To start downloading books

Please sign in or create an account.

نابغه لیکوال "تورګینیف" وپېژنئ!

نابغه لیکوال "تورګینیف" وپېژنئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی 

د نړۍ والو ادبي څېرو د پېژندنې په لړ کې به نن د روسیې د نولسمې پېړۍ نامتو سبک پېژندونکي او لیکوال په اړه لا ډېر پوه شئ. د لیکنې ترپایه د ښاغلي تورګینیف پر ژوند او فن ډېرې خبرې وشي. 

 

تورګینیف

د روسيې ددې ستر لیکوال او سبک پېژندونکي بشپړ نوم ایوان تورګینیف "Ivam Turgenev" دی. اکثره څېړونکي یې نابغه لیکوال ګڼي. نوموړی په "۱۸۱۸م" کال کې د روسيې په اریول ښار کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستلې. کورنۍ یې شتمنه وه. مور یې د سیمې ترټولو شتمنه ښځه وه؛ شتمني ورته د تره له طرفه د میراث په شکل ورپاتې و. پلار یې هم یو افسر و. 

له شتمنې کورنۍ سره د تعلق له امله نوموړي ډېرې ښې زده کړې ترسره کړې. والدینو یې نوموړي ته کورنۍ ښوونکي ګمارلي و، چې د وخت ډېر لوی استادان ګڼل کېدل. په وروستیو کې یې په برلین کې زده کړې وکړې. هلته په يوهنتون کې یې د فلسفې په برخه کې زده کړې وکړې. 

د روسيې له نامتو لیکوالو سره د تورګینیف ناسته ولاړه په "۱۸۱۴م" کال کې له اروپا څخه تر ستینېدو وروسته پیل شوه.

د دغو نامتو لیکوالو له جملې، چې تورګینیف ورسره اړیکې درلودې، یو هم "ګوګول" و. څېړونکي د تورګینیف په اړه وايي:"که تورګینیف د (ګوګول) په څېر خلاق، د داستایوفسکي په شان د مسایلو سپړونکی او د تولوستوی په څېر تحیلګر نه وي، خو بیا هم نوموړي په روسي ادبیاتو کې خپل قوت ښودلی دی."

نوموړي په زلمیتوب کې څو شعرونه لیکلي وو. خو فکر یې نه کاوه، چې لوی شاعر به شي. تورګینیف په داسې حال کې لیکل کول، چې د وخت لیکوالو به پر خپلو لیکنو پیسې ګټلې، مګر نوموړي هيڅکله دا کار و نه کړ. 

هغه به ډېرې پخې او سنجیده لیکنې کولې. ترڅنګ یې راښکونکي رومانونه او کیسې یې هم لیکلې. امریکایی لیکوال "البرت جي ناک" یې په اړه وايي "د تورګینیف اثار به تر ډېره په روسیه او اروپا کې لوستونکي ولری."

د نوموړي لویه هیله دا وه، چې د پوهنتون پروفیسور شي؛ خو له ادبي نړۍ سره د تړاو له کبله ډېر بوخت شو. تر ډېره به یې اروپا ته سفر کاوه. دا چې د عمر ډېر کلونه یې په فرانسه کې تېر کړل، نو هلته یې هم له پياوړو لیکوالو سره راشه درشه درولوده. 

په نثر کې شعرونه، د نجیب زاده ګانو ځاله، لوګی، پلرونه او زامن، يوه ورځ مخکې، د اضافي انسان ورځني يادښتومه او ځينې نور د نوموړي له مهمو اثارو څخه ګڼل کېږي.

له ګڼو ادبي هڅو او فعالیتونو وروسته، نوموړی په "۱۸۸۳م" کال کې له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې.

Related Articles

انلاین خریدارۍ جالب معلومات

ډیر جالب معلومات: په انلاین خریدارۍ یا ځینو مارکیټونو کې به مو لیدلي وي چې د یوه څیز قیمت ٩٩ یا ٩٩٩ روپۍ وي، پوهېږئ چې ولې؟ دې ته تاق قیمتونه "Odd pricing" وایي او دا قیمتونه نېغ په نېغه د انسان په روان باندې اغېز کوي.  د بېلګې په توګه، که د یوه څیز قیمت ٩٩ او د بل ١٠۰ روپۍ وي؛ نو ماغزو ته به ٩٩ ارزانه او ١٠۰ ډېر قیمتي ښکاره شي. حال دا چې ترمنځ ی...

هایدروپوبیک یا د اوبو ضد سیمنټ

هایدروپوبیک سیمنټ –تولید ،خواص او کارونه. Hydrophobic Cement – Manufacture, Properties and Uses’لکه له نوم یی چې ښکاري دا د اوبو ضد سیمنت دی ،دلته هایدرو (hydro)په مانا د  اوبه او پوبیک (phobic) په مانا  پر ضد .هایدروپوبیک سیمنټ د پورتلنډ سیمنټو له پاتې شونو او اولیک اسید (Oleic Acid) په شان فلم تشکیل کوونکې مادې له یوځای کیدو لاس ته راځي ،څو په نا...

مضبوط او دوامداره کانکریټي ساختمان

د مضبوط او دوامداره کانکریټي ساختمان جوړولو لپاره پنځه اړینې خبرې.   یو مداومت لرونکی اوسپنیز کانکریټي ساختمان څنګه جوړ کړو.How to  Build A Durable RCC Structure کانکریټ حیرانونکي ودانیزه مواد دي،خو ددې لپاره چې کانکریټ ډیر عمر ولري او مضبوط وي   لاندې پنخه اساسي عناصرو ته باید پام وشي.• د ساحې څیړنه .• ساختماني ډيزاین .• د موادو غوره او مخلوطول.•...

Recommended Articles

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته بيا بېرته خپل ټول تاثير له لاسه ورکړي، د هورمونونو تاثير د زيات وخت لپاره دوام کوي. د انسان په بدن...

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا رټل کېږي او د جرات ماده یې په هماغه کوچني والي کې مړه کېږي.   ځينې خلک بیا خپل جرات په هماغه کوچني...

خرمهره؛ تاسو یې په اړه څومره پوهېږئ!؟

 لیکوال: لطیف یاد په پخوانیو وختونو کې به خرو ته اوربشې ورکول کیدلې، چې ددغو اوربشو د خوړلو په پایله کې به تر څو کلونو وروسته د خرو د ژبې لاندې  وینه ټینګه  او غلیظه شوه او د یوه مرغېړي (غُدې) بڼه به یې ونیوله. وروسته به یې دغه مرغېړي (غُده) د خرو د ژبې د لاندینۍ برخې نه  د جراحي عملیاتو (آپریشن) په تر سره کولو وویستله او په جوشو شیدو (پیو) کې به...