او لوایح ترتیب شي. د دې کار لپاره شاید د یو څو داوطلبو، اهل، متقی او زړه سواند افرادو څخه یوه کمیټه جوړه شی چې د زراعت ریاست ته د وضعیت او ستونځو د تحلیل، حل لارو او حتی د لوایحو په ترتیبولو کې مشوري ورکړي. له اوبو څخه د اغیزمني ګټې اخیستنې لوایح کیدای شي د لاندي مسایلو او اړخونوپه اړه وي:
له مځکو څخه د زیات حاصل اخیستل:
یوازی حاصلخیزه مځکي باید خړوبي شي او په غیر حاصلخیزو مځکو د څاګانو اوبه مصرف نشي – اصل باید دا وی چي: «د اوبو لږ مصرف خو ډیر حاصل»؛
«لږ کرل خو سم پالل» - لږ کښت وشي خو ښه و پالل شي، یعنی د ډیري مځکي په ځای په لږ مځکه داسي څه وکرل شي چې زیات کار وغواړي خو حاصل یې زیات او ګټور وي، مثلا د غنمو په ځای پالیز، سبزي، یا هم طبي نباتات (انجه، الوویرا، زعفران او نور)، د اوبو د اصغری مصرف لاري چاري (مثلا د پتو په ځای په جوو کې کښت کول، انفرادي بوټي ته اوبه ورکول؛
د یوه تن دهقان (یعنی دو لاسونو) په سر باید د کروندي اندازه معیینه وي، مثلا یو تن یوازي لس جریبه مځکه کرلای شي، که څوک زیاته مځکه ولري، نو باید یا دهقان او یا کافی بشری قوه ورته وګماري چي کښت سم و پاللای شي؛
د عرضی او تقاضا د اصل سره سم په سیمه کې دهاقینو ته د کر پلانونه ورکول.
د مناسبو، باارزښته، ډیر حاصله، د اوبو له اړه کم لګښته، او بازار یابه کښتونو د کرلو په اړه آګاهي او فني مشوري مهیا کول.
د څاګانو د اوبو محدوده ګټه اخیستنه:
په کا ل کې یوازی شپږ میاشت اوبه کارول- د ثور له میاشتي د عقرب تر میاشتی پوری.
له څاګانو باید یوازي د ورځی اوبه را وایستل شي، د شپې جنراتورونه باید بند شي.
یوازي باارزښته، کم لګښته، اقتصادي، بازار لرونکي او مقاوم محصولات باید وکرل شي.
د محدود مقدار مځکي لپاره یوازي یوه بمبه په نظر کې نیول؛ مثلا ۵۰ جریبه.
د مځکي لاندي اوبو د تغذیي لپاره واړه ډنډونه جوړول، وړې کندې تړل،
د باغونو د خړوبولو لپاره د چکک (ډریپنګ) سیستم او طریقو کارول ترویجول، تشویقول او حمایه کول؛
د نویو مځکو اجاره کول باید تر بشپړ تحقیق وروسته تر سره شي - کله، چاته، چیري او ولي اجازه ورکړل شي.
پخوانی اجاره شوي مځکي او څاګان باید ارزیابی او شمیر یې ثبت شي.
د ځنګلونو د بیا احیا لپاره ممکن لاندي تدابیر په نظر کي ونیول شي:
د ونو قطع کولو بندیز باید مراعات او تشدید شي
د طبعي بوتو په وهلو کلک بندیز لګول – مخصوصا په غرونو او غونډیو کي.
ځنګلونه یا هم په نوبتي توګه ځنګلي سیمي باید «ناغه» شي، یعنی یوازی د زنغوزو د رسد (سنبله- میزان میاشتی) کې ځنګلونو ته د انسانانو ورتګ جایز وي.
مواشي باید په قطعي ډول له ځنګلونو بند شي.
د بوټو خرڅول د سونګ د موادو لپاره بندیز لګول. همداراز له غرونو څخه د ورګرو ( ورستو خځلو او نیمه ورستو پاڼو) ایستل او خرڅول یا هم د طبعي سري په نامه د کښت لپاره استعمالول باید بند شي.
هر څوک مکلف شي چي په خپل ویښ کې نوي راشني کیدونکی ونی وساتی او هرکال باید د هغو تعداد معلوم کړي او پاللو ته یې متهعد شي، تر یوه معیین زمانی حد وروسته باید دغه نوي وني معلومي وي
د طبعي ونو قوریي جوړول او د ونو تکثیرول
په غرونو او غونډیو کي د خاوری ریږد دمخنیوی لپاره باید بوټي او خاوره وساتل شي.
