To start downloading books

Please sign in or create an account.

Arsalan 3 years ago 1,153
آیا امنیت (امن) د ژوند هر څه دي؟

آیا امنیت (امن) د ژوند هر څه دي؟

آیا امنیت (امن) د ژوند هر څه دي؟

امنیت (امن) د انسانانو په ژوند کې ډیره لویه ونډه لري، خو د انسانانو ژوند یوازې یوې برخې پورې تړلی ندی. که چیرې د امنیت (امن) برخه په پام کې ونیول شي او د ژوند نورو برخو ته هیڅ پام ونشي نو د ژوند انډوَل خرابیږي، په لنډمهاله او اوږدمهاله توګه په ژوند اغیزه کوي. د انسانانو په ژوند کې لومړنۍ اړتیاوې (خوراک، څښاک، ځای او ژوند جاري ساتل) تر ټولو اړینه برخه ده. د انسانانو لومړنۍ اړتیاوې په یو ځای کې که پوره نشي نو هلته که د نړۍ تر ټولو ښه امنیت (امن) هم وي نو بیا هم دا امنیت هیڅ مانا نلري. ډیری وخت داسې کیږي چې انسانان د لومړنیو اړتیاوو (د ژوند اولیه ضرورتونو) د پوره کولو لپاره د امنیت هیڅ پروا نکوي د خپل امنیت او د نورو خلکو امنیت په خطر کې اچوي تر څو خپلې لومړنۍ اړتیاوې او د کورنۍ لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي. لومړنۍ اړتیاوې د انسانانو د ژوند مالي او اقتصادي برخو پورې تړلي دي. مالي او اقتصادي برخې هم د ژوند اړینو برخو څخه دي. امنیت (امن) هم د ژوند د اړینو برخو څخه یوه برخه ده د دې نه هم انکار نشي کیدلای. که چیرې یو څوک د خوراک او څښاک لپاره څه ونلري، په کور ناست او بیکاره وي؛ فکري، ذهني، روحي او رواني امنیت ونلري نو یوازې فزیکي امنیت (امن) څه نشي کولای.

لیکنه: عبدالرشید “صمد نجاب”     

Related Articles

د هاګ نړېواله محکمه

ژباړه ـ ریاض مقامزی د ځينو مهمو جنګي جرمونو څېړنه او حل د هېوادونو په سطحه د حکومتونو له وسې پورته وي. همدارنګه کله ناکله ځينې مسایل موجوده حکومتونه څېړلای شي؛ خو له دې وېرې چې په بېطرفه او عادلانه توګه به و نه څېړل شي، نړېوالې ادارې دخالت کوي. یو له دې ادارو چې په لویه سطحه جنګي جرایم او مسایل څېړي د "هاګ" نړېواله محکمه ده. تاسو به ددې لیکنې تر پ...

کومې کړنې مو د پرمختګ مخنیوی کوي؟

کومې کړنې مو د پرمختګ مخنیوی کوي؟   ټول انسانان هڅه کوي چې د ژوند په هر اړخ کې بریالي وي. که هغه کړنې د کور دننه، لکه د کور کارونه او یا له کور څخه بهر، لکه  زده کړې، سپورټ، پلورل او پېرل، دنده او داسې نور وي، خو ځینې وخت موږ له دومره هڅو سره سره بیا هم ځان پرمختګ او بریا ته نه شو رسولای.  نن په دې لیکنه کې په دې اړه معلومات درکوو چې څنګه پرمختګ...

قرآن ولې په عربۍ ژبه کې نازل شوی دی؟

قرآن ولې په عربۍ ژبه کې نازل شوی دی؟  جواب:  دا نو د الله تعالی خوښه وه چې قرآن کريم په عربي ژبه کې نازل کړي. بله دا چې د قرآن د نزول په زمانه کې عربي ژبه په ژونديو ژبو کې يوه وه، د حجاز  او خواو شا سيمو د خلکو ژبه وه. پر کوم شخصيت چې قرآن نازل شوی د هغه خپله ژبه همدا عربي وه، او دا د الله انتخاب او خوښه وه چې په دغه سيمه او دغه ژبه او پر دغه ش...

Recommended Articles

بي دوه پنځوس" څه ډول الوتکې دي؟"

ژباړه ـ ریاض مقامزی په هېواد کې د جګړو له پراخوالي سره سم امریکايي ځواکونو اعلان وکړ، چې د بي.۵۲ الوتکو پر مټ به پر تالبانو هوايي بریدونه وکړي؛ همداسې وشول او په بېلابېلو سیمو کې یې د وسله والو تالبانو ډلې په نښه کړې. خو اوس پوښتنه دا ده، چې بي ـ ۵۲ څه ډول الوتکې دي او کومې ځانګړتیاوې لري؟  ددې لیکنې تر پايه به مو دواړه پوښتنې حل شي.    ځانګړتي...

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو، چې د هرچا د خوښې وړ وګرځي؟پر پوستکي مختلف داغونه د مختلفو عواملو له امله پیدا کېدی شي لکه د لمر د وړانګو له امله، د ځینو درملو د استعمال له امله او یا کېدای شي د عمر په زیاتېدا سره هم ځینې نښې نښانې را څرګندې شي. په همدې اساس د هر عامل له وجې د پوستکي د داغونو درملنه هم په جدا ډول سره کېږي، چې باید توپیر یې وشي، لکه...

په ځوانۍ کې د ويښتانو سپينېدل او درملنه

د ويښتانو سپينېدل اکثراً د زړښت معنا ورکوي نو ځکه خو انسان د خواشينۍ احساس کوي؛ مګر دا لا ډېره خواشينوونکې وي، چې په ځوانۍ کې مو ويښتان سپين شي. په طبیعي توګه د سپين پوستو ويښتان نسبت تورپوستو ته ژر سپینېږي. معمولاً په سپين پوستو کې د ويښتانو سپينېدل د ژوند د څلورمې لسیزې په لومړيو کې پيلېږي، مګر په نورو نژادونو کې دا حالت د څلورمې لسیزې په وروستيو...