To start downloading books

Please sign in or create an account.

imranghani 3 years ago 2,566
له غوسه ناک (قهرجن)کس سره څنګه رویه وکړو؟

له غوسه ناک (قهرجن)کس سره څنګه رویه وکړو؟

لېکنه: شکېبا نادري، له غوسه ناک کس سره څنګه رویه وکړو؟

 

غوسه یوه غیر ارادي کړنه ده، چې په ځوانانو، زړو او آن ماشومانو کې هم لیدل کېږي. ځینې کسان خو د غوسې پرمهال داسې کړنې ترسره کوي چې وروسته بیا پر خپلو کړنو پښېمانه وي، خو د جبران لپاره حللاره نه لري.

د غوسې پر مهال د غوسه ناک کس د ارامولو لپاره موږ باید څه وکړو تر څو هغه بېرته خپل عادي حالت ته را وګرځوو؟

که تاسې هم نه پوهېږئ چې د غوسه ناک کس سره څنګه رویه 

وکړئ، زموږ دا لیکنه تر پایه ولولئ! إن شاء الله چې د خپلې پوښتنې ځواب به تر لاسه کړئ.

 

۱. خپل ځان کنټرول کړئ!

کله چې له یو داسې کس سره مخ کېدئ چې غوسه یې له حده زیاته وه، نو تاسې باید خپل ځان ارامه او کنټرول کړئ، که تاسو هم ورسره د ده په څېر تېزې خبرې وکړئ، حالت به د ښه کېدو پرځای لا خراب شي، ستاسې ارامه اوسېدل د مقابل لوري د غوسې د کمېدو لامل کېږي.

 

۲. په خبرو کې زموږ کلمه وکاروئ!

که تاسې د غوسه ناک کس پر مخ کې هر ځل زما او ستا کلمې وکاروئ دا د دې لامل کېږي چې غوسه ناک کس د یوازیتوب او پرديتوب احساس وکړي او غوسه یې دوه برابره شي، خو زموږ د کلمې کارول غوسه ناک کس ته د یووالي احساس ورکوي او د ارامۍ لامل یې کېږي.

 

   ۳. غوسه ناک کس ته وخت ورکړئ!

ډېری وخت د غوسې پرمهال غوسه ناک کس نه پوهېږي چې څه وکړي؟ او څنګه یې وکړي؟ موږ اړ یو چې هغه ته وخت ورکړو تر څو د خپلې ستونزې لپاره یوه حللاره ولټوي، خو که هغه دا کار نه شوای کولای بیا باید موږ ورته یوه مناسبه حللاره وروښیو، ځکه هغه کسان چې ارامه دي د غوسه ناک کس په پرتله ښه فکر کولای شي.

 

۴. که شونې وه له غوسه ناک کس څخه د ځای او حالت د بدلون هیله وکړئ!

هر څومره چې یو کس غوسه اوسي د ځای او حالت بدلون یې هرڅه بدلوي لکه، له کوره بهر وتل، له یو ملګري یا ملګرې سره خبرې او مشوره کول، که ناست وي درېدل او که ولاړ وي له خونې بهرکېدل او داسې نورې کړنې د غوسې د کمېدو او له منځه تلو لامل کېږي.

 

۵. غوسه ناک کس ته یو ګیلاس اوبه ورکړئ!

لکه څنګه چې اوبه اور ګلوي همداسې غوسه هم له منځه وړي، کله مو چې یو کس د غوسې پر مهال ولیده د ارامۍ لپاره یې تر ټولو اسانه او غوره لاره یو ګیلاس اوبه ورکول دي، اوبه څښل په بشپړه توګه غوسه له منځه وړي او د انسان د ارامۍ لامل کېږي.

د دې ټولو لاملونو ترڅنګ نوره لاملونه هم شته چې د ټولو یادول دلته شونی کار نه دی، ځکه دا داسې یوه موضوع ده چې که څېړنه پرې وشي کتابونه کتابونه خبرې پکې لیکل کېدای شي.

