To start downloading books

Please sign in or create an account.

نوم ورکې شاعره، چې له مړينې وروسته وپېژندل شوه

نوم ورکې شاعره، چې له مړينې وروسته وپېژندل شوه

ليکنه - رياض مقامزی

د امریکا په ادبیاتو کې او شاعرۍ کې یو روښانه نوم د ایمېلي ډیکنسن "Emily Dickinson" هم دی. معاصر امریکايي ادبپوهان يې د نوي امریکايي شعر مور بولي.

دده پۀ اړه عجیبه خبره دا ده، چې نوموړې پۀ خپل ژوند کې هېڅ چا د یوې شاعرې پۀ توګه و نۀ پېژندله. حتی پۀ کورنۍ کې يې هم څوک خبر نۀ و. کله چې ډیکنسن مړه شوه، خور يې دده بکس پرانیست، دا نو يو عادي بکس نۀ و، ځکه لۀ شعرونو ډکه صندوقچه وه، چې شمېر يې لۀ ۱۷۰۰ عنوانو څخه اوښته.

مېرمن ډيکنسن پۀ "۱۸۳۰ م" کال د امریکا متحده ایالاتو پۀ "امهیرسټ" ښارګوټي کې دې دنیا ته سترګې غړولي دي. کله چې د نوموړې شعرونه پۀ رسنیو کې خپاره شول، نو دا ښارګوټی د "ایمېلي ډکنسن" د ټاپو پۀ نوم ثبت شو.

پلار يې دیني سخت دريځی و، نو ځکه ایمېلي هم ګوښه ګيره ښځه وه. 

پۀ خپلې شاعرۍ کې يې تر ډېره د مرګ یادونه کړې. هغسې صحنو ته تللې چې تر مرګ وروسته به ورځي. دا پوښتنه چې لۀ مړینې وروسته څۀ پېښېږي؟ پۀ بېلابېلو ډولونو ځواب کړې. خو تر آخره يې کوم بشپړ ځواب نۀ دی موندلای. بالاخره "۱۸۸۶ م" کال کې د همدې پوښتنې بشپړ ځواب پیدا کېدلو ځای ته ولاړه.

د شعرونو بېلګې يې:

زۀ هېڅ څوک يم!

تۀ څوک يې!؟

کۀ تۀ هم هېڅ څوک وې

بس دواړه جوړه يو سره

هېڅ چا ته مۀ وایه

هسې نه، خلک دي

رسوا مو نۀ کړي!

د یوه بل شعر ژباړه یې داسې ده:

د نفرت لپاره مې وخت نۀ درلود

ځکه چې اجل مې مخه نيوله

او عمر دومره اوږد نۀ و

چې پۀ هغه کې مې کینه پاللې وای

د مینې لپاره هم فرصت نۀ و

مګر تر کومه ځایه چې کېدله

د لږې مینې زحمت مو ځان ته ورکړ.

Related Articles

ځان موندنه

ته مینه ناک يې شېبه په شېبه ځان ته متوجه يې او غواړې په نړۍ کې یو مهم رول ولوبوې، نو له دې مخې هغه انسان يې چې هره شېبه خپل ځان او خپل لاشعوره ضمير ته توجه لرې او د موجودیت په نړۍ کې خپل ځان تر کنټرول لاندې نیسې او د هغو ارزونه کوې، نو ځکه هر وخت له ځانه پوښتې، چې زه څنګه شوم؟او څنګه باید ووسم؟ددې پوښتنو ځوابونه ستا شخصیت تر ارزیابۍ او اصلاح لاندې...

هيله بخښونکې جملې

د انسان جوړښت داسې دی، چې د بې وسۍ، مجبوریتونو، کړاوونو او نورو ستونزو له کبله خپل هوډ او قوت له لاسه ورکوی او یا کمزوری کېږي. خو له نېکه مرغه ددې ځواک د بېرته ترلاسه کولو لارې شته. د ژوند په داسې سختو شرایطو کې باید د چا خبرې او نصحیتونه واورئ، ترڅو بېرته قوت پيدا کړي او د ستونزو پر وړاندې قوي اوسي. دا لیکنه پر همدې موخه کښل شوې ده او تاسو ته ډېر...

ګلوکوما څه ډول ناروغي ده؟

ژباړه ـ وړانګه اکبر ګلوکوما "Glaucoma" د سترګې د هغه ناروغیو له ډلې څخه ده، چې د سترګې د فشار د زیاتوالي له امله رامنځته کېږي. په پایله کې د لیدلو د عصب "optic" د زیانمنېدو او ړوندوالي سبب ګرځي؛ یعنې په سترګه کې د فشار لوړوالی په بصري عصب زور راولي او نوموړی عصب زیانمنوي. په ګلوکوما کې "aqueous humor" چې په اصل کې د *trabeculae ـ *په سترګه کې یو ډ...

Recommended Articles

عثمان کاکړ څنګه ووژل شو؟

پښتونخوا ملي عوامي ګوند ادعا کوي چې د دغه ګوند صوبايي مشر عثمان خان کاکړ وژل شوی دی او دوی سره دې لړ کې کافي ثبوتونه شته. یو شمېر نورو ځايي سیاسي ګوندونو هم د یاد ګوند ملاتړ کړی او د بلوچستان صوبايي حکومت وايي، د پېښې په هکله به څېړنه کوي. د یادونې ده چې د روانې جون میاشتې پر ۱۷ نېټه ویل شوي و، چې د عثمان خان کاکړ سر سخت ټپي شوی دی. له پېښې وروست...

بي دوه پنځوس" څه ډول الوتکې دي؟"

ژباړه ـ ریاض مقامزی په هېواد کې د جګړو له پراخوالي سره سم امریکايي ځواکونو اعلان وکړ، چې د بي.۵۲ الوتکو پر مټ به پر تالبانو هوايي بریدونه وکړي؛ همداسې وشول او په بېلابېلو سیمو کې یې د وسله والو تالبانو ډلې په نښه کړې. خو اوس پوښتنه دا ده، چې بي ـ ۵۲ څه ډول الوتکې دي او کومې ځانګړتیاوې لري؟  ددې لیکنې تر پايه به مو دواړه پوښتنې حل شي.    ځانګړتي...

په ځوانۍ کې د ويښتانو سپينېدل او درملنه

د ويښتانو سپينېدل اکثراً د زړښت معنا ورکوي نو ځکه خو انسان د خواشينۍ احساس کوي؛ مګر دا لا ډېره خواشينوونکې وي، چې په ځوانۍ کې مو ويښتان سپين شي. په طبیعي توګه د سپين پوستو ويښتان نسبت تورپوستو ته ژر سپینېږي. معمولاً په سپين پوستو کې د ويښتانو سپينېدل د ژوند د څلورمې لسیزې په لومړيو کې پيلېږي، مګر په نورو نژادونو کې دا حالت د څلورمې لسیزې په وروستيو...