To start downloading books

Please sign in or create an account.

Shamshad Zaheer 4 years ago 1,723
د باختر خزانې د آثارو په اړه

د باختر خزانې د آثارو په اړه

له څو ورځو راهېسې په ټولیزو رسنیو کې د یادو آثارو په اړه یو لړ اندېښنې راپیدا کړای شوي دي. هرڅوک لګیا دی خپل غیر مسلکي نظرونه ورکوي ترڅو خپلې ویناوې یا پوسټونه sensational کړي چې د لوستونکو توجو راجلب کړي. یو ځای مې ولوستل چې د یادو اثارو پولي ارزښت یې څو ملیارده ډالر اټکل کړی! بل چا د افغانۍ پشتیوانه بللي او داسې نور.
که څه هم لازمه ده چې ددې ټولو ناسمو معلوماتو په اړه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسلکي او کره وضاحت
ورکړي خو د همدې وزارت د یوه پخواني کارکونکي په توګه چې د یو شمېر هیوادونو سره د یادو اثارو د نندارتون د تړونونو په مذاکره کې مې رول درلود او هم مو یو تعداد لوټ شوي اثار له بهره هېواد ته راستانه کړل غواړم لږ وضاحت ورکړم.

د هېواد د ملي موزیم تاریخي اثار چې د “باختر د خزانې” یا Bactrian Treasures او Hidden Treasures په نامه یې شهرت موندلی او د نندارتون په دغه کلیکسون کې د هېواد د څلورو تاریخي ساحو طلا تپې، باګرام، آی خانم او فلول تپې اثار شامل دي خو د طلا تپې اثارو بیا د خپل طلایي ښکلي جوړښت له امله زیات شهرت موندلی.

د یادو اثارو مادي یا پولي ارزښت په مبالغه آمیزه توګه ملیاردونه ډالر ښودل هم مضره مبالغه ده او هم په بیځایه توګه د ګواښ کچه ورزیاتولو په مانا ده او دا معلومات ناسم هم دي.
که څه هم د دې اثارو معنوي ارزښت خورا زیات او د مادي ارزښت سره هیڅ د پرتلې وړ ندی خو که چیرې بهرنیو موزیمونو کې د نندارتونونو پرمهال د اثارو د بیمې قیمتونه وګورو نو ټول پولي ارزښت یې له دوه سوه میلونو ډالرو کم دی. او دا چې د بیمې لپاره اټکل شوی قیمت عموماً د بازار قیمت (Market Value) نه لوړ وي نو په دې اساس قیمت یې نور هم کمیږي.

همداراز اول خو دې غلو او دښمنانو ته خدای (ج) وس نه ورکوي چې (خدای مکړه) اثار چور کړي. خو که چیرې کوښښ هم وکړي بیځایه به وي ځکه اوسمهال دغه ټول اثار په نړی کې لکه د افغانستان ملي بیرغ یا د ملي سرود په توګه پیژندل شوي، ثبت شوي او انوینټوري شوي اثار دي. د نړۍ په ټولو مشهورو موزیمونه او ګالریو کې یې کیټلاګونه او البمونه پراته دي چې راتلونکې کې د هر راز غیرقانوني کړنو مخنیوی یې کیږي. حتا د شخصي کلیکسونو خاوندان یې هم نشي اخیستی ځکه پټ نشي پاتې کیدی او د لرغونو اثارو نړېوال مینه وال یې پیژني.
دهمدې مینه والو او سازمانونو په مرسته تیرو دوه لسیزو کې هېواد ته زیات شمیر لوټ شوي اثار بیرته راوړل شوي.

د اثارو د خوندیتوب په اړه تشویش پېدا کول د دښمنانو کار دی ترڅو په نهادونو د ولس باور کم کړي او باید له پامه وغورځول شي.