Related Articles

زنا حد ثبوت

لیکنه:  مطیع الله دانش!عنوان: د زناحد د ثبوت وسایل.۱: شاهدان.دشاهدانو شرایط، او د شاهدانو تزکیه.۲: اقرار.۳: د حمل څرګندیدل.تزکیه دولونه ۱: ښکاره تزکیه: چې دا معمولآقاضي یی د شاهدانو د عدل لپاره په فعلی ډول په محکمه کي مخامخ د شاهدانو او له چا څخه چی تزکیه غوښتل شوي ترسره کیږي.۲: پټه تزکیه: چې دا د یو کاغذ په مخ باندي ترسره کیږي.شاهدانو شرایط:۱: عقل...

د څو ډوله درملو استعمال تاوانونه - زړه

دا درمل به د لاندې نورو درملو سره په احتياط سره وکاروئ!!! ‎> هیڅکله لاندی درمل لکه→ Azithromycine ‎له انتی هیستامین درملو لکه → Cetrizine  ‎سره یوځای مه کاروۍ ځکه چی د سینی د شدید درد او زړه د حرکاتو د بی نظمۍ سبب کیږی. ‎> هیڅکله د سټاټین درمل لکه →Atovastatin→Rosvastain→Simvastatin ‎له فیبریک اسید درمل لکه → Gemifibrozil ‎سره یوځای ناروغ ته ن...

لۀ فراره ناکراره

ماشوم وزېږيدو، د ژؤند لومړنۍ ترخه سلګۍ يې د مور په غېږه کې وکړه او د وطن خؤږې لمنې خپل ځان کې را ټول کړو نو همدا لامل شو چې ماشوم د ژؤند لومړنۍ ترخه تجربه هم په نيازبينتوب سره تېره کړله او لۀ سوزه يې خبر نۀ شو. خو دا چې ماشوم ؤ او ماشوم لۀ سوزه څه خبر وي. ماشوم د ژؤند راتلونکې سختو شيبو نه څه خبر وي. ماشوم د زمانې د ناترسه وارونو نه څه خبر وي....

Recommended Articles

که دا عادتونه خپل کړئ له غربت څخه خلاصېږئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا به سمه خبره وي، چې شتمني له قسمت سره تړلې ده؛ خو دا خبره هم هېڅکله غلطه نه ده، چې ستاسو عادات په دې برخه کې رغنده رول لري. که تاسو هر څومره ډېرې پیسې ولرئ؛ مګر پر مصرف، پانګونې او نورو لاروچارو پوه نه شئ ډېر ژر به مو غربت د کور تر دروازو ورسېږئ. یا که ډېر غریب هم یئ؛ مګر دا لارښوونې عملي کړي، نو ډېر امکان شته، چې له غربت څخه...

د وينا پر مهال د ويرې ختمولو 27 ګټورې لارې

هغوى چې په سټيج باندې عونډو، سيمنارونو، ټولګي او حتى د ملګرو سره په مخامخ خبرو پر مهال ويره احساسوي دوى عمومآ د Glossophobia په اروايي ناروغۍ اخته دي، چې د خبرو دغه ويره د مرګ له ويرې هم سخته ده چې ستاسو مسلکي او شخصي ژوند زيان رسولى شي. ددغې ويرې پر مهال ستاسو بدن ريږدي، لاسونه مو خولې کيږي، زړه ضربان مو زياتيږي، چې په تجارت او د ژوند په نورو اړخ...

له مطالعې سره څنګه ځان عادت کړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی د هر لوستي ځوان لپاره دوامداره مطالعه ډېره اړينه او مهمه ده. که تاسو دوامداره مطالعه کوئ، ذهن به مو فعال وي او هېڅکله به په وینا کې له بندښت سره مخ نه شئ. ددې ترڅنګ مطالعه ګڼې نورې ګټې هم لري. موږ نه غواړو، چې تاسو ته د مطالعې پر ارزښت وغږېږو. یوازې غواړو، تاسو ته ددې لارښوونه وکړو، چې څنګه دوامداره مطالعه خپل عادت وګرځوو. آیا...