👷 د کور عایق کول
House insulation
ایا غواړۍ چې په ګرمۍ کې مو کور یخ وي؟ ایا غواړۍ په یخنۍ کې مو کور ملایم ګرم وي؟ که داسې کور غواړۍ نو ددې ستونزې حل ډیر اسانه او ارزانه دي، د داسې کور د د جوړولو پرمهال په کې عایق وکاروۍ. د عایق په کارولو سره انرژي تولید ته اړتیا کمیږي چې له امله نه یواځي مالي سپما کیږي بلکې د دې سربیره چاپیریال ته د مضره ګازونو د لیږد مخنیوی هم کیږي.
عایق څه شي دی؟
معمولا د کوټې دننه تر 20 درجې سانتي ګرید پورې مناسبه تودوخه بلل کیږي، خو د دباندني چاپیریال د تودوخې دلوړیدو له امله د کوټې تودوخه لوړیږي او په ژمي کې برعکس د کوټې دوخې درجه ښکته راځي. که د باندې تودوخه لوړه وي نو د کوټې دننه تودوخه هم ورسره زیاتیږي او که چیرې د باندې تودوخه ټیټه وي نو د کوټې تودوخه هم ورسره ټيیږي.
د کوټې دننه تودوخې او باندني چاپیریال ترمنځ د تودوخې دا لیږد د دیوالونو، دروازو، کړکیو او بام له لارې ترسره کیږي. او که چیرې له باندني چاپیریال سره د کوټې دننه برخې د تودوخې د لیږد لارې او اړیکې پرې شي نو د تودوخې د لیږد پروړاندې به خنډ پیدا شي چې دیته عایق کاري وایي، هغه مواد چې د عایق په توګه کاریږي عایق مواد بلل کیږي. عایق کاري یواځې د تودوخې لپاره نه وي، عایق کاری کیدای شي د اواز، د بریښنا، زد نم د مخنیوی لپآره وي او یا هم د ضربې د مخنیوی لپاره وي.
بیلابیل ساختماني مواد د تودوخې د مقاومت بیلابیل قیمتونه لري. د بیلګې په توګه د m 0.100 کانکریټی بلاک د حرارتي مقاومت 0.55 K m²/W، د 0.013m پیړ پلستر حرارتی مقاومت 0.08 K m²/W دي. ددې لپاره چې کور پوره عایق شي باید د دیوالونو، منځنیو چتونو، بامونو، دروازو او کړکیو څخه د تودوخې د ضایع کیدو مخه ونیول شي. کله چې له یو ساختماني مادي لکه کانکریټ او خښتې څخه تودوخه تیره شي داسې مواد د تودوخې هادي بلل کیږي. هوا، کانکریټ او خښته د تودوخې ډیره ښه هادی دي.
ددې لپاره چې وداني د تودوخې پروړاندې عایق شي باید:
1️⃣ له دروازو څخه د تودوخې د ضایع کیدو مخه ونیول شي.
2️⃣له کړکیو څخه د تودوخې د ضایع کیدو مخه ونیول شي.
3️⃣ هغه برخې چې ښیښه په کې کارول شوي وي د غبرګو ښیښو (double glazing) سیستم وکارول شي.
4️⃣ د کړکیو توږل او ښکلي کول په سم ډول ترسره شي.
5️⃣د پوښښونو تر منځ که چیرې کوم تش ځای وي باید ډک کړای شي.
6️⃣د بام لاندې کوټي عایق کول.
7️⃣د اوبو ټانکۍ باید داسې پټه کړای شي 80mm جاکټ ور واغوستل شي.
د سوړ دیوال لپاسه وچ دیوال وشي.
لومړی: د دیوالونو د عایق کول:
په یوې ودانۍ کې د تودوخې د ضایعاتو د مخنیوي لپاره د دیوالونو عایق کول په ځانګړي ډول د باندنیو دیوالونو عایق کول ډیر مهم رول لري. د دیوالونو عایق کول په درې ډوله ترسره کیږي.
