To start downloading books

Please sign in or create an account.

imranghani 4 years ago 2,431
د کمال خان بند تاریخچه

د کمال خان بند تاریخچه

د کمال خان بند تاريخچه:                                                                                                 

کمال خان بند د اوبو زېرمه او مځکه خړوبولو په لحاظ د افغانستان یو مهم بند ګڼل کیږي. دغه بند د ۵۲ میلونو متره مکعب اوبو ذخیره کولو وړتیا لري. د ۹ میګاواټ برېښنا د تولید ترڅنګ د ۱۷۴۰۰۰  هکټاره وچو دښتونو د خړوبولو ظرفیت هم لري.

کمال خان بند د نیمروز د مرکز زرنج څخه ۹۵ کیلومیټره شرق لور چاربک اولسوالۍ ته څېرمه موقعیت لري. کمال خان بند نوم  د یو سیمیز بلوڅ مشر سردارکمال خان سنجراني په نامه شهورت پیدا کړی. دغه بند خورا اوږد تاریخ لري. د څرګندو لیکنو له مخي کمال خان بند په یولسمه مېلادي پېړۍ کي د وخت د حکمرانانو لخوا د پخو خښتو او د چونې  له مسالې څخه جوړ سوی وو. همداراز له نن څخه ۷۰۰ کاله وړاندي د کمال خان د بند سیمه د سیستان ایالت یوه برخه وه. په ۱۳۸۴ میلادي کال کي د سیمو خلکو د وخت د امپراطور ګوډ تېمور په وړاندي پاڅون وکړ. ګوډ تېمور په ډیر وحشانه ډول یوازي کمال خان بند نه، بلکي د اوبو کانالونه، کرهڼیز سیسټم، د زرنج تاریخي ښار او د تمدن ټول اثار له خاورو سره برابر کړل.

د نولسمي مېلادي پېړۍ په وروستیو کي د افغانستان او ایران ترمنځ د هلمند د اوبو او کمال خان بند پر سره اختلاف رامنځ ته سو. د موضوع د حل لپاره څو څو ځله، دواړو هیوادونو پلاوي تبادله کړل، خو یو دایمي حل لاره یې ونه موندل. بالاخر د ۱۹۷۳ کال د مارچ په ۱۳مه د افغانستان د وخت صدراعظم شهید محمد موسی شفیق او ایراني سیال عباس هویدا ترمنځ د هلمند د اوبو د وېش تړون لاسلیک سو، چي په دې سره دغه اوږدې کشالې حل وموند. له همدې ځایه افغانستان د هلمند د اوبو مهارو لپاره د کمال خان بند جوړلو فرصت ترلاس کړ.

د کمال خان بند لومړي کارونه د سردارمحمد داودخان د جمهوري ریاست په دوران کي پیل سو، خو د ده تر شهادت وروسته د بند جوړولو چاري ودرېدې. په ۱۳۹۰ لمریز کال کي یې د رغولو کار بیرته پیل چي په درې فېزونو کي بشپړ او ګټي اخیستني ته چمتو سو. پر دغه بند ٨٧ میلونه ډالره لګښت راغلی. د کمال خان بند د کانالونو یوه اوږده سلسله لري چي اوږدوالي یې ۲۶۰ کیلومټره ته رسیږي. البته د کانالونو جوړولو چاري یې دوام لري. دغه کانالونه په دې ډول لاندي مځکي خړوبه کوي : د ترکو دښته او فضل قلعه کانال ۴۹۵۰۰ هکټاره، قلعه فتح او خوابګا کانال ۳۸۰۰۰ هکټاره، شیراباد او میران کانال ۶۰۰۰۰ هکټاره او سیخسرکانال ۴۶۵۰۰ هکټاره.

