To start downloading books

Please sign in or create an account.

د زیتون بانو لنډ ژوندلیک

د زیتون بانو لنډ ژوندلیک

لیکنه ـ ریاض مقامزی

په پښتني ټولنه کې چې د ښځو پر وړاندې ګڼ شمېر ننګونې موجودې دي، د یوې مېرمنې دومره شهرت یوازې او یوازې د ډېر زحمت او جرأت پایله کېدای شي. آغلې بانو د خپل ژوند په اوږدو کې ګڼ شمېر داستاني آثار وپنځول او د یوې لوستې پښتنې مېرمنې په توګه یې خپل مسولیت ادا کړ. د نوموړې په مړینې سره د پښتو ادب یوه سرشاره چینه وچه شوه. په دې لیکنه کې یې د ژوند او فن په اړه خبرې شوي دي. 

 

مېرمن بانو څوک وه؟

د پښتو داستاني ادب دې پیاوړې لیکوالې د "۱۹۳۸ز" کال د جون پر اتلسمه نېټه دې نړۍ ته سترګې پرانیستې. د زېږېدو ځای یې د پېښور، "سپينه وړۍ" کلی دی. دا چې آغلې بانو په یوه متدینه او ادبپاله کورنۍ کې زېږېدلې/لویه شوې وه؛ نو ځکه د یوې شاعرې او لیکوالې په توګه څرګنده شوه. د نوموړې پلار "پیر سید سلطان محمود" او نيکه "عبدالقدوس تندر" هم پیاوړي شاعران وو.

آغلې بانو له پوهې او ادب سره د مینې له کبله تر خپله وسه لوړې زده کړې وکړې. د خپل تعليمي ژوند په لړ کې یې درې ماسټریانې ترلاسه کړې. نوموړې د اسلامیاتو، پښتو او اردو ادب په برخه کې دا علمي درجې ترلاسه کړې وې. لومړنۍ او د لیسې زده کړې یې د پېښور په اسلامیه کالجېټ او الیزابیت د نجونو په لیسه کې ترسره کړي دي.

آغلې بانو د لیکوالۍ ترڅنګ په پېښور راډيو او تلویزیون کې هم دندې ترسره کړي دي. ورسره ـ ورسره د باچاخان د ټولنیز خوځښت (خدایي خدمتګارانو) یوه فعاله غړې هم پاتې شوې ده.

 

ادبي ژوند

که د پښتو په داستاني ادب کې د مېرمنو د ونډې خبره کوو؛ نو واضحه خبره ده چې په لومړيو کرښو کې به د آغلې "زیتون بانو" نوم وي. نوموړې یو له هغو لیکوالو ده، چې شاعري یې لږه کړې او خپل ټول قوت یې په افسانه نګارۍ (کیسه لیکنه) کې ازمایلی. د کیسو سوژې یې ټولنیز دي او تر ډېره د پښتنو مېرمنو د ژوند پر ستونزو، ربړونو او کړاونو غږېږي. 

د نوموړې ګڼ شمېر ډرامې د فلم په بڼه جوړې شوې او د پاکستان د دولتي تلویزیون له لارې خپرې شوي دي. د ادبي هلو ځلو له کبله ورته د پاکستان حکومت د "تمغه امتیاز" لقب هم ورکړی دی. همدارنګه په "۲۰۱۶م" کال کې دملګروملتونو (يو اين ايف پي اې) او (يو اين ويمن) په يوه غونډه کې د پښتو ادب د لومړۍ مېرمنې لقب هم ورکړ.

تر دې دمه یې ګڼ شمېر آثار پښتو ژبې او ادب ته ډالۍ کړې دي. نوموړې د شعرونو ترڅنګ، یوه د ډارمو ټولګه او ګڼ آثار یې د افسانو په برخه کې پنځولي دي. ځينې مشهور آثار یې عبارت دي له: زما ډایري، هنداره، د شګو مزل، مات بنگړي، منجیله، نېزه وړی، ژوندي غمونه، خوبونو، منجیله، د خاورو څلی او ... 