1. له دننه څخه د دیوال عایق کول
inner leaf insulation
په دې ډول عایق کولو کې دیوال ته له دننه لوري څخه د عایق موادو یو قشر ورکول کیږي.
2. له باندې څخه ددیوال عایق کول:
Outer Leaf Insulation
په دې ډول عایق کولو کې دیوال ته له باندې لوري څخه د عایق موادو یو قشر ورکول کیږي.
3. دوه قشره منځ خالي دیوال:
Two Leaf Masonry Cavity Wall
معماري جوړونه هغه ده چې د مسالې په کارولو سره د وړو معماري واحدونو د یو ځای کولو څخه لاس ته راځۍ. دا معماري واحدونه کیدای شي د تیږو څخه وي، ډکې یا حجروي خښتې یا بلاکونه وي، دا دیوالونه کیدای شي د ودانۍ یوه برخه وي او یا هم ډکوونکي دیوالونو په شکل وي .په دې میتود کې ددیوال دوه قشرونه وي یو دننی او بل باندنی معمولا باندنی قشر ښایست لپاره هم کاري. دواړه قشرونه د یو فلز په واسطه سره داسې نښلول کیږي چې ترمنځ یې لږه تر لږه 50mm تشه پاتې شي.
که ددوه قشرونو ترمنځ فضا د عایق کوونکو موادو څخه مکمله ډکه وي نو په دې صورت کې عایق کوونکي مواد باید خپله هم د اوبو ضد وي داسې چې له باندي قشر څخه باید اوبه جذب نه کړي. عایق کول کیدای شي د دیوال جوړولو پرمهال د سلب ورکولو په شکل ترسره شي او یا هم په خالیګا کې همدلته جوړ شي. په ټولو حالاتو کې باید د قشرونو ترمنځ خالیګا شتون ونه لري.
دلته ددې خبرې یادونه ضرور ده چې د دوه قشرونو ترمنځ عایق مواد واچول شي نو هغه خالیګا باید په سمه توګه سیل یا پوخ کړای شي. که چیرې دا سیل نه کړای شي نو بیا کیدای شي له عایق موادو هوا تیره شي. د سیل کولو لپاره کیدای شي منرالی پښته وکارول شي.
نن سبا په مارکیت ډیر ارزانه عایق مواد پیداکیږي. ددې موادو هریو ډول خپلې ګټې او نیمګړتیاوې لري. د عایق موادو د کارولو پر مهال باید وکتل شي چې کوم ډول یې مناسب دی. د موادو غوره کولو په وخت د هغې نرخ، د هغې د R قیمت، په چاپیریال یې اغیز، د اواز عایق والی او یو شمیر نور فکتورونه په پام کې ونیول شي. د عایق موادو ډیری ډولونه شتون لري خو دلته یې له پنځو څخه یادونه کوو.
دویم: د بام عایق کول
کله چې دیوالونه عایق شول او د کوټونو لپاره د بام سلب واچول شو په دې صورت کې باید لومړی د بام سلب هموار شي، ددې لپاسه حرارتي عایق ورکول شي، وروسته پرې د اوبو ضد قشر ورکول شي.
دریم: د کړکیو اودروازو عایق
د کړکیو او دروازو د عایق کولو لپاره غبرګ ښیښه یې پلیټ میتود ضرور دی. په دې میتود کې دودانۍ ټولې هغه برخې چې ښیښه په کې ورکول کیږي ځانګړي چوکاټ په چمتو کولو سره غبرګې ښیښې ورکول کیږي .د ښیښو ترمنځ تقریبا تر 1.5cm پورې تشه پریښودل کیږي.
د عایق موادو ډولونه.
