To start downloading books

Please sign in or create an account.

هغه جملې چې ژوند مو بدلولای شي!

هغه جملې چې ژوند مو بدلولای شي!

په دې لنډو کرښو کې به د انګلستان د مشهورې ليکوالې ويرجينيا وولف په ويناوو کې د ژوند درسونه ولولئ!

“انسان نه شي کولای، له ژوند څخه د اجتناب او نفرت په صورت کې آرامۍ ته ورسېږي.”

دا چې انسان ټولنيز موجود دی، نو معلومه خبره ده چې د ټولنې ناخوالې د انسان په روان اغېز کوي. د افغانستان په څېر هېواد کې چې هره ورځ وژنې، چاودنې او سل نورې اندېښنې موجودې وي، حتما به انسان له ژونده زړه توری کېږي. خو څه کول په کار دي؟ ايا له ژونده کرکه موږ ته سکون راکوي؟ نا! هېڅکله نا! د يوه ذهين انسان د ژوند تجربه همدا وايي.

هڅه وکړئ، چې ښه ژوند وکړئ. ښه ژوند دا نه دی، چې تاسو دې ډېرې پيسې ولرئ. يوازې همدا ښه ژوند دی، چې نورو ته مو خير رسېږي. يوه مسکا د بل زړه خوشحالولای شي. نو ولې يې نه کوئ؟ ځينې وړيا خوښۍ او ثوابونه شته، ترلاسه يې کړئ؟ 

ژوند ښکلی دی، ښکلی!

 

“هېڅ يو نوښتګر ليکوال نه شي کولای، د خپل عصر بل نامتو ليکوال وزغمي.”

هر انسان ځينې سيالان لري. د هغوی زغمل کوم آسانه کار نه دی. ليکوال، آهنګر، مامور، قاضي او بل هرڅوک خپل سيال تر خپله ځانه مخکې او نوموتی نه شي زغملای. څه فکر کوئ، د وولف موخه له دې جملې څه ده؟

ويرجينيا وولف وايي، دا د انسان خاصيت دی، چې خپل سيال نه شي نه زغملای نو له دې خاصيته سمه ګټه پورته کړئ. سيال مو نه شئ زغملای؟ که ځواب مو هو وي، نو همدا اوس پاڅېږئ او حرکت وکړئ يو تېز حرکت چې له خپله سياله مخکې شئ. که همداسې مو وکړل نو تاسو د انسان له دې خاصيته سالمه ګټه پورته کړه او که يوازې مو خپل زړه وخوړ او يا مو مقابل کس ته کندې وويستې نو په ناسمه روان يئ.

 

“له څه شي، چې وېرېږم هغه دا دي، چې د يوه ناڅيزه او بې ارزښته انسان په څېر هېره شم.”

انسانان مختلف خاصيتونه لري. ځينې يې ګوښه ګير او ځينې نور يې بيا غواړي نوم يې تل پاتې وي. تاسو که په هره ډله کې يئ دا وينا تاسو ته يو درس دی.

ولې بايد هېر شئ؟ بې شمېره انسانان نړۍ ته راځي. ولې ډېر لږ يې خپل نوم پرېږدي. پوهېږئ هغوی څه کړي دي؟ په دې کې دوه درې خلک وي يو هغه چې بشر ته يې خير رسېدلی وي، دویم هغه چې بشر يې له شر سره مخ کړی وي، درېيم هغه ډله خلک دي چې يو عجيب کار يې کړی وي. تاسو په لومړۍ ډله کې ځان حساب کړئ. همدا نن فکر وکړئ چې بشر ته څه کولای شئ. آيا فکر کوئ ټول انسانيت ته خير رسول ستاسو له وسې پورته خبره ده. نو کولای شئ خپل کلي او ولسوالۍ ته يو د خير کار وکړئ. په دې ډول به تاسو پر ځان باور پيدا کړئ او په پای کې به ټول بشر ته د خير رسولو فکر ولرئ. ومرئ خو بې نومه مه مرئ!

Related Articles

د شعر توکي

د شعر توکي رياض مقامزی شعر دی چې له ښه زړه به وتلی وي ښکلی عبارت چې هنر هـــــــــم لري                                      “   پسرلی” وړاندې له دې چې د شعر پر توکو وغږېږو، اړينه ده چې شعر وپېژنو. ((شعر)) عربي کلمه ده، چې معنی يې (پوهه، درک، فهم، خبرتيا او هوښياري) ده. په انګلېسې ژبه کې يې (Poem)، فرانسوي کې يې هم (Poẻme) او روسي ژبه کې يې ست...

د دارلامان اداري کمپلکی

د دارالامان اداري نغښتي (کمپلیکس)کابل ښار د راتلونکي له پاره د ستونزو حل یا ستونزې جوړول لنډيز:      کابل یو ډیر ښکلی ښار دی، د نړۍ یو له زرو پخوانیو ښارونو څخه شمېرل کېږي او ۳۵۰۰ کلن تاریخ لري. دغه ښار چې د خپلې ورو او محتاطې ودې له امله د لرغونو اثارو فرهنګي مرکز ګڼل کېږي، سړه هوا لري او تر ډېره د کابل شاهانو مرکز و.     دغه ښار د تيمورشاه دراني...

غوری سیمنټ

دا په بغلان ولايت کې د غوري سمنټو فابریکه ده، چي په ۲۴ ساعتونو کې ۸ سوه ټنه سمنټ تولیدوي، په نژدې راتلونکي کي به یاده اندازه زر ټنو ته پورته شي. ـ تر څنګ یې په فارمانو کې شل زره ماهیان هم روزل کیږي.

Recommended Articles

عثمان کاکړ څنګه ووژل شو؟

پښتونخوا ملي عوامي ګوند ادعا کوي چې د دغه ګوند صوبايي مشر عثمان خان کاکړ وژل شوی دی او دوی سره دې لړ کې کافي ثبوتونه شته. یو شمېر نورو ځايي سیاسي ګوندونو هم د یاد ګوند ملاتړ کړی او د بلوچستان صوبايي حکومت وايي، د پېښې په هکله به څېړنه کوي. د یادونې ده چې د روانې جون میاشتې پر ۱۷ نېټه ویل شوي و، چې د عثمان خان کاکړ سر سخت ټپي شوی دی. له پېښې وروست...

که دا عادتونه خپل کړئ له غربت څخه خلاصېږئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا به سمه خبره وي، چې شتمني له قسمت سره تړلې ده؛ خو دا خبره هم هېڅکله غلطه نه ده، چې ستاسو عادات په دې برخه کې رغنده رول لري. که تاسو هر څومره ډېرې پیسې ولرئ؛ مګر پر مصرف، پانګونې او نورو لاروچارو پوه نه شئ ډېر ژر به مو غربت د کور تر دروازو ورسېږئ. یا که ډېر غریب هم یئ؛ مګر دا لارښوونې عملي کړي، نو ډېر امکان شته، چې له غربت څخه...

د وينا پر مهال د وېرې او فشار ختمول

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا چې موږ انسانان ټولنيز ژوند لرو، نو اړ یو چې د خپلو اړتياوو او مفکورو د وضاحت لپاره وغږېږو. خبرې کول زموږ د ژوند په هره برخه کې لیدل کېږي. په کور، کلي، دکان، ښار، مکتب، ښوونځي او ګڼو نورو ځايونو کې موږ خبرې کوو او خپل پپغام نورو ته رسوو.   ځينې خلک بیا د خبرو او وينا پر مهال تر وېرې او فشار لاندې وي. نه شي کولای خپل پيغام او...