د کاری فرصتونو او متبادلو کاری فرصتونو ایجاد:
واړه تشبثات تشویقول
په سیمه کي د زنغوزو او نورو میوو د پروسیس تشویقول، حمایه کول او جبري بلل
د زارعتی قرضو مهیا کول
د کوپراتیفونو ایجاد، تشویق او حمایه کول
په ځنګلونو کې د شاتو د مچیو فارمونه جوړل، تشویقول او حمایه کول
د ځنګلونو د مالیکینو لخوا د هغو د ساتنو لپاره او د نویو ونو د شنه کیدو او پالنو لپاه ا فراد ګمارل
هغه خلک چې بوټی او وني قطع کولو ته محبور وي، له هغو سره مرسته کول – مثلا د ځنګلونو د ساتلو او نویو ونو د پاللو په کار ګمارل، د مچیو صندوقونه ورکول، اوږدمهاله قرضي ورکول چي کاروبار پری وکړی، حتي کمه اندازه شاړي مځکي په اجاره ورکول چې دژوند تیرولو لپاره کښتونه پکي وکړي.
په غرونو کې د کار په مقابل خواړه ورکول – مثلا واړه ډنډونه اوخوړونه مهارول، د څو کلونو لپاره د ساتل شویو او پالل شویو نویو طبعی ونو په مقابل کی معیینه اجوره تعیینول
د سونګ د متبالو لارو او موادو ترویج، تشویق او حمایه کول:
د ګاز او ډبرو سکرو څخه کار اخیستل
په کور د ننه د سونګ مواد تهیه کول: په حویلیو کې وني کرل او له هغو څخه د سونګ لپاره کار اخیستل
د کورونو تودولو او پخلي لپاره د لمریزی شمسی زیات کارول – کیدای شي لمریزی شمسی په تخفیف او قرضوسره ورکړل شي، نړیواله مرستندویه ټولنې هم شاید د شمسي تحتو د تخفیف لپاره مرسته وکړي.
د اور او تودولو لپاره کم مصرفه ابزار او ظروف استعمالول.
د نړیوالو مرستو او غیر دولتي مرستو جلبول
د اقلیمی تغییر او چاپیریال له ساتونکو نهادونو سره د طبعي ځنګلونو د موجوده وضعیت شریکول او د ساتلو، پاللو او تکثیرولو د طرحو او پلانونو شریکول د اوږدمهاله او لنډ مهاله پروژو د تمویل لپاره ښه فرصتونه کیدای شي.
همداراز د خوندي چاپیریال، د محیط د ککړتیا د مخنیوي لاري چاري او د مځکي لاندي اوبو د وضعیت او له هغو څخه د استفادي کولو او غنی کولو د طرحو شریکول د مرستو جلبولو لپاره ښه فرصتونه ګڼل کیږي.
د کار په مقابل کې د خوراک نړیوال پروګرام د مځکي د مخ بارانی او سیلابي اوبو د مهارولو لپاره مناسبو طرحو تمویلول هم ډیر ممکن دي.
د متبادلو سونګ توکو د ترویج لپاره، او په خاصه د لمریزي انرژی د ترویج، تشویق او حمایی لپاره هم نړیوالي مرستي په آسانی جلبیدلای شي.
د مطالبو شرح
په هیواد کې د نورو کلیوالی سیمو په شان د کاروبارونو ، صنعت او بازارونو، اودفتري کارونو محدودیت او نشتوالی په پکتیکا ولایت کې هم د خلکو لپاره زراعتي مصروفیتونه د امرار معشیت یوازیني چاره ده. پدي توګه د کلیوالی خلکو ژوند تر ډیره حده د خودکفا ژوند په بڼه وو، یعنی کلیوالی خلک د ژوند د اړتیا وړ اکثر شیان، لکه: غلي داني، لبنیات، غوښه سبزیجات، میوي او نور په خپله تولیدوي. د امرار معشیت په دغه بڼه کي باید کورنی تولیدات تر مصارفو یو څه اضافه وی تر څو د ژوند نور اړین وسایل (لباس، تداوی او نور) ورباندی تهیه او رفع کړای شي.
پکتیکا وال زړور، کسبګر او زحمت کښ خلک دي او د مزدوري، کاروبار او تجارت لپاره د سیمي او منځني ختیځ په ټولو هیوادونو کې له لاسي مزدورۍ نیولي تر لویو لویو تجارتونو پوري په دلاوري او میړانه تر سره کوي. برسیره پردې ډیر پکتیکاوال ځوانان هم په ایران کې په ډیرو شاقه کارونو کې مشغول دي. وایې چی «کلي مو لکه هوټل داسي دي- بل چیري یې ګټو او په کلی کور کې یې خورو»! په اخرو کلونو کې له هیواده د باندي کاروبارونه (مخصوصا په پاکستان کې) د اکثرو په مخ بند شول. له دغو باندینیو عایداتو او طبعي شتمنیو (طبعي نایاب ځنګلونه او پریمانه شاړي دښتي) سره سره پدي اخرو لسیزو کې د ولس لوی اکثریت په انتهايي فقر ،غربت او بی روزګاري کې اوسیږي. دا ویره هم شته چې د اقلیمی تغییر د ناوړه اغیزو او د نفوسو د زیاتوالي له وجي شاید راتلونکي نسل تر اوسنیو حالاتو له لابد حالت سره مخامخ شی. پداسي حال کې چې که دغه عایدات او عایداتی منابع په سمه توګه مدیریت او په کار لویدلي واي، نو ولسونو به ډیر هوسا ژوند درلودلای.