1️⃣فیبری ښیښه Fiberglass
فیبر ښیښه د عایق موادو تر ټولو زیات مشهور ډول دی چې په وروستیو وختونو کې ډیر کاریږي. د فیبرښیښه تر ټولو مهمه نیمګړتیا داده چې د لیږد پرمهال د ماتیدو ویره یې وي. څرنګه چې فیبرښیښه له ډیرو میده سلیکاني ذراتو، ښیښه یي پوډر او نریو تیره څوکو ټوټو څخه جوړیږي نو لیږدول یې ستونزمن وي که د خوندیتوب پوره وسایل (safety equipment) نه وي اغوستل شوي نو کیدای شي سترګو، سږو (lungs) او حتی پوستکی ته زیان رسوی. خو که داسې وسایل واغوستل شي نو د عایق کارۍ کارونه پرته له کومې پیښې سرته رسیدای شي. ښیښه یي فیبر یو نه سوزیدونکی عایق ماده ده، چې د R قیمت یې له 2.9 څخه تر 3.8 پورې دی. که څوک غواړي چې ارزانه عایق وکاروي نو دا یې تر ټولو ښه لاره ده.
2️⃣ منرالي وړۍ Mineral Wool
منرالي وړۍ څوډوله عایق کارۍ ته راجع کیږي. لومړی کیدای شي پشم شیشه یا ښیښه یې وړۍ وي کوم چې فیبرښیښه جوړښت لري او د ضایع شوو ښیښو د ټوټو له بیاځلې کارولو څخه لاس ته راځي .دویم کیدای شي ډبرین وړۍ یا سنګ پشم کوم چې له بذالت څخه جوړیږي. بلاخره کیدای شي ایره پشم یا ايره وړۍ وي کوم چې د اوسپنې په میلونو کې د ایرې په شکل لاس ته راځي. په امریکا کې ډیری منرالی پشم له ایره پشم (slag wool) وي. منرالي پشم د ضایع شوو موادو په توګه پیردل کیږي. ډیری منرالي پشم زیاتونکي مرکبونه نه لري څو هغه ته د اور پروړاندې مقاومت ورکړي. منرالي پشم سوزیدونکي (combustible) مواد نه دی. کله چې منرالي پشم له نورو موادو سره په ګډه وکارول شي، نو ډیر قوي د اور ضد عایق ترې جوړیږي. د منرالي پشم یا منرالۍ وړۍ د R قیمت له 2.8 څخه تر 3.5 پورې وي .
3️⃣ حجروي عایق مواد: Cellulose Insulation Material
حجروي عایق مواد یو ترټولو ښه ډول عایق مواد دي. حجروي عایق د ضایع شوو کاغذونو، مقوا (cardboard) او دیته ورته نورو موادو څخه جوړیږي. د حجروي عایق موادو قیمت 3.1 څخه تر 3.7 پورې دی.
وروستیو څیړنو ښودلې چې حجروي عایق د اور د تخریب په کمولو کې ډیر اغیزمن دی. نو ځکه حجروي عایق ډیر موثر او د اور پرضد ډیر ښه مقاومت ګڼل کیږي. سره له دي یو شمیر نیمګړتیاوې هم لري لکه یو شمیر خلک کیدای شي د ورځپاڼو د کاغذونو له ګرد سره حساسیت ولري.
4️⃣ پولي یوریتان فوم Polyurethane Foam
پولئ یوریتان د د عایق له مهمو شکلونو څخه یو دی، نن سبا د پولي یوریتان په فوم کې کلورو فلورو کاربن یا CFC ګاز ډیر کاریږي. ددې کارول ددې زمینه برابروي څو د اوزون په طبقه کې تخریب کم شي. ددې ګاز وزن کم وي چې تقریبا په یو فوټ مکعب کې دوه پونډ مکعب یا (2 lb/ft^3) کیږي. ددې موادو دR قیمت هم په هرانچ پیړوالي کې R-6.3 کیږي. دا ډول عایق مواد د اور ضد هم دي
5️⃣ پولي ایسترین: Polystyrene
پولې ایسترین یا ستایرو فوم (Styrofoam) د اوبو ضد حرارتي پلاستیکي سفنج یا فوم دی کوم چې د اواز او تودوخې یو ښه عایق دی. دا په دوه ډوله دی EPS او XEPS چې دی وروستی ته سټآیرو فوم هم وایي. ددې دواړو توپیر په قیمت او کارکولو کی دی. د XEPS قیمت زیات دی او د R قیمت یې تر 5.5 پورې دی په داسې حال کې چې د EPS لپاره د R قیمت 4 دی. سفنج د بلاکونو په شکل جوړیږي کوم چې د دیوال لپاره یو ښه عایق دی. دا ډول سفنج یا فوم سوزیدونکی دی او باید د اور ضد موادو په واسطه پوخ کړای شي چې دی پوخ ته HBCD یا هکزابرومو کلوډیکان (Hexabromocyclododecane)هم وايي.
