To start downloading books

Please sign in or create an account.

Faridon Delsoz Niazai 2 months ago 189
لمریزه قطب نما- د لمر څخه څلور طرفه پیداکول

لمریزه قطب نما- د لمر څخه څلور طرفه پیداکول

#لمريزه_قطب_نما

تاسې په دښته (صحرا) او يا کوم ناپيژندل شوي ځای کې کې لاره ورکه کړه، نو د لمر په مرسته خپل لوری داسې موندلی شئ:  1. لرګی ودروئ: یو سېده لرګی په ۹۰ درجې (عمودي) پر ځمکه کې ودرَوئ، او یو کوچنی کاڼی په هغه ځای کې کېږدئ، چرته چې د سیوري پای رسيږي. 2. انتظار وکړئ: له ۱۰_۱۵ دقيقو پورې انتظار وکړئ ترڅو د سيوري ځای بدل شي. بیا یو بل کاڼی په هغه ځای کې کېږدئ، چرته چې د نوي سیوري پای شتون لري.3. کرښه رسم کړئ: بيا د دواړو کاڼي د يوې کرښې په واسطه سره وصل کړئ، چې دغه کرښه د ختیځ او لویدیځ لوری ښیي.  4. جهتونه وپيژنئ: که چپه پښه پر لومړي کاڼي(د سيوري لومړی نښه) کېږدئ او ښي پښه مو پر دویم کاڼي (د سيوري دوهمه نښه) کيږدئ. نو مخ به مو شمال ته وي او شا جنوب ته. يعنې که چپه لاس ختيځ ته وي او ښی لاس لويديځ ته نو شمال ته به مخامخ ولاړ ياست.په هر ځای کې، د سيوري لومړۍ نښه لويديځ ښيي او دويمه نښه ختيځ.

دوباره یی لږ په غور سره ولولی🥰

Related Articles

"پښتو ګرامر "لومړۍ برخه

لیکنه ـ ریاض مقامزی  کتابتون ويبپاڼه د خپلو لوستونکو غوښتنو ته په کتو د پښتو ژبې د ګرامر ساده او عام فهمه شرحې لړۍ پیلوي. دا ددې لړۍ لومړنۍ لیکنه ده؛ تاسو به په دې لنډه لیکنه کې د لاندې پوښتنو ځواب ومومئ!   ـ ګرامر څه ته وايي؟  ـ ژبه د ګرامر تابع ده او که ګرامر د ژبې تابع دی؟ ـ ګرامر ولې لیکل کېږي؟  ـ په ګرامر کې کوم موضوعات لوستل کېږي؟...

موږ له خپل هیواده څومره خبر یو؟

تاسې که ایراني، پاکستاني، هندي او یا سیمه کې د نورو هیوادونو ځوانانو سره وګوری، هغو د خپلو هیوادونو په جغرافیه، تاریخ، سیاست او عیني واقعتونو ډیر اګاه او برلاسي وي خو بر عکس که موږ افغانان ځانته متوجې شو په بحثونو کې مو لېوالتیا ډیره وي خو د خپل هیواد په اړه ډیر ساده او اساسي معلومات هم نه لرو. که غواړی په بحثونو کې مو ادعاوې کمې او منطق ډیر اوسي ن...

د غوا خامې شيدې کوم ميکروبونه لري؟

د غوا شیدی کولای شې ډیری خطرناکې باکتریاوی له ځانه سره ولرې، یو د غذایی موادو دمکروبو او امراضو وسیله هم ګڼل کیږې. دا د خامو شیدو باکتریاوی ډیری مضره وی چې د نورو ډیرو مرضونو سبب کیدای شې. د غوا د خامو شیدو نه ګولییان بیرر سیندروم په نامه مرض پیدا کیږې. په دا مرض کې د وجود معافیتی حجرات په عصبی سیستم تاثیر کوی چې د نتیجې څخه یی د لاسو او پښو ضعف او...

Recommended Articles

د وينا پر مهال د ويرې ختمولو 27 ګټورې لارې

هغوى چې په سټيج باندې عونډو، سيمنارونو، ټولګي او حتى د ملګرو سره په مخامخ خبرو پر مهال ويره احساسوي دوى عمومآ د Glossophobia په اروايي ناروغۍ اخته دي، چې د خبرو دغه ويره د مرګ له ويرې هم سخته ده چې ستاسو مسلکي او شخصي ژوند زيان رسولى شي. ددغې ويرې پر مهال ستاسو بدن ريږدي، لاسونه مو خولې کيږي، زړه ضربان مو زياتيږي، چې په تجارت او د ژوند په نورو اړخ...

کوم ډول خلک بايد کېله ونه خوري

که څه هم کېله ځيني ګڼې ګټي لري خو دغه ميوه ځينې عورايض او تاووانونه هم لري.چې په لاندي ډور ورته اشاره کوو. دغه خوږ ميوه د خپل ځانګړي خوند، او نرموالي له امله په ټوله نړۍ کې مشهوره ده. ګېله کوم ډول زيانونه لري. ۱: د وزن زياتوالی دـ ځينو نورو خوړو په څير کېله هم پريمانه کالوري لري چې د وزن د زياتوالي لامل کيږي په هره متوسطه کېله کې ۱۰۵ ګرامه کالو...

له مطالعې سره څنګه ځان عادت کړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی د هر لوستي ځوان لپاره دوامداره مطالعه ډېره اړينه او مهمه ده. که تاسو دوامداره مطالعه کوئ، ذهن به مو فعال وي او هېڅکله به په وینا کې له بندښت سره مخ نه شئ. ددې ترڅنګ مطالعه ګڼې نورې ګټې هم لري. موږ نه غواړو، چې تاسو ته د مطالعې پر ارزښت وغږېږو. یوازې غواړو، تاسو ته ددې لارښوونه وکړو، چې څنګه دوامداره مطالعه خپل عادت وګرځوو. آیا...