تر مځکی لاندی اوبو څخه اغیزمنه او مناسبه فنی استفاده، د کرکیلي اغیزمنتیا زیاتول، د کښتونو سم پالل، د سیمی د ځنګلونو پالل او د هغو احیا او ساتنه، د محصولاتو (مثلآ زنغوزو او شنو میوو) پروسیس کول او بازار میندل ، د کاري فرصتونو ایجادول، بارانی او سیلابي اوبه مهارول او ذخیره کول( په کندو، خوړونو او لګډونو باندی د وړو ډنډونو جوړول) او په عمومي توګه د ستونځو علمي تحلیل یو شمیر داسي لازم تدابیر دي چې د ولسونو د ژوند د سطحي د ښه والي او سوکالي لپاره ډیره مرسته کړای شي.
پدې اخرو لسیزو کې په سیمه کې له شته مځکو ، اوبو او ځنګلونو څخه ګټه اخیستنه د پکتیکاوالو اساسي مصروفیت او د امرارمعشیت وسایل دي. خو د نفوسو زیاتوالی او د مځکی لاندي اوبو څخه بیرحمانه او غیر اقتصادی ګټه اخیستنه یوه مهمه مسئله ده. سره لدې چې ولسونه اوبه د زړه په وینو د مځکې له تل څخه را باسی او کروندې ورباندې خړوبوي، خو محصولات یې بیا تر مصارفو کم وي. یوه وجه یې له منابعو څخه غیرفني ګټه اخیستنه ده ، خو بل دلیل یې د محصولاتو لپاره د بازار نشتوالی او د محصولاتو غیر مسلکی مدیریت دی.
په اوږد مهال کې یې بله اساسی ویره دا ده چې که له دغو اوبو څخه په دغه ډول بیرحمانه ګټه اخیستنه دوام وکړی، نو یو وخت به دا هم ختمی شي. د وچکالی د دوام په صورت کې کېدای شي چې تر مځکي لاندي د خلا د را پیداکیدو سبب شي چې د لوی بشري ناورین د رامنځته کیدو ویره هم ځیني کېدای شي.
د طبعي ځنګلونو بیرحمانه قطع کول او په غرونو او غونډیو کې بوټي، زرګي او نور طبعی طبی بوټی او ترخي وهل او سوځول په حقیقت کي د طبعي ځنګلونو د بشپړ محوه کیدو په معنی ده. برسیره پردي چې په لوړ نشیبه سیمو (غرونو او غونډیو) کې د خاوری ریږد سبب ګرزي، د سیلابونو د زیاتوالی او د هغو تخریب قوت هم زیاتوی.
د وضعیت او ستونځو تحلیل
د پکتیکا ولایت په نیمه شرقی خوا کې داسي نایابه طبعي شتمنی وه چې د الله د یو نعمت په توګه یې په نړۍ کي نمونه نشته- طبعی ځنګلونه او طبعی بوټې. د ولایت په غربی نیمه خوا کې بیا د هوارو سیمو سره تر مځکي لاندي د اوبو پریمانه ذخیره هم یو لویه هستي وه.
په پکیتکا او حتی پخواني «جنوبی یعنی اوسنۍ پکتیا، پکتیکا، خوست او لوګر » کې میشتو ولسونو له پخوا څخه د هغه وخت په اصطلاح «سلطاني مځکي»، لکه شاړي او لا مزرع دښتي او ځنګلونه ولسي او قومی جایدادونه بلل او په قومی جوړښتونو کې یې سره تقسم کړي وو- مثلا یوه سیمه د یوه قوم او بله سیمه بیا د بل قوم ملکیت منل شوی وو.د وخت دولتونو هم دومره سر نه پسي ګرزاوو. یوه بله مسئله د « بلند آبه او زیر آبه یا تر ویالو لاندي» د ارضي مفاهیمو نا واضح تعریف وو. یو شمیر ولسونو له عمومي خوړونو یا نهارو څخه د مځکو د خړوبولو لپاره له لري فاصلو څخه ویالي ګرزولي وي چې یوه لویه سیمه به تر هغو ویالو لاندي پرته وه. دغه تر ویالو لاندي مځکي به «زیر آبه» مځکي او شخصي ملکیت تلقي کیده او د وخت دولتونو به هم قومونو ته یو شمیر اسناد ورکول. ولسونو به بیا د دغو اسنادو په اعتبار د خپل ملکیت ادعا کوله او د خرڅولو او اخیستلو په وخت به دغه ډول اسناد معتبر بلل کیدل.
ولسونو بیا یو شمیر دغه ډول قومي جایداونه په نورو افرادو خرڅ کړي وو او دغه د خرڅولو او اخیستلو لړی بیا دوهم او دریم لاسته رسیدلي ده. هغه افراد چې دغه مځکي یې اخیستي دي، بیا له کلونو راهیسي یې آبادوی او خواری ورباندي کاږي.
له مځکي لاندي اوبو څخه تر یوه حده غیر عادلانه، غیر مسؤلانه او تر ډیره حده غیرفنی او غیر مؤثره ګټه اخیستله کیږي. دغه رویش بیا له یوي خوا د کروندګرو د ټیټ عاید لامل دی او له بلي خوا تر مځکه لاندي اوبو د ذخایرو د کمښت اساسی سبب هم ګرزي.
