To start downloading books

Please sign in or create an account.

له سپرلۍ څخه به کوم اړخ ته ښکته کېږئ؟

له سپرلۍ څخه به کوم اړخ ته ښکته کېږئ؟

په هر قابل تکريم کار کې له ښي اړخه شروع كول غوره خبره ده. د نبي صلی الله علیه وسلم باره کې ام المومنين عايشه رضي الله عنها فرمايي: كَانَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يُعْجِبُهُ التَّيَمُّنُ فِي تَنَعُّلِهِ وَتَرَجُّلِهِ وَطُهُورِهِ وَفِي شَأْنِهِ كُلِّهِ.

نبيﷺ به له ښي طرفه پيل کول خوښول:  د پيزار په پښو كولو كې، د وېښتانو په ږمنځ كولو او په طهارت حاصولو كې، بلکې  په ټولو  (عزتمنو) كارونو كې. (صحيح البخاري: 168)

ځينې کارونه داسې دي چې د ښي اړخ کارول په کې واجب دي لکه په ښي لاس خوراک څښاک کول. 

ځينې کارونه د استحباب او غوره والي په درجه کې راځي، لکه جومات ته د ننوتو په وخت کې لومړی ښۍ پښه داخلول او د راوتو په وخت کې ګسه مخکې کول.

همدارنګه ځينې وختونو کې نبي صلی الله علیه وسلم ښي او ګس دواړه اختيار کړي دي لکه له لمانځه څخه د سلام په ګرځولو پسې نبي صلی الله علیه وسلم کله ښي اړخ ته مخ اړولی دی او کله ګس یا کېڼ اړخ ته لکه په صحیح مسلم کې د عبد الله بن مسعود رضي الله عنه حديث دی چې وايي تل ښي اړخ ته مخ مه اړوئ نبي صلی الله علیه وسلم چې به کله مقتديانو ته مخ رااړولو نو کله به يې ښي اړخ ته مخ کړو او کله ګس اړخ ته.

له سورلۍ څخه د کوزېدو پر مهال به کوم اړخ ته کوزېږي؟

 نو په دې باره کې خو واضح نص نشته، خو کوم تعامل چې د آس سوارو، اوښ سوارو او نورو د سورولۍ پر حيواناتو د سورلي کوونکو راروان دی هغه همدا دی چې ګس یا کېڼ اړخ ته به کوزېږي او په همدې کې اساني ده او همدا د شريعت له روح سره چې اسانۍ ته ترجیح ورکوي؛ سمون  خوري. 

 تر دې چې پر موټر سايکل سورلي کوونکي هم همدغه تعامل کوي. همدارنګه هغه ملکونه چې په ګس یا کېڼ لاس چلند کوي لکه انګلستان او له انګلستانه ازاد شوي هېوادونه لکه هند، بنګله دېش او پاکستان، نو هلته خو ډريور به په همدې ګس اړخ کوزېږي او له بسونو او لويو لاريو څخه د سورليو کوزېدل به هم له همدغه اړخه وي.

او که دغه صورت نه وي او ښي او ګس دواړو اړخونو ته د کوزېدو سهولت وي، نو بيا به اسانۍ ته ګوري چې کوم اړخ ته کوزېدل ده ته اسان دي. او الله ښه پوهېږي.

مفتي عبدالولي

Related Articles

سټیم حجرې

سټیم حجرې: په څو حجروي ژوندیو موجوداتو کې سټیم حجرې یا په بشپړ ډول او یا په قسمي ډول بدلون موندلې حجرې دی، کوم چې د حجراتو په مختلفو بڼو د بدلیدو وړتیا لري.شونې ده چې عضلي حجرې،عصبي حجرې او یا نورې حجرې ورڅخه منشا واخلي. نوموړې حجرې په نا څرګند ډول تکثر کوي تر څو نورې ورته سټیم حجرې رامنځته کړي.د جنین د انساجو او غړو د ودې په مراحلو کې سټیم یو له ت...

څنګه د وېښتانو د خرابېدو څخه مخنیوی وکړو؟

لېکنه: شکېبا نادري، څنګه د وېښتانو له خرابېدو څخه مخینوی وکړو؟   الله ﷻ انسانان په خپل قدرت سره ډېر ښایسته پیدا کړي دي، د بدن هر غړی یې په دې ښایست کې ونډه لري لکه لاس، پښې، سترګې، خوله او داسې نور، د دې ټولو ترڅنګ وېښتان د انسانانو په ښکلا کې تر ټولو مهم توک دی، هغه کسان چې ډېر وېښتان لري، د هغو کسانو په پرتله چې وېښتان یې لږ دي، څو برابره ښایست...

انجینری خولۍ د رنګونو اړوند

خولۍ د رنګونو اړوند1)#سپين_رنګسپين رنک خولۍ انجينران, سوپروایزران, او فورمینان استعمالوي.2) #سور_رنګسور رنګ هغه څوک استعمالوي چې د اور وژنې اړوند کار کوي.3) #آبي_رنګآبي رنګ هغه څوک استعمالوي چې د برق, نجارۍ او نور تخنيکي کارونه کوي.4) #زیړ_رنګدغه رنګ د مزدور کارانو او هغه څوک چې د خاورو اړوند نور کارونه کوي استعمالوي.5) #نارنجي_رنګنارنجي رنګ د وېلډ...

Recommended Articles

عثمان کاکړ څنګه ووژل شو؟

پښتونخوا ملي عوامي ګوند ادعا کوي چې د دغه ګوند صوبايي مشر عثمان خان کاکړ وژل شوی دی او دوی سره دې لړ کې کافي ثبوتونه شته. یو شمېر نورو ځايي سیاسي ګوندونو هم د یاد ګوند ملاتړ کړی او د بلوچستان صوبايي حکومت وايي، د پېښې په هکله به څېړنه کوي. د یادونې ده چې د روانې جون میاشتې پر ۱۷ نېټه ویل شوي و، چې د عثمان خان کاکړ سر سخت ټپي شوی دی. له پېښې وروست...

څنګه کولای شو ښه شخصيت ولرو؟

 په دې لیکنه کې به تاسو هغه لارښوونې ولولئ، چې تاسو ځانګړي کوي او خلک به مو شخصيت ته درناوی لري.   خپل ظاهر ته ارزښت ورکړئ د هرې اړیکې په شروع کې ظاهري شکل خورا اړین فکټور ګڼل کېږي. په هاروارډ پوهنتون کې ترسره شوې څېړنه ښيي، چې انسانان ظاهر ته په کتو په لومړۍ ليدنه کې د مقابل لوري په اړه له ۳ نه تر ۷ ثانيو پورې  قضاوت کوي.  ددې لپاره چې ځانګړي و ا...

له مطالعې سره څنګه ځان عادت کړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی د هر لوستي ځوان لپاره دوامداره مطالعه ډېره اړينه او مهمه ده. که تاسو دوامداره مطالعه کوئ، ذهن به مو فعال وي او هېڅکله به په وینا کې له بندښت سره مخ نه شئ. ددې ترڅنګ مطالعه ګڼې نورې ګټې هم لري. موږ نه غواړو، چې تاسو ته د مطالعې پر ارزښت وغږېږو. یوازې غواړو، تاسو ته ددې لارښوونه وکړو، چې څنګه دوامداره مطالعه خپل عادت وګرځوو. آیا...