To start downloading books

Please sign in or create an account.

شري څه ډول ناروغي ده؟

شري څه ډول ناروغي ده؟

د ماشومتوب د دورې یوه حاده انتانې ناروغي ده چي د Myxy virus ګروپ دیوخاص وایروس په واسطه رامنځته کيږي. چی عام کلینیکی اعراض اوعلایم یی  تبه، دلوړتنفسې سیسټم اعراض (Coryza, cough) اوموضعې رشونو څخه عبارت دی. په پرمخ تلونکې هیوادونوکې یې مړینه اومصابیت ډیردي چي یوازي انسانان پري اخته کیږي.

• Problem statement

په ټوله نړي کې په اینډمیک ډول رامنځ ته کیږي خوکیدای سي ایپډمې هم رامنځته کړي. په پرمخ تللو هیوادونو کې کمه ده اوپه پرمخ تلونکوهیوادونو کې یوه عامه ناروغې ده.په لوړه کچه مړینه اومصابیت یې په ماشومانوکې د واکسین نه ورکول دي.

دشرې دختمولو په مقابل کې ننګونې

۱. دمعافیتې سیسټم کمزوري. ۲. د Measles لوړ انتانې فطرت، ۳. هغه خلک چي دشخړو له وجې واکسین ته لاس رسي نه لري. ۴.دخلکو انکار له واکسین څخه، ۵. ایپیډیمیولوژیک بدلونونه، ۶. دزیات واکسین درانیولو ضرورت، ۷. دخلکو اومالې سرچینو په مینځ کې فاصله.

• Epidemiological determinants

Agents factor

a. عامل: شري دیو Paramyxo RNA وایروس په واسطه رامنځته کیږي یوسروټایپ لري چي د انسان د وجود پرخارجې سطح د اوږد وخت لپاره ژوند نسې کولاي. مګرهغه وخت انتانې وي چي ترصفر درجي کښته حرارت کې و اوسې.

b. منبع: یوازینې منبع یې دشري واقعه ده او ناقل یی معلوم ندي.

c. انتانې مواد: په مخبیره دوره او درشونو په لمړي مرحله کې دتنفسې سیسټم افرازات انتانې وي.

d. سارې توب: شري په مخبره دوره او د پیلیدو په وخت کې زیات سارې وې او د رش دښکاره کیدو وروسته کمیږي. دسارې توب دوره تقریباً څلور ورځې مخکي او څلور ورځي وروسته د رش دښکاره کیدو څخه وې. یوهفته جلاوالي د رش د شروع څخه دساري توب دوره ډیره محدوده وې.

• Host factors

a. عمر: په Infancy & childhood کې هریو اخته کولاي سي( دشپږ میاشتو اودرو کالوپه عمرډیرورته مساعد دی). په پرمختلونکو هیوادو نوکې چي ناسم محیطي شرایط ولری هغه ماشومان چي دپنځو کالو څخه اضافه عمرولرې هم اخته کوی. په پرمخ تللو هیوادونو کې  دواکسین داستعمال په وجه یې واقعات کم سوي دي.

b. جنس: واقعات یې په دواړه جنسونوکې برابر دي.

c. معافیت: هیڅ عمر معاف ندي کچیري پخواني معافیت نه وي. یوه حمله دشري دټول عمر لپاره معافیت رامنځته کوي او دوهمه حمله یې نادره ده. Infant دمورني انټې باډې په واسطه ترشپږ میاشتو پورې له ناروغۍ خوندي دي خوځینې تر ۹ میاشتو پورې خوندي وي. دواکسین په واسطه معافیت داوږد عمر لپاره دي. 

d. تغذیه: په Malnourished ماشومانوکې زیات شدید وې ۴۰۰ ځله مړينه په سوء تغذي ماشومانو کې د Well-nourished ماشومانو په پرتله زیاته ده.

• Environmental factors

په هر موسم کې خپریدای سې. په حاره مناطقوکی یې واقعات  په وچ موسم کې زیات  اوپه ګرمو مناطقوکې د ژمې په موسم کې زیات وی.

• Transmission 

دیو شخص څخه بل شخص ته په مستقیم ډول انتقالیږي معمولاً د Droplet په شکل .څلور ورځي مخکې او څلور ورځي وروسته د رش (rash) د شروع څخه دتنفسې سیسټم دلاري اوهمدارنګه د Conjunctiva دلاري هم انتقالیدای سي.

• Incubation period

دتفریح دوره یې په عام ډول لس ورځې ده. چی د معروض کیدو څخه بیا د تبې تر شروع پوري په برکی نیسی. او ۱۴ ورځې د رش تر ښکاره کیدو پوري . اود Live measles واکسین په واسطه کولاي سو چي دتفریح دوره را لنډه کړو.

• Clinical features: درې مرحلې لري...

