To start downloading books

Please sign in or create an account.

څو جملې څو کتابه (۴)

څو جملې څو کتابه (۴)

انسان ته کله ناکله داسې یوه کړنه، حادثه او یا وینا ورپېښه شي، چې فکر او ژوند ته یې مثبت بدلون ورکوي. البته دا داسې کړنه، پېښه او یا وينا وي، چې قوي اغېز لري او انسان ته لوی درس ورکوي. د نړۍ لویو فاتحينو له یو کوچني مېږي د همت او مېړانې درس اخیستی، همدارنګه د مېرویس نېکه فکر ته د هغې د مور څو جملو بدلون ورکړ او خلک یې له ظلم وژغورل، د مېوند بایللې جګړه د ملالې یوې ټپې وګټله. نو څه فکر کوئ؟ الفاظ، کلمې او ویناوې څومره زورورې دي. 

د کتابتون ویبسايټ ددې لړۍ موخه همدا ده، چې تاسو ته انګېزه ورکوونکي ویناوې برابرې کړي. تاسو هڅه وکړئ، چې هره وینا بار ـ بار ولولئ او ژور فکر وکړئ. کېدای شي یوه جمله ستاسو د ژوند مسیر مثبت لوري ته بدل کړي.

د همداسې ویناوو په جریان کې نن به د پرتګالي ژبې نوموتي لیکوال پاولو کوئيلو (Paolo Coelho) په ویناوو کې د ژوند درس مومئ او خپل مسیر به ټاکئ. 

 

څو جملې څو کتابه

  • څوک چې زما لپاره غلا کوي، کېدای شي له ما څخه یې هم وکړي.
  • په نړۍ کې هېڅ شی په بشپړ ډول ناسم نه دی. آن له کاره لویدلی ساعت هم په ورځ او شپه کې دوه وارې سم وي.
  • د ژوند راز دا دی، چې که اووه ځله ولوېږې اته ځلې پاڅېږې.
  • موږ د ژوند بې معنی والی، پړه له خپل ځان پرته پر بل چا نه شو اچولی.
  • زړور اوسه! خطر ومنه! هېڅ شی د تجربې ځای نه شي نیولای.
  • ډارن خلک نه ماتې خوري نه بریالي کېږي.
  • که غواړې بریالی شې، نو یا قانون ته درنښت وکړه. هېڅکله ځان ته دروغ مه وایه!
  • ته به یوازې یو ځل ژوند وکړې، نو د خپل ځان لپاره یې وکړه. مهمه نه ده، چې نور خلک څه فکر کوي.
  • که چېرې له خپل تېر ژوند ناراضه وې، ټوله ماضي هېره کړه. نوې کیسه جوړه کړه او پر هغو باور ولره.
  • د یوه بل ګام اخیستلو لپاره همېشه لږ لېونتوب پکار دی.
  • حقیقت هغه مهال خپلواکي درکوي، چې حقیقت وپېژنې.

پورتنۍ ویناوې د یو داسې انسان دي، چې آثار یې د نړۍ شپږپنځوس ژبو ته ژباړل شوي دي. د "کیمیاګر" په څېر مشهور آثار یې پنځولي. نوموړی له موږ ډېر عمر لري. داسې انسان چې ژوند یې تجربه کړی او پر ډېرو رموزو یې پوه شوی دی. تاسو ته د کوئيلو کومه وینا ډېر په زړه پورې وه؟

Related Articles

هشټګ څه شی دی او ولې کارول کېږي؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی په دې وروستيو کې به تاسو هم بېلابېل هشټګونه لیدلي وي؛ په امریکا کې د تورپوستو په ملاتړ، په مقبوضه پښتونخوا کې د پي.ټي.ام په ملاتړ او اوس ـ اوس په افغانستان او کوزه پښتونخوا کې د پاکستان ضد هشټګونه تر سترګو کېږي. په دې لیکنه کې پر همدې موضوع مفصلې خبرې شوي دي؛ د لیکنې تر پایه به په دې اړه لا ډېر پوه شئ.    هشټګ څه ته وايي؟ هر...

د حافظې د پیاوړتیا لارې چارې

لیکنه ـ ریاض مقامزی   په دې ورځو کې د خبرو، مسایلو او معلوماتو له یاده وتل یوه عامه ستونزه ګرځېدلې ده او ډېری خلک له دې ستونزې ځورېږي. همدارنګه ځينې نور خلک بیا شکایت کوي، چې له مطالعې وروسته نه پوهېږي چې څه یې ولوستل او په کتاب/مجله/لیکنه کې کومې خبرې وي. موږ همدې ستونزو ته په کتو خپلو قدرمنو لوستونکو ته دا لیکنه چمتو کړې ده، ترڅو په دې برخه کې...

پخپل ځان شکمن شئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی   حکايت دی، چې د اور وژنې ادارې دوه کار کوونکي ځنګله ته ولاړل، ترڅو اور مړ کړي. اور یې مړ کړ. دا یو لوګيو تک تور کړی و او بل پاک سوتره و. کله چې له ځنګله را ووتل او د سیند خوا ته نږدې شول. نو یو بل ته یې وکتل، تر څو وويني چې ځانونه پرېمنځي که نا. پاک کس چې تور شوي کس ته وکتل، فکر یې وکړ، چې دی به هم خیرن شوی وي. نو ځان یې پرېمن...

Recommended Articles

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته بيا بېرته خپل ټول تاثير له لاسه ورکړي، د هورمونونو تاثير د زيات وخت لپاره دوام کوي. د انسان په بدن...

د وينا پر مهال د ويرې ختمولو 27 ګټورې لارې

هغوى چې په سټيج باندې عونډو، سيمنارونو، ټولګي او حتى د ملګرو سره په مخامخ خبرو پر مهال ويره احساسوي دوى عمومآ د Glossophobia په اروايي ناروغۍ اخته دي، چې د خبرو دغه ويره د مرګ له ويرې هم سخته ده چې ستاسو مسلکي او شخصي ژوند زيان رسولى شي. ددغې ويرې پر مهال ستاسو بدن ريږدي، لاسونه مو خولې کيږي، زړه ضربان مو زياتيږي، چې په تجارت او د ژوند په نورو اړخ...

خرمهره؛ تاسو یې په اړه څومره پوهېږئ!؟

 لیکوال: لطیف یاد په پخوانیو وختونو کې به خرو ته اوربشې ورکول کیدلې، چې ددغو اوربشو د خوړلو په پایله کې به تر څو کلونو وروسته د خرو د ژبې لاندې  وینه ټینګه  او غلیظه شوه او د یوه مرغېړي (غُدې) بڼه به یې ونیوله. وروسته به یې دغه مرغېړي (غُده) د خرو د ژبې د لاندینۍ برخې نه  د جراحي عملیاتو (آپریشن) په تر سره کولو وویستله او په جوشو شیدو (پیو) کې به...