To start downloading books

Please sign in or create an account.

Arsalan 3 years ago 1,543
بریالیتوب ته اړتیا!

بریالیتوب ته اړتیا!

لیکنه: هیلِن شاختر

ژباړه: عبدالرشید “صمد نجاب”

بریالیتوب سره په ډیر ګمان شخص (فرد) د باور وړ او د نورو د ستاینې لاندې راځي. تېر لدې خوند څخه چې مونږ یې د نورو له ستاینې اخلو، هر بریالیتوب پخپله په مونږ کې خوښي او تسلا (رضایت) را مینځ ته کوي. که څه هم لدې بریالیتوب څخه هیڅوک که خبر هم نه وي.

بریالیتوب ته اړتیا په دا کچه (اندازه) اړینه ده چې کولای شو ووایو: ډیری زمونږ هیلې او کړنې (عملونه) تر ولکې لاندې راولي.

دا چې ګورو څوک د ریاضي سره شوق لري او څوک د هنر سره، یو ادبیاتو ته مخه کوي او بل سیاست ته، څوک سوداګري (تجارت) غوره کوي او څوک بزګري (زراعت) غوره کوي، او آن دا چې ګورو ځینې کسان د واک او اختیار سره سره ډیر ګران (سخت) او له خطره ډک کارونه خپل مسلک ګرځوي، د دې لپاره ده چې هر څوک خپله وړتیا (استعداد) او د بریالیتوب چانس (امکان) په یاد مسلک کې ویني او د بریالیتوب په لور ځي. ځکه هره کړنه (عمل) چې د بریالیتوب سره یې ترسره کړو په مونږ کې د خوښۍ او تسلا (رضایت) لامل کیږي، همدا شان هر کار چې زمونږ د وړتیا څخه لیرې وي او په ډیر ګمان زمونږ د ناکامۍ لامل کیږي له هغه څخه تېښته کوو.

خو باید پوه شو چې د مسلک او کار په غوره کولو (انتخاب) کې مونږ خپله دې ټکي ته پام نه کوو یانې په هغه څه کې چې مونږ وړتیا (استعداد) لرو هغه کار نه غوره کوو، بلکې باطني شعور یا طبیعت او فطرت دی چې مونږ د خپل استعداد او وړتیا په لور رهبري کوي او بیايي. لکه کوچنی ماشوم؛ بې لدې څخه چې پام وکړي د دې لپاره چیغې وهي ځکه چې غږ باسي او هغه یې خوښیږي، لږ چې غټ شي کوچنۍ کوچنۍ خبرې کوي او کله چې ځوانۍ ته ورسیږي، خبرې کوونکی او یا ویاند به شي.

یا د بیلګې په توګه هر مجلس (ناسته) کې چې څوک په یو مسلک کې پوهیږي د هغه په اړه خبرې کوي او د بریالیتوب امکان یې په خبرو کې ډیر دی.

خلاصه دا چې بریالیتوب ته اړتیا مونږ په ناخبره توګه هغه کار ته مو اړ باسي چې پکې وړتیا او استعداد لرو؛ بالعکس هر هغه کار چې د کامیابۍ (بریالیتوب) هیله پکې نه وي له هغه څخه ځان باسو ځکه ناکامي په هر هغه کار کې که چیرې کوچنۍ او بې ارزښته هم وي د خفګان او غمګینۍ لامل کیدلای شي. پداسې حال کې چې هر بریالیتوب که چیرې کوچنی او ډیر د ارزښت وړ نه وي بیا هم شخص (فرد) هیله مند او باورمند کوي.

دا چې عالمان او هنرمندان؛ اوږد مهاله او کلونه د طبیعت د رازونو د پوهېدلو لپاره یا د یوې صنعتي اختراع لپاره، کړاوونه تېروي او د سختیو په زغملو کې خپلې وروځي هم نه ښوروي، د دې لپاره ده چې هره ورځ د کامیابۍ (بریالیتوب) پر لور یو قدم (پَل) مخکې ځي او آسماني خوندونه اخلي.

که چیرې د کار او زحمت اندازه د یو داستان (ناول) لیکلو لپاره، یا د یو څه د جوړولو لپاره، یا نقشه جوړول او اېستل د یو پله یا د اورګاډي (رېل) د لارې لپاره په نظر کې ونیسو ډارېږو او وېره کوو، خو پوهان، هنرمندان او عالمان؛ دا ټولې سختۍ او زحمتونه د بریالیتوب (کامیابۍ) سره مینه، صبر، حوصلې، مقاومت او دوام په مرسته ځان ته آسانه کوي او خوښ وي. دا ټول زیار او کوښښ چې د عمر تر پای پورې په غاړه اخلو او سختۍ تېروو، دا ټول د بریالیتوب، خوند او کامیابۍ لپاره دي.

