To start downloading books

Please sign in or create an account.

imranghani 3 years ago 3,023
له واده روسته څنګه خوشحاله ژوند وکړو؟

له واده روسته څنګه خوشحاله ژوند وکړو؟

لېکنه: شکېبا نادري

کله چې یو هلک او نجلۍ واده کوي په لومړیو وختونو کې له یو بل سره ډېر جنگونه کوي، خپه کېږي، یو بل نه درک کوي، دا طبیعي خبره ده، ځکه دوه جلا فکرونو سره یوځای کېږي. وخت، درک او پېژندگلوۍ ته اړتیا لري، ترڅو د یو بل په خبره او فکر پوه شي. 

اوس پوښتنه دا ده چې څنگه کولای شو چې له واده وروسته یو ارامه او له خوښیو ډک ژوند ولرو؟

د دې پوښتنې په ځواب کې باید ووایو لومړی کار چې د یو سوکاله ژوند د پیل لپاره اړین دی، هغه د یو بل درک دی.

ښځه باید د خاوند او خاوند د ښځې په خبرو ځان پوه کړي، فکر پرې وکړې او بیا که د منلو وړ وي، ومني او که د منلو وړ نه وي، یو بل ته د قناعت وړ دلیلونه ووایي.

ښځه او خاوند باید د دې اړېکې ترڅنگ له یوبل سره د ملگرتیا اړیکه ولري.

په ډاډه زړه یوبل ته د خپل زړه خبرې وکړي، خپلې ستونزې ورته ووایي او په گډه ورته یوه حللاره پیدا کړي.

ښځه او خاوند باید یو بل ته بشپړ درناوی ولري. د یو بل خبره ومني، په هر کار کې باید له یو بل سره مشورې وکړې.

ښځه او خاوند باید تل د یو بل پر وړاندې رښتني و اوسي، ځکه چې ډېر کوچنی دروغ کولای شي چې د خاوند او مېرمن ترمنځ لویې ستونزې او واټنونه رامنځته کړي.

 

ښځه هېڅکله باید د خاوند له وس پورته غوښتنې ونه لري.

 هغه څه چې لري باید ورباندې راضي و اوسي.

 

۱. له یو بل څخه مننه کول 

ښځه تل باید له خپل خاوند څخه د دې لپاره، چې دې او د دې اولادونو ته زحمت باسي، مننه وکړي، خاوند هم د دې لپاره چې ښځه یې په رښتینولۍ او خوشحالۍ د کور ټول کارونه ترسره کوي، د اولادونو روزنه کوي مننه وکړي.

 

۲. ښه رویه

هرې ښځې او خاوند ته لازمه ده چې له یو بل سره ښه رویه وکړي، ځکه چې اولادونه تل هغه کارونه کوي چې مور او پلار یې تر سره کوي.

 

۳. د خپل مسوولیت پېژندل

ښځه او خاوند هغه وخت یو ښه او خوشحاله ژوند درلودای شي، چې خپل مسوولیتونه په سمه توګه وپېژني، یعنې خاوند یې هغه کارونه ترسره کړي چې مسوولیت یې دی. لکه: په بهرکې کار کول، د ښځې او خپلو ماشومانو لپاره د نفقې راوړل او داسې نور، ښځه هم باید هغه کارونه چې په دې پورې اړوند دي تر سره کړي. لکه: د خاوند په نشتون کې د کور او کورنۍ ساتنه، د اولاد سالمه روزنه او داسې نور.

په سلګونو داسې نور لاملونه شته چې که انسانان عمل پرې وکړي، نو له خوښیو ډک ژوند به ولري او په ژوند کې به له ستونزو سره مخ نه شي.

