To start downloading books

Please sign in or create an account.

"پښتو ګرامر "لومړۍ برخه

"پښتو ګرامر "لومړۍ برخه

لیکنه ـ ریاض مقامزی 

کتابتون ويبپاڼه د خپلو لوستونکو غوښتنو ته په کتو د پښتو ژبې د ګرامر ساده او عام فهمه شرحې لړۍ پیلوي. دا ددې لړۍ لومړنۍ لیکنه ده؛ تاسو به په دې لنډه لیکنه کې د لاندې پوښتنو ځواب ومومئ!

 

  • ـ ګرامر څه ته وايي؟ 
  • ـ ژبه د ګرامر تابع ده او که ګرامر د ژبې تابع دی؟
  • ـ ګرامر ولې لیکل کېږي؟ 
  • ـ په ګرامر کې کوم موضوعات لوستل کېږي؟

 

ګرامر څه ته وايي؟

ګرامر د انګلېسي ژبې کلمه ده، چې په کره پښتو کې ورته "پښویه" وايي. په فارسی ـ دری کې یې "دستور زبان" بولي. همداسې په ګڼو نورو ژبو کې ورته ځانګړې کلمې کارول کېږي؛ خو موږ باید تر هر څه لومړی د ګرامر سم تعریف زده کړو. پر دې باید پوه شو، چې ګرامر یعنې څه؟

تاسو به هم د ګرامر لنډ تعریف داسې لوستی وي، چې "ګرامر د ژبې کلي ده." 

مګر که غواړو، په سمه توګه د ګرامر مفهوم درک کړو، نو مهمه ده، چې یو جامع پېژند (تعریف) زده کړو. د ګرامر ټولمنلی پېژند داسې دی، چې "په علمي توګه د یوې ژبې شرحې ته پښویه (ګرامر) وايي."

 

ژبه د ګرامر تابع ده او که ګرامر د ژبې تابع دی؟

وړاندې له دې چې ددې پوښتنې ځواب ولولئ، لومړی خپله هم فکر وکړئ او ځواب ووايئ! 

عام ګمان دا دی، چې ژبه د ګرامر تابع ده. هر څه چې ګرامر وايي، ژبه باید هماغه ومني؛ خو دا فکر ناسم دی. منطقي خبره دا ده، چې ګرامر د ژبې تابع دی. ځکه تر هرڅه لومړی ژبه رامنځته کېږي، وروسته ګرامر لیکونکي د ژبې جوړښت ته په کتو ګرامر لیکلي. 

هڅه کوم، ددې خبرې د اثبات لپاره یو ساده مثال راوړم. که ژبه د ګرامر تابع وای، نو نالوستو کسانو به خبرې نه شوای کولای. ځکه چې مجبوراً ټولو کسانو ګرامر لوستی وای ترڅو خبرې کول پرې زده کړي. مګر که خپلې ټولنې ته ځير شو، وینو چې نالوستي کسان هم خبرې کولای شي، ګرامري نقطې مراعتوي، همدارنګه د ژبې پر جوړښت پوهېږي. 

دا به ومنو، چې لوستو کسانو به د ګرامر درسونه په ښوونځيو او پوهنتونونو کې ترلاسه کړي وي؛ مګر هغه شپون چې ټول عمر یې په غرو ـ رغو کې تېر شو، هېڅ ښوونځی یې و نه لیده،  لیک او لوست یې نه ده زده، نوموړي د ګرامر لوست له کومه ترلاسه کړ؟ ځکه هغوی تر ټولو سوچه او په ګرامري لحاظ سمه او برابره پښتو وايي.

نو لنډه دا چې ګرامر د ژبې تابع دی. لومړی ژبه ایجادېږي. ورپسې ګرامر لیکونکي د ژبې جوړښت ته په کتو د اړوندې ژبې ګرامر لیکي.

 

ګرامر ولې لیکل کېږي؟

که پورته موضوعات مو سم درک کړې وي، نو حتما به پوښتنه درته پيدا شوې وي، چې د ګرامر لیکلو اړتيا څه ده؟

رښتيا هم د ژبې اصلي ویونکي ګرامر ته ډېره اړتيا نه لري؛ خو د بلې ژبې ويونکي، چې غواړي ژبه زده کړي نو مجبور دي، ترڅو د ژبې پر جوړښت پوه شي او د ژبې جوړښت په ګرامر کې شرحه شوې وي.

همدارنګه د ګرامر په واسطه، د ژبې اصلي ویونکي هم په ژبه کې له خپلسریو  او انحرافاتو منع کېږي. مجبور دي، چې ګرامري قواعد ومني.

