To start downloading books

Please sign in or create an account.

هغه نزاکتونه چې بايد پاملرنه ورته وکړو!

هغه نزاکتونه چې بايد پاملرنه ورته وکړو!

لیکنه ـ ریاض مقامزی

ټولنيز ژوند له قوانيتو او محدودیتونو خالي نه دی. موږ او تاسو ټول حتماً په یوه ټولنه کې ژوند کوو، نو معلومه ده، چې له نورو وګړو سره به اړيکې او خپلوۍ پالو. همدارنګه له خپلو کورنيو، ملګرو، کلیوالو، ټولګيوالو، همکارانو او ګڼو نورو خلکو سره به په ورځني ډول مخ کېږو. له همدې خلکو سره په رفتار او راشه ـ درشه کې موږ باید خپلې هرې کړنې ته متوجه اوسو تر څو شخصیت مو تر نيوکو لاندې را نه شي.
 دا نزاکتونو نږدې ټول ژوند په خپله لمنه کې رانغاړي. که غواړئ خپل ټولنيز محبوبیت او شخصیت وساتئ نو په پوره غور او تفکر لاندې نزاکتونو ته پام وکړئ. 

 هغه نزاکتونه چې بايد پاملرنه ورته وکړو!

ـ د پښو غځول

کله چې په مجالسو او رسمي ځایونو کې یئ، خپلې پښې مه غځوئ. دا کار د نورو بې احترامي ګڼل کېږي او ستاسو د شخصیت لپاره زیان رسوي. که بیا هم د پښو درد لرئ او یا هم پښې مو شخې شوې وې، نو له ناستو کسانو اجازه وغواړئ او خپل عذر وړاندې کړئ. په دې توګه هغوی فکر کوي، چې تاسو ورته احترام لرئ، نو ستاسو احترام به هم کوي. 

 ـ کينه

که تاسو په مجلس کې له کوم بل ناست کس سره عُقده او کينه لرئ، نو کوښښ مه کوئ، چې هغه سپک کړئ او یا د نورو له نظره یې کم راولئ.
 په دې کار سره تاسو د هغه پر ځای خپل شخصیت ته زیان رسوئ. ستاسو کنایوي خبرې به په نورو ناستو کسانو هم بدې لګي. ممکن هغوی هغه مهال ستاسو د خوښۍ لپاره وخاندي، مګر په زړه کې به یې ستاسو د شخصيت کچه بېخي ټيټه شي. ددې ترڅنګ دا هم مه هېروئ چې کينه پالل په هر وخت کې ګناه ده.

ـ د انځورونو اخيستل

انسان خوښوي، چې د ژوند خوندورې شېبې یې د خاطرو په شکل له ځان سره ولري نو ځکه خو انځورونه اخلي. خو د عکسونو اخيستل هم باید په اندازه وي. همدارنګه د نورو خلکو ذوق هم په پام کې ونيسئ، ځکه چې ځينې خلک د انځور اخیستل نه خوښوي. ددې ترڅنګ هېڅکله هڅه مه کوئ، چې په محفلونو او نورو ځايونو کې په پټه عکسونه واخلئ.
 له دې ور هاخوا که تاسو د کوم بل کس انځور اخلئ اجازه ترې وغواړئ دا د نوموړي حق دی او باید د نورو حق ته درناوی ولرو.

ـ عیبونه پلټل

انسان فطرتاً خوښوي، چې عیبونه وپلټي، همدارنګه د عيبونو او منفي خبرونو د اورېدو لېوالتيا لري. مګر په لږ تمرین سره دا ستونزه حل کېدای شي. که تاسو د نورو عیب پلټئ نو ډېر ژر به خپل ملګري له لاسه ورکوئ. ځکه چې هېڅوک بې عیبه نه وي. ډېر امکان شته، چې تاسو د خپلو ملګرو عيب نورو ته ووايئ او په دې اساس هغوی خفه کړئ.
 د یادولو وړ ده، چې د عیبونو پلټل د اسلام مقدس دین له نظره هم ناوړه عمل دی. ځانونه ترې وساتئ.