1. Prodromal stage

دا مرحله د انتان څخه لس ورځې وروسته شروع کیږي او تر ۱۴ ورځو پوري دوام کوي. په دی مرحله کی تبه، زوکام، پرنچې، دپزي بهیدل، ټوخي، دسترګو سور والي، افرازات او Photophobia موجود وی، کیدایسې استفراق او اسهال هم ورسره وې. او د رش څخه یوه یا دوې ورځې مخکی ممکن Koplik’s spots په خوله کې ولیدل سي. چی مهمه پتوګونومینیک نښه ده

2. Eruptive phase

په دی مرحله کی یو سور رنګه مکولر یا مکولو پاپولر رش دغوږو نو شاته شروع کیږي اوپه تیزي سره په یوڅوساعته کې مخ ،غاړه او د دوه څخه تر درو ورځوکې لاندي نهایاتوته پرمخ تګ کوي دا رشونه کیدایسې جلاوې اویا سره ګډ وې.

3. Post measles stage

ماشوم به وزن بایلې او دڅو ورځو لپاره به کمزوري وې .کیدایسې ریکوري رامنځ ته نسې او بدتر حالت (Chronic illness) ته ولاړسي. دنورو بکټریاو یا وایروسې انتاناتو دتغذي او میتابولیک تاثیراتو په وجه کیدایسي د ودي تاخُر، اسهال، Pyogenic infection، Candidiasis، Reactivation of pulmonary TB او داسې نور...

• Complications

زیات عام اختلاطات یې عبارت دی له اسهال، نمونیا، Otitis media (5-15%)، نمونیا یې ډیر تهدیدونکي اختلاط دي چی په مخ په وده هیوادوکی د۲۰٪څخه تر۸۰٪ پوری اوپه پرمختللوهیوادوکی ۱۰٪ پوری رسیږی.

زیات جدي اختلاطات یې Neurological اختلاطات عبارت دی له Fibril convulsion, Encephalitis,، sub-acute     sclarosing-Panencephalitis 

شري په حمل کې ولادي ابنارملټي نه رامنځته کوي خوکیدایسي خود به خوده سقط او Premature حمل رامنځته کړي.

• Measles and chicken pox

کله کله دواړه یوځاي واقع کیدایسې او کیدایسي چي یوپکښې څرکندې نښي ولري او انتان کیدایسې د دوهم د رش شدت راکم کړي.

• Prevention of measles

۱: دشري واکسین: دفعال معافیت په واسطه یې ښه مخنیوي کیږي دشري لپاره نیمه ژوندي واکسین استعمالیږي چي دلمر دوړانګو په مقابل کې حساس دي نوپدي وجه په رنګه ښیښه یې ویالونو کي ساتل کیږي دا واکسین باید په تاریکه کې د ۸-۲ درجې دسانټې ګریډ کې وساتل سي. (0.5 ml) په تحت الجلدی شکل په نهمه اواتلسمه میاشت ورکول کیږی.

۲: عمر: تر ۹ میاشتوپوري ماشوم دمور دانټې باډي په واسطه معاف وې مګرپه هغه ساحوکې چي out break يې موجود وې تر ۶ میاشتوپورې راکښته کیدایسې اوپه هغه هیوادوکې چي شری کم وې معافیت تر ۱۲ میاشتو پوري لوړیږي.

۳: هدایات: واکسین په عام ډول Subcutaneous ورکول کیږي مګر کچیري Intra muscularly ورکول سې هم تاثیر کوي.

۴: معافیتې جواب: دشری واکسین دواړه هم Homoral اوهم Cellular انټې باډ یانې رامنځته کوي او دشري په مقابل کې IgM انټې باډي په وینه کې، IgA په مخاطې افرازاتو کې او IgG په وینه کې ترکلونوپورې دوام کوي.

۵: Reaction: تبه اورش د ۵ څخه تر ۱۰ ورځو وروسته ترمعافیت رامنځته کیدایسې.

۶: معافیت: شاید تر ټول عمر پوري معافیت رامنځته کړي.

۷: تماس: د ۱۲-۹ میاشتو پوري په عمر تماس دشري په مقابل کې دشری دواکسین په واسطه محافظه کیدایسي.

۸: Contraindications:په High grade fever اوجُدي ناروغې په حمل کې اوپه نورو معافیت ځپلوکې دولادي ناروغیو کی، شدید HIV انتانات، Leukemia، لمفوما اوخبیثو ناروغیو کې مضاد استطباب دي.

۹: ناوړه اغیزي: Toxic shock syndrome ( اوبلن اسهال، استفراق، لوړه تبه) رامنځته کیدایسې.

• Measles and HIV

دشری واکسین باید په ورځنې ډول سره دتوقع وړ Asymptomatic HIV positive ماشومانو او کاهلانوته ورکول سي. اوهغه په HIV اخته کسانوته چي په شدید ډول سره یې معافیتي سیسټم کمزوري نه وي او اعراض یې ورکړي وي بیا هم ورکول کیدای سي.

• Combined vaccine

 عبارت دي له MMR, MR and MMRV څخه.