6️⃣ د عایق یو شمیر نورډولونه.
د پورته عایق موادو سربیره نور ماد هم شته چې د عایق په توګه کاریږي لکه میږو وړۍ، پمبه او بوس (straw).
د عایق بیلا بیل شکلونه وجود لري، چې هر یو یې بیا خپل خپل خصوصیات لري. نظر خصوصیاتو ته موندل کیدای شي چې کوم یو د کوم ضرورت لپاره غوره دی. دلته یوه لنډه کتنه کوو:
1️⃣ایروجل تر ټولو قیمتي مګر په ورته وخت کې ترټولو ښه ډول دی.
2️⃣ د فیبر ښیښه تر ټولو ارزانه دی مګر سمبالول او لګول یې پوره احتیاط غواړي.
3️⃣ منرالي وړۍ موثره ده مګر د اور مقاومت نشي کولی.
4️⃣ حجروي د اور ضد، چاپیریال سره برابره او موثره ده خو کارول یې سخت دی.
5️⃣ پولي یوریتان ښه عایق تولید دی مګر ستونزه داده چې چاپیریال سره سمون نه خوري.
6️⃣ پولي ایسترین یومتنوع عایق ماده خو ستونزه داده چې خوندیتوب یې ډاډمند نه دی.
د عایق موادو د تشریح وړ خصوصیات:
Desirable characteristics for insulation materials
حرارتي هدایت: Thermal conductivity
ښه عایق مواد هغه دي چې تر ټولو ټیټ حرارتي هدایت قابلیت ولري، څو د تودوخې د لیږد ټول ضریب مقدار راکم کړي. داسې به لږو عایق موادو ته ضرورت وي. وچ او متراکم ګاز هم یو له عایقونو شمیرل کیږي. د عایق په موادو کې د عایق خاصیت په موادو کې دننه ګاز او ګاز د پاکټونو په مالومولو سره پیداکیږي. څومره چې د موادو د حجرو شمیر زیات او سایز یې کم وي هومره به د موادو حرارتي هدایت (conductivity) کم وي. دا حجرې باید یوله بله سره نښتې نه وي ځکه په هغې حالت کې تودوخې لیږد (convection of heat) ته اجازه ورکوي.
لمدبل - تبخیر نفوذ قابلیت: Moisture-vapour permeability
تر ټولو ښه عایق مواد باید د لمدبل - تبخیر د نفوذ ټیټ قابلیت ولري. په دې سره به د اوبو جذب کم شي. د موادو تراکم او رژیدل به کم شي.
مقاومت/نصبولResistance/installation features
عایق مواد د اوبو، محلولونو او کیمیاوي موادو ضد وي. دا مواد باید دوامداره وي او خپل د عایق والي خاصیت زر له لاسه ورنه کړي. عایق مواد باید په اسانه نصب شي، کم وزن ولري او په اسانه سمبال شي. د عایق موادو د نصبولو لپاره باید عادي وسایل وکارول شي. عایق مواد باید نه بوی ورکړي او نه هم بوی جذب کړي.