ـ بې ځايه درېدل

که تاسو په ښار کې ژوند کوئ، نو د ډېرې ګڼې ګوڼې او مصروف ژوند له کبله ستاسو درېدا او حرکاتو ته د خلکو ډېر پام نه وي. خو په کلیوالو سیمو کې نږدې ستاسو هر حرکت او اقدام څارل کېږي. کوښښ وکړئ بېځايه مه درېږئ. د خلکو د کورونو مخې ته، د عمومي لارو پر سر او نورو داسې ځايونو کې چې خلک یې بد ګڼي، مه درېږئ. که تاسو دا عادت لرئ نو ستاسو په اړه د خلکو ذهنيت به حتماً منفي وي. 

ـ ملنډې وهل

هېڅکله پر نورو ملنډې مه وهئ. اکثره خلک دا کار د نورو د خندولو لپاره کوي. په دې توګه ډېر ژر ملګري پيدا کوي او له ټولو خلکو سره بلدېږي. خو دا مه هېروئ، چې داسې خلک چې څومره ژر ملګري پيدا کوي، هومره ژر یې له لاسه هم ورکوي. تاسو کوښښ وکړئ پر نورو د ملنډو پر ځای د هغوی احترام وکړئ، تر څو بېرته ستاسو احترام وشي. په ياد ولرئ، چې دا کار لنډمهالی نه وي، که تاسو نورو ته احترام کوئ نو تل به ستاسو احترام کېږي.

ـ نوبت مراعتول

کله چې د نوبت مراعتولو خبره کېږي نو راسا مو ذهن ته پښتو متل راځي: "ژرنده که د پلار ده، هم په وار ده." 
 رښتيا هم په ټولنه کې د نظم ساتلو لپاره د نوبت مراعتول خورا مهم دي. نوبت مراعتول د ژوند په هره برخه کې مهم وی، مګر د خبرو پر مهال د نوبت مراعتول تر ټولو اړين دي. له دې څخه مو موخه دا ده، چې هېڅکله د چا د خبرو منځ ته مه ولوېږئ. پرېږدئ چې مقابل کس خپلې خبرې خلاصې کړي بیا ستاسو نوبت دی. 

ـ سیګرت څکول

سیګرټ څکول د ټولنيز محبوبیت ور هاخوا ستاسو صحت هم په جدي توګه ګواښي. لومړنۍ توصیه مو دا ده، چې د سیګرټ څکول پرېږدئ تر څو روغتيا او شخصیت دواړه مو پر ځای پاتې شي. خو که د سیګرټ له پرېښودلو ناتوانه یئ نو ځينو نزاکتونو ته پام وکړئ. هېڅکله په رسمي ځايونو کې سیګرت مه څکئ. همدارنګه رسمي غونډو او ناستو ته تر ورتللو وړاندې هم د سیګرټ له څکلو ډډه وکړئ، ځکه چې خوله مو بد بوی کوي. 
 که تاسو په مجلس کې ناست یئ او غواړئ سیګرټ وڅکئ نو له ناستو خلکو لرې او پټ سیګرټ وڅکوئ. حتی که نږدې ملګري مو هم وي.
 په ګاډي او نورو ورته ځايونو کې د سیګرټ له څکلو ډډه وکړئ. که دوه تنه سره ناست یئ او سیګرټ څکوې نو لومړی خو ترې لرې شئ، که د بېلېدو چانس نه وي په بخښنې سره ترې اجازه وغواړئ او دا هم وپوښتئ چې د سیګرټ له دود سره خو به حساسیت نه لري. 

 د ټولنيزو نزاکتونو موضوع په يوه لیکنه کې خلاصه کول سخت دي. موږ غواړو نور نزاکتونه په یوه بله لیکنه کې خپاره کړو. که تاسو یې هم غواړئ نو نظر مو په کمينټ کې شریک کړئ. 