Related Articles

! هغه لاملونه چې نارینه باید له یو ښه ساعت څخه ګټه واخلي

لیکنه: شکېبا نادري هغه لاملونه چې نارینه باید د یوه ښه ساعت څخه ګټه واخلي!   په پخوا وختونو کې به خلکو له ساعتونو څخه ډېره ګټه اخیستله، خو د موبایلونو د ډېرېدلو سره له ساعتونو څخه ګټه اخیستل ورځ تر بلې مخ پر کمېدو دي، خو هغه کسان چې غواړي منظم او ځانګړي و اوسي، نو ارومرو له ساعت څخه ګټه اخلي.  موږ په نننۍ لیکنې کې تاسو ته د هغو لاملونو په اړه م...

ولې ناکاميږو؟؟؟

مونږ ټول د بريا د مزې د څکلو هيله او ارزو لرو، خو ځينو عوامل زمونږ د لارې خنډ جوړيږي چې ډيری وخت دغه عوامل زمونږ د بريا د مزې د څکلو هيله له منځه وړي او يا يې ځنډنۍ کوي. د ناکامۍ شل هغه عوامل چې بريا ته زمونږ د رسيدو په لار کې خنډ جوړيږي.  ۱. د ګواښ منلو ته زړه نه ښه کول  ۲. په کارونو کې د‌دوام نشتون ۳. لنډمهاله/ ناڅاپي خوښي  ۴. په کارونو کې د...

اعصاب په کومو شيانو کمزوري کېږي؟!

اعصاب په کومو شيانو کمزوري کېږي؟! لیکوال: اکرام الله عادل د انسان په وجود کي اعصاب تر ټولو مهمه برخه ده، د انسان ټولې چارې او فعالیتونه د همدغې ناحیې څخه کنټرولېږي. لاندې ځینې مهم ټکي دي، چي په پام کې نیول یې د ذهن په سالم ساتلو کې مرسته کوي. - د سهار چای نه څښل: هغه خلک چې د سهار چای نه څښي، په بدن کې یې د شکرې اندازه راکښته کېږي، په نتیجه کې یې د...

Recommended Articles

که دا عادتونه خپل کړئ له غربت څخه خلاصېږئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا به سمه خبره وي، چې شتمني له قسمت سره تړلې ده؛ خو دا خبره هم هېڅکله غلطه نه ده، چې ستاسو عادات په دې برخه کې رغنده رول لري. که تاسو هر څومره ډېرې پیسې ولرئ؛ مګر پر مصرف، پانګونې او نورو لاروچارو پوه نه شئ ډېر ژر به مو غربت د کور تر دروازو ورسېږئ. یا که ډېر غریب هم یئ؛ مګر دا لارښوونې عملي کړي، نو ډېر امکان شته، چې له غربت څخه...

کوم ډول خلک بايد کېله ونه خوري

که څه هم کېله ځيني ګڼې ګټي لري خو دغه ميوه ځينې عورايض او تاووانونه هم لري.چې په لاندي ډور ورته اشاره کوو. دغه خوږ ميوه د خپل ځانګړي خوند، او نرموالي له امله په ټوله نړۍ کې مشهوره ده. ګېله کوم ډول زيانونه لري. ۱: د وزن زياتوالی دـ ځينو نورو خوړو په څير کېله هم پريمانه کالوري لري چې د وزن د زياتوالي لامل کيږي په هره متوسطه کېله کې ۱۰۵ ګرامه کالو...

له مطالعې سره څنګه ځان عادت کړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی د هر لوستي ځوان لپاره دوامداره مطالعه ډېره اړينه او مهمه ده. که تاسو دوامداره مطالعه کوئ، ذهن به مو فعال وي او هېڅکله به په وینا کې له بندښت سره مخ نه شئ. ددې ترڅنګ مطالعه ګڼې نورې ګټې هم لري. موږ نه غواړو، چې تاسو ته د مطالعې پر ارزښت وغږېږو. یوازې غواړو، تاسو ته ددې لارښوونه وکړو، چې څنګه دوامداره مطالعه خپل عادت وګرځوو. آیا...