پدی توګه له شاړو مځکو او له مځکي څخه د لاندي اوبو څخه د ګټې اخیستنې لپاره اړتیا ده چې له ولسونو سره په ګډه داسي دستورالعملونه او لوایح وضع شي، چي له یوي خوا د ولسونو د عاید منابع تقویه شي او له بلي خوا تر مځکه لاندي اوبو څخه اغیزمنه، عادلانه او مسؤلانه ګټه پورته شي.
د آباده شویو شاړو (سلطاني) مځکو مسایل
د اسلامي آمارات په مخکینی دوره کي د زراعت ریاست کوشش وکړ چې دغه په اصطلاح فردي او «قومی ملکیتونه» د اجاری کولو له لاري بیرته عامه ملکیتونو ته را وګرزوی. پدي ترتیب سره یو شمیر خلکو سره لدي چي له نورو قومی ولسونو څخه یې دغه مځکي په پیسو اخیستي وی، بیا هم دا منله او له دولت څخه یې د اجاری احکام واخیستل. په دا اخرو ګډوډیو کی ځینو هوښیارو خلکو بیا په هغو قومي ملکیتونو کې له اجاري پرته مداخلي وکړي او د کورونو په نوم یې لویي چاردیوالي ورباندي را وګرزولي او پدي ترتیب یې له اجاره کولو څخه هم ځانونه معاف بولي.
هغه کسان چې زیاتي مځکي لري، د کروندو د خړوبولو لپاره د مځکي لاندي اوبو څخه غیر فني او غیرضروي ګټه اخیستل کیږي. مثلا د باغونو د خړوبولو لپاره د دې پرځای چي هره ونه اوبه شي، یوه لویه باغچه اوبه کیږی، چې دا کار له یوي خوا د اوبو د غیر ضروری مصرف سبب کیږي، او له بلي خوا د وښو او غیر ضروری او حتی مضرو نباتاتو د ودي سبب ګرزي چي هم باغونه او خاوره کمزوری کوي او هم د هرزو او نامطلوبو وښو محوه کول اضافي ستونځه جوړوي. برسیره پردې ډیر ځله اوبه بې ضرورته او د ټول کال په اوږدو کي له ژورو څاګانو را ایستل کیږي او بیځایه مصرف کیږي.
له مځکو څخه ټیټ او بی کیفیته حاصل اخیستل یوه بله مسئله ده چې توجه نه ورته کیږي. کروندګر ډیر ځله داسي مځکي آبادوی او کري چی د حاصلخیزی قوت یي ډیر ټیت وي. کروندګر په ځای د دې چي لږ مځکه و پالي او سمه یې آباده کړي او د حاصلخیزه کیدو لپاره یې تلاش وکړي، هغوی په ډیره مخکه کروندي کري چې سمه پالنه یي هم نشي کولای. پدې ترتیب سره د اوبو مصرف زیات خو د حاصل کچه یې کمه وي. د اوږدو وچکالیو په صورت کې، چې د اقلیمی تغییر لویه اغیزه بلل لکیږي. تر مخکه لاندي د اوبو د سطحي د ټیټيدو او حتی ختمیدو خطر موجود ده.
د مناسب او ګټورحاصل ورکوونکو محصولاتو د کرکیلي په اړه لازمه پوهه او فني مشوري هم نشته. مثلا دا چې کوم ډول فصل یا وني د کومي سیمي لپاره مناسبي دي او څنګه پالل کیږي.
د زراعتي محصولاتو لپاره د عرضي او تقاضا اصل په نظر کې نه نیول کیږي. پدې هکله کوم پلان او دستورالعمل هم نشته. ځینی کلونه ټول کروندګر یو ډول فصل کری، مثلا ټول پیاز، کچالو، بانجان یا بل داسي څخه کری چې تیر کال یې قیمتونه لوړ وو. پدې ترتیب سره نرخونه ټیټیږی او د عاید کچه ټیټه او حتی کروندګر تاوانونه کوي.