Related Articles

د کورني کتابتون اغیزې

کتابتون د مختلفو چاپي اثارو د مجموعې او ټولګې ځای دی. په کتابتون کې د مختلفو لیکوالانو هر ډول لیکنې او خپرونې شتون لري، چې د هر ډول ذوق او سلیقې لرونکو لوستونکو لپاره پکې د لوستنې توکې موجود وي. کابتونونه ډېر زیات ډولونه لري، چې مشهور هغه یې عامه او شخصي دي. عامه کتابتونونه اکثریت د دولتي او شخصي ادارو، پوهنتونونو، مکتبونو او نورو علمي مرکزونو مربو...

د لېړو روغتيايي ګټې

 ژباړه ـ ریاض مقامزی   لېړو له هغو سبزیجاتو څخه ده، چې د اوړي په موسم کې وده کوي. ګرمې سیمې یې د تولید او ودې تر ټولو مناسب ځایونه بلل کېږي. لکه د نورو ټولو خوړو او سبزیجاتو لېړو هم خپلې روغتيايي ګټې لري، چې ددې لیکنې تر پایه به پرې پوه شئ.  د لېړو غذایي ارزښت   کالوري ـ ۱۲۹  اوبه ـ ۹۰،۱۷ ګرامه   پروټين ۲،۰۰ ګرامه   غوړ ـ ۰،۱۰ ګرامه   کارب...

غنمو د کښت ژوروالی

د غنمو د کښت ژوروالی (Depth of Seed) :-د غنمو د کښت مناسب ژوروالی له  3 - 6 سانتی مترو پوری ټاکل شوی دی له 6cm نه ژور باید ونه کرل شی او ځمکه باید نمجنه یعنی وتره وی .د یو جریب ځمکي لپاره د 25 سخه تر 28 کیلو گرامه تخم ضرورت دی .د #کیمیاوی سري استعمال د غنمو په کروندی کی (Fertilizer Application) :-په غنمو کی د کیمیاوی سری استعمال د خاوری ډول او اقلی...

Recommended Articles

بي دوه پنځوس" څه ډول الوتکې دي؟"

ژباړه ـ ریاض مقامزی په هېواد کې د جګړو له پراخوالي سره سم امریکايي ځواکونو اعلان وکړ، چې د بي.۵۲ الوتکو پر مټ به پر تالبانو هوايي بریدونه وکړي؛ همداسې وشول او په بېلابېلو سیمو کې یې د وسله والو تالبانو ډلې په نښه کړې. خو اوس پوښتنه دا ده، چې بي ـ ۵۲ څه ډول الوتکې دي او کومې ځانګړتیاوې لري؟  ددې لیکنې تر پايه به مو دواړه پوښتنې حل شي.    ځانګړتي...

کوټه سنګي ته ولې کوټه سنګي وايي؟

ځینې کسان په دې اند دي چې د کوټه سنګي نوم اصلا د هغې ډبرېنې کوټې څخه اخیستل شوی دی چې یو وخت په میرویس میدان کې جوړه شوې وه.ویل کیږي کله چې د دغه ځای د سړکونو کرښې وکښل شوې د سړکونو د تقاطع په نقطه کې یعنې په څلور لارې کې د ساتونکي لپاره د ډبرو یوه خونه جوړه شوه له همدې امله دا سیمه په کوټه سنګي یا د ډبرو د کوټې په نوم ونومول شوه.خو اصلا د دې  سیمې...

اعصاب په کومو شيانو کمزوري کېږي

د انسان په وجود کي اعصاب تر ټولو مهمه برخه ده، د انسان ټولي چاري او فعالیتونه د همدغي ناحیې څخه کنټرولېږي.لاندي ځیني مهم ټکي دي چي په پام کي نیول یې د ذهن په سالم ساتلو کي مرسته کو. - د سهار چای نه چیښل:هغه خلک چې د سهار چای نه چیښي په بدن کي یې د شکري اندازه راکښته کېږي، په نتیجه کي یې دماغ ته په کافي اندازه مواد نه ور رسېږي او دماغ کمزوری کېږي....