To start downloading books

Please sign in or create an account.

imranghani 3 years ago 1,602
(د نړۍ اووه حیرانوونکي ځایونه(دوهمه برخه

(د نړۍ اووه حیرانوونکي ځایونه(دوهمه برخه

لېکنه: شکېبا نادري،د نړۍ اووه نوي حیرانونکي ځایونه 

دویمه برخه

د چین دېوال

لکه څنګه مو چې په تېره لیکنه کې په دې اړه معلومات درکړل چې د نړۍ اووه حیرانونکي ځایونه په دوو برخو وېشل شوي دي:

۱. اووه نوي حیرانونکي ځایونه 

۲. اووه پخواني حیرانونکي ځایونه په نننۍ لیکنه کې د اووه نویو حیرانونکو ځایونو چې یو له هغوی څخه د چین دېوال دی خبرې کوو هیله ده چې لیکنه تر پایه ولولئ!

د چین د دېوال تاریخچه:

پخوانیو چینایانو د دې لپاره چې یو هوسا ژوند ولري او د دښمن له یرغل څخه خوندي و اوسي په خپلو منځونو کې پرېکړه وکړه، چې له خپل هېواد څخه یو دېوال را تاو کړي او د دېوال په جوړولو یې پیل وکړ. 

د چین دېوال چې د نړۍ تر ټولو اوږد او لوی دېوال دی، د دې مشهور دېوال د جوړېدو کار له میلاد څخه مخکې له پینځمې پېړۍ څخه پیل او تر اتمې  پېړۍ پورې رسېږي، د دې دېوال کار د 'شي هوانګ' د واکمنۍ پر مهال د ده په واسطه تر ۲۲۱ کاله پورې بشپړ شو. 

دا دېوال په ختیځ کې تر 'شانګاهوان' او لویدیځ کې تر 'لوپ نور' پورې غځېدلی دی.

 

د چین د دېوال د جوړېدو موخه

دا دېوال د دښمنانو، چې یو له هغوی څخه مغلو و، د یرغلونو د مخنیوي لپاره جوړ شوی دی. چینایانو نه غوښتل چې هېواد یې د پردیو تر واک لاندې وي د پردیو د یرغلونو د مخنیوي لپاره دا لاره ورته غوره ښکاره شوه.

 د چین د دېوال اوږدوالی

 د 'شي هوانګ' د واکمنۍ پر مهال د دې دېوال اوږدوالی تر 5000 کیلوميټرو پورې رسیده، خو وروسته د خان د واکمنۍ پر مهال بیا د دې دېوال اوږدوالی تر 10000 کیلومیټرو پورې ورسېد، له هغې وروسته د دی دېوال اوږدوالی ان 50 زرو کیلومترو پورې ورسېد، خو د چین اوسنی دېوال د مېنګ د واکمنۍ پر مهال جوړ شو او د چین د نهه ولایتونو په منځ کې پروت دی. دا دېوال له خښتو او مستطیل شکلو تیږو څخه جوړ شوی دی، په منځ کې  خاورې او شګې اچول شوې دي او لوړوالی یې تر 10 میټرو پورې رسېږی، د دې  دېوال بر یا عرض تر 4-5 مترو پوری رسیږی.

 

د چین د دېوال ارزښت

  دا دېوال تاریخي، معماری، توریستي، مادي او معنوي ارزښت لري. دا دېوال د چینایانو په تاریخ کې ځانګړی ځای لري. دا دېوال موږ د چین د خلکو له هڅو، ځان ساتنې او زحمتونو څخه خبروي. دوی دا دېوال په داسې مهارت سره جوړ کړی چې د نړۍ په اووه حیرانونکو ځایونو کې شمېرل شوی دی. هر کال یې په زرګونو خلک لیدو ته ورځي او د یادګار په توګه پکې انځورونه اخلي. په لسګونو خلکو ورباندې لیکنې او څېړنې کړې دي او نورې یې هم کوي.

نور بیا...

Related Articles

د انګلېسي ژبې د چټکې زده کړې تګلاره! 