د وړو دهاقینو د محصولاتو د خرڅولو او بازار ته د رسولو په اړه هم ستونځی دي. هغه دهاقین چې کمه اندازه زراعتي محصولات لاسته راوړي نو باراز ته یې رسول ورته قیمته تمامیږی. پدي ترتیب دوی هم تاوان کوی. د دهاقینو اتحادیي یا هم کوپراتیفونه موجود ندي، نو هر دهقان په خپل سر کروندي پلانوي او یوازی د خپل سر خیر غواړي. په نوره دونیا کې د کوپراتیفونو له لاري کوچني تولیدونکی کولای شي خپل محصولات په ګډه بازارونو ته ورسوی یا يي هم پلان کړي
د زراعتي محصولاتو د پروسیس کولو د فرصتونو نشتون له امله ډیر زراعتي محصولات خوسا او ورستیږي او ضایع کیږی. مثلا یو کال بانجان ډیر کرل شوي وي، نو بازار یې ټیټ وي او دوی مجبور وی چي یايی ډیر ارزانه خرڅ کړي او یا هم ضایع شي. همداراز که د تندو بادونو په وخت کي، مڼی له ونو راولویږي او زخمي شي، ژر خرابیږي، نو دهاقین مجبور وی چي ضایع یې کړي او دا چې کیفیت یې خراب وي نو په ډیره ټیټه بیه خرڅيږي. په دغو ټولو صورتونو د محصولاتو ضایع کیدل را منخته کیږي. د کوچنیو محلی پروسیس کولو مرکزونو جوړل یوه لزومه بلل کیږي. مثلا: که ږلۍ فصلونه ووهي، نو د ږلۍ وهلیو غنمو څخه د چرګانو دانه، له میوو څخه د مربع ګانو، جوسونو یا هم کانسرو شوی میوو جوړول یو ساده تخنیک اوصنعت دی، چي په سیمه کې وده ورکول کیدای شي.
ددغو ستونځو یوه منشا چې په ولسونو پوري اړه لري، عام فقر، د ولس نا آګاهي، د نفوس زیاتوالی او د زیاتي ګټي حرص ده. د مسئلي بل بعد بیا په دولتی نهادونو پوري اړه لري، چې واضح دستورالعملونه، زراعتي لوایح، پلان شوي زراعت، له اوبو او خاوري څخه مؤثره او اغیزمنه استفاده کول، د محصولاتو تنظیمول، د دهاقینو اتحادیی او کوپراتیفونه تشویقول او د مځکي لاندي اوبو څخه د استفاده کولو حدود، تغذیه او پدې اړه لازم لوایح وضع کول دي. له دغه ځایه څخه تر مځکی لاندي اوبو څخه محدوده خو سمه، فنی او عادلانه ګټه اخیستنه یولازمی کار دی چی د لازمو لوایحو وضع کول او مناسب دولتی نظارت ایجابوي.
د زراعتي مځکو او اوبو اړوند د ستونځو خلاصه:
یوه ستونځه داده چې هغه افراد چې شاړي مځکي یې له نورو څخه د شخصی ملکیت په نامه اخیستي او پداسي حال کي د آبادولو لپاره ي ډیر نور مصارف هم ورباندي کړي دي، سره لدي چې د دولت لخوا کلنۍ اجاره هم پریکوي، خو د ملکیت او حتی ځیني يې د اجاری کوم خاص سند هم نلري او لدي لاري بیا هم د دولت او هم د افرادو لخوا له ستونځو سره مخامخ دي.
بله ستونځه داده چې یوشمیر افرادو په خپلو آبایی یا هم اخیستل شویو یا اجاره شویو مځکو کې ډیر زیات ژور څاګان ایستلي دي او ډیر وخت له اړتیا زیاتي اوبه په بي رحمی سره مصرفیږی. دا چې شمسي پلاټونه اضافی مصارف نلري، ڼو ډیری وخت اوبه بیله ضرورته اوبي فایدي را باسي او مصرفیږي.
دریمه مسئله له مځکو څخه کم حاصلات اخیستل دي. ډیر وخت د مځکو مالکین یا هم اجاره داران، مخصوصا هغه کسان چې ډیره مځکه لري، په غیر حاصلخیزه مځکو باندي کروندی کوي، چې ډیر کم حاصل ځیني اخلي، سره لدي ي د اوبو مصرف یې زیات وي.
د «لږ کرلو خو سم پاللو» په ځای د مځکو مالکین او دهاقین د« ډیره مځکه کرلو خو کم پاللو» په اساس کار کوي. پدی ترتیب هم اوبه بیځایه ضایع کیږي، هزره جات پکې د حاصلاتو په نسبت زیات وي، او هم حاصل کم وي. نو «مځکه کرل خو سم پالل» د ټولو او د اوبو د سم مصرف په ګټه ده.
د مناسبو، باارزښته، ډیر حاصله، د اوبو له اړه کم لګښته، او بازار یابه کښتونو د کرلو په اړه آګاهي او فني مشوري نشته.
د کم مځکو دهاقینو د حاصلاتو د خرڅ لپاره هیڅ ډول تعاون نشته او هر یو یې په خپل غم نیولی وي. پدي ترتیب سره دوی له حاصلاتو څخه کمه ګټه تر لاسه کوي او بازار ته یي نشي رسولای.