د خوندیتوب تګلاره: Safety features
عایق مواد باید نه شغله ورکونکي وي او نه هم چادونکي وي. کله چې عایق مواد سوزي، نو تر لاسه شوي محصول یې باید زهري خواص ونه لري.
د تودوخې د لیږد شکلونه: Heat transmission modes
دا مهمه ده چې پوه تودوخه کوټې ته څنګه دننه کیږي. تودوخه د هدایت، حرارتي لیږد او تشعشع له لاري او یا هم ددې واړو له یو ځای کیدو انتقالیږي. همیش تودوخه له ګرم محیط څخه سوړ محیط ته انتقالیږي. که د عایق دننه برخه یا کوټه سړه وي نبست د باندې محیط ته نو له کوټې څخه سړه د باندې راوځي.
څومره چې د کوټې دننه او د باندې د تودوخې توپیر زیات وي، هومره به یې د لیږد جریان تیز وي.
هدایت: Conduction
په دې شکل کې، تودوخه له جامد، مایع او یا ګاز څخه په موادو کې له یو مالیکول څخه بل مالیکول ته تیریږي. د تودوخې د هدایت لپاره دا ضرور ده چې د ذراتو تر منځ فزیکي تماس او د تودوخې توپیر وي. نو حرارتي هدایت د تودوخې د جریان د چټکتیا اندازه کول دي، له یوې ذرې نه بلې ذرې ته.
حرارتي انتقال: Convection
په دې شکل کې تودوخه هغه وخت انتقال کوي کله چې ګرمه شوې د هوا/ګاز او یا مایع له یوځای بل ځای ته حرکت کوي او تودوخه هم ځان سره لیږوي. د تودوخې د لیږد مقدار د حرکت کوونکو مایع، ګاز په تودوخې او جریان مقدار پورې اړه لري.
تشعشع: Radiation
تودوخه د رڼا په شکل، شعاع او نورو برقي څپو په بڼه انتقالیږي، دا انرژي له ګرم وجود پیل کیږي او یوازي له شفاف محیط څخه مکمل تیریدای شي، اتوموسفیر، ښیښه او راڼه مواد په کافي اندازه تودوخه تیروي.
د تودوخې انرژې: Heat energy
یو کیلو کالوري 1 kcal هغه مقدار تودوخه یا انرژي ده چې د یو کیلوګرام اوبو تودوخه تر یو سانتي ګرید پورې پورته کړي. په SI سیستم کې د انرژۍ واحد ژول دی.
یو کیلو کالوري تقریبا مساوي ده له 4.18 kJ سره یو بل واحد هم ورته کاریږي چې Btu بلل کیږي.
حرارتي هدایت: Thermal conductivity
که په ساده ډول یې تعریف کړو و د موادو هغه ظرفیت دی چې د هغې له کتلې څخه تودوخې ته هدایت ورکوي. ټول عایق مواد او نور مواد هدایت خپل خپل قیمتونه لري چې له مخې یې د عایق والي موثریت پیدا کوي. هغه مقدار انرژي یا تودوخه ده چې په واحد د وخت کې د موادو د واحد پیړوالي په واحد مساحت کې انتقال شي، کله چې دتودوخې توپیر موجود وي. حرارتي هدایت په kcal m-1 °C-1, Btu ft-1 °F-1 سره او د واټ په سیستم کې (W) m-1 °C-1 سره ښودل کیږي.
---------------------------
برای دریافت پی دی اف #PDF وارید لینک زیر شوید:
https://t.me/civilengineeringissues
لینک وات سب
https://whatsapp.com/channel/0029Vaagewl4Y9luOJoYoD16
----------------
#کانکریت #سنگ #خشت #سیخ @followers #موضوعات_انجنیری #ساختمان #ساختمانی #ساختمانسازی #پلاک #پلان #سرک #کتاب #مراقبت #انجنیرنظارت_کننده_ساختمان_کیست_وچه_نقشی_در_نظارت_ساختمان_دارد
#عایق #عایق_کاری #عایق_کاری_خانه #عاییق_کول