له ګڼو ادبي فعالیتونو وروسته آغلې بانو د "۲۰۲۱ز" کال د سپټمبر میاشتې په څوارلسمه نېټه له دې نړۍ سترګې پټې کړې. اروا یې ښاده!

Related Articles

د افغانستان د اسعارو تحول

د افغاني روپۍ تاریخچه: له پيله تر اوسهد افغانستان د ملي اسعارو، یعنې افغاني، تاریخ ډېر اوږد او له بدلونونو ډک دی. د دې اسعارو بنیاد د شلمې پېړۍ په لومړیو کلونو کې ایښودل شوی دی. مخکې له دې چې افغاني رسمي روپۍ شي، خلکو به د نورو هېوادونو سکې، لکه هندي روپۍ، ایرانی تومان، یا د سرو زرو او سپینو زرو ټوټې د راکړې ورکړې لپاره کارولې. همداراز، د امیر عبدا...

فیسبوک کمپنی مصنوعی ځیرکتیا څخه ډار

هغه پروژه چې د فيسبوک کمپنۍ د ډار او وهم لامله يو دم بنده کړه...😳په 2017 کې د فيسبوک کمپنۍ يو پروژه پيل کړه د FAIR په نوم په کومې کې چې دوي دوه د مصنوعي ځيرکتيا (AI) د خبرو ربوټونه جوړ کړه کومو چې ښه سمې خبرې او د هر پوښتنې ځواب ويلو مګر دوي غوښتل يو څه داسې حيرانونکې تجربه کړې چې تر دې دمخه نه وو تجربه شوي او هغه وو د دغو دوو ربوټونو د يو بل تر م...

اطاق که اتاق

ليکوال: سيلانی  تېره شپۀ زما د فېسبوک قدرمن ملګري او د بلخ پوهنتون د ښوونې  او روزنې  پوهنځي استاد حميد الله عمرخېل چې اوس د کابل پۀ دکتورا برنامې کې سکالر هم دی، د « اتاق او اطاق » پۀ هکله ليکلي دي، چې دا کلمه بايد اتاق وليکل شي او سمه بڼه یې « اتاق » دی. ښاغلی عمرخېل د ژبپوهنې پۀ رڼا کې دا موضوع نۀ سپړي، یوازې د کلمې پر سموالي او ناسموالي تاکيد...

Recommended Articles

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو، چې د هرچا د خوښې وړ وګرځي؟پر پوستکي مختلف داغونه د مختلفو عواملو له امله پیدا کېدی شي لکه د لمر د وړانګو له امله، د ځینو درملو د استعمال له امله او یا کېدای شي د عمر په زیاتېدا سره هم ځینې نښې نښانې را څرګندې شي. په همدې اساس د هر عامل له وجې د پوستکي د داغونو درملنه هم په جدا ډول سره کېږي، چې باید توپیر یې وشي، لکه...

خرمهره؛ تاسو یې په اړه څومره پوهېږئ!؟

 لیکوال: لطیف یاد په پخوانیو وختونو کې به خرو ته اوربشې ورکول کیدلې، چې ددغو اوربشو د خوړلو په پایله کې به تر څو کلونو وروسته د خرو د ژبې لاندې  وینه ټینګه  او غلیظه شوه او د یوه مرغېړي (غُدې) بڼه به یې ونیوله. وروسته به یې دغه مرغېړي (غُده) د خرو د ژبې د لاندینۍ برخې نه  د جراحي عملیاتو (آپریشن) په تر سره کولو وویستله او په جوشو شیدو (پیو) کې به...

خېټه څنګه کوچنۍ کړو؟

د نارینه او نجونو لپاره تر ټولو بد مرض د خېټې د وازدو ډېرېدل او غټېدل دي چې نه یې یوازې ښکلا ته زیان رسوي، بلکې صحت ته یې هم ستونزې جوړوي. نن درته د خېټې د کوچني کولو داسې طریقې در ښیوو چې د ډېر ورزش ستړیا به هم نه ورسره ګالۍ او په تکلیف به هم ورسره نه شئ. د ورځې پیل د لیمو په جوسو وکړئ، نیم لیمو په یو ګیلاس اوبو کې زبېښل او څښل یې په حجراتو کې...