د طبعي ځنګلونو مسایل
د ولایت په شرقي نیمه خوا کي داسي طبعي ځنګلونه وو چې نمونه یي د نړۍ په بل ځای کې نشته. له بده مرغه د ولس د لوږی، بی روزګاری او تر ډیره حده د نا آګاهۍ/ناخبرۍ له امله په ځینو سیمو کې دغه طبعي ځنګلونه پاک خواپاکي جارو او په بشپړ ډول له منځه تللي دي. په نورو سیمو کی په دغو ځنګلونو کې د زنغوزو وني لا تر یوه حده پاته دي. د سیمې د غرونو ارتفاعات داسی دی چې د هند د سمندر مرطوب تاوده بادونه ورسره لګیږی او د الله ج په حکمت سره د طبعی ځنګلونو د را شنه کیدو سبب شوي دی. هغه غرونه چې طبعي ځنګلونه پکې دي، معمولا ډبرین غرونه دي او خاوره کمه پکي وي. پدې لحاظ وني او بوټي په دغو غرنیو تړو کي له یوي خوا خاوره ساتي او له ریږیدو څخه یې مخنیوی کوي، او له بلی خوا د نورو ونو او بوټو د راشنه کیدو لپاره هم په خاوره کې اوبه ساتي او د شنه کیدو زمینه ورته مساعده ساتي. د ونو، بوټو او غنو او زرګو ختمیدل به د ډبرینو غرونو او غونډيو د لوړ نشیب په سبب د خاوري ریږد (فرسایش) له وجی به غرونه هم له خاوری او هم له شنو بوټو خالي او خالصي ډبری به پاته شي. د اقلیمی تغییر او اوږدمهاله وچکالیو په صورت کې په دغو ځنګلونو کې د نویو ونو د را شنه کیدلو هیلي ختمیږي.
دغه ځنګلونه چې یوه نایابه او نادره شتمني او یوه ځانګړی طبعی ښکلا ده، ډیر غنی ایکوسیستم لري او زیات قیمتی طبعی محصولات، لکه طبې بوټی، غیر طبی رنګ رنګ بوټي، زیات ګل لرونکي بوټي او میوه داری وني هم لري چي د «طلای خودرو یا بوته های طبي افغانستان» په نوم یادیدل (یوسفی ۱۳۵۶ هش). په طبعي ښکلا او غنې ایکوسیستم برسیره دغه سیمه د ولسونو لپاره او همداراز د دو لتونو لپاره د عایداتو یوه ښه منبع هم وه.
د سیمی نایاب طبعی ځنګلونه چې په مړژواندي حالت کې یو څه لا پاته دي، د زنغوزو وني لري چې یوه نایابه او قمیتي میوه ده،. زنغوزي د سیمی او هیواد لپاره د عایداتو د یوې لويی منبع په حیث ډیر اقتصادي اهمیت لري او «توره طلا» بلل شوي ده.
په طبعي ځنکلونو کې، سره لدي چې لویه برخه یې له منځه تللي ده، طبعي بوټی، ګل لرونکي بوټي، لکه شني غني، شني زرګي، یو شمیر بی حاصله وني او رنګارنګ نایابه طبي بوټي لا پاته دي. د ولسونو د فقر، بی روزګاری، ناخبری، او د ګټي د حرص له وجي دغه پاته بوټي هم د سونګ د موادو په توګه وهل او خرڅول کیږي. دغه بوټی، بی حاصله وني او زرګي د غرونو په نشیبونو کي د خاوری ريږد مخه نیسي او د واوري او بارانونو اوبه په خاوره کي ذخیره کوي چې بیا د کال په اوږد کې د ځنګلونو د ونو او بوټو د طبعي اوبه کولو لپاره کاریږي. برسیره پردې دغه بوټي د سیلابونو زور کموي او د سیمی د لندبل وسیله هم دي.
د طبعي ځنګلونو د ساتنی، طبعي ونو د تکثیر، د ځنګلونو د بیا اعادي او موجوده نایابه بوټو او ونو د ساتنی او پالني لپاره له ولسونو سره په ګډه د کار کولو او لوایحو وضع کولو ته ډیره اړتیا ده. په سیمه او هیواد کې د ننه د زنغوزو د حاصلاتو د پروسیس کولو ( پخولو، سپینولو، بسته بندي کولو او صدور ته د تیارولو) او د ځنګلونو د ساتني لپاره د افرادو ګمارلو له لاري به د سیمي د خلکو لپاره هم د کار او عاید منابع زیاتي شي، او هم به د با ارزښته صادراتو له لاری د هیواد اقتصاد ته ګټه زیاته شي.
د طبعي ځنګلونو د ستونځو خلاصه:
په غرنیو سیمو کي زراعتي مځکي ډیري کمي دي؛ بازارونه او د کاروبار محلات او معاش خوره وظایف هم پکې په نشت حساب دي؛ نفوس هم په زیاتیدو ده؛ په دغو سیمو کې ټول ولس بیکاره ده او فقر او غربت بي انتها زیات دي. د خلکو یوازینی د عایداتو منبع دغه ځنګلونه او په خاصه د زنغوزو حاصل دی. د زنغوزو حاصلات هم کله کله د طبعي آفتونو (ږلۍ ) له وجي هیڅ نه وي. نو خلک د مجبوریت له وجي پاته ونو ته لاس اچوي.