بریالیتوب (کامیابي) سربېره پر دې چې پخپله د غوښتنې وړ او خوندور دی، شخص (فرد) د پام وړ او د ستاینې وړ ګرځوي، او د شخصیت د ودې (پرمختګ) سره مرسته کوي او مونږ په ‌ژوند کې پوره کوي، پوخوالي ته مو رسوي او ارزښت مو ډیروي.

د ټولو لوستونکو  او ټولو خلکو د بریالیتوب په هیله!!! 

Related Articles

یوې ښځې ته هېڅکله دا شپږ جملې مه وایﺉ!

لیکنه: شکېبا نادري یوې ښځې ته هېڅکله دا شپږ جملې مه وایئ!   دا څرګنده خبره ده چې کله یوه نجلۍ واده وکړي، د خاوند په کور کې هغه خپلواکي نه لري، چې د پلار په کور کې یې درلوده، که هغه د جامو له اړخه وي، که د خوراک، که د راحتۍ او بې پروایۍ له اړخه، ځکه کله چې یوه نجلۍ واده وکړي، مسوولیتونه یې ورځ تر بلې زیاتېږي، د خسر، خواښې، خاوند او نورې ټولې کورن...

نابینا (ړنده) مور

ژباړه ـ ریاض مقامزی   وايي یوه نابینا مور په روغتون کې د خپل ناروغ زوی ترڅنګ ناسته وه او ژړل یې. ناڅاپه یوه پرښته راغله او ورته ویې ویل: ای مورې! زه د خدای له لوري راغلی یم. د خدای مهرباني ده، غواړي ستا یوه هیله پوره کړي. ووایه څه غواړې؟ هغې پرښتې ته مخ کړ؛ ویې ویل: له خدایه غواړم چې زوی مې روغ شي. ـ پښېمانېږې خو به نه؟ ـ نه! ـ سمه ده. زوی دې...

اُکراین وپېژنئ!

ژباړه ـ ریاض مقامزی   د هېوادونو د پېژندنې په برخه کې به دا ځل له "اُکراین" سره بلد شئ. د لیکنې تر پایه به هڅه وشي، چې ددې هېواد په اړه هر اړخیزو پوښتنو ته ځواب وویل شي.   اُکراین وپېژنئ! دا هېواد د اروپا لویې وچې په شرقي برخه کې موقعیت لري، چې مساحت یې شاوخوا "۶۰۳۷۰۰" کیلومټر مربع ته رسېږي. په محلي ژبه کې "اُکراین" پخپله د "ساحل یا سمندر غاړي"...

Recommended Articles

ملا نصرالدین څوک و؟

ملا نصرالدين ته ترکان حواجه يا خواجه نصرالدين وايې، افغانان او اير انيان يې ملا نصر الدين (ملا نصرودين) بولي،عربان يې دجحا نصرالدين او افندي نصرالدين په نامه پيژني٠  ملا نصرالدين د يوه روايت پر بنسټ په اوومې هجري پېړۍ کې چې د١٢٠٩ زېږدېز/میلادي کال سر ه سمون خوري دسلجوقي واکمنۍ په زمانه کې دتر کيې دخورتو په ښار ګوټي کې دې نړۍ ته سترګې پرانيستلي دي...

څنګه کولای شو ښه شخصيت ولرو؟

 په دې لیکنه کې به تاسو هغه لارښوونې ولولئ، چې تاسو ځانګړي کوي او خلک به مو شخصيت ته درناوی لري.   خپل ظاهر ته ارزښت ورکړئ د هرې اړیکې په شروع کې ظاهري شکل خورا اړین فکټور ګڼل کېږي. په هاروارډ پوهنتون کې ترسره شوې څېړنه ښيي، چې انسانان ظاهر ته په کتو په لومړۍ ليدنه کې د مقابل لوري په اړه له ۳ نه تر ۷ ثانيو پورې  قضاوت کوي.  ددې لپاره چې ځانګړي و ا...

اعصاب په کومو شيانو کمزوري کېږي

د انسان په وجود کي اعصاب تر ټولو مهمه برخه ده، د انسان ټولي چاري او فعالیتونه د همدغي ناحیې څخه کنټرولېږي.لاندي ځیني مهم ټکي دي چي په پام کي نیول یې د ذهن په سالم ساتلو کي مرسته کو. - د سهار چای نه چیښل:هغه خلک چې د سهار چای نه چیښي په بدن کي یې د شکري اندازه راکښته کېږي، په نتیجه کي یې دماغ ته په کافي اندازه مواد نه ور رسېږي او دماغ کمزوری کېږي....