To start downloading books

Please sign in or create an account.

د وینې ټيټ فشار؛ نښې، لاملونه او درملنه

د وینې ټيټ فشار؛ نښې، لاملونه او درملنه

ژباړه ـ ریاض مقامزی

له ګڼو نورو فکټورونو ور هاخوا ناروغۍ هغه څه دي، چې د انسان ژوند ګواښي. یو له دغو ستونزو د وینې ټيټ (ښکته) فشار دی. په دې لیکنه کې به تاسو د وينې د ټيټ فشار په اړه معلومات ولولئ.

د وینې ټيټ فشار

که په لنډ ډول یې ووایو، د وينې ټيټ فشار (Hypotension) داسې یو حالت دی، چې د انسان زړه په کافي اندازه وينه نه پمپموي. دا حالت تقریباً ډېرو انسانانو ته ورپېښېږي. خو کله یې چې علایم ښکاره او بارز شي، په دې معنا ده چې وضیعت خطرناک دی، نو ژر تر ژره یې درملنه پکار ده.

کله چې د زړه او مغزو ترڅنګ د بدن نورو مختلفو غړو ته په مناسبه اندازه وینه و نه رسي نو د انسان بدن سم کار نه کوي.  همدارنګه پر له پسې د ټيټ فشار حالت کې ژوند تېرول ستاسو د فکري تمرکز قوت کمزوری کوي.

د وينې ټيټ فشار څو درجې وي؟

که څه هم په بېلابېلو وګړو کې دا درجه فرق کوي، مګر بیا هم له "۹۰" درجو ښکته ټيټ فشار بللای شو. په داسې وخت کې باید ژر تر ژره ددې درجې د پورته کولو په فکر کې شئ.

علایم

په ځينې مواردو کې د وينې ټيټ فشار ستاسو په روغتيايي حالت کې د یوې ستونزې ښکارندويي کوي. له همدې امله د وینې د ټيټ فشار علایم پېژندل مهم دي، تر څو ستونزه پر وخت حل شي. ځينې عمده علایم عبارت دي له:

ـ سر ګرځېدل 

ـ بې هوښي

ـ زړه بدوالی

ـ په سترګو تیاره راتلل

ـ د فکري تمرکز له لاسه ورکول

ـ ستړيا

ـ د سترګو توروالی ورک کېدل

لاملونه

په عمده توګه د وینې د ټيټ فشار لاملونه په لاندې ډول دي:

ـ امیندواري

ـ د زړه ناروعۍ

ـ په بدن کې د اوبو کمښت

ـ په غدو کې اختلالات

ـ شدید عفونت

ـ د ځينو درملو اغېز 

ـ د وينې بهېدل

ـ آنافیلاکسي (الرژيکي غبرګون)

ـ په غذايي رژيم کې د مغذي موادو کمښت

درملنه

مهمه خبره دا ده، چې تاسو باید ډاکټر ته ولاړ شئ، تر څو ستاسو ناروغي معلومه کړی. خو وړاندې له دې چې ډاکټر ته ولاړ شئ، کولای شئ له ځینو ساده تګلارو ګټه واخلئ ترڅو فشار مو عادي حالت ته راشي.

لومړی ـ د لیمو شربت

که تاسو په کور کې لیمو او یا هم نارنج درلود نو بختور یئ. ژر تر ژره په یوه ګیلاس کې د لیمو او مالګې شربت جوړ کړئ او ناروغ ته یې ورکړئ. په لنډه موده کې به یې ستونزه حل شي. 

 دویم ـ د اوبو څښل 

لکه څرنګه چې مو پورته یادونه وکړه، د اوبو کمښت ستاسو د وینې فشار ټيټولای شي نو که همدا یې علت وي د اوبو څښل ستاسو فشار عادي حالت ته ګرځولای شي. د فشار د ټيټېدو په وخت کې هڅه وکړئ، چې ډېرې اوبه وڅښئ.