همداراز په دغو غرنیو سیمو او غونډیو کې بوټي، زرګي، او نور ډیر قیمتي نباتات د سونګ لپأره او هم د خرڅولو لپاره قطع کوي. پدي ترتیب سره نو غرونه او غونډی له بوټو خالي او د باد او باران د تخریب لپاره یوازي پاته کیږی. دغه پدیده بیا د خاوری ریږد، د اوبو تیښته او د سیلابونو زیاتوالی او دهغو د تخریب قوت زیاتوی. له بلی خوا په ځنګلونو کې د خاوری د نشتوالی له وجې په ډبرو کې بیا د طبعي ونو د بیا را شنه کیدو مخینوی کیږي. په ډیرو سیمو کې دغه طبعي بوټي او زرګي په اخره یوه لسیزه کې تقریبا له منځه تللي دي اویوازي په غرونو کې لا لږ څه پاته دي. که مخنیوی یې ونشي، نو په یوه لسیزه کي به د غونډیو په شان غرونه هم له دغو بوټو خالي شي. بیا به نو د خرڅ لپاره خو لا څه کوي، چې د ځان ګرمولو لپاره هم څه نه وي، او په غرونو کي به مو له خپله لاسه وني د طبعي مرګ په لاره رواني کړي وي.
که د طبعي ونو نیالګي (نوي وني) پکې را شني هم شي، خو د پالنی او ساتني لپاره يې هيڅ تدبیر نشته او مالونه یې خوري. ولسونه هم پدي هکله هیڅ جوړښتونه او حرکت نلري. مثلا ولسونه کولای شي چي دغه سیمي په اصلاح «ناغه» کړي، یعنی د یوي مودی لپاره یې له ورتګ او مداخلي څخه بندي کړي. یا د ونو او بوټو وهل پکي بند کړي- لکه د وزیرستان په سیمو کې چي ولسونه دا کار کوي، او وینو چې ځنګلونه یې بیرته ښیرازه شوی دي.
دزنغوزو حاصلات بیا بیله نور پروسیس کولو څخه په اومه ډول خارج (پاکستان) ته صادریږي، چیری چي یې د پروسیس کولو کاروبار میاشتی میاشتی دوام مومي او ډیر خلک پکې مصروف وي. پداسي حال کې چې د زنغوزو پخول، چاڼ کول، سپینول، بسته بندی کول او بیا صادول د زرګونو خلکو لپآره د کار او عاید زمینه د ټول کال لپاره آماده کولای شي.
د سونګ د موادو په حیث یوازی طبعي بوټی او ځنګلي وني کاریږی، اومتبادل مواد، لکه طبعی ګاز، د ډبرو سکاره، او تر ټولو مهم لمریزه برښنایی انرژي تقریبا هیڅ نه کاریږي. د طبعي او طبي نایابه بوټو وهل او سوځول برسیره پردي چې له ځان، طبیعت، او راتلونکي نسل سره بی مسؤلیتي او جفا ده، یو ډیر قیمتي عمل هم دي. یوسفی (۱۳۵۶ هش) په خپل کتاب «طلای خودرو یا بوته های طبي افغانستان» کې لیکي چې « د نانوایي یوه ډوډۍ موږ ته د څو ناروغانو د علاج په قیمت تمامیږي، دا ځکه چې موږ یې په ډیرو قمیتي بوټو تنورونه تودوو». (۲۴ مخ)
د طبعي ځنګلونو او بوټو د اهمیت، ارزښت، او هغو د قطع کولو پایلي پخپله زموږ، راتلونکي نسل او طبعیت لپاره، په اړه هیڅ ډول آګاهي پروګرامونه او تدابیر نشته؛ خلک هم یوازی نن ته ګوري او د یوي ګولي ډوډۍ پیداکولو لپاره داسي څه کوي چې جبرانول یې یوازی او یوازی د اللهج په لاس کې دي.
پدي آواخرو کې د طبعي ونو قطع کول بند شوي دي، خو د بوټو غنو او زرګو وهل تر پخوا لا زیات دوام مومي، چې دغه عمل بیا له یوي خوا د ځنګلونو د وچیدو او د خاوریریږد خطر زیاتوي، او له بلي خوا د سیلابونو د شدت او د هغو د تخریب قوت هم زیاتوي.
د کاروبار لپاره زمیني ډیري خو تدابیر نشته، مثلا: هغه ګټه چې د طبعي بوټو او ونو له قطع کولو او خرڅولو څخه تر لاسه کیږي، نسبت هغه مصرف ته ډیره کمه ده چې که دغه کسان وګمارل شي چې طبعي ځنګلونه وساتی، ویی پالي او د نویو بوټو او ونو د تکثیر او حفاظت لپاره کار وکړي. په سیمه کې د حاصلاتو پروسیس کول یو مهم کار ده چې باید کار ورباندي وشي؛ همداراز که په دغو غرونو کې د شاتو د مچیو ساتل او پالل ترویج شي، نو هغه شات چې د دغو بوټو څخه ترلاسه کیږي، غالبا به په نړۍ کې ساری ونلري او د ولس لپاره به د عایداتو ښه متبادله لاروي.