لیکنه ـ ریاض مقامزی اوسنۍ نړۍ د سرعت نړۍ ده. ټول غواړي، چې ژر ـ ژر خواړه پاخه کړي، کار ته لاړ شي، شتمن شي او همداسې ژر خپلو موخو ته ورسي. دا غوښتنه بېخي طبیعي ده، په داسې نړۍ کې ژوند کوو، چې د یوې تڼۍ په کېکاږلو سره د دنيا له یوه کونجه له بلې برخې سره وصل کېږو، نو د خلکو غوښتنې هم همداسې چټکې شوي دي. آيا د سرعت غوښتنه د ژوند په هره برخه کې کېدای ش...

د عدالت نړېواله محکمه

لیکنه ـ ریاض مقامزی د ځينو مهمو مسایلو څېړنه او حل د هېوادونو په سطحه د حکومتونو له وسې پورته وي. همدارنګه کله ناکله ځينې مسایل موجوده حکومتونه څېړلای شي؛ خو له دې وېرې چې په بېطرفه او عادلانه توګه به و نه څېړل شي، یا دا چې هره خوا به خپله بریا غواړي، نو نړېوالې ادارې دخالت کوي. یو له دې ادارو چې په لویه سطحه حقوقي او نور بین المللي قضایه مسایل څې...

د رحمان بابا یو بیت؛ تفسیر او شننه

ليکوال: عبدالغفور لېوال لکه ونه مستقیم په خپل مکان یم که خزان راباندې راشي که بهار  یو شمېر خلکو د رحمان بابا له دغه بیت څخه د لټۍ(عطالت)، جمود، سکون، ځای پرځای پاتېدا او بې هڅې و زیاره ژوند تېرولو مانا اخیستې ده، حال دا چې دا بیت  د دې ټولو پرخلاف د خوځندوالي، ودې، پرمختګ، ښکلا، هڅې و زیار، ګټورتیا او تولید ماناوې ښندي.  زما پوه دوست، ولسي مخور ا...

Recommended Articles

عثمان کاکړ څنګه ووژل شو؟

پښتونخوا ملي عوامي ګوند ادعا کوي چې د دغه ګوند صوبايي مشر عثمان خان کاکړ وژل شوی دی او دوی سره دې لړ کې کافي ثبوتونه شته. یو شمېر نورو ځايي سیاسي ګوندونو هم د یاد ګوند ملاتړ کړی او د بلوچستان صوبايي حکومت وايي، د پېښې په هکله به څېړنه کوي. د یادونې ده چې د روانې جون میاشتې پر ۱۷ نېټه ویل شوي و، چې د عثمان خان کاکړ سر سخت ټپي شوی دی. له پېښې وروست...

د وينا پر مهال د وېرې او فشار ختمول

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا چې موږ انسانان ټولنيز ژوند لرو، نو اړ یو چې د خپلو اړتياوو او مفکورو د وضاحت لپاره وغږېږو. خبرې کول زموږ د ژوند په هره برخه کې لیدل کېږي. په کور، کلي، دکان، ښار، مکتب، ښوونځي او ګڼو نورو ځايونو کې موږ خبرې کوو او خپل پپغام نورو ته رسوو.   ځينې خلک بیا د خبرو او وينا پر مهال تر وېرې او فشار لاندې وي. نه شي کولای خپل پيغام او...

له مطالعې سره څنګه ځان عادت کړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی د هر لوستي ځوان لپاره دوامداره مطالعه ډېره اړينه او مهمه ده. که تاسو دوامداره مطالعه کوئ، ذهن به مو فعال وي او هېڅکله به په وینا کې له بندښت سره مخ نه شئ. ددې ترڅنګ مطالعه ګڼې نورې ګټې هم لري. موږ نه غواړو، چې تاسو ته د مطالعې پر ارزښت وغږېږو. یوازې غواړو، تاسو ته ددې لارښوونه وکړو، چې څنګه دوامداره مطالعه خپل عادت وګرځوو. آیا...