. Immunoglobulin داهم دشری دمخنیوي لپاره استعمالیږي دا دتفریح په دوره کې 0.25ml/kg د ۳-۴ ورځوپوري دمعروض کیدو ورکول کیږي.

• Eradication of measles

جذرې درملنه یې دیو دوز واکسین په واسطه کیږي.

• Outbreak control measures

a. درش دشروع څخه وروسته د ۷ ورځولپاره جلاوالي.

b. واکسین ورکول: دمعروض کیدو په دوو ورځوکي اوکه واکسین مضاد استطباب وي بیا ایمونوګلوبولین د ۳-۴ ورځوکې دمعروض کیدو ورکول کیږي.

c. په اپیډمې کی باید په بیړه سره واکسین ورکول سې ترڅو د انتشار څخه یې مخنیوي وسې.

درملنه:

کومه خاصه درملنه نلری، مایعات اوښه خواړه باید ورکړل شی.  ترهغوپوری چی اختلاط یی نه وی ورکړی باید انتی بیوتیک ورنکړل شی. دخولی له لاری ویټامین (A)ډیره ضروری ده ځکه ۵۰٪ مړینه راکموی.

اندازه یی : هغه کسان چی عمر یی تر ۶ میاشتوکم وی ۵۰۰۰۰  واحده، هغه کسان چی عمر یی د ۶ میاشتو او۱۲ میاشتو ترمنځ وی ۱۰۰۰۰۰  واحده، هغه کسان چی عمر یی تر ۱۲میاشتوزیات وی ۲۰۰۰۰۰ واحده باید ورکول شی.

دری ډوزه ورکول کیږی، په لومړی ورځ، دوهمه ورځ اودریمه ورځ.

 

ډاکټر عبدالغني ياسين

Related Articles

د ژور خپګان لاملونه،نښې ، نښانې او درملنه.

د ژور خپګان لاملونه،نښې ، نښانې او درملنه. ژور خفګان (depression)یوه روحې ناروغې ده چي هدف ورڅخه اوږد مهاله خفګان، درد، غم، کسالت،او زړه تنګوالی دی. خپګان د وجود يو نورمال او لازمي غبرګون دی چې په عادي (نورمال) حالت کې خپګان د لنډې مودې لپاره دوام مومي، چې په رنځ کې نه شميرل کيږي او د انديښنې وړ نه وي. د خپلوانو پر مړينه خپګان، تر شخړو وروسته خپګان...

How to preview a reading

Before you begin to read, it is very helpful to preview your reading to get a general idea of  the topic and how the reading is organized. Previewing a reading makes your reading easier and your comprehension better. Previewing gives you a better idea about what you are going to read, helps you understand the topic and gives the organization of th...

د نړۍ اووه حیرانوونکي ځایونه(څلورمه برخه)

لیکنه: شکېبا نادري، د نړې اووه حیرانوونکي ځایونه څلورمه برخه د بابل معلق (پرله پسې) باغونه  لکه څنګه مو چې په تېرو لیکنو کې د نړۍ په اوو نویو حیرانونکو ځایونو لکه، د چین دېوال، تاج محل او داسې نورو خبرې وکړې په نننۍ لیکنه کې بیا یو له اوو حیرانونکو ځایونو څخه در پېژنو د بابل معلق (پرله پسې) باغونه که غواړئ چې خپل معلومات زیات او د دې حیرانونکو ځ...

Recommended Articles

څنګه کولای شو ښه شخصيت ولرو؟

 په دې لیکنه کې به تاسو هغه لارښوونې ولولئ، چې تاسو ځانګړي کوي او خلک به مو شخصيت ته درناوی لري.   خپل ظاهر ته ارزښت ورکړئ د هرې اړیکې په شروع کې ظاهري شکل خورا اړین فکټور ګڼل کېږي. په هاروارډ پوهنتون کې ترسره شوې څېړنه ښيي، چې انسانان ظاهر ته په کتو په لومړۍ ليدنه کې د مقابل لوري په اړه له ۳ نه تر ۷ ثانيو پورې  قضاوت کوي.  ددې لپاره چې ځانګړي و ا...

خرمهره؛ تاسو یې په اړه څومره پوهېږئ!؟

 لیکوال: لطیف یاد په پخوانیو وختونو کې به خرو ته اوربشې ورکول کیدلې، چې ددغو اوربشو د خوړلو په پایله کې به تر څو کلونو وروسته د خرو د ژبې لاندې  وینه ټینګه  او غلیظه شوه او د یوه مرغېړي (غُدې) بڼه به یې ونیوله. وروسته به یې دغه مرغېړي (غُده) د خرو د ژبې د لاندینۍ برخې نه  د جراحي عملیاتو (آپریشن) په تر سره کولو وویستله او په جوشو شیدو (پیو) کې به...

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د کتاب بازار سوړ شوی، له بهر څخه واریدیدونکي کتابونه محدود شوي دی نو ځکه مې لازمه وبلله د کتاب د نړیو...