حل لاری
د یوه مشورتی بورد (۳-۵ تنه) ټاکل چې د زراعتي مځکو، تر مځکه لاندي اوبو ، زراعتي محصولاتو، طبعي ځنګلونو د ستونځو، فرصتونو او له هغو څخه د اغیزمني ګټی اخیستلو او نورو جوانبو په اړه د وضعیت د تحلیل او مشورو له لاري د طرحو او طرزالعملونو د ترتیبولو په اړه له ریاست سره مرسته وکړي. دغه طرحي او طرزالعملونه ممکن د لاندي مسایلو په اړه وي:
له ولس سره په ګډه د موجوده څاګانو (بمبو) د استفادي لپاره دلوایحو ترتیبول، په خاصه له مځکي لاندي اوبو، شاړو مځکو او ځنګلونو څخه د ګټي اخیستنی په اړه، مثلا:
د خړوبولو لپآره محدودي میاشتی ( ثور تر عقرب پوري) ، د ورځي محدود ساعتونه ( یوازي د ورځي) ، یوازي حاصلخیزه مځکي کرل، او نور
د ونو د خړوبولو لپاره د چکک (ډریپینګ) سیستم ترویجول، تشویقول او حمایه کول
له اوبو، کښت او د کرني له مځکو څخه اغیزمنه، ګټوره او پایداره ګټه اخیستل
د مځکو د حاصل قوت زیاتول - په ښو او حاصلخیزو مځکو کښت کول
متبادل کښتونه رواجول، تشویقول او حمایه کول، مثلا: داسي کښتونه چې لږ اوبه غواړي، حاصل یې زیات وي، د انتقال او ساتلو او بازار لرلو له اړخه مناسب وي،
د دهاقینو مؤثریت یو دهقان باید یوه محدوده اندازه مځکه سمه وپالي
تعاونی کوپراتیفونه ترویجول، تشویقول او حمایه کول
د عرضی او تقاضا د اصل سره سم په سیمه کې دهاقینو ته د کر پلانونه ورکول – کله، څه، چیری او څنګه یې وکری- دزراعت ریاست باید پلانونه او طرح ورته جوړي کړي.
د موجوده بمبو ثبتول
نویو بمبو لپاره شرایط وضع کول – څوک کله، چیري، ولي چاته اجازه یا د نویو مځکو اجاره ورکړله شي.
د ولس لپاره د کاری فرصتونو ایجادول، ترویجول، تشویقول او حمایه کول، مثلا:
مخصوصا په غرنیو سیمو کی د طبعی ځنګلونو د ساتني، پالنی او تکثیرولو لپاره خلک ګمارل
د وړو صنایعو ترویجول، تشویقول او حمایه کول، مثلا د جوس، مربع یا هم د میوو د کانسرو واړه کار ځایونه ترویجول، تشویقول او حمایه کول
د میوو د پروسیس ترویجول، تشویقول او حمایه کول
د زنغوزو د پروسیس ترویجول، تشویقول او حمایه کول
په غرنیو سیمو کې د شاتو د مچیو د فارمونو ترویجول، تشویقول او حمایه کول
د ځنګلونو د وهلو د ضرورت په ځای د هغو ونو او بوټو او حاصلاتو د ساتلو، پاللو، تکثیرلو او میوو پروسیس کولو فعالیتونه ترویجول، تشویقول او حمایه کول
کیدای شي یو شمیر دښتي او لا مزرع سیمي تعیین شي او په ټوله سیمه کی بی بضاعته کورنی تشخیص شي . تر هغه وروسته بیا په لامزرع دښتو کې محدوده اندازه مځکه په اجاره ورکړل شي، تر څو هغوی زوند ورباندی وکړای شي. دغسی کسانو ته شاید د قرضو له لاری وسایل هم ورکړل شي.
د سونګ لپاره د لرګو او بوټو په ځای د متبادلو سونګ موادو ترویج، تشویق او حمایه کول، مثلا:له لمریزی انرژی څخه د کور تودولو او پخلي لپاره د کار اخیستلو ترویجول، تشویقول او حمایه کول
په طبعي ځنکلونو کې د پاته ونو ساتل، پالل اوتکثیرول، مثلا:
په عمومي توګه خو په خاصه غرنیو سیمو کې د بوټو او غنو په سوځولو، وهلو او خرڅولو بندیز
د طبعي ونو تکثیرول: په ځنګلونو کې په طبعي توګه د نوي را شنه شوي نهالونه ساتلو او پاللو ترویجول، تشویقول او حمایه کول
د مکافاتو له لاري د طبعی ونو د ساتلو پاللو او تکثیرول سالي ترویجول، تشویقول او حمایه کول
د قوریو له لاري نوي نیالګی کښيیچنول¸ ترویجول، تشویقول او حمایه کول
ځنګلونه ټول یا په نوبتي توګه سیمي ناغه کول، مثلا یوازی د زنغوزو د حاصل د کتلو او جمع کولو په وخت کې ځنګلونو ته د تګ اجازه لرل
ځنګلونه له کورنیو مواشيو ساتل – د ورتګ بندیز لګول
د وضعیت او ستونځو دغه پورته یو لڼد تحلیل وړاندي کیږی او هیله ده چې د زراعت له ریاست سره به د مربوطه امورو په مدیریت او سنبالولو کې مرستندوی وي.
و من الله التوفیق
منصوری
موبایل : 0799309814، واټسآب: 0787142007
کابل، حمل ۱۴۰۳ هـش،