To start downloading books

Please sign in or create an account.

د منټو لنډ ژوندلیک

د منټو لنډ ژوندلیک

لیکنه ـ ریاض مقامزی

ځينې لیکوال د یو ځانګړي سبک، خاصیت او تګلارې پر مټ ډېر ستر نوم او شهرت پیدا کوي. د منټو د قلم تېره او بېباکه څوکه ددې سبب شوه، چې نوموړی ډېر خلک وپېژني. هغه تل حقایق ویل. که څه هم ځينې وخت دا مسئله ورته جنجالي کېده؛ خو د هغه همدا تګلاره وه، چې حقیقت ووایي، که هرڅومره تریخ هم وي.

تاسو به ددې لیکنې تر پایه د "منټو" د ژوند او هنر په اړه لا ډېر پوه شئ.

 

پېژندنه

ددې ستر لیکوال بشپړ نوم "سعادت حسن منټو" دی؛ خو ډېر خلک یې د "منټو" په نوم پېژني. نوموړی یوازې یو لیکوال نه و، بلکې د اردو ژبې یو ښه سناریو لیکونکی، ژباړن او ژورنالیست هم و. منټو د "۱۹۱۲ز" کال د می پر یوولسمه نېټه د هندوستان په پنجاب کې وزېږېد. البته دا هغه وخت و، چې هند لا نه و وېشل شوی. همدارنګه دا هم باید هېره نه کړو، چې نوموړی اصلا د کشمير و. 

د زده کړو او ماشومتوب په اړه یې استاد حقپرست لیکي: "منټو له وړوکوالي په کور کې یو ترهېدلی ماشوم و، چې د مېرنیو وروڼو، خوېندو او پلار د ستغ چلن له امله یې ځای نه شوای ښکاره کولی. له ماشومتوبه یې لا په زدکړو کې زړه نه لګېده. د لسم ټولګي په ازموینه کې له درې ځله ناکامېدو وروسته په ۱۹۳۱ م کال کې په دې ازموینه کې بریالی شو. په لوړو زده کړو کې یې هم دوه کالجونه بدل، رابدل کړل او وروسته یې انساني ارواپوهنه خپله موضوع وټاکله."

کله چې هند ووېشل شو او د انګرېزانو لخوا پاکستان رامنځته شو، نو منټو هم پاکستان ته راغی. هغه په هند کې هم لیکوالي کوله او پاکستان کې یې هم خپل قلم روان وساته. د نه هېرېدونکو ادبي آثارو له پنځولو وروسته دې ستر لیکوال د "۱۹۵۵ز" کال د جنورۍ په اتلسمه نېټه له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

 

د لیکوالۍ طرز

لکه څنګه چې مو وړاندې یادونه وکړه "منټو" یو بېباکه لیکوال و. له دې کبله چې نوموړي پخپلو لیکنو کې د ښځينه او نارینه "اندام مخصوصه" نومونه په ډېر عادي شکل بیانول نو د رواني ناروغ، فحش لیکوال او ... نورو نومونو ونومول شو. د فحش لیکنې په تور خو آن تر محکمې هم ورسېد.

خو اصلي خبره دا وه، چې منټو په داسې یوه ټولنه کې اوسېدلی و، چې شخړې، اخلاقي کمزورۍ، جنسي کاروبارونه او نورې ناخوالې پکې په اوج کې وې. دې ټولو چارو د "منټو" په فکر او قلم ژور اغېز کړی و. 

یوه خبره بله چې منټو له نورو جلا کوي هغه د نوموړي د سوژو ټاکنه او د ټيټې طبقې د خلکو نمایندګي وه. هغه پخپلو لیکنو کې آن د "ځان پلورونکو" مېرمنو حال هم بیان کړی. دا چاره د هر انسان او لیکوال د وسې خبره نه ده. منټو ددې بدلمنو مېرمنو مجبورۍ، د ژوند ناخوالې، ستونزې او کړاونه ټول يو په یو بیان کړي دي. همدارنګه یې د محکومې او بېوزله طبقې مړې هیلې، بې وسۍ او خوارۍ ټولې انځور کړي دي.

په دې اړه منتشر شاهي وايي :"منټو په خپل ټول ژوند کې یې بې له کومې تمې ددوی غږ پورته کړی دی او ددوی په سر یې د حاکمې طبقې له لوري محکې، جرمانې او زندانونه ګاللي دي."

په هر حال د منټو پر ژوند او فن خبرې په یوه لیکنه کې نه شي ځایېدای. ځایېدل څه چې ۱۰ سلنه خبرې یې هم نه شو بللای. که منټو ډېر پېژندل غواړئ نو آثار یې ولولئ. له نېکه مرغه ځينې پنځونې یې له اردو ژبې پښتو ته هم ژباړل شوي دي.

 

د منټو ځينې خبرې

 

له منټو څخه پوښتنه وشوه، چې په هېواد کې مو څه حال دی؟

منټو ځواب ورکړ: "داسې حال دی، لکه په زندان کې چې د جمعې لمونځ کېږي اذان دوکه باز کوي، امام یې قاتل وي او مقتدیان یې ټول غله وي."