Related Articles

د بالزاک لنډ ژوند لیک

لیکنه ـ ریاض مقامزی   د نړېوالو ادبي څېرو په نوملړ کې "بالزاک" د ځانګړي مقام خاوند. نوموړی په اروپايي ادب کې د ریالېزم ادبي مکتب له مخکښانو څخه شمېرل کېږي. تاسو به په دې لیکنه کې یې پر ژوند او فن پوه شئ.   بالزاک  په اروپايي ادبياتو کې د ريالېزم د بنسټ اېښودونکو له ډلې یو هم بالزاک دی. د نوموړي بشپړ نوم (اونوره دو بالزاک) دی. دی په نړېواله کچه يو...

مستعمل کمپیوټر اخیستلو مخکې باید دا ۱۰ شیان چېک کړئ

د مستعمل کمپیوټر اخیستلو مخکې باید دا ۱۰ شیان چېک کړئ: 1. پروسیسر (Processor): د کمپیوټر دماغ ګڼل کیږي. د پروسیسر ډول (Intel یا AMD) او سرعت (GHz) ته پاملرنه وکړئ. د کورني یا دفتري کار لپاره Core i5 یا Ryzen 5 مناسب دي، خو د درنو کارونو لپاره Core i7 یا تر دې پورته غوره دی. 2. رم (RAM): د کمپیوټر سرعت او وړتیا په رم پورې تړاو لري. لږ تر لږه 8GB ر...

هم مطلب چې په لوستلو به يې بيخي پېښمانه

هم مطلب چې په لوستلو به يې بيخي پېښمانهنشئ!د نورو ژوند بايد‌خراب نه کړو.ځوان له خپل ملګري وپوښتل چېرته کار کوې؟- په پلاني ځای کې...- څومره معاش درکوي؟- ۷۰۰۰ افغانۍ شاوخواايله ۷۰۰۰؟!  په خدای که خو دا د ما د‌نسوارو م کېږي، لېونی يې په ۷۰۰۰ ؋ کار کوې څنګه په دې پيسو ژوندی پايېږې؟سبا د‌خپل کارخانې رييس ته ورځي وايي چې زما معاش راجګ کړه، هغه يې نه ور ز...

Recommended Articles

که مو ویښتان تویږي دا درې خواړه وخورئ

مهمه نه ده چې ويښتان مو اوږده، لنډ، صاف یا ګالګووتي او یا په هر شکل چې وي خو د ویښتانو تویدل یو داسې افت دی چې په ټولو راتللی شي. یوازېنۍ د خلاصون لاره ترې همدا ده چې اندیښنه کمه او کار ډیر وکړو. د ویښتانو تویدلو تر ټولو ستر او عام لاملونه اندیښنه، په بدن کې د ویښتانو پورې اړوند ویټامینونو کمښت، هورمونيکي ستونزې، بې کیفیته شامپو او نورو تولیداتو ک...

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو، چې د هرچا د خوښې وړ وګرځي؟پر پوستکي مختلف داغونه د مختلفو عواملو له امله پیدا کېدی شي لکه د لمر د وړانګو له امله، د ځینو درملو د استعمال له امله او یا کېدای شي د عمر په زیاتېدا سره هم ځینې نښې نښانې را څرګندې شي. په همدې اساس د هر عامل له وجې د پوستکي د داغونو درملنه هم په جدا ډول سره کېږي، چې باید توپیر یې وشي، لکه...

له مطالعې سره څنګه ځان عادت کړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی د هر لوستي ځوان لپاره دوامداره مطالعه ډېره اړينه او مهمه ده. که تاسو دوامداره مطالعه کوئ، ذهن به مو فعال وي او هېڅکله به په وینا کې له بندښت سره مخ نه شئ. ددې ترڅنګ مطالعه ګڼې نورې ګټې هم لري. موږ نه غواړو، چې تاسو ته د مطالعې پر ارزښت وغږېږو. یوازې غواړو، تاسو ته ددې لارښوونه وکړو، چې څنګه دوامداره مطالعه خپل عادت وګرځوو. آیا...