کمال خان بند د ډیرو ګټو ترڅنګ لاندي مهمي لاسته راوړني لري: 

۱: د اوبو لګولو لپاره د اوبو زیرمه کول 

۲: د نهه میګاواټه برېښنا تولیدول

۳: د موسمي سېلابونو کنټرول

۴: د سیمي د ابو لاندي ابخور رالوړول

۵: چاپېریال ساتنه کي مهم رول

 

Related Articles

ولې د ډېری نارینه وو سینګار نه خوښېږي؟

لېکنه: شکېبا نادري، ولې د ډېری نارینه وو سینګار نه خوښوي؟ سینګار کول د ښځو د خوښې کړنه ده، ډېری ښځې خو په دې باور دي چې سینګار د ښځو سلیقه ده، هغه ښځې چې سینګار نه کوي له ځان نه یې لاس پر سر دي، د ځان لپاره وخت نه لري، خو د نارینه وو بیا د ښځینه وو دا کړنه هېڅ نه خوښېږي، کم داسې نارینه شته چې د سینګار کولو پلویان وي او له خپلو مېرمنو وغواړي چې سین...

مولانــــا عبدالمجـــید افغاني اتمان خــــیل!!

مولانــــا عبدالمجـــید افغاني اتمان خــــیل!!مولانا عبدالمجید افغاني د باجوړ پۀ اتمان خیل قبیله کښ پۀ ۱۸۷۲ کښ پیدا شوې ؤ. د زدکړو لپاره د هندوستان اګرې ته تلے ؤ. د اګرې په اسلامــې مدرسه کښ ئې ټولې زده کړې تر سره کړې وې.د زدکړو نه پس د پــښور پۀ ايډورډ کالج بیا وروستو په مشن کالج کښ د عربۍ پروفیــسر ولګېدو. د صاحبــزاده عبدالقیوم پۀ خاص ملګرو کښ ؤ...

فضا ته لومړنی سیاحتي سفر ترسره شو

لیکنه ـ ریاض مقامزی  وروستۍ څو لسیزې د ټيکنالوژۍ، صنعت او نورو برخو د پرمختګ او اوج لسیزې بلل کېږي. د نورو ټولو پرمختګونو ترڅنګ په فضايي برخه کې هم بې ساري اسانتیاوې او پرمختګونه ترسترګو شوي دي. پخوا به فضايي سفرونو یوازې او یوازې څېړنیزه بڼه درلوده؛ مګر اوس داسې برېښي چې فضا ته سیاحتي او چکري سفرونه هم پیل شوي او لرې نه ده، چې دا سفرونه لا ډېر ش...

Recommended Articles

څنګه کولای شو ښه شخصيت ولرو؟

 په دې لیکنه کې به تاسو هغه لارښوونې ولولئ، چې تاسو ځانګړي کوي او خلک به مو شخصيت ته درناوی لري.   خپل ظاهر ته ارزښت ورکړئ د هرې اړیکې په شروع کې ظاهري شکل خورا اړین فکټور ګڼل کېږي. په هاروارډ پوهنتون کې ترسره شوې څېړنه ښيي، چې انسانان ظاهر ته په کتو په لومړۍ ليدنه کې د مقابل لوري په اړه له ۳ نه تر ۷ ثانيو پورې  قضاوت کوي.  ددې لپاره چې ځانګړي و ا...

د وينا پر مهال د وېرې او فشار ختمول

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا چې موږ انسانان ټولنيز ژوند لرو، نو اړ یو چې د خپلو اړتياوو او مفکورو د وضاحت لپاره وغږېږو. خبرې کول زموږ د ژوند په هره برخه کې لیدل کېږي. په کور، کلي، دکان، ښار، مکتب، ښوونځي او ګڼو نورو ځايونو کې موږ خبرې کوو او خپل پپغام نورو ته رسوو.   ځينې خلک بیا د خبرو او وينا پر مهال تر وېرې او فشار لاندې وي. نه شي کولای خپل پيغام او...

له مطالعې سره څنګه ځان عادت کړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی د هر لوستي ځوان لپاره دوامداره مطالعه ډېره اړينه او مهمه ده. که تاسو دوامداره مطالعه کوئ، ذهن به مو فعال وي او هېڅکله به په وینا کې له بندښت سره مخ نه شئ. ددې ترڅنګ مطالعه ګڼې نورې ګټې هم لري. موږ نه غواړو، چې تاسو ته د مطالعې پر ارزښت وغږېږو. یوازې غواړو، تاسو ته ددې لارښوونه وکړو، چې څنګه دوامداره مطالعه خپل عادت وګرځوو. آیا...