 

"خلک وايي چې ښځې راز نه شي ساتلای. خو زه وایم که ښځې راز ووایي د نړۍ هېڅ نارینه به د مخ ښکاره کولو وړ نه وي." 

 

"که تاسو دغه افسانې نه شئ زغملای، نو ددې معنا دا ده، چې تاسې زمانه نه شئ زغملای. زه به د هغه تهذیب، تمدن او ټولنې څه لمن پر سر واړوم، چې هغه لا له وړاندې بربنډه ده."

 

"دا مه وایه چې یو لک هندوان او یو لک مسلمانان وژل شوي دي. داسې ووایه چې دوه لکه انسانان وژل شوي دي."

 

"که تاسو زما لیکنو له شهواني اړخه ګورئ، ذهني معذوره یئ."

 

"که د بې حیایۍ په اورېدو مو ښځه ذهن ته راشي نو پخپل ګرېوان کې سر ښکته کړئ."

Related Articles

د خټکي روغتيايي ګټې او زیانونه

ژباړه ـ ریاض مقامزی    خټکی یو له هغو خوندورو مېوو څخه دی، چې نړۍ کې ګڼ شمېر مینوال لري. ددې مېوې رنګ د ژېړ او نارنجي په شاوخوا کې وي، چې بېلابېل ډولونه لري. په فارسي کې خربوزه او انګلېسي کې ورته "Melon" وايي. باید ووایم، په افغانستان کې هم دا مېوه کرل کېږي، چې تر ټولو مشهور یې د کندز خټکي دي.  تاسو به په دې لیکنه کې د همدې مېوې پر ګټو او زیانون...

حجره څه شي ته ویل کېږي!؟

لیکنه ـ وړانګه اکبر   پېژندنه: حجره د سایتوپلازم او هستې یوه کتله ده،کومه چې د یوې غشا په واسطه احاطه شوې ده.حجره داسې یو مایکروسکوپیک جوړښت دی چې د ژوندیو موجوداتو جوړښتیز او دندیز واحد ګڼل کېږي.ډېری حجرې شونې ده چې یوازې یوه حجره ولري او یا له یوې څخه زیاتې حجرې ولري.دحجرې په تعریف کې د سایتوپلازم،هستې او حجروي غشا څخه یادونه شوې ده، دا هر یو یې...

د لاتينې امریکا نوموتی شاعر؛ پابلو نرودا

په لاتينه امریکا کې ډېر هېوادونه شاملېږي. په دې کې د "برازیل، پرتګال، چيلي، کلمبیا، ارجنټاين او ..." نومونه د یادولو دي. دې هېوادونو ته ځکه "لاتيني" وايي، چې پخوا د هسپانيې او پرتګال مستعمرات وو.  پابلو نرودا "Pablo Neruda" په "۱۹۰۴م" کال د چيلي هېواد په پارال ښار کې وزېږېد. مور یې د ښوونځي ښوونکې وه او پلار یې د اوسپنې د لارې یو مامور و. د نوموړي...

Recommended Articles

بي دوه پنځوس" څه ډول الوتکې دي؟"

ژباړه ـ ریاض مقامزی په هېواد کې د جګړو له پراخوالي سره سم امریکايي ځواکونو اعلان وکړ، چې د بي.۵۲ الوتکو پر مټ به پر تالبانو هوايي بریدونه وکړي؛ همداسې وشول او په بېلابېلو سیمو کې یې د وسله والو تالبانو ډلې په نښه کړې. خو اوس پوښتنه دا ده، چې بي ـ ۵۲ څه ډول الوتکې دي او کومې ځانګړتیاوې لري؟  ددې لیکنې تر پايه به مو دواړه پوښتنې حل شي.    ځانګړتي...

کوم ډول خلک بايد کېله ونه خوري

که څه هم کېله ځيني ګڼې ګټي لري خو دغه ميوه ځينې عورايض او تاووانونه هم لري.چې په لاندي ډور ورته اشاره کوو. دغه خوږ ميوه د خپل ځانګړي خوند، او نرموالي له امله په ټوله نړۍ کې مشهوره ده. ګېله کوم ډول زيانونه لري. ۱: د وزن زياتوالی دـ ځينو نورو خوړو په څير کېله هم پريمانه کالوري لري چې د وزن د زياتوالي لامل کيږي په هره متوسطه کېله کې ۱۰۵ ګرامه کالو...

له مطالعې سره څنګه ځان عادت کړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی د هر لوستي ځوان لپاره دوامداره مطالعه ډېره اړينه او مهمه ده. که تاسو دوامداره مطالعه کوئ، ذهن به مو فعال وي او هېڅکله به په وینا کې له بندښت سره مخ نه شئ. ددې ترڅنګ مطالعه ګڼې نورې ګټې هم لري. موږ نه غواړو، چې تاسو ته د مطالعې پر ارزښت وغږېږو. یوازې غواړو، تاسو ته ددې لارښوونه وکړو، چې څنګه دوامداره مطالعه خپل عادت وګرځوو. آیا...