درېيم ـ له پښو ګټه اخيستل

روغتيا پالان یو بل وړانديز هم کوي. کله چې فشار مو ټيټېږي کوښښ وکړئ د خپلو پښو لاندې بالښت کېږدئ او د سر طرف مو د پښو په پرتله ټيټ پرېږدئ. دا کار مو فشار کنټرولولای شي. یا هم کولای شئ خپلې پښې دېوال ته کېږدئ، په دې توګه به د پښو طرف د سر په پرتله پورته شي.

Related Articles

افغانستان کی ChatGPT

پخوا به هغه کسانو چې مورنۍ ژبه یې انګلیسي وه د نور خلکو د انګلیسي لیکنو له اصلاح ډېرې پیسې ترلاسه کولې. ما خپله د تېزیس په اصلاح چې کره هم نه وه پیسې ورکړې دي. ChatGPT تر ټولو لومړی د همدغو کسانو کاروبار ختم کړ. ځکه تر هغو ښه او په مسلکي ډول متن اصلاح او کیفیت یې لوړوي. تازه د Elsevier ژورنالو او کمبریج پوهنتون منلې چې څېړونکې د مقالو متنونه په AI...

آیا داسې ستوري شته چې هیڅکله نه لویږي؟

د ځمکني لیدونکي له نظره داسې ښکاري چې د ستورو ډلې یا آسماني انځورونه د ګنبدې پر مخ پراته دي او ځمکه یې را چاپیر کړې. هغه دایره چې اصطلاحاً د آسمان استوا بلل کیږي او د ځمکې استوا شاوخوا را تاو ده، دغه ګنبده یا د کیهان کره په دوو شمالي نیم کره او سويلیزه نیم کره باندې ویشي. هغه نقطه چې د ځمکې شمالي قطب څخه مستقیماً پورته په آسمان کې پرته وي او د ځ...

مبارزه د خفګان سره

🟥 مبارزه د خفګان سره ! 1 - هېڅکله په کور کې له څو ساعتونو زیات یوازې مه اوسئ . 2 - کله چې مهمې پرېکړې کوئ ، له هغه چا سره مشوره وکړئ چې په دې برخه کې تخصص/ تجربه ولري . 3 - خپل سهار ښه وخورئ ، د بېلګې په توګه له بستره وختې پورته شي او وختې ویده شي ، سهار تمرین وکړئ او عبادت وکړئ ، شاور وکړئ ، که څه هم زړه مو نه وي ، د لمر راپورته کېدو وروسته خو...

Recommended Articles

عثمان کاکړ څنګه ووژل شو؟

پښتونخوا ملي عوامي ګوند ادعا کوي چې د دغه ګوند صوبايي مشر عثمان خان کاکړ وژل شوی دی او دوی سره دې لړ کې کافي ثبوتونه شته. یو شمېر نورو ځايي سیاسي ګوندونو هم د یاد ګوند ملاتړ کړی او د بلوچستان صوبايي حکومت وايي، د پېښې په هکله به څېړنه کوي. د یادونې ده چې د روانې جون میاشتې پر ۱۷ نېټه ویل شوي و، چې د عثمان خان کاکړ سر سخت ټپي شوی دی. له پېښې وروست...

کوټه سنګي ته ولې کوټه سنګي وايي؟

ځینې کسان په دې اند دي چې د کوټه سنګي نوم اصلا د هغې ډبرېنې کوټې څخه اخیستل شوی دی چې یو وخت په میرویس میدان کې جوړه شوې وه.ویل کیږي کله چې د دغه ځای د سړکونو کرښې وکښل شوې د سړکونو د تقاطع په نقطه کې یعنې په څلور لارې کې د ساتونکي لپاره د ډبرو یوه خونه جوړه شوه له همدې امله دا سیمه په کوټه سنګي یا د ډبرو د کوټې په نوم ونومول شوه.خو اصلا د دې  سیمې...

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د کتاب بازار سوړ شوی، له بهر څخه واریدیدونکي کتابونه محدود شوي دی نو ځکه مې لازمه وبلله د کتاب د نړیو...