 

په ګرامر کې کوم مسایل لوستل کېږي؟

ګرامر د تشریحي ژبپوهنې اړوند مبحث دی؛ په دې کې د ژبې فونولوژي، مورفولوژي او نحوه لوستل کېږي. یا په عامه اصطلاح، په ګرامر کې د یوې ژبې پر غږونو، کلمو او جملو بحث کېږي. په راتلونکو لیکنو کې به د پښتو ژبې د ګرامر اړوند نور مسایل هم شرحه شي.

ددې لړۍ د دوام په هکله خپل نظر په کمینټ کې پرېږدئ.

Related Articles

د لرغوني یونان خلکو پر کومو خدایانو باور درلود؟

ژباړه ـ ریاض مقامزی لرغونی یونان د تمدن او علومو زانګو ګڼل کېږي، د ګڼ شمېر علومو بنسټ په لرغوني يونان کې ايښودل شوی دی. د یونان پېژندنې د لړۍ په دې لیکنه کې به تاسو د لرغوني يونان د خدایانو په اړه پوه شئ.   د لرغوني يونان خدایان تاريخي څېړنې ښيي، چې يونانیانو به خدایان د انسانانو په څېر تصور کول. هغوی ته به یې انساني صافت ټاکل او پياوړي به یې ګ...

د ښځې او خاوند ترمنځ د بدګمانیو علتونه او حل لارې

دا موضوع دوه برخې لري، لمړی دا چې خاوند په ښځې شک کوي؟او یا که ښځه په خاوند شک کوي (بد ګمانه) کیږي.لمړی به دا وڅیړو چې ښځه ولې په خاوند بد ګمانه کیږي؟ علل او عوامل یي په لاندې ډول دي. ۱- بد ګمانې/شک/ او بې اعتمادي نن ورځ په آکثریت کورنیو کې د اختلافاتو علل او عوامل بې اعتمادي او د ښځې/خاوند ترمنځ بد ګماني فضا رامنځته کیدل دي، هر کله ،هر لوری په...

د پاریس دېوالونه

د پېړیو په اوږدو کې پاریس له مرکز (Île de la Cité) څخه څو ځلې پراخه شوی او د ښار برخو کې دیوالونه جوړ شوي تر څو د ښار برخې محصورې کړي. په درېمه پېړۍ کې بربریانو د پاریس ښار لوټ کړ له لوټ کېدو وروسته په لوګي له تورو شوو ډبرو دیوال ترې چاپېره شو تر څو د (Île de la Cité) محفوظ کړي. د څو پېړیو په اوږدو کې دا دیوال څو ځلې ورغول شو. د سیند له پاسه چپ اړخ...

Recommended Articles

که دا عادتونه خپل کړئ له غربت څخه خلاصېږئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا به سمه خبره وي، چې شتمني له قسمت سره تړلې ده؛ خو دا خبره هم هېڅکله غلطه نه ده، چې ستاسو عادات په دې برخه کې رغنده رول لري. که تاسو هر څومره ډېرې پیسې ولرئ؛ مګر پر مصرف، پانګونې او نورو لاروچارو پوه نه شئ ډېر ژر به مو غربت د کور تر دروازو ورسېږئ. یا که ډېر غریب هم یئ؛ مګر دا لارښوونې عملي کړي، نو ډېر امکان شته، چې له غربت څخه...

د حافظې د پیاوړتیا څو لارې

هغه حقیقت چې د عمر په زیاتېدو سره حافظه له منځه ځي، دلیل نه شي کېدای چې ونه شو کولی د له منځه تللو طریقه یې ډېره سسته کړو. څېړنو ښودلې ده چې موږ کولی شو د امکان تر حده حافظه وساتو، اجازه راکړئ دغه عملي لارې وسپړو.  د حافظې د قوي کېدلو څو لارې  ژور فکر وکړئ چې فعاله حافظه مو بهتره شي: فعاله حافظه تقریباً ستاسو د مغز د یادښت کتابچه ده، چېرته چې نوي...

د وينا پر مهال د وېرې او فشار ختمول

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا چې موږ انسانان ټولنيز ژوند لرو، نو اړ یو چې د خپلو اړتياوو او مفکورو د وضاحت لپاره وغږېږو. خبرې کول زموږ د ژوند په هره برخه کې لیدل کېږي. په کور، کلي، دکان، ښار، مکتب، ښوونځي او ګڼو نورو ځايونو کې موږ خبرې کوو او خپل پپغام نورو ته رسوو.   ځينې خلک بیا د خبرو او وينا پر مهال تر وېرې او فشار لاندې وي. نه شي کولای خپل پيغام او...